جيمز بالډوين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جيمز بالډوين
(انګلیسي: James Baldwin د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيمز بالډوين
جيمز بالډوين

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: James Arthur Baldwin د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ اگسټ ۱۹۲۴[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
هارلم   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 1 ډيسمبر 1987 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۲][۱۰][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د معدی سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۱۴]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
سکرين ليکوال
ليکوال [۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۵][۱۶]
فرانسوي [۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جيمز ارتر بالډوين (August 2, 1924 – December 1, 1987) يو امريکايي ليکوال او فعال و. د يوه ليکوال په توګه يې د مقالو، ناولونو، لوبو او شعرونو په ګډون له بېلابېلو رسنيو نه  تود هر کلی تر لاسه کړ. د هغه لومړنی ناول Go Tell It On The Mountain [لاړ شه او د غره له پاسه ورته ووايه] په ۱۹۵۳ ز کې خپور شو، چې پېړۍ وروسته د ټايم مجلې له ۱۹۲۳ ز نه تر ۲۰۰۵ ز پورې د خپرو شويو انګليسي تر ټولو غوره ۱۰۰ ناولونو په لېست کې شامل کړ. د نوموړي د مقالو لومړنۍ ټولګه «Notes of a Native Son» [د اصلي زوی يادښتونه] په ۱۹۵۵ ز کې خپره شوې وه. [۱۸][۱۹]

د بالډوېن کار بنسټيزې شخصي پوښتنې او د پېچلو ټولنيزو او رواني فشارونو له امله سختې پرېکړې کيسه يي کړې. د نارينتوب نښې، جنسي تمايلات، نژاد او ټولګی يو له بل سره وپېچل شول، چې هغه پېچلي روايتونه جوړ کړي چې د امريکا منځنۍ شلمې پېړۍ کې د ټولنيز بدلون پر لور په ځينو سترو سياسي غورځنګونو او د ځلاند آزادي بخښونکي غورځنګ سره په موازي ډول پر مخ ځي. د بالډوين زياتره (مګر په ټوله معنا نه) اتلان (د ناول يا کيسې) افريقايي الاصل امريکايان دي او د ځلاند غورځنګ او دوه جنسيتي نارينه په مکرر ډول د هغه په ادبياتو کې په ښکاره ډول څرګندېږي. ياد کرکترونه زياتره د ټولنيز او ځان منښت لپاره د دوی په څېړنه کې له دنني او باندينيو خنډونو سره مخامخ کېږي. دا ډول انګېزې د نوموړي په دويم ناول (Giovanni's Room) [د جيوواني خونه] کې څرګند دي. ياد دويم ناول په ۱۹۵۶ ز کې د ځلاند آزادي بخښونکي غورځنګ نه مخکې ليکل شوی دی. [۲۰]

د هغه حيثيت يا شهرت د نوموړي له مړينې راهيسې زغمل شوی دی او کار يې د ساتنې لپاره له تود هرکلي سره سمون کړی دی. يوه نابشپړ نسخه (دا کور په ياد لره: Remember This House) د مستند فلم په توګه سينما ته د (زه ستاسې تورپوستی نه يم: I Am Not Your Negro) تر سرليک لاندې په ۲۰۱۶ ز کې خپور شو، چې په ۸۹ علمي جايزو کې د غوره مستند بڼې لپاره نوماند شو. (که د بييل کوڅې خبرې کولی شوی: If Beale Street Could Speak) تر سرلیک لاندې د جيمز يو ناول د علمي جايزې ګټلو سره برابر شو چې په ۲۰۱۸ ز کې په همدې نوم د Barry Jenkins په لارښوونه توليد شو. [۲۱][۲۲][۲۳]

د ليکوالۍ تر څنګ بالډوېن په ښه ډول يو پېژندل شوې او جدې څرګنده څېره او وياند و، په ځانګړي ډول په متحده ايالتونو کې د مدني حقونو د غورځنګ پر مهال. [۲۴][۲۵][۲۶]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

زوکړه او کورنۍ[سمول]

جيمز ارتر بالډوېن د نيويارک ښار په Harlem روغتون کې د ۱۹۲۴ ز اګسټ په ۲ مه نېټه له Emma Berdis Jones نه وزېږېد. نوموړی له نکاح ليک نه پرته زېږېدلی دی او مور يې (Jones) هيڅکله هغه ته نه دي څرګند کړي، چې بيولوژيکي (اصلي) پلار يې څوک و. د Anna Malaika Tubbs د اټکل له مخې: د مدني حقونو د نامتو څېرو په ميندو کې ځينو ګونګوسيو څرګنده کړه، چې د جيمز پلار د نشه يي توکو له معتادۍ نه رنځېده او په پای کې مړ شو.. په هر حال Jones د يوې مور په توګه د خپل زوی لپاره د پاملرنې مسؤليت واخيست. Emma Jones چې د ماريلېنډ Deal Island اصلي اوسېدونکې وه، په ۱۹۰۳ ز کې هملته وزېږېدله او د ډېرو هغو مېرمنو له منځه وه، چې د سترې کډوالۍ (Great Migration) پر مهال يې په سويل کې نژادي توپير ته ورودانګل. هغه د نولس کلنۍ په عمر Harlem ته ورسېده. [۲۷][۲۸][۲۹]

جونز په ۱۹۲۷ ز کې له David Baldwin سره چې يو کارګر او د Baptist [د مسيحانو يوه ډله ده] يو مبلغ و، واده وکړ. ډيويډ بالډوين د Louisiana په Benkie کې زېږېدلی او په New Orleans کې يې تبليغ وکړ، مګر په ۱۹۱۹ ز کې له سويل (South) نه Harlem ته لاړه. که څه هم د ډيويډ او Emma ليدنه نامعلومه ده، مګر د (لاړ شه دا د غره پر سر ووايه: Go Tell It on the Mountain) تر سرليک لاندې د جيمز بالډوېن په نيمه ژوند ليک کې د هغه د مور او پلار يو بل د ورپېژندلو اصلي لوبغاړې د هغې د مور ملګرې وه، چې د جيمز د پلار (ډيويډ) خور وه. Emma Baldwin به له خپل خاوند نه اته کوچنيان زېږولي دي: George, Barbara, Wilmer, David, Jr. (named for James's father and deceased half-brother), Gloria, Ruth, Elizabeth او Paula، چې دوی ټول يې د خپل مشر زوی جيمز سره وروزل، چې د خپل پلندر (ناسکه پلار) تخلص يې غوره کړ. جيمز د خپلې مور په اړه خورا لږ ليکلي او ويلي دي، مګر کله يې چې دا کار وکړ، نو روښانه يې کړه، چې زياتره وخت د خپلې مور د مينه ناکې موسکا د غوره توب له مخې، هغه ستايلې او ورسره مينه کړې ده. بالډوين د خپل ژوند په لومړيو کې څو ځله په Harlem کې بېلابېلو ځايونو ته لاړ. Harlem لا تر اوسه د سترې کډوالۍ (Great Migration) په لومړنيو ورځو کې د ياد ښار يوه ګڼ نژاده سيمه وه، چې کرايه کورونه او تش لاس (فقر) په ټولو کليوالي سيمو کې په برابر ډول څرګند و. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

ډيويډ بالډوين ډېر کلونه د Emma مشر (د کورنۍ) و. هغه کېدای شي، په ۱۸۶۳ ز کې له خپلواکۍ نه وړاندې زېږېدلی وي. که څه هم جيمز په کره ډول نه پوهېږي، چې ناسکه پلار يې څو کلن و. د ديويډ مور (Barbara) غلامه (وينځه) زېږېدلې وه او په نيويارک کې يې له Baldwin سره تر خپلې مړينې پورې ژوند وکړ، جيمز په دې وخت کې اووه کلن و. ډېويډ يو light-skinned ناسکه ورور هم درلود، چې د هغه د مور د بادار له خوا پرې زېږېدلی و او د Barbara په نوم يوه خور يې هم لرله، چې جيمز او نورو ورته په کورنۍ کې Taunty ويله. د ډيويډ پلار او د جيمز پلرنی نيکه هم غلامان زېږېدلي وو. ډيويډ له وخته يو څه وړاندې واده کړی و او يوه لور يې لرله چې د دواړو د واده پر مهال د Emma په عمر وه. نوموړي د ډيويډ او سام په نوم دوه زامن درلودل. David زوی يې په بندخونه کې مړ شو او Sam چې د جيمز مشر او د اته کلنۍ په عمر و، د يو څه وخت لپاره يې په نيويارک کې له Baldwin سره ژوند وکړ او يو ځل يې جيمز له ډوبېدلو نه وژغوره. [۳۶][۳۷][۳۸]

جيمز په خپل ټول ژوند کې خپل ناسکه پلار ته لکه د خپل پلار په توګه وسپارل شو، مګر David sr. او جيمز يوه خورا ستونزمنه اړيکه لرله، چې نږدې په ګڼو وختونو کې يې فزيکي شخړې راپورته کېدلې. دوی ځکه جنګ کاوه چې جيمز به مطالعه کوله، فلمونه يې خوښېدل، سپين پوستي ملګري يې درلودل او داسې نور، چې د دې ټولو له امله د بالډوين ژوند ليک ليکونکی David Adams Leeming ليکي چې: ډيويد بالډوين د ګواښل شوي جيمز د ژغورنې فکر وکړ. د بالډيون يو بل ژوند ليکونکی James Campbell ليکي چې: ډيويډ بالډوين هم له سپين پوستو نه کرکه کوله او د خدای پر وړاندې د هغه سرښندنه له هغې هيلې سره مل وه، چې خدای به له هغوی نه د دې غچ واخلي.  د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ ز لسيزو پر مهال د نيمه څښاکو د مرتبان (بوتل) جوړولو په يوه فابريکه کې کار وکړ، که څه هم هغه له دې دندې نه ګوښه شو او همدا چې پند يا وعظ ته يې غوصه راوپارېده، نو د مبلغ په توګه د اوسېدلو غوښتنه يې کم رنګه شوه. نوموړي ځيني وختونه خپله غوصه پر خپلې کورنۍ سړه کړه او کوچنيان يې ورنه په وېره کې شول، چې د اندېښنو يو څه برخه يې د هغوی د مور له خوا د خورا مينې په واسطه متوازن شوه. ډيويډ بالډوين نږدې د عمر تر پايه په بدګومانۍ کې لوی شو. هغه په ۱۹۴۳ ز کې يو ذهني [د ذهني يا رواني ناروغيو] پناه ځای ته وسپارل شو او په همغه کال د جولای په ۲۹ مه د توبرکلوز له امله په همغه ورځ مړ شو، چې Emma خپل وروستی کوچنی (لور) Paula وزېږوله. جيمز بالډوين د خپلې مور په ټينګار يوه ورځ مخکې له خپل ناسکه پلار سره کتلي وو او د هغه له مرګه وروسته يې ورسره د پخلاينې په اړه د (د يو اصلي زوی يادښتونه: Notes of a Native Son) تر سرليک لاندې په خپلې مقالې کې وليکل: «هغه په خپله ظالمانه غوښتنه او ژغورونکي لاره کې له خپلو هغو کوچنيانو سره مينه لرله، چې د هغه په شان تور پوستي او لکه د هغه ډاروونکي (خطرناک) وو». د ډيويډ بالډوين د جنازې مراسم، د جيمز د ۱۹ کليزې پر ورځ  نږدې همغه وخت تر سره شول، چې د Harlem کړکېچ مات شو. [۳۵][۳۲][۳۰][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

جيمز د خپلې مور د مشر زوی په توګه د خپلې کورنۍ سره د مرستې او ملاتړ په موخه له کوچينوالي نه نيمه ورځ کار کاوه. هغه يوازې په خپل کور کې د ستونزمنو اړيکو له امله نه، بلکې په خپله ټوله شاوخوا کې يې د ليدلي فقر او توپيري چلند له پايلو نه خوابده شوې وه. همدا چې ستر شو، هغه ملګري يې چې جيمز يې په کليسا کې تر څنګ کېناسته، د نشه يې توکو کارونې، جرم يا بدلمنۍ ته وروګرځېدل. دا هغه څه وو چې Tubbs نه يوازې د خپل ژوند په اړه يوازې، بلکې په امريکا کې د يوې تورپوستې مېرمنې يو لړ تبصرې وموندلې. جيمز يو ځل وليکل: «ما هيڅکله کوچنیوالی نه درلود ... ما هيڅ انساني پېژندنه نه لرله... زه مړ زېږېدلی وم». [۴۶]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889971h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0049924/ — د نشر نېټه: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-Baldwin — subject named as: James Baldwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69p357v — subject named as: James Baldwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6582 — subject named as: James Baldwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1420 — subject named as: James Arthur Baldwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/17758 — subject named as: James Baldwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?140207 — subject named as: James Baldwin (1924) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/baldwin-james — subject named as: James Baldwin
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/10555 — subject named as: James Baldwin — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000010718 — subject named as: James Baldwin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0006993.xml — subject named as: James Baldwin — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ https://cs.isabart.org/person/125882 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  14. سرليک: African American Dramatists : An A-to-Z Guide — خپرونکی: ABC-CLIO — ISBN 978-0-313-32233-4 او 978-0-313-05289-7
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11889971h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12020067
  17. YouTube video ID: https://www.youtube.com/watch?v=gBbloqXObeI
  18. "All-Time 100 Novels". Time. October 16, 2005. د اصلي آرشيف څخه پر October 21, 2005 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "About the Author." Take This Hammer (American Masters). US: Channel Thirteen-PBS. November 29, 2006. Retrieved June 14, 2020.
  20. Gounardoo, Jean-François; Rodgers, Joseph J. (1992). The Racial Problem in the Works of Richard Wright and James Baldwin. Greenwood Press. د کتاب پاڼي 158, 148–200. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Peck, Raoul, Rémi Grellety, and Hébert Peck, nominees. "I Am Not Your Negro | 2016 Documentary (Feature) Nominee". The Oscars. 2017. Archived from the original on September 5, 2017.
  22. جيمز بالډوين په انټرنېټ موويز ډېټابېس کی.
  23. Variety Staff; Staff, Variety (2019-02-24). "Oscar Winners 2019: The Complete List". Variety (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. MonkEL (2011-08-19). "James Baldwin: The Writer and the Witness". npg.si.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Foundation, Poetry (2022-01-10). "James Baldwin". Poetry Foundation (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Natividad|, Ivan (2020-06-19). "The time James Baldwin told UC Berkeley that Black lives matter". Berkeley News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Tubbs 2021، ص. 122.
  28. Tubbs 2021، صص. 243–244.
  29. Campbell 2021، ص. 3.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Campbell 2021، ص. 6.
  31. Campbell 2021، صص. 5-6.
  32. ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ Leeming 1994.
  33. Leeming 1994، ص. 20.
  34. Tubbs 2021، ص. 248.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Campbell 2021، ص. 4.
  36. Campbell 2021, p. 19; Leeming 1994, p. 23
  37. sfn 1994.
  38. Campbell 2021، ص. 5.
  39. Leeming 1994، ص. 52.
  40. Kenan 1994، صص. 27–28.
  41. Tubbs 2021، صص. 457–458.
  42. Leeming 1994، صص. 19, 51.
  43. Tubbs 2021، صص. 351–356.
  44. Campbell 2021، ص. 7.
  45. Leeming 1994، ص. 18.
  46. Tubbs 2021، صص. 512–514.