جوسیا ویلارد ګیبس
| جوسیا ویلارد ګیبس | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۱ فېبروري ۱۸۳۹[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
| مړینه | 28 اپريل 1903 (64 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] |
| استوګنځای | د امریکا متحده ایالات |
| تابعیت | |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | پاریس پوهنتون (۱۸۶۶–۱۸۶۷)[۱] |
| کار/مسلک | فزيک پوه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲] |
| مؤثر | رودولف کلاوزيوس |
| لاسليک | |
| سمول |
|
جوسیا ویلیارد ګیبس (Josiah Willard Gibbs) ( د فبروري ۱۱ مه، ۱۸۳۹- د اپریل ۲۸ مه، ۱۹۰۳ ز) امریکايي ساینس پوه او عالم و، چې د فزیک، کیمیا او ریاضي په برخو کې یې مهم تیوریکي ګامونه اخیستي دي. په ترمودینامیک (thermodynamics) برخه کې د هغه څېړنو په یوه کره استنتاجي علم، د فزیکي کیمیا (physical chemistry) د اوښتو په برخه کې د پام وړ اغېز لرلی دی. هغه له جیمز کلارک ماکسوېل (James Clerk Maxwell) او لودونک بولتزمان (Ludwig Boltzmann) سره په ګډه ستاتیک میخانیک (statistical mechanics)(هغه اصطلاح چې ده په خپله جوړه کړې) رامنځته او ترمودینامیک قوانین یې له ذراتو څخه جوړ فزیکي سیستم د ممکنه حالاتو د آماري خواصو د پایلو په توګه معرفي کړل. ګیبس همدارنګه د ماکسویل په معادلاتو کار وکړ، څو د فزیکي نور پېژندنې ستونزې حل کړي. د ریاضي پوه په توګه یې ویکتور کالکولس (vector calculus) یا د حساب ماشین رامنځته کړ ( دغه اختراع له بریتانوي ساینس پوه اولیور هویساید نه په جلا ډول، چې هم مهاله یې په دغه پروژه کار کاوه، ترسره شوه).[۱۳]
په ۱۸۶۳ ز کال کې، د ییل پوهنتون د انجینرۍ په برخه کې ګیبس ته د لومړني امریکايي په توګه افتخاري دوکتورا ورکړه. په اروپا کې له درې کلن لنډ مهاله هستوګنې وروسته، ګیبس په ییل پوهنتون کې په خپلو چارو پیل وکړ، چېرې چې هغه له ۱۸۷۱ ز کال نه تر ۱۹۰۳ ز کال پورې د ریاضیکي فزیک د پروفیسور په توګه تر خپل مرګه تدریس وکړ. هغه چې په نسبي ګوښه توب کې کار کاوه، د امریکا د لومړني تیوریکي عالم یا څېړونکي په توګه وپېژندل شو او نړیوال شهرت یې ترلاسه کړ، چې د البرت انشټاین له خوا ورته " د امریکا په تاریخ کې د متفکر مغز" لقب ورکړل شو. په ۱۹۰۱ ز کال کې ګیبس د "ریاضیکي فزیک په برخه کې د خدمتونو له امله" په نړیواله کچه تر ټولو لوړ علمي افتخار، یعنې د لندن د سلطنتي ټولنې (Royal Society) کاپلي مډال (Copley Medal) ترلاسه کړ.[۱۴][۱۵]
مفسرین او ژوند لیک لیکونکي، په نیوانګلنډ کې د ده د ارامه او ګوښه ژوند او په نړیواله کچه د ده د نظریاتو د اغېزو ترمنځ د اختلاف خبرې کوي. په داسې حال کې چې د ده ډېری آثار د تئوري په ډول دي، خو په عملي ډګر کې د ګیبس د چارو ارزښت د ۲۰ مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د کیمیاوي صنعت په پرمختګ کې لیدل کېږي. رابرت ای میلیکان (Robert A. Millikan) څرګندوي چې: د سوچه علم په توګه، ګیبس "د ستاتیک میخانیک او ترمودینامیک په برخه کې هغه کارونه ترسره کړي، چې لاپلاس (Laplace) د اسماني میخانیک (celestial mechanics) او ماکسول (Maxwell) د الکترودینامیک په برخه کې ترسره کړي وو، چې خپله تخصصي څانګه یې له تیوریکي پلوه بشپړه کړې وه".[۱۶]
ژوند لیک
[سمول]کورنۍ مخینه(شالید)
[سمول]ګیبس په کنتیکت نیو هېون (New Haven, Connecticut) کې وزېږید. هغه د یانکي دودیزې کورنې غړی و، چې له ۱۷مې پېړۍ وروسته د امریکا پیاوړي روحانیون او پوهان له دغه نسل څخه وو. هغه د جوسایا ویلارد ګیبس سر (Josiah Willard Gibbs Sr) او د هغه د مېرمنې ماري انا چې اصلي نوم یې وان کلو و، څلورم بچی او یوازنی زوی و. د پلار له لوري هغه د ساموئل ویلیارد لمسی و، چې له ۱۷۰۱ ز کال څخه یې تر ۱۷۰۷ ز کال پورې د هاروارد پوهنتون مشري پر غاړه لرله. د مور له لوري د جانتان ډیکنیسون لمسی دی، چې د نیوجرسي پوهنتون (وروسته په پرینسیټون پوهنتون واوښت) لومړنی مشر و. د ګېبس نوم چې یې له پلار او د کورنۍ له ګڼ شمېر غړو سره مشترک دی، له خپل نیکه جوسیا ویلیارد نه، چې په ۱۸ مه پېړۍ کې د ماساچوستس ایالت وزیر و، ورته په میراث پاتې دي.[۱۷]
مشر ګیبس تر ډېره په کورنۍ کې او د همکارانو ترمنځ د "جوسیا" په نوم په پېژندل کېده، چې زوی ته به یې بیا "ویلیارد" ویل. جوسیا ګیبس ژب پوه او د الهیاتو متخصص و چې له ۱۸۲۴ ز کال څخه یې په ۱۸۶۱ ز کال کې تر خپل مرګه د ییل پوهنتون د الهیاتو په پوهنځي کې تدریس وکړ. اوسمهال هغه د غلامۍ د لغوې کولو د پلوی په توګه پېژندل کېږي، ځکه هغه د امیستاد (Amistad) بېړۍ افریقايي مسافرو ته یو ژباړن پیدا کړ، څو په هغه محکمه کې چې د دوی له خرڅېدو وروسته بغاوت له امله رامنځته شوې وه، په شهادت ورکولو کې ورسره مرسته وکړي.[۱۸][۱۹]
زده کړې
[سمول]ویلیارد ګیبس په هاپکېنس ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۸۵۴ ز کال، کله چې ۱۵ کلن و، ییل کالج ته شامل شو. په ییل کې ګیبس د ریاضیاتو او لاتین په برخه کې ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې او په ۱۸۵۸ ز کال کې له هغه ځایه په خپل ټولګي کې په لوړه درجه فارغ شو. هغه له فراغت وروسته په یل کې له شیفلډ علمي ښوونځي سره پاتې شو. په ۱۹ کلنۍ کې له کالج څخه له فراغت وروسته، ګیبس د کنتیکت د هنرونو او علومو اکاډمۍ ته چې ډېری غړي یې د ییل پوهنتون د علمي پلاوي غړي وو، لار ومونده.[۲۰][۲۱]
له دې امله چې، له هغه مهاله تر اوسه پورې ډېر کم اسناد پاتې شوي، نو دا به ستونزمنه وي چې د ګیبس د لومړني مهال چارې دې په بشپړه توګه روښانه کړای شي. د ژوند لیک د لیکونکو پر باور، د ګېبس لارښود او اتل په دواړو ییل او کنتیکت اکاډمیو کې ستوري پېژندونکی او ریاضي پوه هوبرت انسون نیوټن (Hubert Anson Newton) و، چې د شهاب ډبرو په مطالعه کې مخکښ و او د ګیبس تلپاتی ملګری او باوري کس و. په ۱۸۶۱ ز کال کې، د هغه د پلار له مړینې وروسته ګیبس له خپل پلار څخه دومره پانګه په میراث کې ترلاسه کړه، چې د ټول عمر لپاره یې هغه له مالي پلوه خپلواک کړ.[۲۲][۲۳]
ځوان ګیبس په مکرر ډول د سږو له ستونزو سره مخامخ شو او ډاکټران یې په دې فکر کړل، چې کېدای شي هغه په تبرکلوز ناروغۍ اخته شوی وي، ځکه همدغې ناروغۍ یې مور وژلې وه. هغه د استېګماتیزم له ناروغۍ رنځېده، چې هغه مهال د سترګو په طبابت کې د دغې ناروغۍ درملنه ډېره ستونزمنه وه. له همدې امله به ګیبس په خپله ځان معاینه کاوه او د خپل تشخیص له مخې به یې د خپلو سترګو لپاره لېنز ټاکه. وروسته هغه له عینکو څخه د مطالعې او ورته نورو چارو پر مهال کار اخیست. د ګیبس نازک روغتیايي حالت او د کمزوری لید د دې لامل شو چې، د ۱۸۶۱- ۱۸۶۵ ز کال پورې، د امریکا په کورنۍ جګړه کې له خپلې خوښې ګډون څخه د ده مخه ونیسي. هغه د عسکرۍ خدمت ته نه ولاړ او د جګړې پر مهال په ییل کې پاتې شو.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
ګیبس په ۱۸۶۳ ز کال کې، د انجینرۍ په برخه کې خپله لومړی Ph.D. د موټرو د ګېر په برخه کې د څرخونو د غاښونو( "On the Form of the Teeth of Wheels in Spur Gearing") تر سرلیک لاندې تېزس په لیکلو ترلاسه کړه، چې په کې یې د موټرو د ګېر په برخه کې له هندسي تخنیکونو کار اخیستی و. دغه دکتورا (Ph.D.)، د امریکا په متحده ایالاتو کې په بېلابېلو علومو کې پنځمه دوکتورا وه.[۲۸][۲۹][۳۰]
مسلک، ۱۸۶۳-۱۸۷۱ز
[سمول]له فراغت وروسته، هغه د درېو کلونو لپاره په درس ورکولو بوخت شو. په لومړیو دوو کلونو کې، هغه د لاتین درس ورکړ او په درېم کال کې هغه "د طبیعي فلسفې" (لکه فزیک) درس ورکړ. په ۱۸۶۶ ز کال کې یې د رېل ګاډي د برېک ډیزاین اختراع کړ او وړاندې له دې چې کنتیکت اکاډمۍ ته ولاړ شي، د " اوږدوالي د انکچې معلومولو د واحد د مناسب مقدار" تر عنوان لاندې مقاله یې خپره کړه، چې په کې یې په میخانیک کې د کچې اخیستنې د منطقي سیستم په موخه طرحه وړاندیز کړې وه.[۳۱][۳۲]
د زده کړو ورکولو د دورې له پای ته رسېدو وروسته، ګیبس له خپلو خویندو سره اروپا ته سفروکړ. دوی د ۱۸۶۶-۱۸۶۷ ز کال ترمنځ ژمی په پاریس کې تېر کړ. چېرې چې ګیبس په سوربون (Sorbonne) او کلژ دو فرانس (Collège de France) پوهنتونونو کې په څو لکچرونو کې برخه واخیسته چې په کې مشهورو ریاضي پوهانو، لکه: جوزف لیوول او مشل شالس خپلې مقالې وړاندې کولې. د زده کړو د تنبیهي نظام په ترلاسه کولو سره، هغه سخت زکام ونیو او ډاکټر یې له تبرکلوز څخه د وېرې له امله هغه ته مشوره ورکړه چې، د فرانسې په ریوریای کې، چېرې چې ده او خویندو یې څو میاشتې هلته تېرې کړې وې، پاتې شي او هلته روغ شو.[۳۳][۳۴]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12549131v — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12549131v — خپرېدونېټه: ۲۲ اگست ۲۰۱۷ — پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/J-Willard-Gibbs — سکالو پېژند: J. Willard Gibbs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67h1wsm — سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/18663052 — سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Whonamedit? doctor ID: http://www.whonamedit.com/doctor.cfm/3644.html — سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — پنځوونکی: Ole Daniel Enersen
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ KNAW past member ID: https://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00000392 — سکالو پېژند: J.W. Gibbs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gibbs-josiah-willard — سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0029866.xml — سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/23263 — سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ سکالو پېژند: Josiah Willard Gibbs — CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=119145 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ "Gibbs, Josiah Willard". Oxford Dictionary of English (3 ed.). Oxford Reference.
- ↑ "J. Willard Gibbs". Physics History. American Physical Society. ترلاسهکېدو نېټه 16 Jun 2012.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Copley Medal". Premier Awards. Royal Society. ترلاسهکېدو نېټه 16 Jun 2012.
- ↑ Millikan, Robert A. (1938). "Biographical Memoir of Albert Abraham Michelson, 1852–1931" (PDF). Biographical Memoirs of the National Academy of Sciences of the United States of America. 19 (4): 121–146.
- ↑ Bumstead 1928
- ↑ Cropper 2001, p. 121
- ↑ Linder, Douglas. "Biography of Prof. Josiah Gibbs". Famous American Trials: Amistad Trial. University of Missouri–Kansas City School of Law. ترلاسهکېدو نېټه 16 Jun 2012.
- ↑ O'Connor, John J.; Robertson, Edmund F. (1997). "Josiah Willard Gibbs". The MacTutor History of Mathematics archive. University of St Andrews, Scotland. School of Mathematics and Statistics. ترلاسهکېدو نېټه 16 Jun 2012.
- ↑ Rukeyser 1988, p. 104
- ↑ Wheeler 1998, pp. 23–24
- ↑ Rukeyser 1998, pp. 120, 142
- ↑ Wheeler 1998, pp. 29–31
- ↑ Rukeyser 1988, p. 143
- ↑ Wheeler 1998, p. 30
- ↑ Rukeyser 1998, p. 134
- ↑ Wheeler 1998, p. 32
- ↑ Gibbs, Josiah W. (1863). On the form of the teeth of wheels in spur gearing. Bibcode:1863PhDT.........1G. ترلاسهکېدو نېټه 27 Mar 2016.
{{cite book}}:|website=ignored (help) - ↑ Ziad Elmarsafy; Anna Bernard (13 June 2013). Debating Orientalism. Palgrave Macmillan. p. 85. ISBN 978-1-137-34111-2.
- ↑ US Patent No. 53,971, "Car Brake", Apr. 17, 1866. See The Early Work of Willard Gibbs in Applied Mechanics, (New York: Henry Schuman, 1947), pp. 51–62.
- ↑ Wheeler 1998, appendix II
- ↑ Wheeler 1998, p. 40
- ↑ Wheeler 1998, p. 41
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1903ز مړينې
- 28 اپريل مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- CS1 errors: periodical ignored

