Jump to content

جېمز مک کیون سمېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېمز مک کیون سمېټ
جېمز مک کیون سمېټ
جېمز مک کیون سمېټ

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۸ اپرېل ۱۸۱۳[۱]
نيويارک [۱]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 17 نومبر 1865 (52 کاله)[۲][۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه

جېمز مک کیون سمېټ (د ۱۸۱۳ کال د اپریل ۱۸ – د ۱۸۶۵ کال د نومبر ۱۷) یو امریکایی طبیب، درمل جوړوونکی، د غلامۍ مخالف او لیکوال ؤ چې په منهاټن کې یې نړۍ ته سترکې پرانیستې. لومړنی افریقایي الاصله امریکایی ؤ چې د سکاټلنډ د ګالسکو پوهنتون څخه یې د طب سند ترلاسه کړ. متحده ایالاتو ته یې له راستنېدو وروسته، لومړی افریقایي الاصله امریکایی شو چې په هېواد کې یې درملتون پرمخ وړه.  

سربېره  پر دې چې سمېټ په منهاټن کې د رنګین پوستو دارالایتام (Colored Orphan Asylum) کې نږدې ۲۰ کلونه د طبیب په توګه دنده ترسره کړه، یو عمومي روشن فکر هم  ؤ: هغه طبي جورنالونو ته مقالې لیکلې، په پوهو ټولنو کې یې برخه اخیسته او د خپلې طبي او احصایوي روزنې پایلو څخه یې ډېرې رسالې او مقالې ولیکلې. خپله روزنه یې د طب او احصایې په برخه کې کاروله ترڅو د توکم، ځیرکتیا، طب او ټولنې په اړه عام غلط تصورات رد کړي. په ۱۸۵۲ کال کې د نیویارک د احصایې ټولنې چې نوي ساینس ته یې وده ورکړه، د بنسټګر غړي په توګه بلنه ورکړل شوه او په ۱۸۵۴ کال کې د امریکا په جغرافیایي ټولنه کې چې په همغه وروستیو کې رامنځته شوې وه، د غړي په توګه وټاکل شو. خو هېڅکله د امریکا طبي اتحادیې یا محلي طبي اتحادیو ته ونه منل شو.  

د غلامۍ مخالف په توګه د خپلې مشرۍ له کبله زیات مشهور ؤ: هغه د فریډریک ډاګلاس سره چې د امریکا د غلامۍ ضد ټولنې غړی ؤ، په ۱۸۵۳ کال کې د رنګین پوستو خلکو ملي شورا  په پیل کولو کې مرسته وکړه، چې یاده شورا د تور پوستو لپاره لومړی دایمي ملي سازمان ؤ. ډګلاس سمېټ " په خپل ​​ژوند باندې تر ټولو مهمه اغېزه" وبله.  [۳]

سمېټ د دیارلس کمېټې یو غړی ؤ، دې کمېټې په ۱۸۵۰ کال کې په منهاټن کې د ځمکې لاندې ریل پټلۍ له لارې د مهاجر غلامانو سره د مرستې په وسیله د فراري غلام قانون سره چې نوی تصویب شوی ؤ، مقاومت تنظیم کړ. د ملګرو او همکارانو په منځ کې یې د غلامۍ مخالف نور مخکښ فعالین وو. سمېټ د ۱۸۴۰ کال له لسیزې څخه د نسل او د غلامۍ سره د مخالفت په اړه خبرې کړې او د تور پوستو د وړتیاوو په اړه یې د نژادپاله نظرونو د ردولو لپاره ګڼ شمېر مقالې لیکلي.  

سمېټ او مېرمن یې دواړه د مختلط افریقايي او اروپایي نسل څخه وو. کله چې سمېټ د ​​اقتصاد له پلوه بډا شو، په داسې سیمه کې یې کور جوړ کړ چې هلته زیاتره سپین پوستي اوسېدل؛ هغه او کورنۍ یې د خپلو ګاونډیانو سره د ۱۸۶۰ کال په سرشمېرنه کې د سپین پوستو په توګه طبقه بندي شول. (د ۱۸۵۰ کال په سرشمېرنه کې د دوه رګه یا ملاټو (mulatto) په توګه طبقه بندي شول، پداسې حال کې چې په عموماً افریقایۍ-امریکایۍ سیمه کې یې ژوند کاوه.)  

سمېټ په نیویارک کې په رنګین دارالایتام کې نږدې ۲۰ کاله د طبیب په توګه خدمت وکړ. وروسته دا ځای د ۱۸۶۳ کال په جولای کې په منهاټن کې د مسودې ضد اړودوړ کې د یوې پارېدلې ډلې له خوا وسوځول شو، چې نږدې ۱۰۰ تنه تور پوستي په کې ووژل شول، سمېټ خپله کورنۍ او طبابت د دوی د خوندیتوب لپاره بروکلین ولېږدول. په ورته وخت کې ډېرو نورو تور پوستو د بروکلین په مقصد منهاټن پریېښود. والدینو د خپلو ماشومانو پر تعلیم ټینګار کاوه. د هغه کونډه او ماشومان د ۱۸۷۰ کال په سرشمېرنه کې د سپین پوستو په توګه طبقه بندي شول. 

د هغه ماشومان د دې لپاره د توکمیز تبعیض څخه د خلاص شي او ډېر فرصتونه ترلاسه کړي، د سپین پوستو ټولنې ته ننوتل: څلورو پاتې شوو زامنو یې له سپین پوستو مېرمنو سره واده وکړ. مجردې لور یې د خپل یوه ورور سره اوسېده. دوی د ښوونکو، وکیل او سوداګرو  په توګه کار کاوه. د یوه مخکښ افریقایي - امریکایی ډاکټر په توګه د سمېټ ځانګړې لاسته راوړنې د شلمې پطړۍ تاریخ پوهانو له لوري بیا کشف شوې. کله چې د کړوسۍ کړوسۍ يې د تاریخ صنف کې کډون وکړ او د خپلې انا د کورنۍ په انجیل کې یې نوم وموند، یادې لاسته راوړنې په یوویشتمه پېړۍ کې د هغه د اولادونو چې سپین پوستي وو او د هغه په ​​​​اړه نه پوهېدل، بیا زده کړې. د سمېټ څو تنو اولادې په بروکلین کې د هغه د قبر لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د قبر یوه نوې تېږه جوړه کړه او د هغه او د خپل افریقایي - امریکایي نسل د درناوي لپاره راټول شول.  

لومړنی ژوند او تعلیم 

[سمول]

سمېټ ​​په ۱۸۱۳ کال کې په منهاټن کې په غلامۍ کې زیږېدلی او د ۱۸۲۷ کال د جولای په ۴ د ۱۴ کلنو په عمر د نیویارک د آزادۍ قانون له خوا آزاد شو. دا وروستۍ نېټه وه چې نیویارک په رسمي ډول خپل پاتې غلامان آزاد کړل. مور یې یوه غلامه ښځه وه او نوم یې لاوینیا ؤ، چې وروسته یې په ژوند کې آزادي ترلاسه کړه؛ سمېټ په ۱۸۵۵ کال کې نوموړې " په خپل ځان آزاده ښځه" یاده کړه. هغه په ​​سویلي کارولینا کې په غلامۍ کې زیږېدلی ده او نیویارک ته د غلامې په توګه راوړل شوې وه.  پلار یې سمویل سمېټ، یو سپین پوستی سوداګر او مور بادار یې ؤ، هغه یې له جنوبي کارولینا څخه نیویارک ته له ځان سره راوړې وه.   [۴][۵][۶]

هغه یوازې له خپلې مور سره لوی شو. کله چې جېمز سمېټ بالغ شو، د خپلې مور د کورنۍ له طریق یې نورو سپین پوستو نیکونو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې په ​​​​سویل کې خپلوان لري، چې ځینې یې غلام ساتونکي او د نورو غلامان وو.   [۵]

سمېټ ​​په ماناهاټان کې د ملبیري په سړک په آزاده افریقایي دوهم نمبر ښوونځۍ (African Free School) یا (AFS) کې تعلیم وکړ، چې هلته د "فوق العاده ځيرک زده کونکي" په توګه یاد شو. هغه د ښوونځۍ ګڼ شمېر هلکانو په منځ کې ؤ چې هغوی ځلانده مسلکونو ته دوام ورکړ،ځینو سره یې په بلوغ کې د غلامۍ ضد په موخه کار کاوه.  [۷]

سمېټ د خپلو زده کړو په اوږدو کې د پادري پیټر ویلیامز جونیر تر ښوونې لاندې ؤ، پیټر د آزادې افریقایي ښوونځۍ څخه فارغ ؤ، چې په ۱۸۲۶ کال کې د اپیسکوپل کلیسا کې د دوهم افریقایي - امریکایي پادری په توګه ټاکل شوی ؤ. د فراغت څخه وروسته یې په نیویارک ایالت کې د کولمبیا پوهنتون او جینوا طبي کالج ته غوښتنه ولېږه، خو داخله یې د توکمیز تبعیض له امله رد شوه. ویلیامز سمېټ وهڅاوه چې په سکاټلنډ کې ګالسکو پوهنتون کې زده کړې وکړي. ویلیامز او د (AFS) غلامۍ ضد واقفینو بهر ته د سمېټ د سفر او د هغه د تعلیم لپاره پیسې برابرې کړې. سمېټ ځان ​​سره د خپل سمندري سفر د خاطراتو یوه کتابچه لره، چې د هغه د ماموریت احساس یې څرګند کاوه. لیورپول ته د رسېدو او د اوبو په غاړه د قدم وهلو وروسته، هغه فکر وکړ، "زه آزاد یم!"  [۵][۸]

هغه د غلامۍ ضد اړیکو له لارې د لندن آژانس د غلامۍ ضد ټولنې غړو د هرکلي سره مخ شو. د تاریخ لیکونکي توماس ام. مورګن په وینا، سمېټ په سکاټلنډ او انګلستان کې د نسبي توکمیز زغم څخه برخمن ؤ، چې په  ۱۷۷۰ کال په لسیزه کې یې له قضایي بلوه غلامي له منځه یوړه. (نیویارک په ۱۸۲۷ کال کې ټوله غلامي له منځه یوړه.) هغه په ګالسکو پوهنتون کې زده کړې وکړې.  په ​​۱۸۳۵ کال کې یې د لیسانس سند، په ۱۸۳۶ کال کې یې د ماسټرۍ سند او په ۱۸۳۷ کال کې یې د طب سند ترلاسه کړ. ده په پاریس کې یې د کارزده کړې دوره بشپړه کړه.  [۹][۵][۱۰]

سمېټ ​​پوهېدو چې د راستنېدو وروسته به د تبعیض سره مخ شي. کله چې هغه د خپلو زده کړو له بشپړېدو وروسته هڅه وکړه چې بېرته متحده ایالاتو ته سفر وکړي، د کښتۍ مشر د سمېټ د توکم له امله له سفر څخه انکار وکړ. کله چې سمېټ ماناهاټان ته راستون شو، د خپلو پخوانیو ټولګیوالو او ښوونکو د اتل په څېر هرکلي سره مخ شو، دوی د امریکا په خاوره کې د مدني حقونو د مبارزې لپاره د هغه هوډ وستایه.  [۱۱]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پیوستون : 59240574  — د نشر نېټه: ۳ جولای ۲۰۲۴
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68d0rn2 — subject named as: James McCune Smith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Morgan (2006), p. 612
  4. "The Life and Times of Dr. James McCune Smith: Family". Dr. James McCune Smith, New York City Alliance for the Arts. 2008. خوندي شوی له the original on July 9, 2012. بياځلي په May 2, 2012. Note: In the 1850 census, Smith's household included Lavinia Smith, age 67; and three other older women. In the 1860 census, still part of Smith's household, she listed her birthplace as South Carolina. [مړه لينکونه]
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Morgan, Thomas M (July 2003). "The education and medical practice of Dr. James McCune Smith (1813-1865), first black American to hold a medical degree". Journal of the National Medical Association. 95 (7): 603–14. PMC 2594637. PMID 12911258. Note: Glasgow University's matriculation album for 1832 lists Smith as "the first natural son of Samuel, merchant, New York" (translated from Latin)
  6. Kharem (2009), p. 12
  7. "African Free School, Bios: James McCune Smith". New-York Historical Society. خوندي شوی له the original on May 15, 2011. بياځلي په December 21, 2006.
  8. Douglas Blane. "Created Equal". University of Glasgow. خوندي شوی له the original on November 17, 2005. بياځلي په December 10, 2006.
  9. Greene, Bryan (2021-02-26). "America's First Black Physician Sought to Heal a Nation's Persistent Illness". Smithsonian Magazine. بياځلي په 2021-03-24.
  10. Winter, Kari J. (2007-03-08). "James McCune Smith (1813-1865) •". Welcome to Blackpast •. بياځلي په 2021-03-24.
  11. Duane, Anna Mae (2020). Educated for Freedom: The Incredible Story of Two Fugitive Schoolboys Who Grew Up to Change a Nation. New York: New York University Press. pp. 31, 33–35. ISBN 9781479847471.