منځپانگې ته ورتلل

جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: Jean Charles Léonard Simonde[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۹ می ۱۷۷۳[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
ژینو [۹][۵][۱۰][۸]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 25 جون 1842 (69 کاله)[۳][۱۱][۴][۵][۷][۱۲]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت فرانسه (۱۷۹۸–۱۸۱۳) سويټزرلينډ (۱۸۱۵–)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک تاریخ پوه [۱۳][۱]،  ليکوال [۱۴]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه [۳][۱۵]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

جین چارلز لئونارډ ډي سیسمونډي (چې د جین چارلز لئونارد  سیسمونډي دی سیسمونډي په نوم هم پېژندل کېږي) (فرانسوي: [ʒɑ̃ ʃaʁl leɔnaʁ də sismɔ̃di]؛ د ۱۷۷۳ کال د مې ۹ – د ۱۸۴۲ کال د جون ۲۵)، چې اصلي نوم یې سیمونډي ؤ، یو سویسي تاریخ پوه او سیاسي اقتصاد پوه ؤ، هغه په فرانسوي او ایټالیوي تاریخ کې د خپلو آثارو او د خپلو اقتصادي نظرونو په پار زیات مشهور دی. په ۱۸۱۹ کال کې د هغه (d'économie politique, ou de la richesse dans ses rapports avec la Popular) اثر د آزاد اقتصاد لومړۍ لیبرال انتقادي تحلیل ښيي. د اوزګارۍ بیمې، د روغتیایي مرستو، تصاعدي مالیې، د کاري ساعتونو د تنظیم او د تقاعد د طرحې یو له مخکښو پلویانو څخه ؤ. همدارنګه لومړی کس ؤ چې د proletariat اصطلاح یې جوړه کړه چې په کپیټلیزم کې رامنځ ته شوې کارګر طبقې ته اشاره کوي، او میو ارزښت (mieux value ) په اړه د هغه بحث د مازاد ارزښت مفهوم اټکل کوي. د ګیرت سټیډمن جونز په وینا، " ډېر هغه څه چې سیسمونډي لیکلي د عصري صنعت د سوسیالیستي انتقاد د معیاري ټولګې برخه وګرځېدل،" او هغه یې په کمونیست مانیفست کې انتقادي تبصرې ته ورساوه.   [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

لومړنی ژوند  

[سمول]

داسې برېښي چې پلرنۍ کورنۍ یې لږترلږه له هغه وخت راهیسې چې د نانټ د حکم په باطل کولو کې له داوفین څخه سویس ته کډه شوه، د سیمونډ نوم یې په ځان کېښود. وروسته له دې چې سیسمونډي لیکوال شو، د سیسمونډي پیسان کورنۍ سره، چې هغه وخت د غوړېد په حال کې وه، د خپلې کورنۍ د هویت په لیدلو سره، متوجه شو چې د هغې کورنې ځینې غړي فرانسې ته کډه شوي دي، پرته له کوم ثبوت څخه یې دا اړیکه و انګېرله او ځان یې سیسمونډي ونومو.   [۲۶]

که څه هم سیمونډیان پخپله د جینوا د لوړې طبقې ښاریان وو او مقام او شتمني یې دواړه درلودې، سره له دې چې پلار یې هم د کلي کشیش ؤ. ماما یې جاکوب ورنس، نامتو کشیش او د ولټایر او روسو ملګری ؤ.   [۲۷]

دا راتلونکی تاریخ پوه ښه روزل شوی ؤ، خو کورنۍ یې غوښتل چې د ادبیاتو پر ځای سوداګرۍ ته ځان وقف کړي، نو په لیون کې د بانک مامور شو. بیا انقلاب پیل شو او څرنګه چې په جینوا یې اغیزه وکړه، د سیمونډي کورنۍ انګلستان ته پناه یوړه، چې هلته اتلس میاشتې پاتې شول (۱۷۹۳-۱۷۹۴). ویل کېږي د دې له امله چې اقلیم یې خوښ نه شو، یېرته جینوا ته راستانه شول، خو چارو حالات او شرایط یې لاهم نامساعد ولیدل؛ حتی یوه افسانه هم شته چې د کورنۍ مشر په خپله په ښار کې د شیدو پلورلو ته اړ شوی ؤ. د کورنۍ د شتمنۍ لویه برخه یې وپلوره او پیسو سره یې ایټالیې ته کډه وکړه، لوکا او پیستویا ته یې نږدې په پیسکیا کې یوه کوچنۍ کرونده وپیروده او په خپله یې د کرنې کار پیل کړ.   [۲۶]

سیسموندي هلته هم د خپلو لاسونو او هم مغزو پر مټ سخت کار وکړ او خپلو تجربو يې ورته د لومړي کتاب (Tableau de l'Agriculture toscane ) لومړني مواد برابر کړل، چې جینوا ته له راستنېدو وروسته یې په ۱۸۰۱ کال کې خپور کړ. سیسموندي په ځوانۍ کې د ملتونو شتمنۍ کتاب (The Wealth of Nations) لوستلی ؤ او د سمېت له تیوریو سره یې ټینګ تړاو پیدا کړ. ظاهراً یې په سیاسي اقتصاد کې يې خپل لومړی اثر (De la richesse commerciale ou principes de l'economie politique appliqué à la legislation du commerce)) (په ۱۸۰۳ کال) خپور کړ، ترڅو د سمېت اصل تشریح او مشهور کړي، خو په دې پسې سیسومنډي زیات وخت په تاریخي څېړنه باندې تېر کړ چې هم دې ته وقف شوی ؤ. هغه د  ۱۸۱۸ کال شاوخوا کله چې نوموړي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د اډینبورګ دایره المعارف (Edinburgh Encyclopædia) لپاره د "سیاسي اقتصاد" په اړه لیکنه وکړي، سیاسي اقتصاد ته یې بیا خپل پام راواړو. دا کار  په ۱۸۱۵ کال کې د لومړي ستر ناورین له رامنځ ته کېدو وروسته په جدي اقتصادي رکود پسې پېښ شو.    [۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/016007
  2. Encyclopædia Britannica — ليکوال: Andrew Bell — خپروونکی: Encyclopædia Britannica Inc.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11924947c — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/sismondi-jean-charles-leonard — subject named as: Jean Charles Léonard Sismondi
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/016007 — خپرېدونېټه: ۱۱ جون ۲۰۲۵ — ليکوال: various authors — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  6. Diamond Catalog ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/106273 — subject named as: Jean-Charles-Léonard Simonde de Sismondi
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/simonde-de-sismondi — subject named as: Jean-Charles-Léonard Simonde De Sismondi — خپرېدونېټه: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۰
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://ge.ch/arvaegrefdoc/EC3/87895/chaeg_ec_saint_gervais_bm_15_00059.JPG
  9. سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Сисмонди Жан Шарль Леонар Симонд де — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/simonde-de-sismondi — خپرېدونېټه: ۱ ډېسمبر ۲۰۲۰
  11. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zw3c22 — subject named as: Jean Charles Léonard de Sismondi — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. https://ge.ch/arvaegrefdoc/EC3/81288/chaeg_ec_chene_bougeries_23_00079.JPG — موضوع: 15 — پاڼه: 6
  13. Larousse ID: https://www.larousse.fr/encyclopedie/personnage/Sismondi/144481 — خپروونکی: Éditions Larousse
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/34463587
  16. "Jean Charles Léonard Simonde de Sismondi". Encyclopedia of World Biography. (2004). 
  17. Stewart, Ross E. (1984). "Sismondi's Forgotten Ethical Critique of Early Capitalism". Journal of Business Ethics. 3 (3): 227–234. doi:10.1007/BF00382924. S2CID 154967384.
  18. Spiegel, Henry William (1991). The Growth of Economic Thought. Duke University Press. pp. 302–303.
  19. Ekins, Paul; Max-Neef, Manfred (2006). Real Life Economics. Routledge. pp. 91–93.
  20. Murray, Christopher John (2004). Encyclopedia of the Romantic Era, 1760-1850, Volume 2. Taylor & Francis. pp. 1054–1055.
  21. Ekelund Jr, Robert B.; Hébert, Robert F. (2006). A History of Economic Theory and Method: Fifth Edition. Waveland Press. p. 226.
  22. Lutz, Mark A. (2002). Economics for the Common Good: Two Centuries of Economic Thought in the Humanist Tradition. Routledge. pp. 55–57.
  23. McCracken, Harlan Linneus (2001). Value Theory and Business Cycles. Minerva Group. p. 22.
  24. Stedman Jones, Gareth (2006). "Saint-Simon and the Liberal origins of the Socialist critique of Political Economy". In Aprile, Sylvie; Bensimon, Fabrice (eds.). La France et l'Angleterre au XIXe siècle. Échanges, représentations, comparaisons. Créaphis. pp. 21–47.
  25. Nicolas Eyguesier (2018). "Marx, primitive accumulation, and the impact of Sismondi". The European Journal of the History of Economic Thought. 25 (5): 833–858. doi:10.1080/09672567.2018.1523943.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ کينډۍ:EB1911
  27. Charles Dardier (1876). Ésaĭe Gasc, citoyen de Genève: sa politique et sa théologie, Genève – Constance – Montauban 1748–1813. Sandoz et Fischbacher. p. 54.
  28. "An Introduction to the Study of Crisis by Kuruma Samezō 1929".