جیسي جکسن
| This article is outdated. |
| جیسي جکسن | |
|---|---|
| |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | |
| پيدايښت | ۸ اکتوبر ۱۹۴۱[۴][۵][۶][۷][۸] |
| مړینه | 17 فېبروري 2026 (85 کاله)[۹] شیکاګو |
| تابعیت | |
| ګوند | ديموکراتيک ګوند |
| رکن | ماسونيان |
| روغتيايي څرنګوالی | د پارکېنسون ناروغي کویډ–19 [۱۰] |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال [۱۱]، د بشري حقونو فعال ، مذهبي مشر |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۲] |
| د کړنې څانګه | وګړنيز حقوق [۱۳] |
| خوځښت | د مدني حقونو خوځښتونه |
| د لوبې هېواد | |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول | |
جیسي لویس جکسن (انګلیسي: Jesse Louis Jackson) (لومړنی نوم یې بورنز-Burns دی او د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر پر ۸مه زیږېدلی) یو امریکایی سیاسي فعال، باپټېسټ یا عیسوي کوونکی کشیش، او سیاستوال دی. هغه په ۱۹۸۴ کال او ۱۹۸۸ کال کې د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره د دیموکراتانو نوماند و او له ۱۹۹۱ کال څخه تر ۱۹۹۷ کال پورې یې له کولمبیا سیمې (اوس: واشنګټن ډي سي) څخه د امریکا د نارسمي سناتور (shadow U.S. senator) په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی د هغو دوو سازمانونو بنسټګر دی چې وروسته سره یو ځای او د رینبو/پوش (Rainbow/PUSH) په نوم سازمان یې جوړ کړ. د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانی غړی جیسي جکسن جونیر د هغه مشر زوی دی. جکسن له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۰۰ کال پورې په CNN شبکه کې د "دواړې خواوې له جیسي جکسن سره" تر نوم لاندې پروګرام چلاوه.
نړیوال فعالیتونه
[سمول]د جکسن نفوذ او اغېز په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې تر نړیوالو قضیو پورې هم وغځېد. په ۱۹۸۳ کال کې نوموړي سوریې ته د هغه هېواد د حکومت له لوري نیول شوي امریکایي پيلوټ د سمندري ځواکونو ډګرمن رابرټ ګوډمن د خوشي کولو لپاره سفر وکړ. د ګوډمن الوتکه د لبنان په فضا کې هغه مهال ویشتل شوې وه چې نوموړی په هغه هېواد کې د سوریې پر پوستو د بمبارۍ پر ماموریت هلته ورغلی و. ګوډمن بیا د سوریې ولسمشر حافظ الاسد ته د جکسن له لوري د یوې ډراماټیکې شخصي غوښتنې له وړاندې کولو وروسته خوشې شو. د ولسمشر ریګن اداره په پیل کې د جکسن د سفر په اړه بې باوره وه، خو کله چې جکسن د ګوډمن پر خوشي کولو بریالی شو، ولسمشر ریګن د ۱۹۸۴ کال د جنوري په ۴مه په سپینه ماڼۍ کې د جکسن او ګوډمن هرکلی وکړ. دغه کار د یوه امریکايي وطنپال په توګه د جکسن شهرت زیات کړ او د ۱۹۸۴ کال په ټاکنو کې یې د هغه له نوماندۍ سره لا ډېره مرسته وکړه. د ۱۹۸۴ کال په جون کې جکسن د کیوبا د ولسمشر فیډل کاسټرو له یوې بلنې وروسته په کیوبا کې د ۲۲ امریکایانو د خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د ۱۹۹۱ کال د فارس خلیج د جګړې په درشل کې، جکسن عراق ته سفر وکړ څو له صدام حسین سره د هغو بهرنیو وګړو د خلاصون په اړه خبرې وکړي چې هلته د «بشري ډال» په توګه ساتل شوي وو. نوموړی په دغه سفر کې د څو برتانوي او ۲۰ امریکايي وګړو د خلاصون په چاره کې بریالی شو.
په ۱۹۹۷ کال کې جکسن د ډیموکراسۍ په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر بل کلنټن د ځانګړي استازي په توګه، د آزادو او عادلانه ټاکنو د ودې په موخه د کینیا له ولسمشر ډانیل آراپ موي سره د کتنې په موخه کینیا ته سفر وکړ. د ۱۹۹۹ کال په اپریل کې د کوسوو د جګړې پر مهال، نوموړی بلګراد ته ولاړ څو د مقدونیې پر پوله د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ګزمې پر مهال نیول شوو دریو امریکایي جنګي بندیانو (POWs) د خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړي. نوموړي د یوګوسلاویا د هغه مهال له ولسمشر سلوبودان میلاسویچ سره وکتل او هغه وروسته بیا د هغو دریو کسانو له خوشې کولو سره هوکړه وکړه.
د نوموړي نړیوالو هڅو تر ۲۰۰۰ کلونو پورې دوام درلود. د ۲۰۰۳ کال د فبروري پر ۱۵مه یې د لندن په هاید پارک کې د اټکل له مخې له یو ملیون زیاتو کسانو ته د متحده ایالاتو او انګلستان له لوري پر عراق د احتمالي یرغل پرضد د جګړې ضد لاریونونو په اوج کې وینا وکړه. د ۲۰۰۴ کال په نومبر کې یې په شمالي آیرلنډ کې له جګپوړو سیاستوالو او ټولنیزو فعالینو سره د ټولنې ترمنځ د ښو اړیکو هڅولو، د سولې پروسې بیارغونې او د بیلفاسټ تړون دولتي بنسټونو بېرته په کار اچولو په موخه وکتل.
ښاغلي جکسن د ۲۰۰۵ کال په اګست کې له ولسمشر هوګو چاویز سره د کتنې لپاره وینزویلا ته ولاړ. دا سفر یې د امریکایي ټلویزیوني مبلغ یا کشیش "پټ رابرټسن" له متنازع څرګندونو وروسته وکړ. دغه کشیش ویلي وو چې چاویز باید ترور شي. جکسن د رابرټسن څرګندونې وغندلې او هغه یې غیر اخلاقي وبللې. له چاویز سره تر لیدنې او د وینزویلا پارلمان ته له وینا کولو وروسته، جکسن وویل چې هېڅ داسې شواهد نشته چې وینزویلا د متحده ایالاتو لپاره د یوه ګواښ په توګه وښيي، نوموړي همدا راز د وینزویلا د افریقایي او بومي ټولنو له استازو سره هم وکتل.
په ۲۰۰۹ کال کې جکسن "په اوسنۍ سره-تړلې نړۍ کې د سولې او پرمختګ کلتور رامنځته کول" پر موضوع د سولې نړیوال بنسټ لپاره د یوه ویناوال په توګه کار وکړ. هغه د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او بهرنیو اړیکو د انستیتوت په ګډون د دغه هېواد ګڼو ځایونو، او هم په تایلینډ کې د بنکاک د NIST نړیوال پوهنتون په ګډون د دغه هېواد ګڼو برخو ته سفرونه او لیدنې وکړې.[۱۴][۱۵]
سیاسي فعالیت
[سمول]د ۱۹۸۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین
[سمول]د ۱۹۸۳ کال د نومبر په ۳مه جکسن د ۱۹۸۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره خپل کمپاین اعلان کړ، او (له شیرلي چشولم وروسته) دویم افریقایي الاصله امریکایی شو چې له ډیموکرات ګوند څخه یې د ولسمشرۍ لپاره په ټول هېواد کې کمپاین پیل کړ.[۱۶]
د ۱۹۸۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین
[سمول]په ۱۹۸۸ کال کې جکسن بیاځلې له دیموکرات ګوند څخه ولسمشرۍ ته د نوماندۍ په لټه کې شو. د ۱۹۸۷ کال په نومبر کې د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې راغلي وو: "ډېری سیاسي شنونکي د هغه د نوماندۍ ډېر لږ چانس ګوري – چې لامل یې تر یوه بریده دا دی چې نوموړی تور پوستی دی او تر یوه بریده هم د هغه بې بنسټه لېبرالېزم دی" مګر د هغه تېرو بریالیتوبونو هغه پر یوه مخکښ نوماند بدل کړ، او د ۱۹۸۴ کال په پرتله ښه تمویل او تنظیم شوی و. په دې توګه نوموړی یو ځل بیا له تمې زیات مطرح شو ځکه هغه خپلې پخوانۍ پایلې تر دوه چنده هم زیاتې کړې، او د دې لامل شو چې د نیویارک ټایمز خبریال او اېډېټر آر ډبلیو اپل جونیر ۱۹۸۸ کال "د جکسن کال" ونوماوه.
شخصي ژوند
[سمول]ښاغلي جکسن د ۱۹۶۲ کال د ډسمبر پر ۳۱مه له جکولین لاوینیا براون سره واده وکړ (چې په ۱۹۴۴ کال زیږېدلې ده) او له نوموړې څخه پنځه ماشومان لري: سانتیتا (۱۹۶۳)، جیسي جونیر (۱۹۶۵)، جانتن لوتر (۱۹۶۶)، یوسف ډوبویس (۱۹۷۰)، او جکلین لاوینیا (۱۹۷۵).
د جکسن کشر ورور، چارلس "چک" جکسن، د انډیپینډینس په نوم سندرغاړو د ګروپ غړی و او هم یې په یوازې سر یا د یوکسیز (solo) هنرمند په توګه د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې دوه البومونه خپاره کړي. د هغه د سندرې د کمپوز او تولید ملګرې ماروین یانسي ترڅنګ، نوموړي د ناتالي کول د مسلکي ژوند په جوړولو کې بنسټیز رول درلود.[۱۷]
په ۲۰۰۱ کال کې له یوې کارمندې "کارین سټانفورډ" سره د جکسن اړیکه افشا شوه، چې په پایله کې یې د ۱۹۹۹ کال په مې میاشت کې د ایشلي په نوم یوه لور هم زیږېدلې وه. د سي اېن اېن د یوه راپور له مخې، د ۱۹۹۹ کال په اګست کې رینبو/پوش سازمان سټانفورډ ته ۱۵۰۰۰ ډالر بل خای ته د لېږد د لګښت په توګه ورکړي وو. همدا راز یې نوموړي ته د قراردادي کار په بدل کې ۲۱۰۰۰ ډالر ورکړي وو. کله چې دا موضوع افشا شوه د راتلونکي قراردادي کار په مقابل کې د ۴۰۰۰۰ ډالره اضافي ژمنه شوو پیسو ژمنه بېرته واخیستل شوه. دغې پېښې جکسن اړ کړ چې د یوې لنډې مودې لپاره خپل فعالیتونه پرېږدي. جکسن له ۲۰۰۱ کال وروسته د هغې ماشومې د روزنې لپاره هره میاشت ۴۰۰۰ ډالر ورکول.
د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د جکسن پارکېنسون عصبي ناروغي تشخیص شوه. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، هغه او د هغه مېرمن د شیکاګو په "شمال لوېدیځ میموریل روغتون" کې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله بستر شوي وو. د اګست په ۲۷مه نوموړی د بیارغېدنې مرکز ته لېږدول شوی و او مېرمن یې د جدي پاملرنې څانګې ته لېږدول شوې وه. د سپتمبر په ۴مه، د هغه مېرمن بېرته له روغتون څخه رخصت شوه، خو نوموړي لا هم د پاکېنسون ناروغۍ له کبله روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لرله او همالته پاتې شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
سرچینې
[سمول]- ↑ Reverend Jesse L. Jackson — خپرېدونېټه: ۱۷ فېبروري ۲۰۲۶ — خپروونکی: The HistoryMakers
- ↑ Reverendo Jesse Jackson — خپرېدونېټه: ۱۷ فېبروري ۲۰۲۶ — خپروونکی: Geledés - Instituto da Mulher Negra
- ↑ Jesse Jackson summary — خپرېدونېټه: ۱۷ فېبروري ۲۰۲۶ — خپروونکی: Encyclopædia Britannica Online
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0413666/ — خپرېدونېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tx3dq3 — سکالو پېژند: Jesse Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jesse-Jackson — سکالو پېژند: Jesse Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/28647 — سکالو پېژند: Jesse (Louis) Jackson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017129 — سکالو پېژند: Jesse Jackson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Jesse Jackson, pasteur et icône de la lutte contre le racisme aux Etats-Unis, est mort à l’âge de 84 ans — خپرېدونېټه: ۱۷ فېبروري ۲۰۲۶ — خپرولونېټه: ۱۷ فېبروري ۲۰۲۶
- ↑ https://www.ipreunion.com/france-monde/reportage/2021/08/22/le-reverend-jesse-jackson-hospitalise-pour-covid,139687.html
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118836129 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb121070458 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=kup19970000043033 — خپرېدونېټه: ۲۲ فېبروري ۲۰۲۶
- ↑ "2009-04-23: Bridges - Rev. Jesse Jackson". NIST International School. 2009. ترلاسهکېدو نېټه August 12, 2017.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "International Peace Foundation - Previous speakers and artists". 2007. ترلاسهکېدو نېټه August 12, 2017.
- ↑ "In Black America; Reverend Jesse Jackson". American Archive of Public Broadcasting (in انګليسي). ترلاسهکېدو نېټه 2020-11-04.[مړه لينکونه]
- ↑ "About Chuck Jackson, Marvin Yancy". MTV. ترلاسهکېدو نېټه September 1, 2013.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Rose, Andy. "Jacqueline Jackson, the wife of civil rights leader Rev. Jesse Jackson, is home after hospitalization for Covid-19". ترلاسهکېدو نېټه 18 September 2021.
- ↑ Andes, Natalie; Silverman, Hollie; Elassar, Alaa (August 22, 2021). "Rev. Jesse Jackson and his wife have been hospitalized after testing positive for Covid-19". CNN. خوندي شوی له the original on August 22, 2021. ترلاسهکېدو نېټه August 23, 2021.
- ↑ "Civil rights leader Jesse Jackson hospitalised with COVID-19". Al Jazeera. August 22, 2021. خوندي شوی له اصلي څخه په August 22, 2021. ترلاسهکېدو نېټه August 23, 2021.
- ↑ "Reverend Jesse Jackson transferred to rehab facility, wife moved to ICU after COVID-19 hospitalizations". www.cbsnews.com (in American English). ترلاسهکېدو نېټه 2021-08-29.
- ↑ "Jesse Jackson diagnosed with Parkinson's disease". CNN. November 17, 2017. ترلاسهکېدو نېټه December 12, 2017.
- Purnick, Joyce; Oreskes, Michael (November 29, 1987). "Jesse Jackson Aims for the Mainstream". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه October 1, 2012.
- Asante, Molefi Kete (2002). 100 Greatest African Americans: A Biographical Encyclopedia. Amherst, New York: Prometheus Books. p. 168. ISBN 1-57392-963-8.
- "Jackson to get a degree". The Telegraph-Herald. Dubuque, Iowa. June 1, 2000. p. 10A. ترلاسهکېدو نېټه September 30, 2012.
- Hebers, John (June 2, 1969). "Operation Breadbasket Is Seeking Racial Solutions in Economic Problems" (PDF). ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
- "Rev. Jesse Jackson Chief B-CC Speaker". Daytona Beach Morning Journal. April 19, 1971. ترلاسهکېدو نېټه October 7, 2012.
- Smothers, Ronald (January 31, 1997). "Noah L. Robinson, 88, Father of Jesse Jackson". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه October 3, 2012.
- Interview with Al Sharpton, David Shankbone, Wikinews, December 3, 2007.
- Henderson, Ashyia, ed. (2001), "Jesse Jackson", Contemporary Black Biography, Volume 27, Gale Group, ترلاسهکېدو نېټه September 30, 2012
- Oreskes, Michael (October 7, 1987). "Operation PUSH Clearing Debts, Leader Says". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
- "Jesse Jackson's Mission to Damascus". Eightiesclub.tripod.com. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - "PBS Frontline chronology". PBS. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- "Operation Black Vote - Jesse Jackson tour kick starts!". Obv.org.uk. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - Frum, David (2000). How We Got Here: The '70s. New York, New York: Basic Books. p. 273. ISBN 0-465-04195-7. ترلاسهکېدو نېټه October 6, 2012.
- "Don't ask, don't tell". Salon. August 17, 2000. خوندي شوی له the original on January 25, 2003.
- Dudley (1994)
- Dionne, E. J. Jr. (April 6, 1988). "Dukakis Defeats Jackson Handily in Wisconsin Vote". The New York Times.
- Berke, Richard L. (March 27, 1991). "Behind-the-scenes role for a 'shadow senator'". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه January 6, 2008.
- Spencer, Hal (March 12, 1988). "Jackson Edges Out Dukakis In Alaska". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه May 6, 2010.
- Graves, Emma (جون 24, 2006). "Rev. Jesse Jackson Arrested During Anti-Gun Protest". CommonDreams.org. خوندي شوی له the original on جون 29, 2011. ترلاسهکېدو نېټه جنوري 11, 2011.
- "Christians Join Bishop's Ban on Abortion". The Milwaukee Journal. United Press International. December 1, 1975. p. 4.[مړه لينکونه]
- "Jesse Jackson Is Now African Royalty, Inherits Crown from Michael Jackson". Vanity Fair. August 14, 2009. ترلاسهکېدو نېټه August 23, 2009.
- Berke, Richard L. (March 6, 1998). "Testing of the President: The Counselor; Once a Nemesis, Jackson Has Become the President's Spiritual Adviser". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه April 25, 2008.
- "Jackson apologizes for 'crude' Obama remarks". CNN.com. July 9, 2008. ترلاسهکېدو نېټه July 10, 2008.
- "Sharpton: Comedian's apology not enough". CNN. ترلاسهکېدو نېټه May 6, 2010.
- Bellandi, Deanna (March 30, 2007). "Jesse Jackson backs Obama for 2008". NBC News. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- "Operation PUSH documents financial ties with Jackson lover". CNN. February 1, 2001. ترلاسهکېدو نېټه May 6, 2010.
- "Topics: Jesse Jackson". History.com. A & E Television Networks. ترلاسهکېدو نېټه October 3, 2012.
- Jackson and White, p. 33.
- Elliott, Justin (December 16, 2010) A White House campaign funded by ... Libya? Archived June 29, 2011, at the Wayback Machine., Salon.com
- R.W. Apple Jr. (April 29, 1988). "Jackson is seen as winning a solid place in history". The New York Times.
- "Keep Hope Alive". Jesse Jackson, pages 234-235.
- "Jackson and Dukakis Lead in Texas Voting". The New York Times. March 20, 1988. ترلاسهکېدو نېټه May 6, 2010.
- "Jesse Jackson: Obama needs to bring more attention to Jena 6". CNN.com. September 19, 2007. ترلاسهکېدو نېټه July 17, 2008.
- Rev. Jesse Jackson likens gay marriage push to fight over slavery retrieved May 17, 2012
- archives-trim.un.org PDF Archived December 26, 2012, at the Wayback Machine.
- "Mother wants Jesse Jackson to 'be a father' to illegitimate child". CNN.com. August 16, 2001. ترلاسهکېدو نېټه September 8, 2015.
- "Famous Freemasons". ترلاسهکېدو نېټه October 3, 2012.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link);
Proceedings of the 138th Communication of the Most Worshipful Prince Hall Grand Lodge of Ohio F&AM. Columbus, Ohio: Most Worshipful Prince Hall Grand Lodge of Ohio. 1987. p. 16.;
Gray, David (2012). The History of the Most Worshipful Prince Hall Grand Lodge of Ohio F&AM 1971 – 2011: The Fabric of Freemasonry. Columbus, Ohio: Most Worshipful Prince Hall Grand Lodge of Ohio F&AM. p. 414. ISBN 978-0615632957. خوندي شوی له the original on March 6, 2012. ترلاسهکېدو نېټه November 19, 2019. - "Rev. Jesse Jackson Sr. Receives Master's Degree From Chicago Theological Seminary". Findarticles.com. June 19, 2000. خوندي شوی له the original on July 10, 2012. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- Beito, David T.; Beito, Linda Royster (2009). Black Maverick: T.R.M. Howard's Fight for Civil Rights and Economic Power. Urbana, Ill.: University of Illinois Press. pp. 206–216. ISBN 9780252034206. ترلاسهکېدو نېټه October 6, 2012.
- "Jesse Jackson". MSN Encarta. MSN. Archived October 29, 2007, at the Wayback Machine. October 31, 2009.
- Riechmann, Deb (August 3, 2000). "Clinton to Award Medals of Freedom". ABC News. ترلاسهکېدو نېټه October 1, 2012.
- "7 Students Charged in a Brawl That Divides Decatur, Ill". The New York Times. November 10, 1999.
- "NAACP Spingarn Medal". خوندي شوی له the original on May 5, 2014.
- کينډۍ:Cite episode
- Wilson, Joseph (2005) [2004]. The politics of truth : inside the lies that put the White House on trial and betrayed my wife's CIA identity : a diplomat's memoir. Carroll & Graf Publishers. pp. 146–7. ISBN 978-0-7867-1551-0. ترلاسهکېدو نېټه September 24, 2010.
- Thomas, Evan (May 7, 1984). "Pride and Prejudice". Time. خوندي شوی له the original on June 11, 2008. ترلاسهکېدو نېټه October 6, 2012.
- Sean Alfano (February 15, 2006). "Poll: Jesse Jackson, Rice Top Blacks". CBSNews.com. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- King, Seth G. (December 12, 1971). "Jackson Quits Post at S.C.L.C. In Policy Split With Abernathy". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
- Beard, Aaron (April 11, 2007). "Prosecutors Drop Charges in Duke Case". The San Francisco Chronicle. Associated Press. خوندي شوی له the original on May 26, 2007. ترلاسهکېدو نېټه April 11, 2007.
- "Races: Black Expo in Chicago". Time magazine. October 11, 1971. خوندي شوی له the original on December 21, 2008. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
- "Races: Jackson PUSHes On". Time magazine. January 3, 1972. خوندي شوی له the original on October 22, 2010. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
- "University says Jackson records show no blemish". Lawrence Journal-World. Lawrence, Kansas. December 31, 1987. ترلاسهکېدو نېټه October 1, 2012.
- Jackson regrets vulgar Obama comment, Michael Calderone, Politico, July 10, 2008
- Terry, Don (اپريل 15, 2009). "Jesse Jackson reunites with hostage he rescued 19 years ago". Frost Illustrated. Frost Inc. NNPA. خوندي شوی له the original on اکتوبر 22, 2010. ترلاسهکېدو نېټه سېپتمبر 24, 2010.
- "Reprint of a Washington Post article from 1988". Swissnet.ai.mit.edu. May 21, 1988. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- "Black leaders: End N-word in entertainment". CNN. خوندي شوی له the original on November 28, 2006.
- An investigation into allegations that Robinson had ordered the murder of a former employee was begun in 1987. See, Gibson, Ray; Possley, Maurice (October 4, 1987). "Jackson's Half-brother Probed In Killing Of Former Employee". Chicago Tribune. خوندي شوی له the original on May 22, 2013. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
Robinson was ultimately convicted on racketeering and drug conspiracy charges, and of being an accessory to the attempted murder of another employee. He was sentenced to life in prison. See, O'Connor, Matt (August 22, 1992). "Robinson To Spend Life In Prison For Drug, Conspiracy Convictions". Chicago Tribune. خوندي شوی له the original on May 22, 2013. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012. - "Terri Schiavo's mom pleads: 'Give my child back'". CNN. March 30, 2005. ترلاسهکېدو نېټه May 6, 2010.
- "Jackson retreats". Salon.com. January 19, 2001. خوندي شوی له the original on February 13, 2009. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- "Politics: In Search of a Black Strategy". Time. December 20, 1971. خوندي شوی له the original on April 20, 2008. ترلاسهکېدو نېټه October 5, 2012.
- "Shakedown" by Kenneth Timmerman
- "Nation: Turmoil in Shantytown". Time. June 7, 1968. خوندي شوی له the original on October 29, 2010. ترلاسهکېدو نېټه October 6, 2012.
- "1984 Texas Jackson-for-President Campaign Collection: An Inventory of Records at the Houston Metropolitan Research Center, Houston Public Library". Lib.utexas.edu. April 21, 1984. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- Bai, Matt (August 6, 2008). "Is Obama the End of Black Politics?". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه November 21, 2008.
- Purnick, Joyce; Oreskes, Michael (November 29, 1987). "Jesse Jackson Aims for the Mainstream". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه October 2, 2012.
- Depalma, Anthony (July 13, 2010). "New York Times". Topics.nytimes.com. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
- Robin Toner (July 6, 1990). "Jackson to Run For Lobby Post In Washington". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه January 5, 2008.
- Wilpert, Gregory (August 28, 2005). "Jesse Jackson Says Venezuela No Threat, Praises Venezuelan Government Concerns". venezuelanalysis.com. ترلاسهکېدو نېټه January 16, 2011.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - Thomas, Evan. "Trying to Win the Peace", Time, July 2, 1984
- Larry J. Sabato's Feeding Frenzy (July 21, 1998). "Jesse Jackson's 'Hymietown' Remark – 1984". The Washington Post. ترلاسهکېدو نېټه May 6, 2010.
- "Voices & Viewpoints: Jesse Jackson". له اصلي څخه خوندي شوی په August 20, 2003. ترلاسهکېدو نېټه July 10, 2008.
{{cite web}}: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - "Nation: Wooing the Black Vote". Time. January 30, 1978.
- Beinart, Peter (October 6, 2010) Obama's a Lock in 2012, The Daily Beast
- Harry, Edwards (February 28, 2002). "The man who would be King in the Sports Arena". Espn.go.com. ترلاسهکېدو نېټه October 1, 2012.
- Television, World (November 5, 2008). "World Television Studios". Worldtelevisionstudios.blogspot.com. ترلاسهکېدو نېټه August 21, 2010.
- Wikipedia articles in need of updating
- All Wikipedia articles in need of updating
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 2026ز مړينې
- 17 فېبروري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1532
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1 American English-language sources (en-us)
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- هغه مخونه چې د سرچينو تېروتنې لري

