جیوټکنیک انجنیري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جیوټکنیک انجنیري چې په جیوټکنیک هم پېژندل کېږي، د سیول انجنیرۍ یوه څانګه ده چې د ځمکنیو توکو په انجنیري کارونو پورې اړوندېږي. په دې انجنیرۍ کې د اړوندو ستونزو د حل لپاره «د خاورو میخانیک» او «ډبرو میخانیک» څانګو اصول کارول کېږي. دغه انجنیري، د ځمک‌پوهنې، هایدرولوژۍ، جیو فزیک او نورو اړوندو علومو پر پوهه تکیه ده. د (ډبرې) جیوټکنیک انجنیري، د جیولوژیکي انجنیرۍ یوه فرعي څانګه ده.

جیوټکنیک انجنیري پر سیول انجنیرۍ سربېره، په پوځي انجنیرۍ، کاني انجنیرۍ، ساحلي انجنیرۍ او سمندري جوړښتونو کې هم کارول کېږي. د جیو ټکنیک انجنیرۍ او انجنیري ځمک‌پوهنې څانګې داسې پوهنیزې برخې لري چې، سره غاړه غړۍ دي؛ جیوټکنیک انجنیري د سیول انجنیرۍ یو تخصص دی او انجنیري ځمک‌پوهنه، د جیولوژۍ یا ځمک‌پوهنې یو تخصص دی: په دوی کې «د خاورې میخانیک» او «ډبرې میخانیک» اصول سره ګډ دي، خو د کارېدو ځایونه یې بېلابېل دي.

تاریخچه[سمول]

انسانانو د تاریخ په اوږدو کې خاوره د سېلابونو د کنټرول، خړوبولو، مړیو خښولو او د ودانیو د جوړوونکو توکو په توګه کارولې ده. د دغو لومړنیو فعالیتونو ثبوتونه، د هغو بندونو او کانالونو په پاتې‌شونو کې وموندل شول، چې تر میلاد وړاندې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کاله پخوانۍ رېښې لري او په بین‌النهرین، لرغوني مصر، ښېرازه هلال [د منځني ختیځ د یوې تاریخي برخې نوم دی] او په سیند دره کې د «موهنجو دارو» او «هاړاپا» د مېشت‌ځایونو په شاوخوا کې وو. د ښارونو په ډېرېدو سره داسې ودانۍ جوړې شوې، چې پر منظمو بنسټونو (تاداوونو) ولاړې وې. تر ۱۸مې پېړۍ پورې، د خاورین ډیزاین لپاره هېڅ تیوریکي بنسټ موجود نه وو او دغه څانګه په تېرو تجربو په ډډې کولو سره د علم پر ځای یوازې یو هنر و.[۱]

ویل کېږي چې: اوسنۍ جیوټکنیک انجنیري په ۱۹۲۵ ز کال کې د میخانیک انجنیر او ځمک‌پېژندونکي «کارل ترزاغي» له‌ خوا، د ارډباومیکانیک (Erdbaumechanik) په خپرېدو سره پیل شوه. ترزاغي چې د ډېرو په نظر د خاورې د میخانیک او اوسنۍ جیوټکنیک انجنیرۍ پلار دی، د اغېزناک فشار اصل یې رامنځته کړ او ویې ښوده چې، د ځمکې غوڅوونکی مقاومت، په اغېزناک فشار سره کنټرولېدای شي. ترزاغي د ټینګښت په پایله کې د خټینو لایو د ناستې د کچې د وړاندوېینې نظریې ته چوکاټ رامنځته کړ. تر هغه وروسته«موریس بیوټ»، د خاورې د درې اړخیز ټینګښت بشپړه تیوري وړاندې کړه او هغه یو اړخیز ماډل یې د نورو فرضیو په مرسته لا پراخ کړ، چې تر ده مخکې تزراغي جوړ کړی و، په دې سره یې د (Poroelasticity) بنسټیزو معادلاتو ټولګه وړاندې کړه.[۱][۲]

د خاورې میکانیک[سمول]

په جیوټکنیک انجنیرۍ کې خاوره یوه داسې ماده ګڼل کېږي، چې له درېیو حالتونو جوړه ده: ډبرې یا کاني ذرات، اوبه او هوا. د خاورې په خالي فضا کې، د کاني ذراتو تر منځ فضا، اوبه او هوا موجود دي.[۳]

د خاورې انجنیري خواص د څلورو اصلي عواملو تر اغېز لاندې دي: د کاني ذراتو غالبه اندازه، د کاني ذراتو ډول، د کاني توکو نسبي کمیتونه او په خاوره کې شته(موجودې) اوبه او هوا دي. نرم ذرات هغو ذراتو ته ویل کېږي، چې قطر یې تر ۰.۰۷۵ ملي متر کم وي.[۴]

جیوټکنیکي څېړنه[سمول]

د جیوټکنیک انجنیر یوه دنده دا ده چې تر ځمکې ‌لاندې حالات او توکي وګوري او ویې ارزوي. د دغو توکو د اړوندو فزیکي، میخانیکي او کیمیاوې خواصو ټاکنه؛ د ساتونکو جوړښتونو ډیزاین، (لکه: بندونه، د طبي موادو د خښونې ځایونه او د خطرناکو ضایعاتو رسوبات)؛ د طبیعي ځایونو او د انسان په لاس د جوړو شویو زېرمه‌تونونو د تلپاتې‌والي ارزونه، د موقعیت پر شرایطو څارنه، د موقعیت د حالاتو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو ارزونه او د طبیعي خطرونو،(لکه: واورېژ یا برف کوچ، د خټو جریان، زلزلې، د ډبرو را غورځېدل یا را رغړېدل او د اورونو را خوټېدل) له امله د پېښېدونکو زیانونو وړاندوېینه، مخنیوی او کمول.[۵][۶]

جیوټکنیکي څېړنې د جیوټیک انجنیرانو یا ځمک‌پېژندونکو له‌خوا کېږي او موخه یې دا ده چې د خاورې د فزیکي خواصو په اړه اطلاعات ترلاسه کړي. دغه ډول څېړنه د ځمکې یا موقعیت کتنه بلل کېږي. پر دې سربېره جیوټکنیکي څېړنې د خاورې د حرارتي مقاومت د کچ کولو او تر ځمکې ‌لاندې لېږد په خطوطو، د تېلو او ګاز په خطوطو، د راډیو اکټیو ضایعاتو په شنډولو(دفع کولو) او د لمرینې تودوخې د زېرمه کولو لپاره په اړینو توکو کې کارول کېږي. په جیوټکنیکي څېړنه کې د یوه موقعیت ځمکې‌لاندې او ځمکې‌باندې اکتشافات شاملېږي. کله ناکله د موقعیتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره جیو فزیکي مېتودونه کارول کېږي. تر ځمک‌لاندې اکتشافاتو کې د خاورې بېلګه اخیستنه او د اخیستل شوې خاورې لابراتوري ازمېښتونه شاملېږي. د ځمکې په ژورو کې د خاورې د کتلو لپاره ښايي ازمېښتي کندې واېستل شي. پلنې کندې، د امنیتي اندېښنو او لګښتونو له امله کمې کارول کېږي، خو کله ناکله د دې لپاره کارول کېږي چې انجنیر یا ځمک‌پېژندونکی خاوره او ډبره له نږدې نه په مستقیم ډول وګوري.[۷]

سمندري جیوټکنیک[سمول]

سمندري جیوټکنیک انجنیري د هغو بنسټونو په ډيزاین پورې اړوندېږي، چې په سمندر کې د انسان په لاس جوړ شوي وي. نفتي پلیټ ‌فارمونه، مصنوعي ټاپوګان او تر سمندر لاندې پایپلاینونه د دغو جوړښتونو بېلګې دي. د وچې او سمندر د جیوټکینیک انجنیریو تر منځ د پام وړ توپیرونه شته دي. د یادونې وړ ده چې (د سمندر په تل کې) د ځمکې ښه کول او د موقعیت کتنه د بیې له پلوه قېمته ده، سمندري جوړښتونه، له پراخو جیولوژيکي خطرونو سره مخامخ دي او د خرابېدو په حالت کې بدې ژواک چاپېریالي او مالي پایلې لري. سمندري جوړښتونه، له بېلابېلو چاپېریالي فشارونو سره مخامخ دي، په ځانګړي ډول باد، څپې او جریان. دغه چاپېریالي ښکارندې ښايي پر دغو جوړښتونو اغېز وکړي، کله چې یوه سمندري طرحه جوړېږي، دغه چاپېریالي ښکاندې باید په پام کې ونیول شي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Das, Braja (2006). Principles of Geotechnical Engineering. Thomson Learning. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Budhu, Muni (2007). Soil Mechanics and Foundations. John Wiley & Sons, Inc. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-43117-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Holtz, R. and Kovacs, W. (1981), An Introduction to Geotechnical Engineering, Prentice-Hall, Inc. کينډۍ:ISBN
  4. "Void Ratio". NPTEL. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Terzaghi, K., Peck, R.B. and Mesri, G. (1996), Soil Mechanics in Engineering Practice 3rd Ed., John Wiley & Sons, Inc. کينډۍ:ISBN
  6. Holtz, R. and Kovacs, W. (1981), An Introduction to Geotechnical Engineering, Prentice-Hall, Inc. کينډۍ:ISBN
  7. "Geofrost Coring". GEOFROST. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Dean, E.T.R. (2010). Offshore Geotechnical Engineering – Principles and Practice. Thomas Telford, Reston, VA, 520 p.
  9. Randolph, M. and Gourvenec, S., 2011. Offshore geotechnical engineering. Spon Press, N.Y., 550 p.
  10. Das, B.M., 2010. Principles of geotechnical engineering. Cengage Learning, Stamford, 666 p.
  11. Atkinson, J., 2007. The mechanics of soils and foundations. Taylor & Francis, N.Y., 442 p.
  12. Floating Offshore Wind Turbines: Responses in a Sea state – Pareto Optimal Designs and Economic Assessment, P. Sclavounos et al., October 2007.