جیرمان بوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویکټور جیرمان بوش بیسېرا (انګلیسي: Víctor Germán Busch Becerra؛ زوکړه: د ۱۹۰۳ زکال د مارچ ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۳۹ زکال د اګست ۲۳ مه) بولیویايي پوځي افسر او چارواکی و چې له ۱۹۳۷ زکال څخه یې تر ۱۹۳۹ زکال پورې د بولیویا د ۳۶م ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي ولسمشرۍ ته له رسېدو وړاندې د بولیویا د پوځ لوی درستیزیت او د فدایانو/سرتېرو د لژیون (Legion of Veterans) عمومي قومانداني پر غاړه لرله؛ نوموړي په چاکو جګړه کې له خدمت کولو وروسته د فدایانو بنسټ تاسیس کړ.

بوش په ال کارمن دو ایتنز یا سان خاویر کې وزېږېد او په ترینیداد کې را لوی شو. هغه پوځي پوهنتون ته ولاړ او په چاکو جګړه کې یې خدمت وکړ. د خپلو چارو له امله نوموړي د وسله والو ځواکونو د مخکښو قوماندانانو ترمنځ شهرت وموند او په ۱۹۳۴ زکال کې یې د پوځ پر مټ د ولسمشر ډانیال سالامانکا او په ۱۹۳۶ زکال کې یې د ولسمشر خوزه لوئیس تجادا سورزانو په ګوښه کوله کې ونډه لرله. دویمي یې لار برابره کړه چې خپل لارښود ډګروال ډیوېډ ټورو د هغه نظامي حکومت ریاست ته ورسوي چې بوش یې هم له غړو څخه و. د ۱۹۳۷ زکال د جولای په ۱۳ مه بوش یوه سپینه کودتا ترتیب کړه، ټورو یې استعفا ته اړ کړ او خپله یې د نظامي حکومت واګې پر لاس کې واخیستې.

د جګړې اتل بوش چې د هغه مهال د اصلاح غوښتونکو ټولنیزو خوځښتونو له خوا جذب شوی و، د ټورو پوځي ټولنیزه ایډیالوژي یې مخته یووړه او د ۱۹۳۸ زکال ملي کنوانسیون یې جوړ کړ چې په قانوني توګه یې نوموړی د ولسمشر په توګه ټاکه او د ۱۹۳۸ زکال سیاسي اساسي قانون یې اعلان کړ چې د «ټولنیز اساسي قانون» په توګه پېژندل کېده. نوموړي د هېواد په طبیعي شتمنۍ کې د دولت حق تثبیت کړ، د مالکیت ټولنیزې کړنلارې ته یې اشاره وکړه او د بولیویا د بومي وګړو اشتراکي ځمکې یې په رسمیت وپېژندې. له دې سره د سیاسي تجربې نه لرل او د شدید نظامي دسپلین سره د هغه عادت د دې لامل وګرځېد چې د کیڼ اړخو خوځښتونو د مختلفو ډلو په رهبرۍ کې له ستونزو سره مخ شي چې له امله یې هغه اړ شو په ۱۹۳۹ زکال کې مقننه قوه په تعلیق حالت کې راولي او دیکتاتوري حکومت اعلان کړي. د کار او ښوونځیو د نوو قانونو او د کاني پولي واحد د قانون اړوند د هغه له احکامو څخه دویمي یې د وګړو ترمنځ له زیاتو محبوبیت لرونکو سیاستونو څخه و چې د دغه هېواد د پیاوړي کاني الیګارش روسکا غصه یې راوپاروله. [۱]

د ۱۹۳۹ زکال په پای کې د بېرته په پښو درېدلو محافظه کاره ګوندونو فشارونو، د فساد د رسوايي او د هغه ژوره شخصي خواشیني د دې لامل ورګرځېده چې نوموړی د ۱۹۳۹ زکال د اګست په ۲۳ مه ځان وژنه وکړي او په دې سره په بولیویا کې د نظامي سوسیالېزم دوران پای ته ورسېد. هغه ناڅرګند شخصیت چې د سیاست له حوزې څخه بهر یوځلي سیاست ته ننوت، په بحثونو او د هغه د دوران په روایاتو کې آن د هغه د زیږون ځای اړوند یوه پیچلیتیا رامنځته کړې وه. د ولسمشرۍ په دوره کې د هغه ناڅاپي مړینه د ځان وژنې او یا ترور په توګه د بحث موضوع ګرځېدلې.

ولسمشري (۱۹۳۷- ۱۹۳۹ زکال)[سمول]

په داسې حال کې چې بوش یو ملي اتل و، خو د هغه سیاسي لیدلوي چاته مالوم نه و. کیڼ اړخو او ښي اړخو دواړو یو ډول انګېرله چې هغه به د ټورو له پوځي سوسیالېزم څخه پخوانیو سنتي سیاسي جوړښتونو ته مخه کړي، هغه احساس چې بوش خپله د خپلو ناڅرګندو څرګندونو په ترڅ کې د «ملي بېرته رغونې» او د «عامه نظم [خوندیتوب]» د کړنلارو د روښانه کولو لپاره ډېر کم څه ترسره کړل. له امله یې نوموړی آن اړ شو څو دغه ادعاوې رد کړي چې سټنډرډ آیل شرکت له خوا د هغه د کودتا لپاره مالي اړتیاوې برابرې شوي او څرګنده یې کړه چې دولت د شرکتونو د مصادره شوو توکو د بېرته ورکولو هوډ نه لري. [۲]

د وزیرانو شورا[سمول]

هغه کابینه چې بوش واک ته له رسېدو وروسته جوړه کړه، د دې څرګندويي یې کوله چې نوی رژیم د روښانه ایډیالوژي په ټاکلو کې ستونزه لري. هغه د مالیې د وزارت مهمه څوکۍ ښي اړخي فدریکو ګوتیرز ګرانیر ته پرېښوده او په دې سره یې په اقتصادي برخه کې محافظه کاري څرګنده کړه. ګوتیرز ګرانیز د تجادا سورزانو د واکمنۍ پر مهال چې خپله بوش د هغه واکمني راوپرځوله د مالیې وزیر و. له دې سره بوش د مالیې وزیر ته اجازه ورکړه چې د دولت د ملاتړ لاندې خوراکي توکو د پلورنځایونو د تړلو، د مصرفي توکو په برخه کې د دولتي مرستو او همدارنګه د اقتصادي ملاتړ د لغو کولو اړوند د ټورو د دوران ډېری سیاستونه لغو کړي. [۳][۴]

بوش همدارنګه د پوځ لوړ پوړو محافظه کاره افسرانو ته اجازه ورکړه څو د هغه د رژیم پر مهال بیاځلي ځانونه پیاوړي کړي. د ۱۹۳۸ زکال په جنوري کې بوش جنرال پناراندا د کودتا په طراحۍ تورن کړ. بوش د هغه د ګوښه کولو پر ځای هغه د راتلونکي ولسمشر سره په مخامخ سیالۍ وننګاوه. په پناراندا باندې دغه تور او دغه ډول سیالۍ ته وربلل ډېره سپک کوونکې چاره وه. بوش په خپل نوبت سره د پناراندا د ځای ناستي نوي ټاکل شوي جنرال کارلوس کوئنتانیلا له خوا په پوځ کې د کیڼ اړخو ځوانو افسرانو د عمومي تصفیې اړوند هېڅ ګام وانخیست او یوازې د کیڼ اړخو قانون جوړونکو د فشار له امله چې په پوځ کې د خپلو متحدینو له لاسه ورکولو څخه ویرېدل، دغه چاره یې ودروله. [۵][۶]

بل لور، له سیاسي اړخه د بوش رژیم د ټورو د دولت ډیری راډیکال عناصر په خپله اداره کې ومنل او د متحد سوسیالیست ګوند مشر انریکه بالدیویسو یې د بهرنیو چارو د وزیر او معتدل سوسیالېست ګابریل ګوسالوز یې نظامي دولت ته د اړوند ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکه. [۷]

د ۱۹۳۸ زکال کنوانسیون[سمول]

ولسمشر ټورو په ۱۹۳۷ زکال کې د ملي کنوانسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه چې باید په راتلونکي کال کې جوړ شي. د ۱۹۳۸ زکال په مارچ میاشت کې د هغه له استعفا وروسته، بوش او د هغه نوي حکومت د اساسي قانون د شورا لپاره د ټاکنو غوښتنه وکړه چې په پام کې وه د مۍ له ۲۳ مې څخه د اکتوبر تر ۳۰مې پورې ترسره شي او د بولیویا د اساسي قانون د بیا لیکنې مسئولیت د هغوی پر غاړه واچول شو. دغه کنوانسیون له جګړې وروسته د نوو سیاسي ځواکونو لپاره فرصت و څو د سنتي جمهوري غوښتونکو، لیبرال او سوسیالیست ګوندونو پر ځای چې له جګړې وړاندې یې په خپل نوبت سره د پخواني نظم د بیاځلي ټینګښت هڅه کړې وه، خپل ځایګی تثبیت کړي. [۸]

په داسې حال کې چې بوش له سنتي ګوندونو څخه ملاتړ ومانه او اجازه یې ورکړه چې د مالیې وزیر ګوتیرز ګرانیر له هغوی سره مذاکره وکړي، همدارنګه یې په دولت کې د اتحادیې د استازولۍ پلان هم هغه مهال ومانه کله چې یې د بولیویا د کارګرانو د اتحادیې کانفدریشن او د پخوانیو سرتېرو لژیون ته اجازه ورکړه په دغه ډله کې ورګډ شي. معتدلو کیڼ اړخو او راډیکال ګوندونو په ټاکنیز اتحاد کې واحده سوسیالېسته جبهه رامنځته کړه، هغه ائتلاف چې بوش د مقننې قوې په راتلونکو ټاکنو کې د هغو ونډه تائید کړه. د بوش په رهبرۍ له دغه نوي خوځښت سره په مخ کېدو، سنتي ګوندونه (له PRS پرته چې له FUS سره یوځای شوی و) له ټاکنو وویستل شول، او اجازه یې ورکړه چې Generación del Chaco په ټول هېواد کې د ټاکنو مخکښ شي او په کنوانسیون بشپړ کنټرول ولري. د ۱۹۳۸ زکال د مۍ په ۲۷ مه دغه کنوانسیون د اساسي قانون پر بنسټ بوش د جمهوریت د ولسمشر او انریکه بالدیویزیو یې د ولسمشر د مرستیال په توګه وټاکل. دواړو راتلونکې ورځ لوړه وکړه او د دوی د دورې پای ورځ هم د ۱۹۴۲ زکال د اګست ۶ مه وټاکل شو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د اکتوبر په ۳۰ مه دغه کنوانسیون په بریالۍ توګه وکولای شي د ۱۹۳۸ زکال د بولیویا اساسي قانون تولید کړي چې د بولیویا په تاریخ کې د هغو د ټولنیزې ځانګړنې د لرلو له امله یو له مهمو اساسي قوانینو څخه و. نوي اساسي قانون د کار حقونو ته رسمیت ورکړ او له هغو یې دولتي ملاتړ اعلان کړ، د حداقل معاش، کلنۍ رخصتۍ او د ټولنیزو اړتیاوو د مسایلو اړوند یې د دولت د لا زیات دخالت اجازه ورکړه او د بولیویا د بومي اوسېدونکو د ټولنو په رسمیت پېژندو او همدارنګه یې هغوی ته د تحصیلي زمینو په برابرولو سره ټولنیز عدالت هم ټینګ کړ. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Vilaboy, Sergio Guerra (2020-04-15). "Suicidio del presidente German Busch en Bolivia". Informe Fracto (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Klein 1967, p. 169
  3. Gisbert 2003, pp. 342–343
  4. Klein 1967, p. 170
  5. Callejas, Marco Lora (2018). Germán Busch, El Centauro del Chaco: la legendaria vida y obscura muerte del héroe boliviano (په هسپانوي ژبه کي). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-99974-0-177-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) "Germán Busch y el reto a duelo al general Peñaranda". Historias de Bolivia. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Klein 1967, pp. 172–173
  7. Gisbert 2003, pp. 342–343
  8. Klein 1967, pp. 170–171
  9. Mallory 1940, p. 12
  10. Céspedes 1968, p. 175
  11. Gonzales Oruño 2018, pp. 131–132
  12. "Ley de 27 de mayo de 1938". Gaceta Oficial del Estado Plurinacional de Bolivia (په هسپانوي ژبه کي). 1938-05-27. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Gonzales Oruño 2018, p. 132
  14. "Bolivia: Constitución política de 1938, 30 de octubre de 1938". www.lexivox.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)