جیوکرونولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جیوکرونولوژي د ډبرو د ذاتي نښو په مرسته د ډبرو، فوسیلونو او رسوباتو د عمر ټاکلو علم دی. مطلقه جیوکرونولوژي د راډیواکټیو ایزوټوپونو له لارې ترسره کولی شو، په داسې حال کې چې نسبي جیوکرونولوژي د ثابت ایزوټوپ نسبتونو او لرغوني مقناطیس ته د ورته وسایلو په مرسته ترسره کېږي. د څو جیوکرونولوژيکو شاخصونو په یوځای کېدو سره د پیدا شوي یا ترلاسه شوي عمر دقت لا ښه کولی شو.

جیوکرونولوژي د استفادې له نظره له بیولوژيکي پوړ پېژندنې سره توپير لري. بیولوژيکي پوړ پېژندنه د ژوندیو موجوداتو د فوسیلي مجموعو د تشرېح، کتلاک کولو یا فهرست کولو او پرتلنې له لارې د ځمک‌پوهنې یوې مشخصې دورې ته د رسوبي ډبرو د ځانګړي کولو علم دی. بیولوژيکي پوړ پېژندنه د یوې ډبرې مطلق عمر په مستقیم ډول نه ټاکي، بلکې په یوه داسې زماني محدوده کې یې ږدي چې هلته په هم‌مهاله ډول فوسیلي مجموعه موجوده وي. له دې سره سره، دغه دواړې څانګې له یو بل سره څنګ په څنګ کار کوي، حتا د پوړونو (ډبرینو لایو) د نومونې او په یوه لایه کې د نورو فرعي لایو د ډلبندۍ لپاره یې د کارېدونکې زماني محدودې سیستم هم سره مشترک دی.

جیوکرونولوژي په کرونولوژيکه پوړ پېژندنه کې د اصلي برخې په توګه کارېږي چې هڅه کوي ټولو فوسیلي مجموعو ته مطلق سني تاریخونه را وباسي او د ځمکې او نورو اسماني اجرامو جیولوژيکي تاریخ مشخص کړي.

د تاریخ‌ټاکنې مېتودونه[سمول]

راډیومټریکه تاریخ‌ټاکنه[سمول]

د یوه داسې راډیواکټیو ایزوټوپ د راډیواکټیو زوال د کچې په اندازه کولو سره چې نیم عمر یې مشخص وي، ځمک‌پوهان کولای شي د اصلي مادې مطلق عمر وټاکي. د دې موخې لپاره یو شمېر راډیواکټیو ایزوټوپونه کارول کېږي او د زوال کچې ته په کتو سره د ځمک‌پوهنې د بېلابېلو دورو د ټاکنې لپاره کارېږي. هغه ایزوټوپونه چې په ټکني ډول تجزیه کېږي، د اوږدو زماني دورو لپاره ګټور دي، خو په مطلقو کلونو کې یې دقت کم دی. له راډیوکاربن مېتود پرته ډېری دغه تخنیکونه د یوه ایزوټوپ د راډیوجنیکې ډېرېدنې د اندازه کولو پر بنسټ ولاړ دي چې د دغې ډېرېدنې لامل د راډیواکټیو د اصلي ایزوټوپ زوال دی. د لا ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره دوه یا ډېر راډیومټريک مېتودونه په همغږي ډول کارولی شو. ډېری راډیومټریک مېتودونه یوازې د جیولوژيکي وخت لپاره مناسب دي، خو ځینې نور مېتودونه لکه «راډیوکاربن» او «ارګون ارګون» بیا د انسان د لومړني ژوند او ثبت شوي تاریخ تر مهال پورې پراخولی شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ځینې معمول تخنیکونه یې دا دي:

  • راډیوکاربن تاریخ‌ټاکنه. دغه تخنیک په عضوي موادو کې د کاربن-۱۴ تجزیه یا زوال اندازه کوي او د شاوخوا ۶۰۰۰۰ کلونو د ځوانو بېلګو لپاره په ښه ډول کارېدای شي.[۷][۸]
  • د یورانیمو-سرپو تاریخ‌ټاکنه. دغه تخنیک په یوه کاني ماده یا ډبره کې د موجود یورانیم مقدار د سرپو د دوو ایزوټوپونو (سرپ-۲۰۶ او سرپ-۲۰۷) په نسبت اندازه کوي. دغه مېتود چې تر ډېره په اتشفشاني ډبرو کې د کم‌پیدا کاني توکي «زیرکان» لپاره کارول کېږي، د دوو هغو مېتودونو له ډلې دی چې د جیولوژيکې تاریخ‌ټاکنې لپاره (د ارګون-ارګون تر څنګ) تر ټولو ډېر کارول کېږي. مونازیټ جیوکرونولوژي د یو-پي‌بي تاریخ‌ټاکنې یوه بله بېلګه ده چې په ځمکه کې د حرارتي بدلونونو په پایله کې د رامنځته شویو ډبرو د تاریخ‌ټاکنې لپاره کارول کېږي. د یورانیم-سرپو تاریخ‌ټاکنه د هغو بېلګو لپاره کارول کېږي چې لرغونوالی یې شاوخوا ۱ میلیون کلونو ته رسېږي.
  • د یورانیم-توریم تاریخ‌ټاکنه. دغه تخنیک د مرجانونو، کاربونېټونو او فوسیلي هډوکو د تاریخ‌ټاکنې لپاره کارول کېږي. محدوده یې له څو کلونو څخه تر شاوخوا ۷۰۰۰۰۰ کلونو پورې ده.
  • پتاشیم-ارګون تاریخ‌ټاکنه او ارګون-ارګون تاریخ‌‌ټاکنه. د دغو تخنیکونو په مرسته د مېټامورفیک او اتشفشاني ډبرو تاریخونه ټاکل کېږي. د دې تر څنګ د لرغونې انسان‌پېژندنې په ساحو کې دننه د اتشفشاني لایو د تاریخ‌ټاکنې لپاره هم کارول کېږي. د ارګون-ارګون مېتود ځوانه محدوده څو زره کاله ده.
  • د الکټرون سپېن د تشدید تاریخ‌ټاکنه.[۹]

سرچينې[سمول]

  1. Dickin, A. P. 1995. Radiogenic Isotope Geology. Cambridge, Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN
  2. Faure, G. 1986. Principles of isotope geology. Cambridge, Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN
  3. Faure, G., and Mensing, D. 2005. "Isotopes - Principles and applications". 3rd Edition. J. Wiley & Sons. کينډۍ:ISBN
  4. Dalrymple, G. B.; Grove, M.; Lovera, O. M.; Harrison, T. M.; Hulen, J. B.; Lanphere, M. A. (1999). "Age and thermal history of the Geysers plutonic complex (felsite unit), Geysers geothermal field, California: a 40Ar/39Ar and U–Pb study". Earth and Planetary Science Letters. 173 (3): 285–298. Bibcode:1999E&PSL.173..285D. doi:10.1016/S0012-821X(99)00223-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ludwig, K. R.; Renne, P. R. (2000). "Geochronology on the Paleoanthropological Time Scale". Evolutionary Anthropology. 9 (2): 101–110. doi:10.1002/(sici)1520-6505(2000)9:2<101::aid-evan4>3.0.co;2-w. S2CID 83948790. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  6. Renne, P. R., Sharp, W. D., Deino. A. L., Orsi, G., and Civetta, L. 1997. 40Ar/39Ar dating into the historical realm: Calibration against Pliny the Younger. Science, 277, 1279-1280 "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۰ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  7. Plastino, W.; Kaihola, L.; Bartolomei, P.; Bella, F. (2001). "Cosmic Background Reduction In The Radiocarbon Measurement By Scintillation Spectrometry At The Underground Laboratory Of Gran Sasso". Radiocarbon. 43 (2A): 157–161. doi:10.1017/S0033822200037954. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hajdas, Irka; Ascough, Philippa; Garnett, Mark H.; Fallon, Stewart J.; Pearson, Charlotte L.; Quarta, Gianluca; Spalding, Kirsty L.; Yamaguchi, Haruka; Yoneda, Minoru (2021-09-09). "Radiocarbon dating". Nature Reviews Methods Primers (په انګلیسي ژبه کي). 1 (1): 1–26. doi:10.1038/s43586-021-00058-7. ISSN 2662-8449. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Schaefer, Joerg M.; Codilean, Alexandru T.; Willenbring, Jane K.; Lu, Zheng-Tian; Keisling, Benjamin; Fülöp, Réka-H.; Val, Pedro (2022-03-10). "Cosmogenic nuclide techniques". Nature Reviews Methods Primers (په انګلیسي ژبه کي). 2 (1): 1–22. doi:10.1038/s43586-022-00096-9. ISSN 2662-8449. S2CID 247396585 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)