منځپانگې ته ورتلل

جین ماري لې پېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jean-Marie Le Pen 1999  ويکيډاټا کې (P18) ځانګړنې بدلې کړئ 
جین ماري لې پېن
Jean-Marie Le Pen  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
جین ماري لې پېن
جین ماري لې پېن

د شخص مالومات
زېږون نوم
Jean-Marie Louis Le Pen[۱]  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲۰ جون ۱۹۲۸[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱]
مړینه 7 جنوري 2025 (97 کاله)[۱۱][۱۲][۱۳][۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت فرانسه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
روغتيايي څرنګوالی د يوې سترګی لرونکي [۱۴]  ويکيډاټا کې (P1050) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۵]،  قانونپوه [۱۴]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه [۱۶]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه سياست [۱۷]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د الجزاير جګړه [۱۸]،  د هندوچین لومړۍ جګړه [۱۹]  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جین ماري لې پېن
جین ماري لې پېن

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جین ماري لې پېن (فرانسوي تلفظ کې: [ʒɑ̃ ma.ʁi lə.pɛn]، د ۱۹۲۸م کال د جون ۲۰مه کې زېږېدلی) یو فرانسوی افراطي ښي اړخی سیاستوال دی چې له ۱۹۷۲م تر ۲۰۱۱م کاله یې د ملي جبهې د رئیس په توګه خدمت وکړ. هغه همدارنګه له ۲۰۱۱م تر ۲۰۱۵م کاله د ملي جبهې د رئیس په توګه په افتخاري ډول خدمت وکړ.

لې پين په ۱۹۴۹م کال کې په پاریس کې د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوی. په پوځ کې د هغه له شتون وروسته، هغه سیاسي علوم او حقوق په پانټون – آساس پوهنتون کې ولوستل.

لې پېن فرانسې ته د مهاجرت، اروپایي ټولنې، دودیز ارزښتونه او کلتور، قانون او نظم او په فرانسه کې د اوزګارۍ لوړې کچې اړوند موضوعاتو باندې تمرکز کوي. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د اصلي سیاسي جریان پر فکرونو باندې د هغه د پام وړ اغیز له امله د هغه پرمختګ د «ذهنونو لپنیزه کېدل) په توګه پېژندل کېږي.          د هغه جنجالي ویناوې او په عامه ژوند کې د هغه ادغام هغه په دوه قطبي څېره بدل کړی چې د مخالفینو په منځ کې د «د جمهوریت شیطان» او د خپلو پلویانو په منځ کې «په سیاست کې د وروستي سامورایي» په توګه ګڼل کېږي. هغه د هغو ویناوو له امله چې هولوکاسټ کم ارزښته ښکاروي، محکوم شوی او په فرانسه کې د مسلمانانو په هکله خبرو کې تبعیض ته د هڅونې له امله، جریمه شوی دی.

په سیاست کې د هغه اوږد عمر او د فرانسې ولسمشرۍ لپاره د هغه ۵ ځله هڅه، هغه د فرانسې سیاسي ژوند کې په یوې اصلي څېرې بدل کړی دی. د ۲۰۰۲م کال ولسمشرۍ ټاکنو کې دوهم پړاو ته د هغه پرمختګ د فرانسې په عمومي ژوند کې خپله اغیزه پرځای پرېښوده او «د اپرېل ۲۱مه» اوس په فرانسه کې د یوې دود شوې اصطلاح په توګه کارول کېږي. لې پېن، د اروپا پارلمان پخوانی غړی (MEP)، له ۲۰۱۱م تر ۲۰۱۵م کاله د ملي جبهې رئیس په توګه په افتخاري توګه خدمت وکړ. هغه په ۲۰۱۵م کال کې د نویو جنجالي اظهاراتو وروسته، د خپلې لور مارین لخوا له ګوند څخه ووېستل شو.

ژوند او دنده

[سمول]

د ژوند اوایل

[سمول]

جین لوئیز ماري لې پېن د جان لې پېن (زوکړه ۱۹۰۱ – مړینه ۱۹۴۲) یوازېنی زوی وو. جین لې پېن د خپلو نیکونو په څېر بریټانیان کې وزېږېد او په ۱۳ کلنۍ کې یې په یوې لویې اټلانټیکي بېړۍ کې خپل کار پیل کړی وو. هغه د لرغونو مبارزینو ټولنې مشر او د La Trinité-sur-Mer مشاور وو. د جین ماري لې پېن مور، آنا ماري هروه (زوکړه ۱۹۰۴ – مړینه ۱۹۶۵) یوه خیاطه او له ځایي مشرانو څخه وه.[۲۰][۲۱][۲۲]

لې پېن د ۱۹۲۸م کال د جون په ۲۰مه په La Trinité-sur-Mer، د بریټانیا یو کوچني ساحلي کلي وزېږېد، هغه د آنا ماري هروه او جین لې پین په نوم یو کب نیوونکي زوی وو. هغه په نوې ځواني کې، کله چې د هغه د پلار La Persévérance بېړۍ په ۱۹۴۲م کال کې د مین په واسطه چاودنه وکړه، یتیم شو (د ملت وارډ، د دولت لخوا رالوی کړل شو). هغه د یوه رومي کاټولیک په توګه لوی شو او په واننس کې یې د فرانسوا خاویر جیسویټ عالي لیسه کې زده کړې وکړې، وروسته له هغه د لورینټ په لیسه کې.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۱۹۴۴م کال په نومبر، په ۱۶ کلنۍ کې، کله چې هغه هڅه وکړه د فرانسې کورنیو ځواکونو (FFI) سره یوځای شي، د ډګروال هانري دې لا وایسیر (د وخت د کمونیسټ ځوانانو استازي) لخوا (د هغه د سن لخوا) رد شو. له هغه وروسته په پاریس کې د حقوقو پوهنځي ته د ننه شو او په سړکونو کې یې د سلطنت غوښتونکې فرانسوي ورځپاڼې، Aspects de la France، په خرڅولو پیل وکړ. هغه په مکرر ډول په برید او یرغل (کودتا) محکوم شو.[۲۸][۲۹][۳۰]

لې پېن خپل سیاسي فعالیت په ټولوس کې د زدکړیالانو ټولنې د رئیس په توګه پیل کړ. هغه، Association corporative des étudiants en droit، د حقوقو زدکړیالانو د شرکتي انجمن رئیس شو چې د هغوی اصلي دنده په کوڅه ډبي جګړو کې د «کوکوګانو» (کمونیسټانو) پر ضد ګډون وو. هغه په ۱۹۵۱م کال کې له دې سازمان څخه ووېستل شو.[۳۱]

په پوځ کې د هغه له دورې وروسته، هغه د پانټئون آساس پوهنتون کې د سیاسي علومو او حقوقو تحصیل بشپړ کړ. د هغه د فراغت مقاله چې په ۱۹۷۱م کال کې د هغه او جین لوپ وینسنټ لخوا وړاندې شو د Le courant anarchiste en France depuis 1945  یا (له ۱۹۴۵م کال راهیسې په فرانسه کې انارشیسټي خوځښټ) تر سرلیک لاندې وو.[۳۲][۳۳]

پوځي خدمت

[سمول]

د حقوقو پوهنځي څخه له فارغېدو وروسته یې په بهرني لجیون کې نوم لیکنه وکړه. هغه په ۱۹۵۴م کال کې د ډین بین فو له جګړې وروسته هندوچین ته د ننه شو، هغه جګړه چې فرانسې په کې ماته خوړلې وه او د فرانسې لومړي وزیر پیر منډس یې اړ کړ ترڅو د هندوچین جګړې ته د جنیوا کنفرانس کې پای ورکړي. لې پېن وروسته په ۱۹۵۶ز کال کې سوئز ته ولېږدول شو، خو یوازې له اوربند وروسته بېرته راورسېد.[۳۴]

په ۱۹۵۳م کال کې، د الجزایر جګړې څخه یو کال وروسته، هغه له ولسمشر وینسنټ اوریول سره اړیکه ونیوله چې په هالنډ کې له سیلاب وروسته یې د طبیعي بلاګانو مرستې لپاره د لې پېن سپارښت شوې پروژه تایید کړه. د دوه ورځو په ترڅ کې، د هغه له پوهنتون څخه ۴۰ داوطلبان پیدا شول، هغه ډله چې وروسته یې په ایټالیا کې د زلزلې قربانیانو سره مرسته کوله. په ۱۹۵۶م کال کې پاریس کې، هغه د پیر پوژاد تر مشرۍ لاندې پوپولیسټ ګوند UDCA یوه غړي په توګه ملي شورا ته وټاکل شو. لې پېن ډېرې وخت خپل ځان د دې ټولنې د ترټولو ځوان غړي په توګه معرفي کړی دی، خو یو ځوان کمونیسټ، آنډره چن، چې ۲۷ کلن او له هغه څخه یو نیم کال ځوان وو، په هماغه کال کې وټاکل شو.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

په ۱۹۵۷ کال کې، لې پېن د ملي جبهې، چې د سرتېرو زوړ سازمان وو، عمومي منشي، او همدارنګه لومړی فرانسوی سیاستوال شو چې یو مسلمان نوماند، الجزایری احمد جبور، یې نوماند کړ، چې په ۱۹۵۷م کال کې د پاریس مرستیال په توګه وټاکل شو. بل کال ته، له پوجاده څخه له جلا کېدو وروسته، هغه د آنټوین پینای تر مشرۍ لاندې د پایسان ملي مرکزي خپلواک ګوند د غړي په توګه ملي شورا ته وټاکل شو.

لې پېن ادعا وکړه چې د ۱۹۵۸م کال ټاکنیزو مبارزو په لړ کې د وحشیانه وهلو ټکولو له امله یې خپله کینه سترګه له لاسه ورکړې ده. شهادتونه بیا داسې څرګندوي چې یوازې د هغه ښی سترګه ژوبله شوې او هغه یې له لاسه نده ورکړې. هغه د خپلې کینې سترګې لید څو کاله وروسته د یوې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. (عمومي باور دا دی چې هغه ښیښه یي سترګه لري.) د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې، لې پېن د الجزایر جګړې (پیل په ۱۹۵۴ – پای په ۱۹۶۲) او د فرانسې دفاعي بودېجي ته ډېره لېوالتیا لرله.[۳۹][۴۰][۴۱]

لې پېن چې د پوجاډیسټ تر سرلیک لاندې د فرانسې پارلمان د استازي په توګه وټاکل شو، په داوطلبانه ډول یې خپل ځان د فرانسې بهرني لجیون کې د دوه تر درې میاشتو لپاره نوماند کړ. هغه وروسته د استخباراتي افسر په توګه (۱۹۵۷) الجزایر ته ولېږل شو. هغه په شکنجې تورن شوی دی. لې پېن دا تورونه رد کړي دي، که څه هم هغه اعتراف کړی چې کار یې ترې اخیستی.[۴۲][۴۳]

ښي اړخه افراطي سیاستونه

[سمول]

لې پېن په ۱۹۶۵م کال د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې ښي اړخه افراطي نوماند جین لویز ټیکسیر ویګنانکور ته لارښوونه وکړه چې ۵.۱۹٪ رایه یې لاس ته راوړه. هغه د همکاري پالو بیا رغونه باندې ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ:

ایا په اشغال شوې سیمه کې جنرال دې ګول له مارشال پټېن څخه لا زړور وو؟ دا انصاف ندی. په فرانسه کې د مقاومت په پرتله په لندن کې مقاومت کول ډېر آسانه وو.[۴۳]

په ۱۹۶۲م کال کې، لې پېن په شورا کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه. هغه د Serp (Société d'études et de relations publiques) شرکت رامنځته کړ، یو شرکت چې د موسیقي په صنعت کې راګیر وو، چې په تاریخي ثبتونو کې یې تخصص درلود او د کارګري ټولنې د کویر ډلې CGT غږونه او د نامتو مخکښو سندرو په څېر یې د نازي سرودونه هم خرڅول.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Fichier des personnes décédées ID (matchID): https://deces.matchid.io/id/iNfqUnOCI86b — خپرېدونېټه: ۱۵ فېبروري ۲۰۲۵ — منښتلیک: GNU Lesser General Public License, version 3.0
  2. پیوستون : 118839624  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. senat.fr ID: https://www.senat.fr/senateur-communaute/le_pen_jean_marie0105sc.html
  4. سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/7607 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c28xws — سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1008805 — سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/le-pen-jean-marie — سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  8. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lepen — سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen
  9. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jean+marie;n=le+pen — سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen
  10. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017251 — سکالو پېژند: Jean-Marie Le Pen — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. French far-right figurehead Jean-Marie Le Pen dies at age 96 — خپرېدونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵ — خپروونکی: France 24 — خپرولونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵
  12. Jean-Marie Le Pen, l’homme qui a remis l’extrême droite au cœur du jeu politique français, est mort — خپرېدونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵ — ليکوال: Abel Mestre — خپروونکی: Le Monde — خپرولونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵
  13. French far-right politician Jean-Marie Le Pen dies at 96 — خپرېدونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵ — خپروونکی: بي بي سي — خپرولونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Mais au fait, comment Jean-Marie Le Pen a-t-il perdu son œil ? — خپرېدونېټه: ۴ ډېسمبر ۲۰۲۵ — خپرولونېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۵
  15. MEP directory ID: https://www.europarl.europa.eu/meps/en/1023 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۲ — سرليک: Members of the European Parliament، Членове на Европейския парламент، Diputados al Parlamento Europeo، Poslanci Evropského parlamentu، Medlemmer af Europa-Parlamentet، Mitglieder des Europäischen Parlaments، Euroopa Parlamendi liikmed، Βουλευτές του Ευρωπαϊκού Κοινοβουλίου، Députés au Parlement européen، Feisirí Pharlaimint na hEorpa، Zastupnici u Europskom parlamentu، Deputati al Parlamento europeo، Eiropas Parlamenta deputāti، Europos Parlamento nariai، Az Európai Parlament képviselői، Il-Membri tal-Parlament Ewropew، Leden van het Europees Parlement، Posłowie do Parlamentu Europejskiego، Deputados ao Parlamento Europeu، Deputații în Parlamentul European، Poslanci Európskeho parlamentu، Poslanci Evropskega parlamenta، Euroopan parlamentin jäsenet او Europaparlamentets ledamöter
  16. د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12013472b — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  17. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0005673 — خپرېدونېټه: ۱۷ جنوري ۲۰۲۵
  18. Quel grade avait Jean Marie Le Pen dans l'armée : parcours militaire — خپرېدونېټه: ۴ ډېسمبر ۲۰۲۵ — خپرولونېټه: ۵ اپريل ۲۰۲۵
  19. Delon-Le Pen : une vieille histoire — خپرېدونېټه: ۴ ډېسمبر ۲۰۲۵ — خپرولونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۳
  20. Le Pen, Jean-Marie. p45
  21. Le Pen, Jean-Marie. p16
  22. "Jean-Marie Le Pen: genealogie". geneanet.org. ترلاسه‌کېدو نېټه 21 April 2018.
  23. "Biographie Jean-Marie Le Pen". Linternaute.com. 20 June 1928. خوندي شوی له the original on 16 August 2016. ترلاسه‌کېدو نېټه 21 July 2016.
  24. Le Pen, Jean-Marie, p82
  25. Fauchoux, Marc and Forcari, Christophe. p42
  26. Le Pen, Jean-Marie, p72
  27. Le Pen, Jean-Marie, p94
  28. Quand Le Pen voulait rejoindre les FFI Archived 1 October 2007 at the Wayback Machine., L'Express, 28 March 2007 (په فرانسوي)
  29. "Assemblée nationale – Les députés de la IVe République : Jean-Marie Le Pen". Assemblee-nationale.fr. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 June 2010.
  30. Le Pen, son univers impitoyable Archived 24 February 2012 at the Wayback Machine., Radio France Internationale, 1 September 2006 (په فرانسوي)
  31. "Biographie et actualités de Jean Marie Le Pen France Inter". www.franceinter.fr (in فرانسوي). ترلاسه‌کېدو نېټه 10 December 2020.
  32. Schwartzenberg, Roger-Gérard (1998). La politique mensonge (in فرانسوي). Odile Jacob. p. 235. ISBN 9782738105431.
  33. Pen, Jean-Marie Le (1971). Le Courant anarchiste en France depuis 1945 (in فرانسوي). Universite de Paris.
  34. Le Pen, son univers impitoyable Archived 24 February 2012 at the Wayback Machine., Radio France Internationale, 1 September 2006 (په فرانسوي)
  35. Jean-Marie Le Pen. "Biographie". LE BLOG DE Jean-Marie Le Pen (in فرانسوي). خوندي شوی له the original on 15 February 2018. ترلاسه‌کېدو نېټه 9 May 2017.
  36. Sirinelli, Jean-Francois (1995). Vie politique française au xxe siècle (in فرانسوي) (first ed.). Paris, France: Presses universitaires de France. p. 573.
  37. "André Chène". ASSEMBLÉE NATIONALE (in فرانسوي). ترلاسه‌کېدو نېټه 9 May 2017.
  38. Kauffmann, Grégoire (December 2011). "La naissance du Front national : La réponse de l'auteur". L'Histoire (in فرانسوي) (370): 6. ترلاسه‌کېدو نېټه 9 May 2017.
  39. Paris, Giles Tremlett Paul Webster in (4 June 2002). "Battle of Algiers returns to haunt Le Pen as claims of torture focus on far-right leader". The Guardian. ISSN 0261-3077. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 December 2018.
  40. Broughton, Philip Delves (22 April 2002). "Exposing the myth of poison Le Pen". Daily Telegraph. ISSN 0307-1235. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 January 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 December 2018.
  41. Tribune, Ray Moseley, Chicago. "EX-PARATROOPER AROUSES POLITICAL PASSIONS". Chicago Tribune. ترلاسه‌کېدو نېټه 27 December 2018.{{cite web}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  42. CatusJack. "Jean-Marie Le Pen et La Torture [1/3] Excellent ! – une vidéo". Dailymotion. ترلاسه‌کېدو نېټه 13 June 2010.[مړه لينکونه]
  43. ۴۳٫۰ ۴۳٫۱ Le Pen, son univers impitoyable Archived 24 February 2012 at the Wayback Machine., Radio France Internationale, 1 September 2006 (په فرانسوي)