جیمز سیلېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز سیلېټ
جیمز سیلېټ
جیمز سیلېټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۶۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 6 مې 1840 (75–76 کاله)[۱۰][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

جیمز سیلېټ (James Sillett؛ زوکړه: د ۱۷۶۴ زکال د می ۱۶ مه – مړینه: د ۱۸۴۰ زکال د می ۶ مه) د بې روحه شیانو او مناظرو انګلیسي نقاش او هنرمند و. نوموړي ځان د نورویچ مکتب د مخکښ نقاش په توګه څرګند کړ؛ په داسې حال کې چې د نوموړي ډیری آثار د طبیعي مناظرو او بې روحه شیانو نقاشیو ته اړوند دي، خو د طراحۍ او میناتورۍ ښوونکی هم و. له بوټو څخه د هغه نقاشۍ جزیاتو ته د ډېر دقت او پام له امله ستایل شوې. دغه نقاشۍ او له بې روحه شیانو څخه د هغه نورې نقاشۍ د نوموړي په تر ټولو غوره اثارو کې راځي چې له امله یې یو شمېر کارپوهان نوموړی له ویلیام جکسون هوکر سره پرتله کوي چې د هغه انځورونه هم کره او جذب کوونکي و. له بوټو څخه د هغه کره نقاشۍ تر ډېره پورې د بوټو اړوند کتابونو کې د بوټو د انځورونو لپاره کارول شوې. د هغه نقاشۍ تر ډېره پورې د اتلسمې پېړۍ د استادانو د نقاشیو تر اغېز لاندې راغلي او له همدې امله د علمي سبک لرونکې دي چې پر بنسټ یې هغه په نورویچ کې له خپلو هم دوره نقاشانو جلا بلل کېږي. نوموړي خپل آثار د ۱۷۹۶ او ۱۸۳۷ زکال پر مهال په سلطنتي اکاډمۍ کې نندارې ته وړاندې کړل.

سیلېټ په نورویچ کې وزېږېد او همالته یې زده کړې وکړې؛ نوموړي د خپل هنري ژوند ډېره برخه همدلته تېره کړه. نوموړي لندن ته له سفر وړاندې له نورویچي نښان جوړونکي سره شاګردي وکړه او لندن ته له سفر کولو وروسته یې په پولي ګرافیک ټولنه کې د کاپي لیکونکي دنده ترلاسه کړه. نوموړي له نورویچي هنرمند ویلیام کاپون سره په ګډه په دروری لین یا سلطنتي تیاتر او د کاونټ ګارډن په نامه د لندن په سلطنتي اوپرا کې منظرې نقاشي کړې. نوموړي ادعا کړې چې له ۱۷۸۷ زکال وروسته یې تر ۱۷۹۰ زکال پورې په سلطنتي اکاډمۍ کې زده کړې کړې، خو د دغو موضوع تائید کوونکي شواهد شتون نه لري.

سیلېټ په ۱۸۰۱ زکال کې د ختیځ درهام له اوسېدونکې آن بانیارډ سره واده وکړ. په ۱۸۰۴ زکال هغوی له لندن څخه نورفولک ته کډه شول څو په کینګز لین کې ژوند وکړي؛ چېرې چې سیلېټ د ریچارډز د History of Lynn لپاره یو شمېر هنري آثار تولید کړل. نوموړی په ۱۸۱۱ زکال کې له خپلې کورنۍ سره په نورویچ کې استوګن شو. همالته نوموړي د نورویچ د هنرمندانو د بنسټ غړیتوب ترلاسه کړ چې بیا په ۱۸۱۴ زکال کې د دغه بنسټ مرستیال او یو کال وروسته یې هم مشر شو. سیلېټ د ګلانو د نقاشۍ د لارښود او په نورویچ کې د کلیسا ګانو، معبدونو او نورو عامه وانیو د مناظرو په نوم (A Grammar to Flower Painting, and Views of the Churches, Chapels and Other Public Edifices in the City of Norwich) اثر خپور کړ چې په دغه اثر کې د هغه له خوا توپوګرافیکو رسامیو د ۱۹مې پېړۍ پر مهال په دغه ښار کې د له منځه تللو معماریو اړوند کره او ارزښتمن معلومات وړاندې کول. نوموړی په ۱۸۴۰ زکال کې ومړ او د دغه ښار په روزاري نومې هدیره کې خښ کړای شو. د هغې لور ایما سیلېټ چې د ده نوم یې ژوندی وساته، د ګلانو نقاشۍ یې کولې او ویل کېږي چې د خپل پلار تر ټولو مخکښه سیاله وه.

مخینه[سمول]

د نورویچ د نقاشانو د مکتب هنرمندان چې سیلېټ هم ورته اړوند و د جغرافیايي موقعیت، د نورویچ او کلیوالي نورفولک د جوړښت او همدارنګه د نږدې شخصي او حرفوي اړیکو له مخې له یو بل سره تړلي و. د دغه مکتب په مخکښو هنرمندانو کې جان کروم، جوزف سټنارډ، جورج وینسنټ، رابرټ لډبرورک، جیمز سټارک، جان ټریټل او جان سل کټمن شامل و. نورویچ له لندن څخه بهر لومړنی انګلیسي ښار و چې دغه ډول مکتب په کې شتون درلود او له بل هر ځای څخه یې ډېر سیمه ئیز هنرمندان لرل. د دغه ښار نمایشي، هنري، فلسفي او موسیقاري کلتور په داسې توګه وده وکړه چې د بل هر ایالتي ښار په پرتله ځانګړی و. [۱۱][۱۲][۱۳]

د نورویچ د هنرمندانو ټولنې چې د نورویچي مکتب ډیری غړي ورته اړوند و د نورفولک د هنرمندانو له ګروپي اړتیاو څخه چې باید د یو بل او همدارنګه د خپلو شاګردانو په روزلو کې یې ترې کار اخیستی وای؛سرچینه اخیسته. دغه ټولنه په ۱۸۰۳ زکال کې تاسیس شوه او د هنرمندانو ترمنځ د نورو ټولنو په جوړولو کې یې کلیدي رول درلود. د دغه بنسټ اعلان شوې موخه «د نقاشۍ، لرغون پوهنې او مجسمې جوړونې په برخو کې لا زیات کمال ته درسېدو په موخه د دغو هنرونو د رامنځته کېدو، ودې او اوسني وضعیت اړوند ارزونه» وه. دغه بنسټ منظم جوړښت درلود او د بنجامین ورینچز په دربار او نورو ځایونو کې یې په منظم ډول نندارتونونه جوړل. دغه بنسټ تر ۱۸۲۵ زکال پورې او بیا ځلي له ۱۸۲۸ زکال څخه په ۱۸۳۳ زکال کې د هغو تر منحل کېدو پورې په کلنۍ توګه هنري اثار نندارې ته وړاندې کول. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د نورویچ د هنري مکتب تر ټولو مخکښ هنرمندان کروم او کاټمن و. له دې سره چې د ۱۸۳۰ مې لسیزې پر مهال د دغه مکتب د هنرمندانو له نقاشیو سره لیوالتیا را کمه شوه، خو د دغه مکتب له نقاشیو سره لېوالتیا د سلطنتي اکاډمۍ د ۱۸۷۸ زکال له ژمني نندارتون وروسته په پراخه کچه زیاته شوه. له دې سره د پېړۍ په پای کې د دغه مکتب اړوند ډېری اثار تېرې دورې ته اړوند بلل کېدل. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

لومړنی ژوند[سمول]

جیمز سیلېت په نورویچ کې وزېږید او د ۱۷۶۴ زکال د می په ۱۶ مه د اوک په سنټ مارټین کلیسا کې ورته د تعمید غسل ورکړل. د سیلېت تخلص چې له سوفولک څخه یې سرچینه اخیستې د پخواني انګلیسي منځني نوم sǣliġ  له Sil اختصار څخه اخیستل شوی چې د نیک بخته سړي په معنی دی.  [۲۲][۲۳]

جیمز د جیمز سیلېټ زوی و چې په ۱۷۳۳ زکال کې د آی، سوفولک کوچني ښار ته په څېرمه کلي کې وزېږېد؛ د هغه مېرمن ماري ډوبسون په ډېر احتمال سره د نورفولک په سویل کې دسنټ ماري پلهام کلي څخه وه. جیمز او ماري د د ۱۷۵۹ زکال د جنوري په ۱۶ مه د نورویچ په سنت اګوستین کلیسا کې واده وکړ. هغوی د جمیز (ز. ۱۷۶۰ کال)، جان (ز. ۱۷۶۶ زکال) او رابرټ (ز. ۱۷۶۹ زکال) په نومونو درې نور زامن هم لرل.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د نورویچ د هنري مکتب اړوند هنرمندانو بیوګرافي لیکونکي د هغه د زده کړو او ماشومتوب اړوند پرته له دې چې د نورویچ په ګرامر ښوونځي کې د هغه په زده کړه کولو پوهېږي؛ د نور څه اړوند یې مالومات نه لري. له زده کړو بشپړولو وروسته جیمز د یو نښان جوړونکي هنرمند د شاګرد په توګه کار وکړ او په دې سره د هغه هنري چارې د هغه د هم مهاله هنرمندانو کروم او جان نینهم سره په مشابه توګه پیل شوې. له شاګردۍ څخه له خلاصون وروسته هغه لندن ته ولاړ او په پولي ګرافیک ټولنه کې یې د کاپي لیکونکي په توګه دنده ومونده؛ دغه ټولنه په ۱۷۸۴ زکال کې د جوزف بوث له خوا تاسیس شوې وه او هر کال به یې د کاپي شوو نقاشیو نندارتونه جوړول. په ۱۷۹۳ زکال کې د دغې بنسټ له سوزېدو وروسته سیلېټ اړ شو ځانته بل چېرې دنده پیدا کړي. [۳۰][۳۱][۳۰]

سیلېټ په نورویچ مرکیوري کې ادعا وکړه چې له ۱۷۸۷ زکال څخه یې تر ۱۷۹۰ زکال پورې د سلطنتي اکاډمۍ په ښوونځیو کې زده کړې کړې دي، خو داسې هېڅ شواهد شتون نه لري چې دغه ادعا دې ثابته کړي ځکه په دغه اکاډمۍ کې د زده کوونکو د شمولیت اړوند په خپرو شوو لیستونو کې د هغه نوم نه دی راغلی. [۳۲][۳۳][۳۴]

کورنۍ[سمول]

سیلېت په ۱۸۰۱ زکال کې د ختیځ درهام له اوسېدونکې آن بنیارډ سره واده وکړ او د هغې له لارې د یوې اندازې شتمنۍ څښتن شو. [۳۵][۳۶]

د دوی له پنځو ماشومانو څخه یې درې یې په ماشومتوب کې مړه شول. د دوی لور ایما د ګلانو د نقاشې په توګه شهرت وموند، خو له دې سربېره یې د حیواناتو، میوو او صدفونو نقاشي کوله. ایما سیلېټ او د هغې پلار یوازني هنرمندان و چې د ایمیلي سټنارډ په دوره کې یې له هغې سره سیالي کولای شوه. د هغې هنري وړتیا لامل وګرځېده څو له ۱۸۱۷ زکال وروسته له خپل پلار سره د تدریس په برخه کې مرسته وکړي، خو د هغې د ژوند یا هنري چارو اړوند ډېر لږ اطلاعات شتون لري. د هغې ورور جیمز بنیارډ سیلېټ (ز. ۱۸۰۹ زکال) د خپل پلار مسلک غوره نه کړ، خو د ژبو ښوونکی شو. ایما او جیمز بنیارډ په نورفولک کې یوځای ژوند کاوه؛ ایما د ۱۸۸۰ زکال د جنوري په ۲۷ مه د ۲۷ کلونو په عمر په داسې حال کې چې واده یې نه و کړی مړه شوه، همدارنګه د هغې ورور هم د ۹۰ کلونو په عمر بې واده کولو ومړ. [۳۲][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۲۹][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. https://rkd.nl/explore/artists/72579 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷
  2. James Sillett — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  3. James Sillett — پیدا کوونکی: د برتانيې موزيم
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00169504 — subject named as: James Sillett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of Artists — خپرونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
  5. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/72579 — subject named as: James Sillett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Artnet artist ID: https://www.artnet.com/artists/james-sillet-sillett/past-auction-results — subject named as: James (Sillet) Sillett — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. subject named as: James Sillett — Art UK artist ID: https://artuk.org/discover/artists/sillett-james-17641840 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. subject named as: James Sillett — Frick Art Reference Library Artist File ID: https://library.frick.org/permalink/01NYA_INST/1qqhid8/almab227159
  9. subject named as: James Sillett — Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/25548 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  10. https://rkd.nl/explore/artists/72579 — د نشر نېټه: ۲۶ اگسټ ۲۰۱۷
  11. Walpole 1997، صص. 10–11.
  12. Hemingway 1988، صص. 9, 79.
  13. Cundall 1920، ص. 1.
  14. Rajnai او Stevens 1976، ص. 4.
  15. Clifford 1965، ص. 5.
  16. Rajnai او Stevens 1976، ص. 13.
  17. Hemingway 1988، ص. 17.
  18. Hemingway 1988، ص. 30.
  19. Hemingway 1988، ص. 23.
  20. Moore 1985، ص. 9.
  21. Cundall 1920، ص. 12.
  22. James Sillett in "Archdeacons transcripts for Norwich parishes, 1600-1812", FamilySearch (James Sillett, image 33). کينډۍ:Registration required
  23. Hanks 2016، ص. 2438.
  24. James and Mary Sillett in "England Births and Christenings, 1538-1975", FamilySearch (Search Results from Historical Records). کينډۍ:Registration required
  25. Record transcription: Norfolk Marriages
  26. Dawson-Sillett, Richard (2019). "The Silletts of Norfolk: Information about Mary Dobson". Genealogy.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. James Siller کينډۍ:Sic in Bishop's transcripts for the Archdeaconry of Norfolk, FamilySearch. کينډۍ:Registration required
  28. Moore 1985، صص. 48-49.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Day 1968، ص. 165.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Dickes 1905، ص. 212.
  31. Moore 1985، ص. 19.
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ Fiske 2007.
  33. Walpole 1997، ص. 140.
  34. Moore 1985، ص. 48.
  35. "James Sillett in England, Norfolk Bishop's Transcripts, 1685-1941". Family Search. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Registration required
  36. Foskett 1972، ص. 507.
  37. FreeBMD search for Emma Sillett (Deaths Mar q 1880).
  38. "The Artist and Journal of Home Culture". 1. London: William Reeves. 1880. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  39. FreeBMD search for James B Sillett (Norfolk).
  40. Ancestry website record for James B Sillett (1881 UK census).
  41. Moore 1985، ص. 105.
  42. Walpole 1997، صص. 142-3.
  43. Moore 1985، ص. 60.