جیمز مورې میسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز مورې میسن
(انګلیسي: James Murray Mason د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیمز مورې میسن
جیمز مورې میسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۳ نومبر ۱۷۹۸[۱][۲][۳]
مړینه 28 اپرېل 1871 (73 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جیمز مورې میسن
جیمز مورې میسن

جیمز موری میسن د ۱۷۹۸ ز کال د نومبر له ۳مې د ۱۸۷۱ ز کال د اپریل تر ۲۸مې پورې ژوند کړی دی. نوموړی د جورج میسن لمسی و، وکالت او سیاست یې کاوه. په ویرجینیا کې سناتور و، مخکې د ویرجینیا د استازو په مجلس کې د فریډریک کاونټي ویرجینیا استازی و.[۴][۵]

میسن د امریکا د کورنۍ جګړې د پیل پر وخت د غلامۍ او همدارنګه د ویرجینیا د جلا کېدو کلک ملاتړ وکړ. میسن له ۱۸۵۱ ز کال نه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې د متحده ایالاتو د کنفډریټ ایالتونو د ملاتړ په موخه د هغه تر اخراج پورې د متحده ایالاتو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس و او ډېر لېواله و، چې د امریکايي پنبې صادروونکي دې وساتل شي. نوموړي د کنفدراسیون مخکښ ډیپلومات و او اروپا ته د مرستې په سفر ولاړ؛ خو د بریتانیا د کنفدراسیون د یوه هیواد په توګه په رسمیت پېژندلو کې ثابت نه شو. دا چې چې میسن د ۱۸۶۱ ز کال په نومبر کې انګلستان ته سفر وکړ، د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو یې هغه کښتۍ برمته کړه او نوموړی یې توقیف کړ، چې هلته د ټرینټ افیر په نوم یاد شوی و. نوموړی له دوه میاشتو قید وروسته ازاد کړل شو، میسن خپل سفر ته روان وساته او دا مرسته یې وکړه، چې له برتانیې او اروپا نه کنفډریټ وپېري؛ خو په دې بریالی نه شو، چې د ډیپلوماتیکې ښکېلتیا ترلاسه کړي. د جګړې په ختمېدو سره میسن کاناډا ته جلا وطنه شو؛ خو وروسته بېرته الکساندریا ویرجینیا ته راغی او هلته یې په ​​​​۱۸۷۱ ز کال کې له دې دنیا سترګې پټې کړې.

لومړنی ژوند[سمول]

میسن په انالوستان ټاپو کې زېږېدلی و، چې اوس د تیوډور روزویلټ ټاپو دی، وروسته د کولمبیا په ولسوالۍ کې شامل کړای شو (اوس له ارلینګټن ویرجینیا سره وصل دی). نوموړی په ۱۸۱۸ ز کال کې د پنسلوانیا له پوهنتون نه فارغ شو، بیا یې په ویلیامسبرګ ویرجینیا کې د قانون علم حاصل کړ او په۱۸۲۰ ز کال کې یې د ویلیم او ماري له کالج نه د قانون سند ترلاسه کړ.

سیاسي دنده[سمول]

میسن چې کله ویرجینیا بار ته داخل شو، له هغه وروسته یې په ویرجینیا کې قانون تمرین کړ، په فریډریک کاونټي کې یې د کرکیلې چاره هم پر مخ یووړه. دا چې د سرشمېرنې ریکارډ ډېر خراب و، نو ښايي نوموړی د ۱۸۳۰ په سرشمېرنه کې د ۵ غلامانو مالک وي. کله چې د ۱۸۵۰ ز کال فدرالي سرشمېرنه وشوه، نو میسن د لسو غلامانو مالک و، چې نیمایي یې له لسو کلونو کم ماشومان وو. په همغه کال کې نوموړي (یا د ورته نوم بل سړي) ۲۵ کلنه تور پوستې مېرمن او د هغې څلور ماشومان په ریپاهاناک کاونټي کې لرل. کله چې د ۱۸۶۰ ز کال سرشمېرنه وشوه، نو نوموړي ۴۹ کلن تور پوستي سړی، ۳۵ کلنه تورپوستې ښځه او د ۱۴، ۱۳، ۱۲، ۱۰ او ۳ کلونو عمر لرونکي ماشومان لرل او هغه یا د ده په نوم بل جیمز ایم میسن په سویلي کلپپر کاونټي کې د اوو غلامو ماشومانو(تر ټولو مشره یې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ وه) مالک و.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

میسن د خپل پلار له مړینې مخکې ډېر ژر خپل سیاسي دنده پیل کړه، د ویرجینیا د استازو په مجلس کې یې د فریډریک کاونټي (نیمه وخت) له استازو نه څو ځله ټاکنې وګټلې. د نوموړي لومړۍ دوره د یوې دورې له تجربه لرونکي جیمز شیپ سره یوځای د ۱۸۲۶ ز کال د دسمبر په ۴مه پیل شوه؛ خو یوازې شیپ راتلونکی کال بیا ټاکنې وګټلې. کله چې په ۱۸۲۸ کال کې ټاکنې وشوې، شیپ ونه ګټلې او میسن له ویلیم کاسټل مین او جونیر سره یوځای د شیناندوه درې د دروازې د استازیتوب کولو په موخه په ټاکنو کې بریالی شو، په راتلونکي کال کې دواړو بیا ټاکنې وګټلې. وروسته له دې چې تجربه لرونکي قانون جوړونکي هیروم ایل اوپي د ۱۸۲۹ــ ۱۸۳۰ کال د ویرجینیا د اساسي قانون کنوانسیون ته د فریډریک او ګاونډي جیفرسن کاونټي له څلورو ګډو استازو نه یو یې استعفا ورکړه، میسن له جان آر کوک، د کانګرس غړي الفریډ ایچ پاول او ملګري استازي توماس ګریګس جونیر سره په ګډه خپل ځای ونیوه. که څه هم ځینو تمه لرله، چې کنوانسیون به د غلامانو واک کم کړي، کله چې د اساسي قانون نتیجه راووتله، یوازې لوېدیځې ویرجینیا ته یې اضافي رایې ورکړي (د فریډریک کاونټي او هغو کاونټیانو په شمول، چې د امریکا د کورنۍ جګړې په لړ کې به له لوېدیځې ویرجینیا جلا شي)، میسن او کیسل مین د ۱۸۳۰ــ۱۸۳۱ ز کال د مقننه غونډې په موخه له هغه وروسته یوځای شول، چې بیا وټاکل شول او ویلیم ووډ په وسیله  له دې غونډې سره یوځای کړل.[۱۱][۱۲][۱۳]

د غلامۍ اتل[سمول]

میسن «د سویلي سیاسي چوکاټ اتل شو»، « او غلامي له درېیو موضوعاتو یوه بله موضوع وه، چې د هغه په ​​​​ژوند یې ډېر اغېز کړی و، د دې سیاسي ایډیالوژۍ په هسته کې طرح شوی و.( دوه نور موضوعات د ویرجینیا د تجزیې غوښتنه او د کنفیډریسي رامنځته کول وو)[۱۴]

میسن یوازې یو سپین ستراتیژیست نه و، بلکې تر ډېره سپین سویلي او ډېر شمالي و. نوموړي نیګرو « د هیواد لوی لعنت» باله. دا چې نوموړي تورونو ته رایه ورکړه، نو مېسن یې په ​​ځانګړې توګه خپه کړ. هغه په دې فکر و، چې دا د خلکو د واکمني او د «جمهوریت پای» وه.[۱۵][۱۶]

میسن د غلامۍ په ګټه دومره باوري و، چې په فریډریک کاونټي کې یې د ډېرو نورو غوندې یې د استعمار د پروژې ملاتړ ونه کړ او دا د دې لامل شو، چې د لایبریا بنسټ کېښودل شي. د ازادو تورونو د «ستونزې» لپاره د میسن حل لاره دا وه، چې دوی بېرته غلامۍ ته راستانه شي او ویل یې چې دوی په متحده ایالاتو کې د افریقا له غلامۍ نه ښه دي.

میسن دا نظر درلود، چې د غلامۍ رامنځته کول اړین کار نه و یا قانون ته اړتیا نه لري، چې قانوني شي. دا له وړاندې د خدای له خوا رامنځته شوې، لکه په انجیل کې چې ثبت شوې ده. غلامي له پخوا نه په افریقا کې موجوده وه: «نیګرو په افریقا کې د غويي هومره ملکیت دی». د نوموړي دریځ دا و چې کانګرس په هر ځای کې د غلامۍ د ختمولو هیڅ واک نه درلود او یقینا په کنساس کې غلامي نه وه. غلامي یو حالت و، کومه اداره نه وه، د هغه په ​​وسیله یې معنا دا وه، چې امریکایان د افریقیانو غلامي نه کوي، دوی یوازې له نورو افریقایانو اخیستل چې له وړاندې یې دوی غلام کړي وو.[۱۷][۱۸]

د ژوند وروستۍ برخه[سمول]

کله چې په ۱۸۶۲ز کال کې وینچستر د اتحادیې اردو ونیوه، په اول کې د رژیمي دفترونو لپاره د میسن کور «سیلما» غوښتل شوی و. ښايي د مېسن په اړه به نه پوهېدل؛ خو جنرال بانکس ښه خبر و، ښاغلی بانک پخوا د کانګرس غړی او بیا د میساچوسټس والي و. د میسن د غلامۍ پلوه فعالیت د زده کړې او د هغه د نفرت شوي فراري غلامۍ د قانون لیکوالۍ له امله سرتېرو په خپل نوښت د سیلما ویجاړولو ته لاره هواره کړه. چت لومړی وغورځېد. یو څه وخت وروسته دیوالونه ړنګ شول او هر څه چې د سوځولو وړ وو، د لرګیو په اور کې ایره شول. دوی دومره پوره وو چې «له برج نه د بنسټ تر ډبرې پورې یوه تېږه په بله پاتې نه ده، د نیګرو کورونه، بهر ودانۍ (هلته یو یخ کور و) او دښتې ټولې پټې شوې، حتا زیاتره ونې یې حلقه شوي دي.» د میسن په خبره کور «خراب شوی» و. هغه بیا هیڅکله په وینچیسټر کې ونه اوسېده.[۱۹][۲۰][۲۱]

میسن له ۱۸۶۵ تر ۱۸۶۸ ز کال پورې په کاناډا کې و او په جلاوطنۍ کې یې ژوند کاوه. وروسته له هغه چې د کنفډریټ چارواکو بندیزونه ترې لرې شول، بېرته متحده ایالاتو ته راستون شو او د نننۍ ویرجینا په الکساندریا کې یې په ۲۶ ایکره (۱۱ هکتاره) ځمکه کې یې د کلرینز املاک واخیستل. ( په ۲۰۰۸ کې یوازې کور په ۸۰۰۰۰۰۰ ډالرو وپلورل شو، چې په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۰۰۶۶۸۶۲۴ ډالرو سره معادل و). نوموړي له کاناډا نه سپين پوستي نوکران راوستل او کله چې د نورو په لټه کې و، نو له یو څه ستونزې سره مخ شو، ځکه چې هغه نه غوښتل څوک وټاکي کړي. هغه په ​​​​دې باور و چې ازاد تور پوستي له «بې ارزښتو نه بدتر» دي. هغه په ۱۸۷۱ ز کال کې په کلارنس کې مړ شو او د چاریس کلیسا په میدان کې خاورو ته وسپارل شو (الکساندریا، ویرجینیا). د نوموړي د مړینې په اړه د هغه له کورنۍ پرته بل چا معلومات نه دي وړاندې کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/James-Murray-Mason — subject named as: James Murray Mason — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66m36st — subject named as: James Murray Mason — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6868189 — subject named as: James Murray Mason — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Lee, Michele (May 18, 2011). "James Murray Mason". Gunston Hall. د اصلي آرشيف څخه پر September 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Mason family of Virginia". The Political Graveyard. June 16, 2008. مؤرشف من الأصل في April 4, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. 1830 U.S. Federal Census for Western District, Frederick County, Virginia, p. 101 of 116
  7. 1850 U.S. Federal Census for District 16, Frederick County, Virginia, Slave Schedule p. 16 of 28
  8. 1850 U.S. Federal Census for Rappahannock County, Virginia, Slave Schedule p. 6 of 47.
  9. 1860 U.S. Federal Census for District 4, Frederick County, Virginia, Slave Schedule p. 4 of 4
  10. 1860 U.S. Federal Census for Southern Division, Culpeper County, Virginia, Slave Schedule p. 3 of 38
  11. Cynthia Miller Leonard, The Virginia General Assembly 1619-1978 (Virginia State Library, Richmond 1978) pp. 334, 344, 349, 353, 355
  12. Leonard p. xxvi
  13. James M. McPherson, Battle Cry of Freedom: The Civil War Era (New York: Bantam Books, 1989), p. 79.
  14. Young, Robert W. (1998). James Murray Mason : defender of the old South. Knoxville, Tennessee: University of Tennessee Press. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780870499982. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Thomas III, William G. (July 15, 2009). "Sen. James Murday Mason, black labor, and the aftermath of the Civil War". مؤرشف من الأصل في October 25, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gawalt, Gerard W (2015). Clashing dynasties : Charles Francis Adams and James Murray Mason in the fiery cauldron of civil war. North Charleston, South Carolina: CreateSpace Independent Publishing Platform. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1519347916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gawalt, Gerard W (2015). Clashing dynasties : Charles Francis Adams and James Murray Mason in the fiery cauldron of civil war. North Charleston, South Carolina: CreateSpace Independent Publishing Platform. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1519347916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Property in Territories. Speech of Hon. J.M. Mason, of Virginia, delivered in the Senate of the United States, May 18, 1860. The quote on p. 14. 1860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  19. Phipps, Sheila R. (2003). Genteel Rebel: The Life of Mary Greenhow Lee. Louisiana State University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0807128856. مؤرشف من الأصل في June 4, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2021 – عبر Project MUSE. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په March 25, 1863 باندې). Letter from an army surgeon.
  21. Thomas III, William G. (July 15, 2009). "Sen. James Murday Mason, black labor, and the aftermath of the Civil War". مؤرشف من الأصل في October 25, 2020. د لاسرسي‌نېټه October 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gawalt, Gerard W (2015). Clashing dynasties : Charles Francis Adams and James Murray Mason in the fiery cauldron of civil war. North Charleston, South Carolina: CreateSpace Independent Publishing Platform. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1519347916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lee, Michele (May 18, 2011). "James Murray Mason". Gunston Hall. د اصلي آرشيف څخه پر September 26, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Mason family of Virginia". The Political Graveyard. June 16, 2008. مؤرشف من الأصل في April 4, 2013. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Gawalt, Gerard W (2015). Clashing dynasties : Charles Francis Adams and James Murray Mason in the fiery cauldron of civil war. North Charleston, South Carolina: CreateSpace Independent Publishing Platform. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1519347916. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)