جوزف م. اکابا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جوزف م. اکابا
ناسا ستورمزلی
ملیتمتحده ایالات
دريځچارند (فعال)
زوکړه۱۷ مې ۱۹۶۷(1967-05-17) ‏(عمر: ۵۶ کاله)
اینگلووډ، کلیفورنیا
نورې دندې
اوبځمکپوهنه
ښوونکی (منځنی او لېسه, ریاضیات او طبيعي پوهنې)
په تشیال کې وخت
۱۳۷ ورځې ۱۹ ساعته ۲۲ دقیقې
غوراوید ناسا ستورمزلو ۱۹مه ډله
ماموریتایس‌ټي‌ایس-۱۱۹, سویوز ټی‌ایم‌اې-۰۴ایم, ۳۱م لېږد ۳۲م لېږد
د ماموریت نښان
STS-119 Expedition 31 Expedition 31

جوزف مایکل اکابا انګلیسي: Joseph Michael "Joe" Acaba چې د ۱۹۶۷ د می پر ۱۷مه زېږېدلی – یو ښوونکی، اوبځمکپوه او د ناسا ستورمزلی دی.[۱][۲] جوزف د امریکا له پورټو ریکو پښت څخه لومړنی کس وو چې د ۲۰۰۴ په می کې د ستورمزلي په توگه نوماند او د ناسا د ستورمزلو په ۱۹مې ډلې کې د روزنې لپاره وټاکل شو. نوموړي خپل روزنیز پروگرام د ۲۰۰۶ د فبروري پر ۱۰مه بشپړ کړ او د ایس‌ټي‌ایس-۱۱۹ ماموریت لپاره غوره شو. د ۲۰۰۹ د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۸مې پورې یې په دې نیت الوتنه وکړه چې نړېوال تشيال تمځای ته وروستۍ لمریزې هیندارې ورسوي.[۳] جوزف په خپل دوهم ماموریت کې، چې د ۲۰۱۲ د می پر ۱۵مه پیل شو، نړیوال تشیال تمځای ته د الوتنې چلوونکی وو[۴]. هغه د ۲۰۰۹ د می پر ۱۷مه تشیال تمځای ته ورسېد او د ۲۰۱۲ د سپټمبر پر ۱۷مه د سهار پر ۶:۵۳ (مسکو مهال) دقیقو بېرته ځمکې ته را ورسېد چې ناسته یې د روسي فضايي ادارې (روس‌کوسموس) له خوا په رسمي توگه ریکارډ شوې ده[۵][۶].

مخکینی ژوند[سمول]

د جوزف مور او پلار، رېلف (Ralph) او اېلسي اکابا (Elsie Acaba)، په اصل کې د پورټو ریکو د اتیلو (Hatillo) دي. هغوی د ۱۹۶۰مو کلونو په منځ کې د کلیفورنیا ایالت اینگلووډ (Inglewood) ښار ته کډه شول او جوزف هم همالته پیدا شو. هغوی وروسته د کلیفورنیا اناهایم (Anaheim) ښار ته ولاړل. جوزف له ماشومتوبه له لوستلو، په تېره بیا ساینس-افسانو (science-fiction) له لوستلو سره ډېره مینه لرله. د ښوونځي په ساینس او ریاضي دواړو مضامینو کې ډېره تکړه وو. که څه هم مور او پلار به یې هم هر مهال ښوونیز فلمونه ور ښودل، خو پر سپوږمۍ باندې د نیل ارمسټرانگ (Neil Armstrong) د ناستې فلم په بهرني تشیال (outer space) کې د جوزف لېوالتیا را وپارول. کله چې په لېسې کې وو، جوزف سکوبا غوټه وهنې (scuba diving) ته لېواله شو او د ښوونځي د یوه روزنیز پروگرام له لارې منلی غوټه وهونکی شو. له دې تجربې وروسته، جوزف وهڅول شو چې د ځمکپوهنې (geology) په برخه خپلې زده‌کړې نورې هم وغځوي. په ۱۹۸۵ کې، جوزف په اناهایم کې له ایسپرانزا عالي لېسې (Esperanza High School) څخه فارغ شو.

زده‌کړې[سمول]

په ۱۹۹۰ کې، جوزف د سانټا باربرا (Santa Barbara) له کلیفورنیا پوهنتون (University of California) څخه په ځمکپوهنه (geology) کې بکلوریا، او په ۱۹۹۲ کې یې له اریزونا پوهنتون (University of Arizona) څخه په ځمکپوهنې کې ماسټري ترلاسه کړه. جوزف د شپږو کلونو لپاره د امریکا په سمندري ځواکونو (United States Marine Corps) کې د سرپړکمشر (sergeant) په توگه کار کاوه. همدا ډول، د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې یې د اوبځمکپوه (hydrogeologist) دنده پر مخ بېوله.

نور ولولئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. NASA (February 2006). "Astronaut Bio: Joseph Acaba". National Aeronautics and Space Administration. د لاسرسي‌نېټه November 26, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. NASA. "NASA Hispanic Astronauts". National Aeronautics and Space Administration. د اصلي آرشيف څخه پر October 20, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 26, 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Launch Schedule: Consolidated Launch Manifest". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر March 7, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . [{{{url}}} Biography of Josepth Acaba]. Space Facts.
  5. (په May 17, 2012 باندې). Three-man crew docks at International Space Station.
  6. (په 17 September 2012 باندې). Soyuz lands in Kazakhstan after ISS mission.