جیمز برایس، لومړی وایکانټ برایس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز برایس، لومړی وایکانټ برایس
جیمز برایس، لومړی وایکانټ برایس
جیمز برایس، لومړی وایکانټ برایس

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ مې ۱۸۳۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
بلفاست [۱۰]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 22 جنوري 1922 (84 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۱][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۲]
ډیپلوماټ [۱۲]
ليکوال [۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جیمز برایس، لومړی وایکانټ برایس
جیمز برایس، لومړی وایکانټ برایس

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمز برایس د وړتیا نښان درلودونکی، د ویکتوریا لوړ شاهي نښان درلودونکی، د برېتانیې خصوصي شورا غړی، د شاهي شورا همکار او د شاهي اکاډمۍ همکار، (د ۱۸۳۸ کال د مې له ۱۰ – د ۱۹۲۲ کال د جنوري تر ۲۲) یو برېتانوی استاد، قانون پوه، تاریخ پوه او لیبرال سیاستوال ؤ. د کویت رابینز په وینا، نوموړی هغه لوړپوری دی چې د قانون، حکومت او تاریخ په برخه کې یې لېرو سیمو ته سفرونه کړي دي، د هغه تخصص د لوړو سیاسي مقامونو لامل شو چې په متحده ایالاتو کې د ۱۹۰۷ – ۱۹۱۳ پورې د سفیر په توګه د ده بریالۍ ونډې سره پای ته ورسېدل. د امریکا ګډې ګټې (in The American Commonwealth ) (۱۸۸۸) په کتاب، د امریکا د سیاست ژوره مطالعه، کې د هغه فکري نفوذ خورا لوی ؤ چې په برېتانیه او همدا راز په متحده ایالاتو کې یې  د امریکا په اړه پوهه رامنځته کړه.  [۱۶]

شالید او تعلیم  [سمول]

برایس په  آلسټر کې د بیلفاسټ د انټریم ولسوالۍ په آرتر سټریټ کې زیږېدلی، د وایټ ابې د جیمز ینګ د لور، مارګریټ او جیمز برایس زوی ، پلار یې په حقوقو کې ډوکتورا درلوده او د لنډنډیري ولسوالۍ د کولرین څخه ؤ . د ژوند لومړني اته کلونه یې د خپل نیکه د وایټ ابې په استوګنځي کې تېر شول، چې ډېری وختونه يې په آرامه ښکلي ساحل کې د ساعتونه لپاره لوبې کولې. عنان برایس یې کوچنی ورور ؤ. هغه په بیلفاسټ اکاډمۍ، ګالسکو عالي ښوونځۍ، ګالسکو پوهنتون، هیډلبرګ پوهنتون او د آکسفورډ په ترنتټي کالج کې د خپل تره راوبین جان برایس تر پاملرنه لاندې زده کړې وکړې.   [۱۷][۱۸]

هغه په ۱۸۶۲ کال کې د آکسفورډ د اوریل کالج غړی وټاکل شو او په ۱۸۶۷ کال کې د لنکن ان  محکمې وکالت ته ور وبلل شو. په هایډلبرګ پوهنتون کې یې زده کړو دې لامل شوې چې د آلمان تاریخي او حقوقي پوهې اوږد مهاله ستاینه ور په برخه کړه. هغه په "ټوټونیکي آزادۍ" باور درلود، هغه ګنګه مفکوره چې د آلمان، برېتانیې او متحده ایالاتو د یو بل سره د یوځای کولو لپاره جوړه شوې وه. د هغه په نظر متحده ایالات، برېتانوي سترواکي او آلمان "طبیعي ملګري" وو.   [۱۹][۲۰]

علمي مسلک  [سمول]

برایس وکالت ته ومنل شو او د څو کلونه یې په لندن کې وکالت وکړ، خو ډېر ژر آکسفورډ ته بېرته وغوښتل شو چې د مدني قانون شاهي پروفیسور شي، دا دنده یې  د ۱۸۷۰ کال څخه تر ۱۸۹۳ کال پورې په غاړه لره. همدارنګه د ۱۸۷۰ کال څخه تر ۱۸۷۵ کال پورې د منچسټر په اونز کالج کې د حقوقو پروفیسور ؤ. هغه د ۱۸۶۴ کال په پیل کې د روم سپېڅلي سترواکۍ (Holy Roman Empire) کتاب په هلکه د هغه د کار له امله شهرت ترلاسه کړی ؤ.   [۲۱][۲۲]

برایس په ۱۸۷۲ کال کې آیسلنډ ته سفر وکړ ترڅو د آیسلنډ د جګړو کیسو خاوره وګوري، ځکه چې هغه د نیال کیسې لوی مینه وال ؤ. په ۱۸۷۶ کال کې یې د روسیې له لارې د ارارات غره ته سفر وکړ، د ونو د شنې کېدو له کرښې څخه پورته لاړ او په لاس تراش شوي لرګي یوه ټوټه یې وموندله، چې ۴ فټ (۱،۲ متره) اوږد او۵  انچ (۱۳سانتي متره) ‌پرېړه وه. هغه ومنله چې دا سند د ارمني کلیسا باور سره سمون لري، چې یاده ټوټه د نوح د کښتۍ څخه وه او نور توضیحات یې وړاندې نه کړل.   [۲۳]

برایس چې په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د لوړو زده کړو غوښتونکی ؤ، په ۱۸۷۲ کال کې د ښځو د ټولو طبقو د تعلیم د ودې ملي اتحادیې مرکزي کمیټې (NUIEWC) سره یوځای شو. 

د پارلمان غړی    [سمول]

برایس چې په سیاست کې یو کلک لیبرال ؤ، په ۱۸۸۰ کال کې په لندن کې د ټاور هملټز ټاکنیزې حوزې لپاره اعوامو جرګې ته غړی وټاکل شو. په ۱۸۸۵ کال کې یې سویلي ابرډین ته راستون شو او په بریالیتوب سره په راتلونکو فرصتونو کې بیا وټاکل شو. نوموړی تر ۱۹۰۷ کال پورې د پارلمان غړی پاتې شوی.   [۲۴]

د برایس فکري توپیر او سیاسي زیارکښي د دې لامل شول چې د لیبرال ګوند ارزښتناک غړی شي. هغه د ۱۸۶۰ کال لسیزې په وروستیو کې د ثانوي زده کړو د شاهي کمیسیون رئیس په توګه خدمت وکړ. په ۱۸۸۵ کال کې د ویلیام ایورټ ګالډسټون په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وټاکل شو، خو ده د همغه کال په وروستیو کې په ټولټاکنو کې د لیبرالانو له ماتې وروسته یاده دنده خوشې کړه. په ۱۸۹۲ کال کې د ګالډسټون وروستۍ کابینه سره د دوک مېشته لانکاسټر صدراعظم په توګه یو ځای شو او په ورته وخت کې یې د خصوصۍ شورا له لوري لوړه وکړه.   [۲۵][۲۶]

ړ برایس په ۱۸۹۴ کال کې د لارډ روزبري په نوې کابینه کې د سوداګریز پلاوي رئیس وټاکل شو، خو هغه د ټولې لیبرال کابینې سره اړ شو چې راتلونکی کال یاده دنده پرېږدي. لیبرالان لس کاله له ریاست څخه بهر پاتې شول.[۲۷]

برایس سویلي افریقا ته له سفر وروسته، په ۱۸۹۷ کال کې د سویلي افریقا د اغېزو کتاب یو ټوک خپور کړ چې د بویر دوهمې جکړې په اړه د بحث پر مهال یې په لیبرال حلقو کې د پام وړ اغېره درلوده. ده د یاد کتاب مهمې برخې د سویلي افریقا وروستي تاریخ، د دې هېواد په اړه بېلابېلو ټولنیز او اقتصادي جزیاتو او د ګوند سره د سفر پرمهال خپلو تجربو ته ځانګړی کړ.  

برایس چې " تر هغه دمه هم سخت دریځه" ؤ، په ۱۹۰۵ کال کې د لومړي وزیر سر هنري کیمبل - بینرمن په کابینه کې د آیرلنډ لوی منشي وټاکل شو او ټول ۱۹۰۶ کال په دې دنده کې پاتې شو. برایس د تقاعد حقونو، د سوداګریزو شخړو قانون او د خلکو بیا توزیعي بودیجې په ګډون په ډېر شمېر ټولونیز اصلاحاتو باندې چې سوسیالیزم حکومت له لوري وړاندیز شوي وو، نیوکه وکړه، د ده په آند دې کار سوسیالیزم ته یې غیر ضروري امتیازات ورکول.   [۲۸][۲۹]

د امریکا ګډې ګټې  [سمول]

برایس په امریکا کې د خپل کتاب، د امریکا ګډې ګټې (The American Commonwealth ) (۱۸۸۸) له امله چې د یوه تاریخ پوه او د اساسي قانون پوه له نظره د متحده ایالاتو د بنسټونو یوه بشپړه څېړنه ده، وپېژندل شو. برایس په ډېر ځیر سره د الکسیس دي توکویل سفرونه چې په امریکا کې ولسواکي (Democracy in America) کتاب (۱۸۳۵ - ۱۸۴۰) یې لیکلی، بیا ژوندي کړل. توکویل د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې د امریکا پر برابرپالنه ټینګار کړی ؤ، خو برایس د پراخې نابرابرۍ په موندلو خواشینی شو: "شپېته کاله وړاندې په امریکا کې لویې شتمنۍ نه وې، لویې شتمنۍ کمې وې، بې وزلي نه وه. اوس لږ بې وزلي ... او د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله یو شمېر ډېرې لویې شتمنۍ شته" او " د تعلیم په اړه ... احتمال لري چې د ابتدايه ښوونځیو زیاتوالی د اروپا په پرتله دا خلک ته هسکې ځای ته پورته کړي ... [اما] یوه زیاتېدونکې طبقه شته چې په غوره پوهنتونونو کې یې زده کړې کړې دي. داسې ښکاري چې [په دې برخه کې] په برابرۍ کمښت راغلی او نور به هم کموالی په کې راشي." دا اثر تر یوه حده د میشیګان پوهنتون رئیس جیمز بي. انجل او په هارورډ کې چارلس ډبلیو. ایلیټ او ایبټ لارنس لویل سره د رایس د نږدې ملګرتیا په پایله کې په پوهنتونونو کې په پراخه کچه وکارول شو. همدارنګه دا اثر د امریکایي لیکوالانو لپاره چې غوښتل یې د امریکا د تاریخ لید د مشخصاً د انګلو ساکسون په څېر مشهور کړي، یو مهم کتاب وګرځېد.   [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په متحده ایالاتو کې سفیر  [سمول]

برایس د ۱۹۰۷ کال په فبروري کې په متحده ایالاتو کې سفیر وټاکل شو. هغه دا دنده تر ۱۹۱۳ کال پورې په غاړه لره او د انګلیس - امریکا د اړیکو او ملګرتیا په پیاوړتیا کې ډېر اغېزمن ؤ. د امریکایي سیاستوالو په منځ کې یې زیات شخصي ملګري پیدا کړل، لکه ولسمشر تئوډور روزویلټ. په واشنګټن کې د آلمان سفیر، ګراف هینریش وون برنسټوف وروسته وویل چې هغه څومره راحته ؤ چې برایس د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د امریکا د پلوي توب لپاره د ده سیال نه ؤ، که څه هم برنسټورف د متحده ایالاتو سره تر ۱۹۱۷ کال پورې د جګړې د اعلان په مخنیوي کې مرسته وکړه.   [۳۴]

اشرافي مقام  [سمول]

برایس د سفارت څخه د خپلې تقاعدۍ او برېتانیې ته د بېرته راستنېدو وروسته، په ۱۹۱۴ کال کې د لانارک په ولسوالۍ کې وایکانټ برایس مقام ته ترفع وکړه. لذا د عیانو جرګې غړی شو، د دې جرګې واکونه د ۱۹۱۱ کال پارلماني قانون له خوا کم شوي وو.  [۳۵]

لومړۍ نړیواله جګړه [سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلېدو وروسته، برایس ته د لومړي وزیر اچ. اچ. اسکویت له لوري دنده وسپارل شوه چې هغه څه چې وروسته د برایس راپور په نوم مشهور شو، ولیکي، په دې راپور کې یې په ​​بلجیم کې د آلمان ظلمونه بیان کړل. یاد راپور په ۱۹۱۵ کال کې خپور شو او د ملکي وګړو پر وړاندې یې د آلمان چلند غانده. د برایس روایت په بلجیم کې د امریکا د مرستو د کمیټې رئیس، ورنون لیمن کیلوګ له لوري تائید شو، ورنون نیویارک ټایمز ته وویل چې د آلمان پوځ سلګونه زره بلجیمي کارګران غلام کړي دي او په دې بهیر کې یې له زیاترو څخه ناوړه ګټه اخیستې او معیوب کړي یې دي.   [۳۶][۳۷]

برایس په عثماني ستوراکۍ کې په ځانګړې ډول په ۱۹۱۵ کال کې د ارمنیانو نسل وژنه په کلکه وغندله. برایس لومړنی کس ؤ چې د ۱۹۱۵ کال په جولای کې یې په دې موضوع باندې د عیانو جرګې په غونډه کې خبرې وکړې. وروسته یې د تاریخ پوه آرنولډ جې. ټوینبي په مرسته د عام وژنې یو مستند ریکارډ برابر کړ، چې په ۱۹۱۶ کال کې د برتانیې د حکومت له خوا د نیلي کتاب (Blue Book) په بڼه کې خپور شو. برایس په ۱۹۲۱ کې لیکلي چې په عثماني سترواکۍ کې د ارمنیانو نسل وژنې د آشوریانو د نفوس نیمایي برخه اخیستلې وه او په دوی باندې یې په مشابه ظلمونو لاس پورې کړی ؤ.[۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12280066c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tq62d0 — subject named as: James Bryce, 1st Viscount Bryce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Bryce-Viscount-Bryce — subject named as: James Bryce, Viscount Bryce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p18647.htm#i186462 — subject named as: James Bryce, 1st and last Viscount Bryce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bryce-james — subject named as: James Bryce
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2717 — subject named as: James Bryce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/james-bryce — subject named as: James Bryce — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=9875 — subject named as: James Bryce — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ S2A3 Biographical Database ID: https://www.s2a3.org.za/bio/Biograph_final.php?serial=403 — subject named as: James Bryce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  10. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/james-bryce — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  11. CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=116999 — subject named as: James Bryce — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  12. پیوستون : 118746170  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12280066c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001178 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  16. Keith Robbins, "History and politics: the career of James Bryce." Journal of Contemporary History 7.3 (1972): 37–52.
  17. کينډۍ:Cite ODNB
  18. Fisher, H. A. L. (1927) James Bryce: Viscount Bryce of Dechmont, O.M., Vol. 2, London resp. New York. p. 13
  19. کينډۍ:Cite ODNB
  20. Robbins, Keith G. (1967). "Lord Bryce and the First World War". The Historical Journal. 10 (2): 255–278. doi:10.1017/S0018246X00027473. S2CID 159537330. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. James Bryce
  22. Pollock, Frederick (April 1922). "James Bryce". The Quarterly Review. 237: 400–414. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. James Bryce
  24. کينډۍ:London Gazette
  25. کينډۍ:London Gazette
  26. کينډۍ:London Gazette
  27. کينډۍ:London Gazette
  28. Seaman, John T. (2006). A Citizen of the World: The Life of James Bryce. I. B. Tauris. د کتاب پاڼې 208. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84511-126-7. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Cite ODNB
  30. Kirkwood, Patrick M. (2014). "'Michigan Men' in the Philippines and the Limits of Self-Determination in the Progressive Era". Michigan Historical Review. 40 (2): 63–86 [p. 80]. doi:10.5342/michhistrevi.40.2.0063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Prochaska, Frank (2012). Eminent Victorians on American Democracy: The View from Albion. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 97–98, 102. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-965379-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. James, Viscount Bryce, The American Commonwealth, p. 746
  33. Bryce, Viscount James. "Chapter CXI: Equality". The American Commonwealth. III. د کتاب پاڼې 745. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. کينډۍ:London Gazette
  35. کينډۍ:London Gazette
  36. Keith G. Robbins, "Lord Bryce and the First World War." Historical Journal 10#2 (1967): 255–78. online.
  37. Robbins, 1967.
  38. Travis, Hannibal. "Genocide in the Middle East: The Ottoman Empire, Iraq, and Sudan." Durham, NC: Carolina Academic Press, 2010, 2007, pp. 237–77, 293–294.
  39. Travis, Hannibal. "'Native Christians Massacred': The Ottoman Genocide of the Assyrians During World War I Archived 16 July 2012 at Archive.is." Genocide Studies and Prevention, Vol. 1, No. 3, December 2006, pp. 327–371. Retrieved 2 February 2010.