جینټیکي توپیرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نفوسو ترمنځ توپیرونو یا د وګړو ترمنځ د )ډي این ای( توپیر ته جینیټکي توپیر ویل کېږي. میوټېشن او جینټیکي بیایوځای کېدنه د جینټیکي توپیرونو سرچینې دي. د جنسي تکثیر او جینټیکي جریان په څېر نور میکانیزمونه له جینټیکي توپیرونو سره مرسته کوي او مېوټېشنونه یې وروستۍ سرچینې دي.[۱][۲][۳]

د نفوس د وګړو تر منځ[سمول]

جیڼټیکي بدلونونه په ډېرو کچو پېژندل کېدی شی. ښايي د فینوټایپیکو بدلونونو له ډلې نه په کميتي ځانګړنو کې جیڼټیکي بدلونونه وپېژندلای شو. دا هغه ځانګړنې دي چې کوډ یې د ډېرو جینونو ( لکه د سپي د پښو اوږدوالی) په وسیله ترسره کېږي او توپیر یې دوامداره دی. همداراز ځینې نورې ځانګړنې چې جلا ځانګړنې ورته ویل کېږي ( دا هغه ځانګړنې دي چې کټګوري یې له نورو هغو جلا دي او کوډ یې د یوه یا څو جینونو په وسیله شوی دی، چې په ځینو ګلانو کې سپین، ګلابي یا سور ګلابي رنګ یې ښه مثال دی.

جینتیکي بدلونونه هغه وخت هم پېژندل کېدای شي چې له پروټین الکټروفوریسس د انزایمونو په سطحه کې ګټه واخیستل شي. پولیمورفیزم په ملا تیر لرونکو موجوداتو کې ډېر عام نه دی؛ خو په حشراتو او نباتاتو کې د انزایمونو لپاره نیمايي کوډ کوونکي جینونه  ښايي پولی مورفیک وي. پولیمورفیک جینونه هغو ته ویل کېږي چې په ټولو ځایونو کې له یوه ډېر ایلیلونه لري.[۴]

پایله دا شوه چې په جینونو کې د نیوکلیوټایډونو د بنسټ ترتیب توپیر لري، له دې امله جینټيکي بدلون منځته راځي. نوې ټکنالوژۍ ډېر جینټیکي توپيرونه معرفي کړي او له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې په مستقیم ډول د ډي این ای په ترتیبولو کې ترې ګټه واخلي. دا توپیرونه له وړاندې د پروټین الیکتروفورسیس په وسیله کشف شوي دي. د کوډنګ او د انټرون په ناکوډنګ دواړو سیمو کې چې کله د ډي این ای ازمېښت ترسره شو، نو جینټیکي توپیر یې معلوم کړی و.

که د ډي این ای په ترتیب کې د نیوکلوتایدونو بدلون په پروټین کې د هغه امینو اسید د بدلون له امله وي چې د همغې ډي این ای د ترییب په وسیله کوډ شوی وي، نو دا وخت جینټیکي بدلون د فینوټایپیک بدلون لامل کېږي او که د امینو اسید په ترتیب کې رامنځته شوی بدلون پر شکل اغېز وکړي، نو دا به د انزایم له امله وي. [۵]

د نفوسو ترمنځ[سمول]

د جغرافیايي بدلونونو معنا دا ده چې د بېلابېلو ځایونو نفوس جنینټیکي توپیرونه ولري. د دې د رامنځته کېدو لامل طبیعي انتخاب یا جینټیکي چریان دی.  

اندازه کول[سمول]

د پولیمورفیک جین لوسي سلنه یا په هیټروزاګوس وګړو کې د جین لوسي سلنه هغه لارې دي چې په عام ډول ورباندې د نفوسو د  جنیټیکي توپیر کچه معلومېږي. له چاپېریال سره د نفوسو د هر وګړي د سازښت پروسې په پوهاوې کې دا پایلې ډېرې ګټورې دي. [۶]

سرچینې[سمول]

ناڅاپي مېوټېشنونه هغه وروستۍ سرچینه ده چې جینټیکي بدلونونه رامنځته کوي. میوټېشنونه بېلابېل ډلونه لري، چې ځينې یې ښايي نادر وي، زیاتره یې خلکو ته زیان نه رسوي او بې پرې دي؛ خو په ځینو مثالونو کې دا هم کېدای شي چې نوي ایلیلونه د طبیعي انتخاب په وسیله غوره شي. د کروموزومي میوټېشن ښه بېلګه پولي پلويدي ده. هغه حالت چې د ژوندیو موجوداتو جینټیکي بدلون پکې درې یا له درېوو زیات ( درې یا ډېر) سېټونه لري، پولي پلویدي ورته ویل کېږي.  

ددې تر څنګ چې ناڅاپي القاح هم له میوټېشن سره مرسته کوي، د میوسیس پر وخت کراس اوور (جینټیکي بیایوځایوالی) او ناڅاپي بېلوالی د دې لامل کېدای شي چې د نویو ایلیللونو ترکیب تولید کړي. د لېږد وړ جینټیکي عناصر، داخلي ریټرووایرس، لاینز، ساینز او داسې نور هغه څه دي چې له بدلونونو او بیایوځای کېدلو سره مرسته کوي یا ورته اسانتیا برابروي. په څو حجروي موجود کې د ورکړل شوي جینوم جینټیکي توپیر ښايي د مکروبونو له لارې په ارث کې ورسېږي او یا په سوماتیکو حجرو کې حاصل شي.

بڼې/شکلونه[سمول]

د اندازې او ډول پر اساس جینټيکي بدلون په بېلابېلو برخو وېشلی شو او دا وېش موږ ته جینټیکي بدلون راښیي. د بنسټ جوړه بدیل او انډیلونه د کوچنۍ اندازې د ترتیب په بدلون ( له کیلو بایټ نه کوچنی) کې راځي. د لویې اندازې په جوړښتي بدلون (له یو کیلو باټ لوی) کې ښايي د کاپي شمېرې له بدلون (بایلل یا ترلاسه کول) او د کروموزوم له بیاتنظیم (لېږد، انعطاف، یا د لاسته راوړلو ټوټه شوي یوه والد بې نظمي) څخه یو شامل وي. عددي توپیر دوه ډوله دی چې په ټولو کروموزومونو یا جینومونو کې یې یا د پولي پلوډي ډول او یا د انیوپلوډي ډول موجود وي. هغه عناصر چې د لېږد وړ دي، په کوربه جینومونو کې د جینټیکي نوښت سبب کېږي، جینټیکي بدلون ځینې وخت د پرله پسې نواقصو او وېروسونو په وسیله رامنځته کېږي او زیاتره وخت یې لامل د انډروجینس ریټرو وبروسونه وي.  [۷]

په نفوسو کې ساتنه[سمول]

جینټیکي توپیر د بېلابېلو عواملو په وسیله په نفوسو کې ساتل کېږي. هغه ایلیلونه چې د زیان احتمال یې شته، کولای شي چې په هیټروزایګوس وګړو کې د ډیپلوید ارګانیزمونو په نفوسو کې ځان پټ کړي ( مغلوب ایلیلونه په هغو وګړو کې د پټېدو وړتیا لري چې لږ عام هوموزایګوس دي). په متعادل پولیمورفیزم کې جینټیکي توپير د طبیعي انتخاب په وسیله هم ساتل کېدای شي. د هیټروزایګوس د خوښۍ پر وخت یا هغه وخت چې انتخاب په فریکونسي پورې تړلی وي، دا امکان شته چې پولیمورفیزم رامنځته شي.

د جینټيکي بدلونونو تاریخ[سمول]

د جینټیکي بدلونونو اصطلاح هغه بدلونونه په ګوته کوي، چې د ډي این ای په ترتیب کې د وګړو ترمنځ په عصري وختونو کې شته او د تکاملي بیولوژي د زیاترو پوهانو تړاو له همدې بدلونونو سره دی. هغه کسان چې د لومړني مکمل جینوم له ترتیبولو وړاندې یې دا لېوالتیا لرله چې په ځمکه کې د ژوند په رنګارنګۍ پوه شي، د دوی مرکزي موخه دا وه چې جینټیکي بدلونونه اندازه کړي او ورباندې پوه شي، د دوی موخه دومره مخکینۍ وه چې د وراثت د مسؤل مالیکول په حیث ډي این ای نه وه کشف شوې.

هغو کسانو چې د چارلیس داروین له لیکنو وړاندې یې له جسم او پراختیا سره لېوالتیا وه، د ارثي بدلون نظریه ورته ډېره مهمه وه، دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ د جینټیکي بدلونونو تعریف د معاصر مالیکول پر جینټیک ولاړ دی. دا چې له موروپلار نه ارثي بدلون اولاد ته لېږدول کېږي او مفهوم یې دا دی چې د ژوند د ډولونو ترمنځ طبیعي توپیر شته، نو دې بدلون پر عصري نظریو په تېره بیا پر کټګوریو لکه ډولونو یې تکیه نه ده کړې او دا بدلونونه د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ په ذهنونو کې نه شته.

د ارثي بدلون په اړه له داروین وړاندې نظریې[سمول]

د پيري لویس ماپرټیس کار دا مهال په ریاضي او فزیک کې په ابتدايي بڼه پېژندل شوی و، نوموړی عالم د فرانسې هېواد و. هغه د ۱۷۰۰مې لسیزې په منځ کې معلومه کړه چې ډولونه د رښتینو او اصلي بڼو پر لرلو سربېره کله چې نوی زېږون وده کوي، نو پېښې دا وړتیا لري چې نوي بدلونه راوپېژني، دا بدلونونه د وخت په تېرېدو سره یوځای کېږي. په « جهان پېژندنه» کې په ۱۷۵۰ ز کال کې د نوموړي وړاندیز دا و چې ننني ډولونه د « یوه ړانده برخلیک» په وسیله رامنځته شوي دي او د زیاترو بدلونونه ډېره کمه برخه جوړوي، بل دا چې زیاتره ډولونه د هغو له اړتیا سره سازښت نه لري، له دې امله ژوندي پاتې نه دي. ځینې تاریخپوهان وړاندیز کوي چې د هغه نظریات د میراث قوانین اټکلوي او د ګریګور میندل په وسیله وده ورکړل شوه. [۸][۹][۱۰]

ددې تر څنګ د ارثي بدلونونو د نسل لپاره یو مختلف چوکاټ وړاندیز شو. دا وړاندیز د فرانسوي فیلسوف چې ډینس ډیډروټ نومېده، له خوا وشو. دا چې بدلون هم د تکثیر او هم وروسته هغه وخت چې اولادونه وده کوي، د معرفي کېدو وړتیا لري، نوموړي وانګېرل چې د «اصلي مادې» د تولید په پرتله د «نورمال» ژوندیو موجوداتو د تولید امکان کم دی. دا مفکوره ښاغلي ډیډروټ له میوپیرټیس نه پور کړې وه. همداراز ډیډروټ په دې هم باوري و چې ماده دا ځانګړنې لري چې ژوند وکړي او په جوړښتونو کې ځان ته د ژوند کولو امکانات برابرولای شي. د ډیډروټ د ۱۷۴۹ ز کال کار چې د  ړندو لیک نومېده، په دې کار کې یې د یېولوژیکې بدلون د پېژندلو په اړه نظر وړاندې کړ. په دې کې یې د موجودو ډولونو بدلون ته پام ونه وکړ، بلکې د خودي زېږېدلو جوړښتونو پر بدلون یې تمرکز وکړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "What is genetic variation?". EMBL-EBI Train online (په انګلیسي ژبه کي). 2017-06-05. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Genetic Variation". Genome.gov (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Levinson, Gene (2020). Rethinking evolution: the revolution that's hiding in plain sight. World Scientific. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781786347268. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "What is gel electrophoresis?". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pavlopoulos, GA; Oulas, A; Iacucci, E; Sifrim, A; Moreau, Y; Schneider, R; Aerts, J; Iliopoulos, I (25 July 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Unraveling genomic variation from next generation sequencing data."]. BioData Mining 6 (1): 13. doi:10.1186/1756-0381-6-13. PMID 23885890. 
  6. "The Variety of Genes in the Gene Pool Can Be Quantified within a Population | Learn Science at Scitable". www.nature.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lars Feuk, Andrew R. Carson & Stephen W. Scherer (February 2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Structural variation in the human genome"]. Nature Reviews Genetics 7 (2): 85–97. doi:10.1038/nrg1767. PMID 16418744. 
  8. Bowler, Peter J. (1989). Evolution: the history of an idea (الطبعة Rev.). Berkeley: University of California Press. OCLC 17841313. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-520-06385-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Glass, Bentley (1947). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Maupertuis and the Beginnings of Genetics"]. The Quarterly Review of Biology 22 (3): 196–210. doi:10.1086/395787. ISSN 0033-5770. PMID 20264553. 
  10. Sandler, Iris (1983). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pierre Louis Moreau de Maupertuis: A precursor of Mendel?"]. Journal of the History of Biology 16 (1): 102. doi:10.1007/bf00186677. ISSN 0022-5010. PMID 11611246. 
  11. Gregory, Mary (2006-10-23). Diderot and the Metamorphosis of Species. Routledge. doi:10.4324/9780203943823. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-91583-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hill, Emita (1968). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Materialism and Monsters in "Le Rêve de d'Alembert""]. Diderot Studies 10: 67–93. ISSN 0070-4806. 
  13. Zirkle, Conway (1941). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Natural Selection before the "Origin of Species""]. Proceedings of the American Philosophical Society 84 (1): 71–123. ISSN 0003-049X.