جېمز کوک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز کوک
(انګلیسي: James Cook د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېمز کوک
جېمز کوک

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ اکتوبر ۱۷۲۸[۱][۲]
مړینه 14 فبروري 1779 (51 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱][۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي [۱۲]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳][۱۴]
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
جېمز کوک
جېمز کوک

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جېمز کوک FRS ( زوکړه د ۱۷۲۸م کال د نومبر ۷مه – مړینه د ۱۷۷۹م کال د فبرورۍ ۱۴مه) د بریټانیا په شاهي سمندري ځواک کې یو بریټانوی کاشف، سمندري افسر، نقشه جوړونکی او کاپیټان وو چې د ۱۷۶۸م او ۱۷۷۹ کلونو ترمنځ په آرام سمندر په ځانګړې توګه نیوزیلنډ او آسټرالیا ته د خپلو درې سفرونو له امله نامتو وو. هغه آرام سمندر ته له درې سفرونو څخه مخکې، له نیوفونډلنډ څخه دقیقې نقشې جوړې کړې، چې د هغه په لړ کې د آسټرالیا ختیځې ساحلي کرښې او د هاوایي ټاپوګانو سره لومړنۍ اروپایي اړیکه او د نیوزیلنډ له شاوخوا څخه لومړنۍ ګرځېدنه ثبت شوه.

کوک په نوې ځواني کې د بریټانیا سوداګریز سمندري ځواک سره یوځای شو او په ۱۷۵۵م کال کې شاهي سمندري ځواک سره یوځای شو. هغه په اوه کلنه جګړه کې د ځینو کړنو شاهد وو او ورپسې یې د کوبک محاصرې په اوږدو کې سنټ لارنس سیند ته د ننوتلو ډېری لارې وڅېړلې او نقشه یې ترې واخیسته، چې د شاهي او سمندري چارواکو پام یې ځان ته راواړوه. دا ستاینه په مهمه شېبه کې د بریټانیا بهرنۍ سپړنې لارښوونې لپاره لاس ته راغله او په ۱۷۸۸م کال کې د HMS endeavor قومندان په توګه آرام سمندر ته له درې سفرونو څخه د هغه د لومړي سفر لامل شو.

په دې سفرونو کې، کوک په زرګونو مایله په عمده ډول د نړۍ په ناپېژندل شویو سیمو کې مخته لاړ. هغه په آرام سمندر کې له نیوزیلنډ څخه تر هاوایي پورې سیمې له لا ډېرو جزیاتو سره په هغه مقیاس کې رسم کړې چې پخوا د لوېدیځو کاشفانو لخوا نه وې ترسیم شوې. هغه د لومړي ځل لپاره د ځانګړتیاوو څېړنې او نومونې باندې پیل وکړ او د اروپا پر نقشې یې ساحلي کرښې او ټاپوګانې ثبت کړې. هغه د سمندري افسر، لوړو څېړنیزو او نقشه جوړولو مهارتونو، فزیکي زړورتیا او په ناوړه حالت کې د سړیو د رهبرۍ وړتیا یو ترکیب له ځانه وښوده.

کوک په ۱۷۷۹م کال کې آرام سمندر ته د خپل دریم څېړنیز سفر په لړ کې کله چې غوښتل یې د هاوایي ټاپو رئیس، کالاني اوپوو (Kalaniʻōpuʻu) برمته کړي، تر برید لاندې ونیول شو او ووژل شو، پس له هغه چې د هغه خدمې له یوې هدیرې څخه لرګی راواخیست او کله چې هغه غوښتل هغه کټر بېرته لاسته راوړي چې د هغه له یوې کښتۍ څخه اخیستل شوی وو. د «استعمار رامنځته کوونکي» په توګه او له ځایي خلکو سره د هغه د اړیکو په تړاو د تاوتریخوالي ترسره کولو کې د نظر اختلاف شتون لري. هغه د ساینسي او جغرافیوي علم داسې میراث پرځای پرېښود چې تر شلمې پېړۍ یې هم پر ځای ناستو اغېز پرېښود او په ټوله نړۍ کې ډېر یادګارونه هغه ته تقدیم شوي دي.[۱۵]

لومړنی ژوند او کورنۍ[سمول]

جېمز کوک د ۱۷۲۸م کال د نومبر په ۷مه (NS) د یورکشایر شمالي رایډینګ په مارټون کلي کې وزېږېد او د نومبر په ۱۴مه د سنټ کاټبرټ په ځایي کلیسا کې ورته د سپېڅلتیا یا تمعید غسل ورکړل شو، چېرته چې د کلیسا په لړلیک کې د هغه نوم لیدل کېږي. هغه د جېمز کوک (زوکړه ۱۶۹۳ – مړینه ۱۷۷۹)، په راکسبورګشېر کې له اډنام څخه په کرونده کې یو سکاټلنډی کارګر، او له ټورنای-آن-ټیس څخه د هغه ځایي مېرمنې ګریس پېس (زوکړه ۱۷۰۲ – مړینه ۱۷۶۵) له اتو ماشومانو څخه دوهم ماشوم وو. په ۱۷۳۶م کال کې، د هغه کورنۍ په ګرېټ آیټون کې د آیري هولم کروندې ته کډه وکړه، چېرته چې د هغه د پلار ګمارونکي، ټوماس اسکوټو، په ځایي ښوونځي کې د هغه د زده‌کړې لګښت ورکړ. په ۱۷۴۱م کال کې، په ښوونځي کې له پنځو کلونو زده‌کړو وروسته، هغه د خپل پلار لپاره چې د کروندې د مدیر په توګه ګومارل شوی وو، په کار پیل وکړ. سربېره پر دې چې هغه په رسمي توګه زده‌کړې نه وې کړې، د خپل سفر په وخت کې هغه په ریاضیاتو، ستورپوهنې او نقشه جوړونه کې تکړه شو. د وزګاري وخت تېرولو لپاره، د روزبري ټاپنګ په نوم نږدې تپې ته به پورته کېده او د یوازېتوب له فرصت څخه به یې خوند اخیست. د کوک کلبه، د هغه د مور او پلار وروستنی کور، چې په لوړ ګومان ده هم لیدلی دی، اوس د آسټرالیا په ملبورن کې ده، چې له انګلسټان څخه لېږدول شوی او په ۱۹۳۴م کال کې خښته په خښته بیاځلې رغول شوی دی.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

په ۱۷۴۵م کال کې، کله چې کوک ۱۶ کلن وو، د Staithes کب نیونې کلي ته یې ۲۰ مایله (۳۲ کیلومټره) ځای بدل کړ ترڅو د ویلیام سانډرسون، خوراکي توکو خرڅوونکي او دوکان دار، سره د شاګرد په توګه کار وکړي. تاریخ لیکونکي اټکل کوي چې په دې ځای کې کوک د لومړي ځل لپاره د دوکان له ویټرین څخه باندې منظرې ته ځیر شو، او د سمندر جذابیت یې احساس کړ.[۲۳]

له ۱۸ میاشتو وروسته، کوک په مغازه کې د کار لپاره مناسب نه وو، ویټبي ته نږدې بندري ښار ته یې سفر وکړ ترڅو د سانډرسون له ملګرو، جان او هنري واکر، سره معرفي شي. واکران چې کوېکران وو، د سکرو ډبرو په سوداګرۍ کې د لویې ځایي بېړۍ مالکان وو. د هغوی کور اوس د کاپیټان کوک یادګاري موزیم دی. کوک د سوداګریز سمندري ځواک شاګرد په توګه د هغوی په کوچنۍ بېړۍ کې وګومارل شو او د انګلیس سواحلو په دوام به یې د سکرو ډبرې لېږدولې. د هغه لومړنۍ دنده د فري‌لاو په بېړۍ کې وه، او هغه څو کلونه په همدې او ځینو نورو ساحلونو کې تېر کړل او د ټاین او لنډن ترمنځ یې سمندري سفرونه وکړل. د شاګردۍ یوې برخې په توګه، کوک خپل ځان د الجبر، هندسې، مثلثاتو، جهت یابۍ او ستورپوهنې زده‌کړې ته اړ کړ – ټول هغه مهارتونه چې د خپلې بېړۍ قومندې لپاره هغه یوه ورځ ورته اړتیا پیدا کوله.[۲۴]

کوک چې خپله د شاګردۍ درې کلنه دوره یې پای ته ورسوله، په بالتیک سمندر کې یې د سوداګریزو بېړیو پر سر کار پیل کړ. په ۱۷۵۲م کال کې په خپلو آزموینو کې له بریا وروسته، هغه ډېر ژر د سوداګریز سمندري ځواک په درجو کې پرمختګ وکړ او له خپل پرمختګ سره یوځای یې په هماغه کال کې د کولیر بریګ ملګرتیا بېړۍ کې په یوځای کېدا پیل وکړ. په ۱۷۵۵م کال کې، د دې بېړۍ د قوماندانۍ له سپارښتنې څخه یوه میاشت وروسته په اوږدو کې، هغه د شاهي سمندري ځواک خدمت لپاره داوطلب شو، کله چې بریټانیا د اوه کلنې جګړې لپاره د بیا وسله وال کېدو په حال کې وه. سربېره پر دې چې اړ وو د سمندري سلسله مراتبو له کښته ځایه یې باید بیا پیل کړي وای، د کوک پام شو چې د هغه مسلک د سرتېري په خدمت کې په چټکۍ سره مخته ځي او د ۱۷۵۵م کال د جون په ۱۷مه په Wapping کې سمندري ځواک ته د ننه شو.[۲۵][۲۶]

کوک په واپنګ کې د بېل سرائي ساتونکي او د هغه یو له لارښودانو، ساموېل باټز له لور، الیزابت باټز سره د ۱۷۶۲م کال د ډسمبر په ۲۱مه د بارکینګ په سنټ مارګارټ کلیسا کې واده وکړ. دې جوړې شپږ ماشومان لرل: جېمز (زوکړه ۱۷۶۳ – مړینه ۱۷۹۴)، ناټانیل (زوکړه ۱۷۶۴ – په ۱۷۸۰م کال کې د HMS Thunderer په کښتۍ کې له خپلو ټولو ملګرو سره د لوېدیځ هند په توپان کې ورک شو)، الیزابټ (زوکړه ۱۷۶۷ – مړینه ۱۷۷۱)، جوزف (زوکړه ۱۷۶۸ – مړینه ۱۷۶۸)، جورج (زوکړه ۱۷۷۲ – مړینه ۱۷۷۲) او هوګ (زوکړه ۱۷۷۶ – مړینه ۱۷۹۳، هغه چې کله د کمبریج د کریسټ کالج کې زده‌کوونکی وو د مخملک تبې له امله ومړ). کله چې کوک په سمندر کې نه وو، د لندن په ختیځ پای کې یې ژوند کاوه. هغه د شاډول په سنټ پاول کلیسا کې ګډون وکړ، چېرته چې د هغه زوی جېمز ته د تعمید غسل ورکړل شو. کوک هیڅ مستقیم نسل نه لري – د هغه ټول اولادونه مخکې له دې چې خپله اولاد پیدا کړي له نړۍ تللي دي.[۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ subject named as: (Marton 1728 - Hawaï 1779) — NMVW ID: https://hdl.handle.net/20.500.11840/pi25107 — د نشر نېټه: ۱۶ جنوري ۲۰۲۰
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ https://cs.isabart.org/person/62539 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11897579w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. James Cook
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68s4p75 — subject named as: James Cook — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p63372.htm#i633714 — subject named as: Captain James Cook — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10951 — subject named as: James Cook — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/23872 — subject named as: James Cook — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Dictionary of Canadian Biography ID: http://www.biographi.ca/en/bio/cook_james_4E.html — subject named as: JAMES COOK — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: University of Toronto او Laval University — سمونګر: George Williams Brown ، David Mackness Hayne ، Francess Halpenny ، George Ramsay Cook ، John English ، Marcel Trudel ، André Vachon او Jean Hamelin — سرليک: Dictionary of Canadian Biography او Dictionnaire biographique du Canada — خپرونکی: University of Toronto Press او Presses de l'Université Laval
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/cook-james — subject named as: James Cook
  11. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=James_Cook — subject named as: James Cook — سرليک: Store norske leksikon
  12. http://www.christies.com/lotfinder/books-manuscripts/captain-james-cook-and-captain-james-5605392-details.aspx
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11897579w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/114739043
  15. Daley, Paul (29 April 2020). "Commemorating Captain James Cook's arrival, Australia should not omit his role in the suffering that followed". The Guardian. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rigby & van der Merwe 2002, p. 25
  17. Robson 2009, p. 2
  18. Stamp 1978, p. 1
  19. Collingridge 2003
  20. Frost, Alan (19 October 2018). Mutiny, Mayhem, Mythology: Bounty's Enigmatic Voyage. Sydney University Press. د کتاب پاڼې 255. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74332-587-2. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Collingridge 2003, p. 15
  22. Horwitz 2003
  23. Collingridge 2003
  24. Horwitz 2003
  25. Hough 1994, p. 11
  26. Rigby & van der Merwe 2002, p. 27
  27. "Famous 18th century people in Barking and Dagenham: James Cook and Dick Turpin" (PDF). London Borough of Barking and Dagenham. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Robson 2009, pp. 120–21
  29. Stamp 1978, p. 138