جوليوس روبرټ اوپنهايمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ج. روبرټ اوپنهايمر
زېږېدنهDid not recognize date. Try slightly modifying the date in the first parameter.
د نيويارک ښار، د امريکا متحده ايالات
مړينهکينډۍ:مړينه او عمر
پرنسټون، نيوجرسي, د امريکا متحده ايالات
ښارونډيامريکايي
انسټيټيوټونهد مانهاتان پروژه
د کاليفورنيا پوهنتون، بېرکلي
د کاليفورنيا د تخنيک انسټيټيوت
د پرمختللو زده کړو انسټيټيوت
الما ماترهارورډ پوهنتون
د کېمبرېج پوهنتون
د گوتينگن پوهنتون
د دوکتورا سلاکارماکس بورن
د ياد وړ زده کوونکيجوليان شوينگر
سټان فرانکېل
سامويل و. الډرسون
روبرټ کرسټي
مېلبا فېلېپس
فېليپ موريسون
پېژندويي پهد هستوي وسلو جوړول
تولمان-اوپنهايمر-ولکوف بريد
اوپنهايمر-فېلېپس پروسه
بورن–اوپنهايمر اټکل
د ياد وړ لاسته راوړنېد اېنريکو فرمي جايزه
يادښتونه
د فيزيکپوه فرانک اوپنهايمر ورور

جی. رابرټ اوپنهايمير (د زېږېدو پر مهال د جوليس رابرټ اوپنهايمير نوم ورکول شوی و؛ اپريل 22,1904 – فبرورۍ 18،  1967) يو امريکايی نظرياتي فيزيک پوه او د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د منهاتن د پروژې د «لاس الاماس» لابراتوار رئيس و. نوموړی عموماً د اتومي بمب پلار بلل کېږي.

اوپنهايمر په نيويارک ښار کې زېږېدلی و، په 1925ز کال کې يې له هارورډ پوهنتون څخه په کيميا کې د لسانس سند تر لاسه کړ، او په 1927ز کال کې يې په المان کې د ګوټنګن پوهنتون څخه په فيزيک کې ډوکتورا تر لاسه کړه، په ګوټنګن پوهنتون کې يې د «ميکس بورن» تر لارښونې لاندې زده کړې کړې وې. په نورو ادارو کې له څېړنو وروسته، نوموړي په «برکلي» کې د کلفورنيا په پوهنتون کې د فيزيک له څانګې سره يوځای شو، په 1936ز کال کې په همدې څانګه کې بشپړ پروفيسر وټاکل شو. نوموړي له نظریاتي فيزيک سره د پام وړ مرستې وکړې، د کوانټم ميخانيک او هستوي فيزيک په برخو کې د لاسته راوړونو په ګډون، لکه د ماليکولر څپې د فعاليتونو لپاره د Born–Oppenheimer تخمينه، د اليکټران او پوزیټران د نظرې په اړه کار، په هستوي يوځای کېدنه کې د Oppenheimer–Phillips پروسه، او د کوانټم تونل کولو په اړه ابتدايي کار. له خپلو محصلينو سره، نوموړي همدا راز د نيوټران ستورو او تورو غارونو د تيورۍ، کوانټم فيلډ تيورۍ، او د کايناتي وړانګو د تعامل په برخو کې هم ونډه درلودلې ده.

په 1942ز کال کې، اوپنهايمر د منهاتن په پروژه کې کار کولو ته استخدام شو، او تر 1943ز کال پورې، نوموړی په نيو مکسيکو کې د دې پروژې د «لاس الاماوس» د لابراتوار رئيس وټاکل شو، چې د لومړيو هستوي وسلو د جوړولو دنده ورکړل شوه. د نوموړي رهبري او علمي تجربه د دې پروژې په برياليتوب کې مهم وو. د 1945ز کال د جولای د مياشتې په شپاړسمه نېټه، نوموړی د «ټرينيټي» په نوم د لومړي اتومي بم په تجربه کې موجود و. د 1945ز کال د اګست په مياشت کې، دا وسلې د هيروشيما او ناګاساکي په ښارونو کې د جاپان پر ضد وکارول شوې، کوم چې په يوه وسله و اله نښته کې د اتومي وسلو يوازينی استعمال و.

په 1947ز کال کې، اوپنهايمیر د نيوجرسي په پرينسيټن کې د پرمختللو مطالعاتو د انستيتيتوت رئیس شو، او د متحده ايالاتو د اتومي انرژۍ د تازه جوړ شوي کميسيون د اغېزناکې عمومي سلاکارۍ کميټې مشري ورترغاړه شوه. نوموړي د هستوي وسلو د خپرېدو او شوروي اتحاد سره د هستوي وسلو د سيالۍ د مخنيوي په موخه د هستوي ځواک د نړيوال مديريت لپاره هلې ځلې وکړې. هغه په 1949-1950 کلونو کې د يو حکومتي بحث پر مهال د هايډروجن بم د جوړولو مخالفت وکړ، او وروسته يې د دفاع اړوند چارو کې خپل دريځ ونيو، چې له امله يې د متحده ايالاتو د يو شمير حکومتي او پوځي څانګو غوصه راوپاروله. د دويمې سرې وېرې (second Red Scare په امريکا کې يو سياسي فکر يا حرکت و) پر مهال، له کمونست ګوند USA سره د خپلو پخوانيو همکارانو سره په شریکه، د اوپنهايمیر دريځ د 1954ز کال د امنيتي استماعيه جلسې څخه وروسته د هغه امنيتي تصفيه منسوخه کړای شوه. په دې سره دولتي اتومي رازونو ته په عملي ډول د هغه لاسرسی پای ته ورساول شو، او په همدې ډول د هستوي فيزيکپوه په توګه د هغه مسلک پای ته ورسېد. خپل مستقيم سياسي اغېز هم ورڅخه واخيستل شو، اوپنهايمر په فيزيک کې درسونو ورکولو، ليکلو او کار کولو ته دوام ورکړ. په 1963ز کال کې، نوموړي ته د سياسي بیا پر ځای کېدو د یوې اشارې په توګه د «اينريکو فرمي» اجايزه ورکړل شوه. نوموړی څلور کاله وروسته د ستوني د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو. په 2022ز کال کې، فدرالي حکومت په 1954ز کال کې د اوپنهايمیر امنيتي تصفيې منسوخي بېرته لرې کړه.

د ژوند لومړي کلونه

ماشومتوب او زده کړه

اوپنهايمر ته له زېږېدو وروسته د جوليس رابرټ اوپنهايمیر نوم ورکړل شو، د 1904ز کال د اپريل په دوه ويشتمه نېټه د نيويارک ښار په يوه غېر متعصبه (غېر ملتزمه) يهودي کورنۍ کې زېږېدلی و، د مور نوم يې «ايلا» و چې يوه انځورګره وه، او د پلار نوم يې «جوليس سيلګمين اوپنهايمر» و، چې د ټوکر يو بريالی واردونکی و. رابرټ يو کشر ورور درود چې فرانک نومېدو، نوموړي هم يو فيزيک پوه شو. د دوی پلار په «هناو» کې زېږېدلی و، کوم چې د پروشيا د پاچايایۍ د هيس-ناساو ولايت يوه برخه وه، او وروسته په 1888ز کال کې له ډېرو کمو سرچينو سره په داسې حال کې چې لوړې زده کړې، او د انګليسي ژبې پوهه يې هم نه درلودل، په تنکۍ ځوانۍ کې متحده ايالاتو ته ولاړ. نوموړی د ټوکر يو شرکت په کار وګوماره او په يوه لسيزه کې هلته اجرائيه دنده تر لاسه کړه، بالاخره شتمن شو. په 1912ز کال کې، دا کورنۍ د منهاتن د غربي اته اتيايمه کوڅې سره نږدې د Riverside Drive کې يو اپارتمان ته ولېږدېده، کومې سيمې چې د مجللو ودانيو او ښاري کورونو له امله شهرت درلود. د دوی په هنري ټولګه کې د پابلو پيکاسو، اډوارډ ويلارډ، او ونسان ون ګوګ شامل وو. [۱][۲][۳][۴][۵]

اوپنهايمر لومړنۍ زده کړې د ايلکوين چمتوالي ښوونځي کې وکړې. په 1911ز کال کې، نوموړی د ايتيکل کلچر سوسايټي په ښوونځي کې داخل شو، چې «فيلکس ايډلر» جوړ کړی و، تر څو اخلاقي کلتور خوځښت پر بنسټ روزنې ته وده ورکړي، د دې ښوونځي شعار "له عقيدې مخکې عمل" و. د اوپنهايمر پلار د ډېرو کلونو لپاره د همدې ټولنې غړی و، چې د ټولنې د معتمدينو په پلاوي کې يې کار کاوه. اوپنهايمر يو ګڼ وړتيا لرونکی زده کونکی و، په فرانسوي او انګريزي ادب کې او په ځانګړي ډول په کان پېژندنه کې يې لېوالتيا درلوده. نوموړي درېیمه او څلورمه درجه په يو کال کې بشپړل کړې، او د اتمې درجې نيمه برخه يې پرېښوده. په وروستي کال کې، اوپنهايمر په کيميا کې لېوالتيا پیدا کړه. نوموړی په 1921ز کال کې فارغ شو، خو په چيکوسلواکيه کې د کورنۍ د رخصتۍ پر مهال په «جواخمسټال» کې د څېړنو پر مهال د لويو کولمو د يوې ناروغۍ (کولايټس) له امله د هغه نوره زده کړه يو کال وځنډېده. نوموړی په نيومکسيکو کې بېرته ورغېدوه، چېرته چې هغه له اس سپرېدو او سويل لوېديځو متحده ايالاتو سره مينه پیدا کړه.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

اوپنهايمر په اتلس کلنۍ کې په 1922ز کال کې په هارورډ کالج کې داخل شو. نوموړي په کیميا کې زده کړې پيل کړې؛ هارورډ کې د تاريخ، ادب او فلسفې يا رياضياتو لوستل هم اړين وو. د ناروغۍ له امله د ځنډ د تعويض په موخه، نوموړي د عادي څلورو مضامينو پر ځای په هره دوره کې شپږ مضامين واخيستل. نوموړی د لسانس وياړ ټولنې Phi Beta Kappa کې شامل کړای شو، او د خپلواکو مطالعو پر بنسټ په فيزيک کې د لسانس سند ورکړل شو، د کوم معنا چې دا وه چې هغه کولای شول د پرمختلليو مضامينو لپاره له بنسټيزو مضامينو تېر شي. نوموړی د ترموډاينامکس په اړوند د يو کورس له لارې د تجرباتي فيزيک لور ته متوجه شو چې «پرسي برج مين» تدريس کاوه. اوپنهايمر يوازې د درې کلونو لوست څخه وروسته په 1925ز کال کې، له هارورډ څخه لسانس سند او « summa cum laude,» اعزازي لقب تر لاسه، او فارغ شو.[۱۱]

په اروپا کې زده کړه

په 1924ز کال کې د کامبريج په کرايسټ کالج کې له منل کېدو وروسته، اوپنهايمر «ارنسټ رودرفورډ» ته يو ليک وليکه او له هغه يې غوښتنه وکړه چې په «کيونډش» لابراتوار کې د کار کولو اجازه ورکړي، په داسې حال کې چې د «برج مين» د سپارښتنې په ليک کې ويل شوي دي چې په لابراتوار کې د اوپنهايمر بې خونده والي ته په کتنې سره وړانديز وشو چې د تجربوي پر ځای نظري فيزيک به د هغه لپاره اړين وي. رترفورډ له هغه متاثره نه و، خو اوپنهايمر له دې سره سره کيمبرج ته ولاړ، بالاخره «J. J. Thomson» په دې شرط ومانه چې هغه بايد د لابراتوار اساسي زده کړې بشپړې کړي.[۱۲][۱۳]

اوپنهايمر په کامبريج کې ډېر خفه وو، او يو ملګري ته يې وليکل: "وخت مې ډېر بد دی. د لابراتوار کار بيخي زړه تنګی دی، او زه پکې دومره بد يم، ان دا ناشونې ده چې احساس کړم چې زه يو څه زده کوم". نوموړي له خپل څارونکي ښونکي «پيټرک بليکيټ» سره يوه مخالفانه اړيکه پيدا کړه، چاته چې راتلونکی کې نوبل جايزه ورکړل شوه. د اوپنهايمر د يو ملګري «فرانسس فرګوسن» په وينا، اوپنهايمر يو ځل اقرار کړی و چې يو ځل يې د «بليکيټ» په مېز باندې په زهرو لړلې يوه مڼه اېښې وه، خو چا ونه خوړه. د اوپنهايمر والدينو د پوهنتون مسئولین قانع کړل چې د جرمي تورونو په فشار سره هغه له پوهنتون ونه شړي. د دې پر ځای اوپنهايمر په ازمايښتي پړاو کې واچول شو، او اړ و چې د لندن په هارلي کوڅه کې د يو روانپوه سره منظمې ناستې ولري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې

  1. Schweber 2008, p. 283
  2. Cassidy 2005, pp. 5–11
  3. Cassidy 2005, pp. 16, 145, 282
  4. Bird & Sherwin 2005, p. 10
  5. Bird & Sherwin 2005, p. 12
  6. Cassidy 2005, p. 35
  7. Cassidy 2005, pp. 23, 29
  8. Cassidy 2005, pp. 16–17
  9. Cassidy 2005, pp. 43–46
  10. Cassidy 2005, pp. 61–63
  11. Cassidy 2005, pp. 75–76, 88–89
  12. Cassidy 2005, p. 94
  13. Cassidy 2005, pp. 90–92
  14. Bird او Sherwin 2005، ص. 46.
  15. Monk 2012، ص. 97.
  16. McCluskey, Megan (July 25, 2023). "J. Robert Oppenheimer's Grandson on What the Movie Gets Right and the One Scene He Would Have Changed". Time. مؤرشف من الأصل في July 27, 2023. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Monk 2012، ص. 92.