Jump to content

هستوي وسلې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د هستوی وسلی استعمال په ناکازاکی جاپان
لومری هستوی ازموینه

هستوي وسله (چې د اتوم بم، اتومي بم، هستوي بم يا هستوي کوپړۍ، يا په عامه ژبه کې د بم يا هستوي په نوم هم پېژندل کېږي) هغه چاوديدونکې اله ده چې خپل ويجاړونکی ځواک له هستوي غبرګون  نه تر لاسه کوي، يا په چاودنې سره (چاوديدونکی بم) يا د چاودنې او يو ځای شويو عکس العملونو په مټ (هستوي حرارتي بم/هايدروجني بم/). د بم دواړه ډولونه د مادې له کمې اندازې نه په غټه پيمانه ځواک خوشې کوي.

چاودېدونکي (اتومي) بم لومړۍ ازموينې د نږدې  ۲۰۰۰۰ ټنه TNT (84 TJ) سره برابرې اندازې ځواک خوشې کړی و. د لومړي حرارتي هستوي بم (هايدروجن) ازموينې نږدې د لس ميليونه ټنه ټي.ان.ټي (42 PJ) له اندازې سره برابره انرژي خوشې کړې وه. د هستوي بمونو توليد، د لس ټنه TNT (the W54) او پنځوس ميګاټنه Tsar Bomba ترمنځ دی. د حرارتي هستوي وسلو وزن، له ۲۴۰۰ پاونډه (۱۱۰۰ کيلو ګرامه) نه يو څه زيات دی او کولای شي، چې يو اعشاريه دوه ميليونه ټنه ټي.ان.ټي (5.0 PJ) سره برابره انرژي توليد کړي.  [۱][۲]

يوه هستوي وسيله، چې د يوه عادي بم نه ډېره ستره نه وي، کولای شي په چاودنې سره ټول ښار ويجاړ کړي. له دې امله چې دا د ډله ييزې ويجاړۍ وسلې دي، د نړيوالو اړيکو تګلارې د هستوي وسلو پراختيا ته ځانګړې پاملرنه کړي. د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال، په ۱۹۴۵ز کال کې متحده ايالاتو د جاپان په دووښارونو هر يوه هيروشيما او ناګاساکي، دوه ځلې له هستوي وسلو کار اخیستی دی.

ازموینه او په کار اچول

هستوي وسلې يوازې دوه ځلې په جګړو کې کارول شوې دي، دواړه ځلې د دويمې نړيوالې جګړې د پای په شېبو کې د متحده ايالاتو له خوا د جاپان په وړاندې. د ۱۹۴۵ز کال د اګست په شپږمه نېټه، د متحده ايالاتو د پوځ هوايي ځواکونو د جاپان په هيروشيما ښار ټوپک ته ورته چاودېدونکی بم چې د «کوچني هلک» مستعار نوم ورکړل شوی و، وچاوداوه. درې ورځې وروسته د اګست په نهمه نېټه، د متحده ايالاتو د پوځ هوايي ځواک يو پاټونيمي له داخله چاودېدونکې بڼې چاودېدونکی بم چې د «چاغ سړي» مستعار نوم ورکړل شوی و، د چاپان د نګاساکي پر ښار وچاوداوه. دا بمبارۍ د زيانونو لامل وګرځېده، چې په پايله کې يې نږدې دوه سوه زره ملکيان او پوځيان ووژل شول. د دې بمبارۍ اخلاق او د جاپان په تسليمۍ کې د هغې برخه د بحث موضوع ده.[۳]

د هيروشيما او نګاساکي پر ښارونو له بمباريو وروسته، د ازموينې او ښودنې په موخه هستوي وسلې له دوه زره ځله نه زياتې چاودول شوې دي. دا ډول وسلې يوازې څو هېوادونه لري يا پرې شک کېږي چې د دې وسلو تر لاسه کولو هڅه کوي. هغه هېوادونه چې هستوي وسلې يې يا چاودولي او د دې وسلو لرل يې منلي دي (د لومړۍ ازموينې د تاريخ پر بنسټ) متحده ايالات، شوروي اتحاد (چې د شوروي اتحاد ځای اتومي ځواک روسيې ونيو)، انګلستان، فرانسه، چين، هندوستان، پاکستان او شمالي کوريا دي. باور کېږي چې اسرائيل هستوي وسلې لري، خو په يوه قصدي مبهمه تګلاره کې، اسرائیل نه مني چې اتومي وسلې لري. المان، ايټاليا، بلجيم او هالنډ هغه هېوادونه دي، چې په شريکه هستوي وسلې لري. سويلي افريقا يوازینی هېواد دی چې په خپلواک ډول يې دا وسلې جوړې کړې، خو وروسته يې دا بهير پرېښود او هستوي وسلې يې له منځه يو وړې. [۴][۵][۶][۷]

د هستوي وسلو د نه خپراوي تړون موخه دا ده، چې د هستوي وسلو خپرېدل کم کړي، خو د دې تړون اغېزمنتيا تر پوښتنې لاندې ده. تر نن ورځې پورې د وسلو نوي کول روان دي.[۸]

ډولونه

د هستوي وسلو دوه اساسي ډولونه شته: يو ډول هغه دی چې د خپلې انرژۍ ډېره برخه يوازې د هستوي عکس العملونو له چاودنې نه تر لاسه کوي او دويم يې هغه ډول دی چې د چاودنې غبرګونونه، د هستوي چاودنې د غبرګونونو د يو ځای کولو د پيلولو لپاره کاروي، کوم چې د ټولې وتونکې انرژۍ زياته برخه توليدوي. [۹]

چاودېدونکې وسلې

ټولې شته هستوي وسلې، د خپلې چاوديېدونکي انرژۍ ځينې برخې د هستوي چاودنو له غبرګونونو نه تر لاسه کوي. هغه وسلې چې چاودېدونکي توليد يې يوازې د چاودنې په غبرګونونو پورې تړلی وي، په عمومي ډول د اتومي بمونو يا اتوم بم په نامه پېژندل کېږي (لنډيز يې يوازې په دې ډول کېږي: A-bombs). له اوږدې مودې راهيسې ليدل شوي دي چې، دا د یوه ناسم نوم په توګه پېژندل شوی دی، ځکه چې د دوی انرژي د اتوم له هستې نه تر لاسه کېږي، کټ مټ د هايدروجني وسلو په څېر.

په چاودېدونکو وسلو کې، د چاودېدو وړ موادو حجم (غني شوي يورانيوم يا پلوټونيوم) په فوق بحراني حالت بدليږي، چې د هستوي ځنځيري غبرګونونو د چټکې ودې امکانات برابروي يا له دې لارې چې د فرعي کړکېچنو موادو يوه برخه په يوه بله برخه وولي (د ټوپک په ډول) يا په کيمياوي تيلو چلېدونکو چاودېدونکو توکو د لينزونو په کارولو سره د چاودېدونکو توکو د يوې فرعي بحراني کرې يا سلينډر په فشارولو سره. دویمه طريقه، د «چاودنې» لاره، د لومړۍ طريقې په پرتله ډېره پېچلې او ډېره اغېزناکه ده (کوچنۍ، کمه ډبله او د چاودنې وړ قیمتي تيلو ته اړتيا لري). 

د هستوي وسلو په ټولو طرحو کې يو مهم ګواښ دا دی، تر څو ډاډ حاصل شي، چې مخکې تر دې چې دا وسله خپله خپل ځان له منځه يوسي، بايد د سون د توکو مهمه برخه يې مصرف شي. د چاودېدونکي بم له خوا د خوشې کېدونکې انرژۍ اندازه، له يو ټن نه له کمې اندازې پيلېږي او بيا د TNT تر ۵۰۰۰۰۰ ټنه (۵۰۰ کيلو ټنه) پورې رسيېږي (4.2 to 2.1×106 GJ).  [۱۰]

د چاودنې هر ډول غبرګونونه، چاودېدونکي محصولات، يعنې د اتومي هستې پاتې شوني تولیدوي. د چاودنې ډېری توليدات يا په لوړه کچه رادیواکتيف (خو د لنډې مودې لپاره) وي يا په نسبي ډول راديواکتيف (خو د اوږدې مودې لپاره) وي او په همدې بنسټ، د راديواکټيف د ککړتيا يوه جدي بڼه ده. د چاودنې محصولات د هستوي اورښت د راديواکتيف اساسي برخې دي. د راديواکتيف بله سرچينه، د دې وسلې په مټ د توليد شويو نيوترينونو چاودنې دي. کله چې دا نيوترونونه په شا او خوا کې د نورو موادو له هستو سره جنګيږي، دا هستې په نورو ايزوتوبونو بدلوي، د دوی پياوړتيا بدلوي او له دوی نه راديواکتيف جوړوي.

د هستوي وسلو لپاره کارېدونکي تر ټولو عام چاودېدونکي توکي يورانيوم-۲۳۵ او پلاټونيوم-۲۳۹ دي. کم کارېدونکي يې يورانيوم-۲۳۳ دي. د هستوي چاودېدونکو لپاره نپتونيوم-۲۳۷ او د امريکيوم ځينې ايزوتوپونه هم شونې ده، د کارېدو وړ وي، خو دا نه ده روښانه شوې چې، دا توکي دې تر اوسه عملي شوی وي او په هستوي وسلو کې يې د دې ممکنه کارېدل تر بحث لاندې موضوع ده.[۱۱]

ترکيبي وسلې (هايدروجني وسلې)

د هستوي وسلې يو بل بنسټیز ډول د خپلې انرژۍ زياته برخه د هستوي امتزاج (ترکيب/يوځای کېدلو) له غبرګونونو نه توليدوي. دې ډول امتزاجي وسلو ته په عمومي توګه، د هستوي حرارتي وسلې په توګه يا په ډېر عام ډول هايدروجن بمونو (لنډيز يې په دې ډول دی: H-bombs) په نوم اشاره کېږي، ځکه چې دا ډول وسلې د هايدروجن د ایزوتوپونو (ډيوټريوم او ترټيوم) تر منځ په تعاملاتو متکي وي. دا ډول ټولې وسلې د خپلې انرژۍ مهمه برخه د چاودنې له غبرګونونو نه تر لاسه کوي، کوم چې د امتزاج د غبرګونونو د پيلولو لپاره کارول کېږي او شونې ده چې، د امتزاج غبرګونونه خپله د نورو چاودېدونکو غبرګونونو د رامنځ ته کولو لامل وګرځي. [۱۲]

يوازې شپږو هېوادونو؛ متحده ايالات، روسيې، انګلستان، چين، فرانسې او هندوستان د حرارتي هستوي وسلو ازموينې کړې دي. په دې اړه اختلاف شته چې، ايا هندوستان د يوه ريښتيني څو پړاويزې حرارتي هستوي وسلې چاودنه کړې که نه. د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې شمالي کوريا ادعا کړې وه چې، د حرارتي وسلې ازموینه يې کړې ده، خو دا ادعا هم اختلافي ده. د لومړۍ چاودنې وسلې په پرتله په بريا سره د حرارتي هستوي وسلې طرحه او عملي کول ډېر ستونزمن دي. نږدې ټولې هغه هستوي وسلې چې نن سبا په کار اچول کېږي، د حرارتي هستوي طرحه کاروي، ځکه چې دا ډول يې زيات اغېزناک دی.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينه

د بي بي سي پښتو يوه څيړنيزه ليکنه

  1. "Atomic Power for War and Peace". Popular Mechanics. Hearst Magazines. October 1945. pp. 18–19.
  2. Specifically the 1970 to 1980 designed and deployed US B83 nuclear bomb, with a yield of up to 1.2 megatons.
  3. "Frequently Asked Questions #1". Radiation Effects Research Foundation. Archived from the original on September 19, 2007. نه اخيستل شوی September 18, 2007. total number of deaths is not known precisely ... acute (within two to four months) deaths ... Hiroshima ... 90,000–166,000 ... Nagasaki ... 60,000–80,000
  4. Executive release. "South African nuclear bomb". Nuclear Threat Initiatives. Nuclear Threat Initiatives, South Africa (NTI South Africa). Archived from the original on September 28, 2012. نه اخيستل شوی March 13, 2012.
  5. "Federation of American Scientists: Status of World Nuclear Forces". Fas.org. Archived from the original on January 2, 2013. نه اخيستل شوی December 29, 2012.
  6. "Nuclear Weapons – Israel". Fas.org. January 8, 2007. Archived from the original on December 7, 2010. نه اخيستل شوی December 15, 2010.
  7. See also Mordechai Vanunu
  8. Ian Lowe, "Three minutes to midnight", Australasian Science, March 2016, p. 49.
  9. Educational Foundation for Nuclear Science, Inc. (February 1954). "Bulletin of the Atomic Scientists". Bulletin of the Atomic Scientists : Science and Public Affairs. Educational Foundation for Nuclear Science, Inc.: 61–. ISSN 0096-3402. Archived from the original on March 31, 2017.
  10. Hansen, Chuck. U.S. Nuclear Weapons: The Secret History. San Antonio, TX: Aerofax, 1988; and the more-updated Hansen, Chuck, "Swords of Armageddon: U.S. Nuclear Weapons Development since 1945 Archived December 30, 2016, at the Wayback Machine." (CD-ROM & download available). PDF. 2,600 pages, Sunnyvale, California, Chuklea Publications, 1995, 2007. ISBN 978-0-9791915-0-3 (2nd Ed.)
  11. Albright, David; Kramer, Kimberly (August 22, 2005). "Neptunium 237 and Americium: World Inventories and Proliferation Concerns" (PDF). Institute for Science and International Security. Archived (PDF) from the original on January 3, 2012. نه اخيستل شوی October 13, 2011.
  12. Carey Sublette, Nuclear Weapons Frequently Asked Questions: 4.5.2 "Dirty" and "Clean" Weapons Archived March 3, 2016, at the Wayback Machine., accessed May 10, 2011.
  13. On India's alleged hydrogen bomb test, see Carey Sublette, What Are the Real Yields of India's Test? Archived September 27, 2011, at the Wayback Machine..
  14. McKirdy, Euan (January 6, 2016). "North Korea announces it conducted nuclear test". CNN. Archived from the original on January 7, 2016. نه اخيستل شوی January 7, 2016.
  15. "Nuclear Testing and Comprehensive Test Ban Treaty (CTBT) Timeline". Arms control association. Archived from the original on April 21, 2020.