جېمز وېب خلايي لرليد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جېمز وېب خلايي لرليد د ناسا یوه روانه پروژه ده. دا لرليد به په فضا کې د سرو شعاګانو لاندې په کائناتو کې ترټولو لوی او لرې شیان وګوري ، هغه شیان چې اوسمهال د ځمکې د لرليدونو او هېبل لرليد د مشاهدې له ځواک څخه بهر دي. ټاکل شوې وه چې دغه لرليد په ۲۰۰۷ کال کې خپل کار پیل کړي، خو د جوړولو چارې یې په ۲۰۱۶ کال کې بشپړې شوې. په پیل کې د دې پروژې لګښت ۵۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی و، خو په جوړولو یې ۸،۸ میلیارده ډالره لګښت راغلی دی. [۱] د جېمز وېب خلايي لرليد د دسمبر په 25 په 2021 کال 12:20 UTC خلا ته واستول شو.

age courtesy of James Webb
د جېمز وېب خلايي لرليد انځور

سرچينې[سمول]