جیورج فیلیپ ټیلیمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیورج فیلیپ ټیلیمن
(الماني: Georg Philipp Telemann د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیورج فیلیپ ټیلیمن
جیورج فیلیپ ټیلیمن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ مارچ ۱۶۸۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 25 جون 1767 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هامبورگ[۱۶][۱۷][۱۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره هامبورگ  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د سپېڅلې روم امپراتوري  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه اوپرا  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک باروک موسيقي  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جیورج فیلیپ ټیلیمن
جیورج فیلیپ ټیلیمن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲۰][۲۱]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جورج فیلیپ ټیلیمن د آلمان د باروک موسیقۍ کمپوز جوړوونکی او د موسیقۍ د ګڼو الاتو غږوونکی و. هغه په بشپړ ډول موسیقي په خپله زده کړه او د خپلې کورنۍ د هیلو پر خلاف موسیقي جوړوونکی شو. ټیلیمن په مګدبرګ، زیلرفیلډ او هیلډیشیم کې له زده کړو وروسته، لایپزز ک پوهنتون کې یې د حقوقو زده کړې پیل کړې، خو په پای کې د موسیقۍ مسلک ته یي مخه کړه. هغه مخکې له دې چې په ۱۷۲۱ز کال کې په هامبورګ کې میشت شي، په سوراو، ایزینچ او فرانکفورت کې مهمې دندې درلودې، او هلته د ښار د پنځو کلیساګانو د موسقۍ رییس شو. سره له دې چې ټیلیمن په خپلې دندې کې پرمختګ درلود، خو هغه شخصي ژوند کې تل له ستونزو سره مخامخ و: د هغه لومړۍ میرمن چې له واده يي دوه کاله له وو تېر شوي مړه شوه او د هغه دویمه میرمن له خاوند له جلا نورو سره اړیکې درلودې او د هغه پریښودو دمخه یي په قمار کې ډیرې پیسې پور کړې .

ټیلیمن په تاریخ کې یو له خورا نامتو موسیقي جوړوونکو څخه دی. هغه د خپلو معاصرانو له خوا د هغه وخت یو له مخکښوالماني موسیقي جوړوونکو څخه ګڼل کیده، او همداشان د هغه له ملګري جوهان سیباستیان باخ سره، چې ټیلیمن یي د خپل پلار په توګه ګڼه او د خپل زوی نوم یې کارل فیلیپ ایمانویل کړ. هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه، د ارګ موسیقي غږوونکو (ارکسټر) ته د روزنې لپاره خپلو لارښوونو سره سم موسیقۍ لیکلې .[۲۲][۲۳]

د ژوند په لومړیو کې (۱۷۱۲-۱۶۸۱ز کلوله)[سمول]

ټیلیمن په ماګډبورګ کې چې هغه وخت د ماګډبورګ دوچي پلازمیله، برانډنبورګ-پروس و زېږېدلی. د هغه پلار هینریچ، د روح القدس کلیسا (Heilige-Geist-Kirche) ملا یا کشیش و، ټیلیمن څلور کلن و چې پلار یي مړ شو. راتلونکي موسیقي جوړوونکي لومړني درسوله په ۱۰ کلنۍ کې د ځایی تنظیم کوونکي څخه زده کړل، او په ځانګړي توګه یي د موسیقۍ سره ډیره علاقه پیدا شوه. ټیلیمن د خپلې مور او خپلوانو له مخالفت سره سره، چې د موسیقۍ هر ډول فعالیت څخه یې منع کړی و، د دې موقع ترلاسه کړه چې زده کړه وکړي او په پټه به یي موسیقي جوړولې، تر دې چې په ۱۲ کلنۍ کې یې د موسیقۍ یوه موزیکال ننداره یا اوپیرا جوړه کړه.[۲۴][۲۵]

ټیلیمن وروسته له دې چې په ۱۶۹۷ زکال کې، د مګدبرګ په ډومسکول کې او د زیلرفیلډ په یوه ښوونځي کې زده کړې وکړې، اندریانوم، د هیلډیشیم مشهور جمنازیم  ته واستول شو، چې هلته د ښوونځي د چارواکو او د جمنازیوم د مشر ملاتړ ترلاسه کولو سره د موسیقي وړتیا یي وده وکړه. ټیلیمن په موسیقي جوړولو او ترسره کولو کې په مساوي توګه مهارت درلود، ځان ته به یي د فلوت، سورنا، وایلین، وایولا دا ګمبا، ثبتوونکی، ډبل باس او نورو الو ښووله کوله. په ۱۷۰۱ کال کې هغه د جمنازیم څخه فارغ شو او لایپزیګ ته لاړ ترڅو د لیپزیګ پوهنتون کې د حقوقو محصل شي .[۲۶]

فرانکفورت (۱۷۲۱-۱۷۱۲)[سمول]

د یو کال څخه لږ ځنډ وروسته هغه د بل موقف په لټه کې شو، او د ۳۱ کلنۍ عمر کې په ۱۷۱۲ کال د مارچ په ۱۸ فرانکفورت ته لاړ ترڅو د ښار موسیقۍ اداره کوونکی او په سینټ کاترین کلیسا کې د ارکسټرا مشر شي. په فرانکفورت کې هغه په ​​بشپړ ډول خپل ټاکلی شخصي سبک ترلاسه کړ. هغه لکه څنګه چې په لیپزیګ کې د ښار په موسقي ژوند کې یو پیاوړی ځواک و، دلته یي هم د دوو لویو کلیساګانو لپاره مدني مراسم، نظم او د موسیقۍ ډلې رامنځته کړې. په ۱۷۲۰ کال کې هغه د دا کیپو اریا کارول، چې د ډومینیکو سکارلاتي په څیر موسیقۍ جوړوونکو له خوا منل شوي و غوره کړل. موزیکال ډرامې لکه Narciso ، چې په ۱۷۱۹ کال کې فرانکفورت ته راوړل شوې وه، او په ایټالوي لهجې کې لیکل شوې وه، د ټیلیمن  په لاسته راوړنو یي اغیزه وکړه . [۲۷][۲۸][۲۹]

هامبورګ (۱۷۶۷-۱۷۲۱ز کلوله)[سمول]

ټیلیمن په ۱۷۲۱ ز کال کې په هامبورګ کې د Kantor of Johanneum Lateinschule او د پنځو لویو کلیساګانو د موسیقۍ رئیس په توګه د کار کولو بلله ومنله. دلته له راتلو لږ وروسته، ټیلیمن د کلیسا چارواکو له ځینو مخالفتونو سره مخامخ شو، وروسته له دې چې هغه دا ډول مخالف په موسیقي اوکړنې ولیدې، نو د ځان او د ښار خلکو لپاره ډېرخپه شو. بل کال، کله چې جوهان کوهناو مړ شو، نو د لیپزیګ ښار د یو نوي توماسکانټور په لټه کې و، ټیلیمن د دغې دندې لپاره غوښتله وکړه او غوښتله یي ومنل شوه، خو د هامبورګ د لوړو چارواکو له خوا د حقوقو د ډېرېدو له پرېکړې وروسته بېرته رد شو. وروسته له هغه چې یو بل کاندید، کریسټوف ګروپنر هم رد شو دغه ذمه واري جوهان سیباستیان باخ ته ورکړل شوه. ټیلمن په دې وخت کې له آلمان څخه بهر یو څو کوچني سفروله وکړل. سره له دې، وروسته د هامبورګ له هغه پاریس ته سفر وکړ او اته میاشتې، له ۱۷۳۷ څخه تر ۱۷۳۸ پورې هلته پاتې شو. هغه د فرانسوي موسیقي جوړوونکي ژان فیلیپ رامیو د اوپیرا کاسټور ایټ پولکس څخه څه واوریدل او ډیر متاثر شو. له هغه له وروسته یي د  فرانسوي اپراتیک سبک په خپلو غږیزو آثارو کې شامل کړ. تر هغه مخکې، د هغه غږیز آثار په عمده توګه ایټالوی او الماني وو. له دې پرته، ټیلیمن د ټول عمر لپاره په هامبورګ کې پاتې شو. د دې دورې یو وتلی غږیز اثر په ۱۷۲۸ زکال کې د هغه سینټ لوک جذبه وه، چې دا د هغه بشپړ شوي غږیز سبک یوه غوره بېلګه ده.[۳۰]

میراث او نفوذ[سمول]

ټیلیمن په هر وخت کې د خورا مشهورو موسیقي جوړوونکو له ډلې څخه و، هغه په ټولیزه توګه د ۳۰۰۰ څخه ډیر کمپوزوله لري، چې نیمایي یې ورک شوي، او ډیری یې د ۱۸ پیړۍ راهیسې له دي بشپړ شوي. له ۱۷۰۸ ز څخه تر ۱۷۵۰ ز کال پورې، ټیلیمن ۱۰۴۳ سپېڅلی کانټاټا او ۶۰۰ اوورچر-سویټوله او د سازونو د ترکیب لپاره د کنسرټو ډولوله جوړ کړل چې په هغه وخت کې بل کوم موسیقي جوړوونکي له کاراوه. لومړني دقیق اټکلوله دهغو آثارود شمېر په اړه د موسیقي پوهانو لهخوا په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ ز لسیزو په جریان کې، کله چې  د موضوعاتو لیستونه خپاره شول، چمتو شوي و .[۳۱][۳۲]

ټیلمن  د ژوند په اوږدو کې او د ۱۸ پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې، د خپلو همکارانو او کره کتونکو  له خوا ورته خورا ډیر درناوی کیده. ډیری د نظر خاوندانو (مارپورګ، میتیسن، کوانټز، اشیبی، او نور) د هغه آثار د نمونو په توګه حواله کړل او لویو موسیقي جوړوونکو ،لکه :جي اس باچ او هنډل د هغه خپاره شوي آثار وپیرل او مطالعه یې کړه. هغه نه یوازې په المان کې، بلکې په ټوله اروپا کې ډېر مشهور و. د ټیلیمان د موسیقي د نسخو لپاره  سپارښتنې، د فرانسې، ایټالیا، هالنډ، بلجیم، سکینډینیوینیا هېوادونو، سویس او هسپانیې څخه راغلې وې. [۳۳]

د  ټیلمن د خپرونو فعالیتوله، د موسیقي د تاریخ لپاره مهم وو. هغه د خپلو آثارو د خپرولو حق څخه په ګټه اخیستلو سره، د موسیقۍ یو روښانفکرپه توګه د موسیقي په اړه یوه مهمه نمونه جوړه کړه. همدې انګیرنې د هغه د عامو کنسرتونو معلومات ورکړ، ټیلیمن به هلته په مکرر ډول د هغو مراسمو لپاره موسیقۍ ترسره کولې، چې یوازې د لوړې طبقې یو څو غوره غړو په کې برخه اخیستله. [۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11862119X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 11862119X  — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ پیوستون : 11862119X 
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ پیوستون : biography/Georg-Philipp-Telemann  — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ پیوستون : 0065440  — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb139003437 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ht2nt4 — subject named as: Georg Philipp Telemann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa412072/george-philipp-telemann — subject named as: George Philipp Telemann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Itaú Cultural — خپرونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9956244 — subject named as: Georg Philipp Telemann — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Georg Philipp Telemann — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Telemann,_Georg_Philipp — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  11. https://frankfurter-personenlexikon.de/node/1445 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. https://brockhaus.de/ecs/julex/article/telemann-georg-philipp — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  13. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Georg_Philipp_Telemann — subject named as: Georg Philipp Telemann — سرليک: Store norske leksikon
  14. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=georg+philipp;n=telemann — subject named as: Georg Philipp Telemann
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/9184 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  16. پیوستون : 11862119X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. پیوستون : 11862119X  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Телеман Георг Филипп — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb139003437 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9530211
  20. خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  21. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/8f831f50-e409-47c3-8598-71a61bc8cfb3 — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  22. The Guinness Book of World Records 1998, Bantam Books, p. 402. کينډۍ:ISBN.
  23. See Phillip Huscher, Program Notes – Telemann Tafelmusik III Archived 19 February 2009 at the Wayback Machine., Chicago Symphony Orchestra, 2007.
  24. As Telemann claimed in his autobiography provided to and printed by Johann Mattheson (1681–1764) in the latter's Grundlage einer Ehren-Pforte (1740), p. 355: "... Ich eine ertappte hamburger Oper, Sigismundus, etwa im zwölfften Jahr meines Alters, in die Musik seßte, welche auch auf einer errichteten Bühne toll genug abegefungen wurde, und wohen ich selbst meinen Held ziemlich troßig vorstellte." [... About my twelfth year of age I took hold of a Hamburg opera, Sigismund, [and] set it to music, which was performed well enough on a home-made stage, and where I personally presented my hero pretty defiantly.]
  25. Einstein, Alfred (1929). "Telemann, Georg Philipp". Hugo Riemanns Musik-Lexikon.  
  26. Spitta, Phillip, Johann Sebastian Bach (publ 1873–1880) translated from the German (1884–1899) by Clara Bell and J.A. Fuller-Maitland, Dover 1951 (republished 1959, 1992, 2015), Vol II, pp. 204–207: "The direct connection between opera and sacred music which thus took form in the person of Telemann at once exerted its baleful influence... Kuhnau represented that the tendencies of the 'Operists' ... were destroying all feeling for true church music..." Spitta, ibid. Appendix B VII (actually B IV, p. 303): "... [In] Memorials of Kuhnau's, addressed to the Town Council and to the University on ... March 17, 1709... [Kuhlau] appeals to ... consider certain points... 8 & 9 refer to the numbers of the choir, and 10 complains again of the increasing influence of the opera; this, he says, causes the greatest mischief, for the better students, as soon as they have acquired... sufficient practice, long to find themselves among the Operisten"
  27. "Baroque Composers and musicians". Baroquemusic.org. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Baroque Composers and musicians". Baroquemusic.org. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Georg Philipp Telemann – Viola Concerto in G, TWV51:G9". Classical Archives. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Wollny, Peter (1994). Notes on Telemann's St. Matthew Passion. hannsler classic. د کتاب پاڼي 12–15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Baroque Composers and musicians". Baroquemusic.org. 2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Profile on Classic FM website
  33. Zohn 2001
  34. کينډۍ:Cite EB1911