جي بي یو ۴۳ بم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جی‌بی‌یو-۴۳/بی بم

ډول اوږد بم
جوړونکی هيواد امریکا
د کار نیټه
د کار موده د کال ٢٠٠٣ څخه
کارونه لخوا د: امریکايي ځواکونه، رویال هوایی ځواک
صنعتي تاریخ
ډیزاینر Air Force Research Laboratory
جوړونکی McAlester Army Ammunition Plant
د جوړېدو مقدار 17   د (P1092) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيژندنه
وزن ۱۰٬۳۰۰ kغ (۲۲٬۶۰۰ رطل)
اوږدوالي ۹٫۱۸۸۵ م (۳۰ فوټه ۱٫۷۵ انچه)
قطر ۱۰۳ cم (۴۰٫۵ انچه)

د چلولو سیسټم د لور موندنې نړيوال غونډال  د (P624) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جي بي یو ۴۳ (په پښتو: د بمونو مور) د امریکا په نااټومي وسلو کې تر ټولو ځواکمن بم دی. د دې بم سرګلوله نرۍ وي او دا بم ۲۱ زره پونډه وزن لري او په پتري یا جي پي اېس سره تر هدف ځان رسوي. دا بم نهه متره اوږد دی. نه زره اته سوه کیلوګرامه وزن لري. له اېم سي ۱۳۰ باري الوتکې غورځول کېږي. له ځمکې سره تر لګېدلو لږ مخکې چاودېږي.[۱]

نور ولولئ[سمول]

بم د تختې له پاسه له الوتکې غورځول کېږي دا تخته له پراشوټ یا چترۍ سره تړلې وي، چې د وزرونو په څېر څلور سوري لري او بم ته د غورځېدلو لار ور کوي.

  • د بم نری الونیمي پوښ داسې جوړ شوی چې د چاودنې وړانګې خورا لوړ برید ته ورسوي.
  • د جي بي یو ۴۳ د یو بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ده او لومړی ځل پر ۲۰۰۳ دریم کال تجربه شو، خو تراوسه کارول شوی نه و.
  • د بمونو مور د امریکا تر ټولو درنه نااټومي وسله نه ده، بلکې له دې لا ډېر ځواکمن بم هم لري، چې (اېم او پي) یې بولي او نږدې ۱۵ زره کیلوګرامه وزن لري.
  • امریکا په ۲۰۰۳م کال کې په لومړي ځل ددې بم ازموینه ترسره کړه.

سرچینې[سمول]

  1. بي بي سي پښتو (١۴ اپریل ٢٠١٧). "د بمونو مور که د بمونو پلار ډېر پیاوړی دی؟". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)