جيمز جي بېرني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جيمز جي بېرني
(انګلیسي: James G. Birney د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيمز جي بېرني
جيمز جي بېرني

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ فبروري ۱۷۹۲[۱][۲]
مړینه 18 نومبر 1857 (65 کاله) او 18 نومبر کال 1857 (64–65 کاله)[۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۵]
سياستوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جيمز جي بېرني
جيمز جي بېرني

جيمز ګيلېسپي بېرني “James Gillespie Birney” (۱۷۹۲، ۴، فبروري – ۱۸۵۷، ۱۸، نومبر) يو امريکايي د غلامۍ د له منځه وړلو پلوی، سياستپوه او حقوقي وکيل و، چې په ډېنوېل کينټکي (Danville, Kentucky) کې زېږېدلی دی. نوموړی يو بزګر او بادار يا د غلامانو څښتن و، چې يادې برخې يې پرېښودې او د غلامۍ د له منځه وړنې پلوي يې غوره کړه او «د انسان دوستۍ پلوې» په نوم اونيزې خپرول يې پيل کړل. نوموړي دوه ځله د غلامۍ ضد خپلواکي غوښتونکي ګوند “Liberty Party” لپاره د ولسمشريز نوماند په توګه خدمت وکړ. [۷]

بېرني د نيوجرسي له ځانګړې تعليمي موسسې “College of New Jersey” څخه له فراغت او د الکساندر جی دالاس “Alexander J. Dallas” تر مشرۍ لاندې له زده کړو کولو څخه وروسته په “Danville” کې حقوقي مسلک وڅاره. نوموړي د هنري کلی “Henry Clay” په ټاکنيزو مبارزو کې په خپله خوښه کار وکړ، د ښارګوټي شورا کې يې خدمت وکړ او د يوې پټې ټولنيزې ډلې غړی شو. نوموړي په ۱۸۱۶ ز کال کې د ديموکراتيک جمهوري غوښتونکې ډلې “Democratic Republican Party” د غړي په توګه د کينټوکي د استازو مجلس “Kentucky House of Representatives” ته ټاکنې وګټلې. په ۱۸۱۸ ز کال يې د الاباما په “Madison County” سيمه کې د پنبې کښت رامنځته کړ او راتلونکی کال يې د الاباما د استازو مجلس ته ټاکنې وګټلې. بېرني په پای کې ياده کرونده وپلورله او د الاباما په هنټسوېل “Huntsville” کې يې يو حقوقي مرجع رامنځته کړ، چې په دې سره په سيمه کې يو له تر ټولو برياليو قانونپوهانو څخه شو.

د ۱۸۲۰ ز لسيزې پر مهال بېرني د غلامۍ د مسئلې له امله په زياتېدونکي ډول اندېښمن شو. نوموړی د امريکا د استعمار ټولنې “American Colonization Society” غړی شو، چې د افريقا لويې وچې ته د افريقايي الاصله امريکايانو د کډوالۍ ننګه يې کوله. ياد بنسټ لپاره په بېلابېلو ونډو کې له خدمت کولو څخه وروسته يې د غلامۍ د سمدستي له منځه وړنې غوښتنه پيل کړه. نوموړی په ۱۸۳۵ز کال کې سينسيناټي “Cincinnati” ته لاړه او راتلونکی کال يې د «د انسان دوستۍ پلوې [اونيزې]» بنسټ کېښود. هغه د امريکا د غلامۍ ضد ټولنې “American Anti-Slavery Society” غړی هم شو، مګر ښځو لپاره د برابرو حقونو پر وړاندې د نوموړي د مخالفت له امله يې ياده ډله پرېښوده. په ۱۸۴۰ ز کال يې د خپلواکي غوښتونکي ګوند “Liberty Party” نوماندي ومنله او ۰،۳ سلنه نامتو رايه يې تر لاسه کړه. بېرني په ۱۸۴۴ ز کال د ياد ګوند نوماندي يو ځل بيا ومنله، چې دا ځل يې ۲،۳ سلنه نامتو رايه تر لاسه او د جېمز کی پولک “James K. Polk” او کلی “Clay” څخه وروسته يې درېيم ځای خپل کړ. هغه په ۱۸۴۱ ز کال مشيګن ته لاړه او د مشيګن د خليج ښار “Bay City, Michigan” په نوم ښارګوټي رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه.

ځواني[سمول]

جېمز جي بېرني په ډېنويل کينټکي “Danville, Kentucky” کې د ورته نوم په يوه شتمنه ايرلېنډي او د پروتستانت کليسا اړوند غلام لرونکې (بادار) کورنۍ کې زېږېدلی دی. د درې کلنۍ په عمر يې مور له لاسه ورکړه. بېرني او خور يې د خپلې کونډې ترور په واسطه وروزل شول، چې د دوی د پلار په غوښتنه د دواړو د پالنې په موخه له ايرلېنډ څخه راغلې وه. نوموړی د خپلې ترور د غلامۍ ضد نظريې تر اغېزې لاندې راغلی و، ځکه چې ترور يې د غلامانو درلودل نه منل. په ۱۷۹۵ ز کال يې د پلار دوه خويندو او د هغوی کورنۍ له ايرلېنډ څخه کډوال شوي وو او د هغه کور ته نږدې کروندو کې يې استوګنه کوله. د نوموړي د مور خپلوان هم نږدې راکډوال شوي وو او د کينټکي په ميرسر کونټي (Mercer County, Kentucky) په نورو سيمو کې اوسېدل. په لوېېدلو سره يې د غلامۍ مسئلې ته په بېلابېل نظر وکتل. که څه هم پلار يې د يو غلام ايالت په توګه له اتحاديې (Union) سره د دوی د کينټکي ايالت د يو ځای کېدلو د مخنيوي لپاره مبارزه وکړه، مګر کله يې چې هڅه بې پايلې شوه؛ پرېکړه يې وکړه، چې تر هغې مقننه قوې په ټوله کې له ايالت څخه غلامي له منځه یوړه، يو شخص يوازې هغومره غلامان درلودلی شول چې انساني چلند به يې ورسره کولی شو. د بېرني د کورنۍ نورو غړو د يوې شخصي اخلاقي ځواب وينې احساس وکړ او د غلامونو له درلودلو څخه يې انکار وکړ. بېرني په خپله برخه کې له خپل پلار سره خوښمن و او خپل لومړنی غلام مايکل (Michael) يې تر لاسه کړ، چې د ده په عمر شپږ کلن هلک و. که څه هم بېرني د خپلې ځوانۍ او زده کړې د زياتې مودې لپاره د خپلو هغو استادانو او ملګرو تر اغېز لاندې و، چې د غلامۍ ضد پياوړي نظريات يې درلودل. د بېلګې په ډول: نوموړي په خپله ځوانۍ کې د ډيويډ بارو (David Barrow) له لورې ورکړل شويو پندونو يا وعظونو کې ګډون وکړ، چې بارو په اصل کې په مسيحي ډلې پورې تړلې او د غلامۍ د له منځه وړنې پلوی و او بېرني هم وروسته د هغه په اړه په مينې سره يادونه وکړه. [۷]

د ښوونځي دوره[سمول]

کله چې بېرني يوولس کلن شو، د کينټکي په ليکزينګټون “Lixington” کې ترانسلوانيا پوهنتون ته واستول شو. په ياد پوهنتون کې د بېرني يو استاد رابرت همېلټن بايشوپ “Robert Hamilton Bishop” د غلامۍ په اړه د ايالت په کچه د پخوانيو نامتو سپينو خبرو کوونکو مخالفانو له ډلې څخه و. بېرني دوه کاله وروسته بېرته کور ته راستون شو، چې د پروتستانت کليسا پلوي شخص له لورې اداره کېدونکي ښوونځي کې ګډون وکړي. ياد ښوونځی نوی پرانېستل شوی و او بېرني په کې خپلې زده کړې لوړې يا غوره کړې، چې زياتره يې د پوهو يا علومو برخه کې وې. نوموړی په ۱۸۰۸ ز کال د اوه لس کلنۍ په عمر د نيوجرسي کالج “College of New Jersey” ته ننوت، چې وروسته پرېنسټون پوهنتون “Princeton University” شو. هغه سياسي فلسفه، منطق او اخلاقي فلسفه ولوستله او د يو تکړه مناظره کوونکي په توګه وپېژندل شو. نوموړی د خپلو ټولګيوالو په منځ کې په ځانګړي ډول له جورج ام ډالاس “George M. Dallas” سره ښه ملګری شو. د ښوونځي د رئيس سامويل سټېنهوپ سميت “Samuel Stanhope Smith” تر مشرۍ لاندې يې زده کړې وکړې. سامويل منطق پوه او ليکوال او يو څه د غلامۍ ضد شخص و. بېرني د جان مکلين “John McLean” د غلامۍ ضد فکر سره هم مخامخ شو. هغه د ۱۸۱۰ ز کال د سپټمبر پر ۲۶ له پرينسټون پوهنتون څخه فارغ شو. [۷]

کله چې له فراغت څخه وروسته ډانويل ته راستون شو، د يوې مياشتې لپاره يې د هنري کلی “Henry Clay” د ټاکنيزو مبارزو لپاره کار وکړ. له دې څخه وروسته يې فلادلفيا ايالت کې د الکساندر جی ډالاس “Alexander J. Dallas” په دفتر کې د قانون زده کړه پيل کړه، چې ډالاس د هغه د پرينسټون پوهنتون د ملګري او ټولګيوال پلار و. د پام وړ مالي توکو د درلودلو تر څنګ يې د تګ راتګ لپاره د اس ګاډۍ درلوده او تل يې ښې جامې اغوستلې. بېرني د ځايي کويکر ټولنې له غړو سره يې هم ملګرتيا جوړه کړه. نوموړی تر راتلونکو درې کلونو لپاره (تر هغې ) له دالاس سره په فلادلفيا کې پاتې شو، چې د فلادلفيا د وکيلانو ازموينه کې بريالی شو، د وکيلانو ټولنه کې ومنل شو او د قانون د پلي کولو حق ورکړل شو.

په می کې بېرني[سمول]

د ۱۸۱۴ ز کال په می کې بېرني بېرته خپل ټاټوبي ته ستون شو او هلته يې د ځايي بانک لپاره د سرپرست حقوقي وکيل په توګه د قانون تمرين پيل کړ. نوموړي په ډانيويل او د کينټکي په لرې پرتو ښارونو کې مدني او جزايي دواړه دعوې اداره کړې. د کينټکي اقتصاد په دې وخت کې لږ څه کمزوری ځکه و، چې د ۱۸۱۲ ز کال جګړه “War of 1812” د ايالت په سوداګرۍ کې د بېلتون لامل شوې وه. نوموړي په دې وخت کې ياده برخه کې د ځينو نامسلکي کړو وړو په تر سره کولو سره د ستونزې له امله خپل ژوند په بنسټيز ډول د ادعاوو د برابرونکي په توګه جوړ کړ.

بېرني د خپل پلار د پلونو په څارلو سره ډېنويل ته په راستنېدنې سره د يوې پټې ټولنې او د ډېنويل د ښارګوټي شورا غړی شو، چې د همدې له مخې د ښارګوټي د ټولنيز د ممتازې “Social elite” [ټولنې] غړی شو. نوموړی پر اګاتا مکډويل “Agatha McDwell” باندې مئين شو او د ۱۸۱۶ ز کال په فبروري کې يې د پروتستانت اړوند کليسا کې واده وکړ. يادې جوړې ۱۱ ماشومان درلودل، چې ۶ تنه يې ځوانۍ ته ورسېدل. د بېرني او اګاتا پلارونو ورته د واده د نورو ډاليو تر څنګ ځيني غلامان هم د ډالۍ په توګه ورکړل. دا چې بېرني تر اوسه د غلامۍ د له منځه وړلو په اړه خپلو نظرياتو ته په بشپړ ډول وده ورکړې وه، يادې ډالۍ يې په مهربانۍ سره ومنلې. د يادونې وړ ده، چې بېرني د ژوند د وروستيو په بېلابېلو موکو کې د دې وينا له امله پېژندل شوی و، چې هغه هيڅکله دا باور له منځه نه وړي، چې غلامي سمه وه. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p84g8p — subject named as: James G. Birney — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Gillespie-Birney — subject named as: James Gillespie Birney — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. https://www.bartleby.com/library/bios/index2.html
  4. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20221140451 — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۲
  5. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  6. پیوستون : 157325865  — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ "American National Biography".. (1999). Oxford University Press. DOI:10.1093/anb/9780198606697.article.1500061. ISBN 978-0-19-860669-7.