جورج ډبلیو الډریج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج ډبلیو الډریج
جورج ډبلیو الډریج
جورج ډبلیو الډریج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ ډيسمبر ۱۸۵۶
مړینه 13 جون 1922 (66 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج ډبلیو الډریج
جورج ډبلیو الډریج

دویم جورج واشنګټن الډریج ( د ۱۸۵۶ز کال د ډسمبر په ۲۸مه زیږېدلی- د ۱۹۲۲ز کال د جون په ۱۳مه مړ شوی) له نیویارک ایالت نه یو نامتو سیاستوال او د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر و.

لومړنی ژوند[سمول]

الډریج د ۱۸۵۶زکال د ډسمبر په ۲۸مه د میشیګان ښار انډیانا کې زیږیدلی. الډریج ماشومتوب کې له خپل مور او پلار سره د نیویارک ایالت روچیسټر ښار ته لاړل، چیرته چې د هغه پلار جورج واشنګټن الډریج (۱۸۳۳ز کال کې زیږېدلی-۱۸۷۷ز کال مړ شوی)  د روچیسټر ۳۸م ښاروال وټاکل شو او له ۱۸۷۳ز کال نه تر ۱۸۷۴ز کال پورې یې دا دنده تر سره کړه. هغه د نیویارک ایالت اوکفیلډ ښار، کري کالج کې د مذهبي مطالعاتو له زدکړو نه مخکې په روچیسټر کې په دولتي ښوونځیو کې زدکړه کړې وې او بیا وروسته یې په روچیسټر کې د ډی ګراف په نوم پوځي انسټیټیوټ کې زدکړو ته دوام ورکړ.[۱][۲]

مسلکي ژوند[سمول]

الډریج په ۱۸۸۳ز کال کې د روچیسټر اجرایوي بورډ کې وټاکل شو، چې د یوولسو کلونو په ترڅ کې یې درې ځلې یاده دنده تر سره کړه. دغه راز الډریج له ۱۸۹۴ز کال نه تر ۱۸۹۵ز کال مارچ پورې د نیویارک د روچیسټر ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې، چیرته چې هغه د ښار ستر جوړونکي په توګه وپېژندل شو ځکه « د الډریج د ښاروالۍ په موده کې روچیسټر د پاکو سړکونو، وړ او پیاوري پولیسو په درلودلو سره د یوې نمونې په څېر د یو ریښتینی ښار په توګه جوړ شو ». [۲][۳]

د ټولګټو چارو سرپرست[سمول]

الډریج په ۱۸۹۵ز کال کې د والي (او د متحده ایالاتو پخوانۍ مرستیال ولسمشر) لیوي پی مورټن له خوا د ټولګټو چارو سرپرست وټاکل شو، چې نوموړي په دې دنده کې د ۱۸۹۹ز کال د جنورۍ تر ۱۶مې نېټې پاتي شو. دغه راز کله چې الډریج د سرپرست په توګه دنده تر سره کوله هغه د واليتوب لپاره د مورټن د ځایناستی په توګه د جمهوري غوښتونکو له خوا د نوماندۍ غوښتنه وکړه، خو هغه د متحده ایالاتو استازی فرانک ایس بلک ته چې وروسته د والي په توګه وټاکل شو نوماندي پرېښود. دغه راز د یو لوړ پوړي چارواکي په توګه الډریج له خوا ۹،۰۰۰،۰۰۰ میلیونه امریکایي ډالره ضایع شوي و، چې د هغه دا کار د دې لامل شو چې د هغه د کار دوره د ناوړه مدیریت، بې کفایتۍ او د پیسو د ضایع کېدو په توګه وپېژندل شي. والي تیوډور روزولټ چې د بلک ځایناستی شو د الډریج په اړه د څېړنې یو کمیسیون وټاکه، خو « د الډریج په اړه کوم جنایي تورونه ونه موندل شول، که څه هم د هغه په ​​​​وړاندې موندنې بشپړې شوې نه وې» په ۱۹۰۲ز کال کې الډریج د نیویارک والي فرانک ډبلیو هیګینس له خوا د ریل پټلۍ کمیسیون منشي وټاکل شو او په پای کې یې د یاد کمیسیون مشرۍ په غاړه واخیسته چې نوموړي دا دنده تر ۱۹۰۷ ز کاله تر هغه وخته پورې تر سره کړه د والي چارلس ایونس هیوز په مشرۍ د عامه خدماتو کمیسیون له خوا بدل شو.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

الډریج یو ځل بیا په ۱۹۱۰ز کال کې د متحده ایالاتو د استازي جیمز برک پرکینز له مړینې وروسته د لوړې دندې لاس ته راوړلو په لټه کې و، خو په پای کې د ډیموکرات نوماند جیمز ایس هیونز له خوا ماتې وخوړه. دغه راز هغه په ۱۹۱۳ز کال کې د امریکا د سمنټو شرکت مشر شو، چې د نیویارک ښار نه بهر د خپل ډول ترټولو ستر شرکت و.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ګوند مشر[سمول]

که څه هم د الډریج هڅې د متحده ایالاتو کانګرس کې د غړيتوب ترلاسه کولو لپاره او د نیویارک ایالت د والي په توګه ټاکلو لپاره ناکامې شوي، خو هغه په ​​​​روچیسټر او لوی نیویارک کې د جمهوري غوښتونکي ګوند پیژندل شوی مشر و. د جمهوري غوښتونکو چارلس سیمور ویټمن د ادارې په اوږدو کې هغه د ویټمن د «کیتچن کابینې» غړی و همدارنګه هغه د «لوی درې» په نوم د پېژندل شوی درې اړخیزه ډلې غړي هم وه، چې یادې درې اړخیزې ډلې د توماس سی پلاټ (د متحده ایالاتو سناتور او استازی) او فرانسیس هینډریکز (د نیویارک ایالت استازی، سناتور او د سیراکوز ښاروال) تر څنګ په ایالاتو واکمني کوله. دغه راز دا درې اړخیزه ډله وروسته د جمهوري غوښتونکو ایالتي سیاست په « ستر څلور» اړخیزې ډله بدله شوه، چې یوازې الډریج د متحده ایالاتو د استازي ویلیم ایل وارډ، فریډ ګرینر او د لوېدیځ نیویارک نه د جیمز ولکوټ واډسورت جونیر سره پاتې شول. دغه راز په ۱۸۸۸ز کال کې الډریج د نیویارک ایالت د جمهوري غوښتونکي کمیټې غړیتوب تر لاسه کړ او لږ وخت وروسته یې په اجرایوي کمیټې کې دنده تر لاسه کړ، چې هغه تر مړینې پورې په دې دنده کې پاتي شو. همدارنګه الډریج د ۱۸۹۶ز، ۱۹۰۰ز، ۱۹۰۴ز، ۱۹۰۸ز، ۱۹۱۲ز، ۱۹۱۶ز او ۱۹۲۰ز کلونو کې د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیونونو لپاره استازی و، چې هلته هغه د خپل ملګري وارن جې هارډینګ چې وروسته ولسمشر وټاکل شو په شهرت کې لویه ونډه درلوده.[۱۵]

هغه په ​​۱۹۲۱ز کال کې د خپل ملګري ولسمشر وارن جی هارډینګ له خوا د نیویارک بندر کې د وراداتي محصولاتو د راټولونکي په توګه وټاکل شو، چې هغه په ​​​​۱۹۲۲ز کال کې د هغه تر مړینې پورې په دې دنده کې پاتې شو.[۱۶][۱۷]

شخصي ژوند[سمول]

الډریج له مري جوزفین مکنامارا ( ۱۹۳۵ز کال کې مړه شوه) سره واده وکړ. چې مري د ویلیم مکنامارا او مری مکنامارا لور وه. ایلډریج او مري یو ماشوم درلود: درېیم جورج واشنګټن الډریج (۱۸۹۰ز کال کې زیږېدلی او ۱۹۳۴ ز کال کې مړ شوی) په ۱۹۱۷ز کال کې له هارورډ پوهنتون نه فارغ شو او د قضایي پلاوي د غړي په توګه یې دنده تر لاسه کړه او د کیمبرج، میساچوسټس نه یې ایډیت بروکس هنټ سره واده وکړ.[۱۸][۱۹][۲۰]

الډریج د روچیسټر تاریخي ټولنې ، د امپراتورۍ دولتي ټولنې ، د امریکا د انقلاب زامن غړی په توګه دنده تر سره کړي. همدارنګه هغه د روچیسټر کلب ، د Genesee Valley کلب ، روچیسټر اتلیټیک کلب ، روچیسټر وایسټ کلب ، اوک هیل کنټري کلب ، روچیسټر کنټري کلب ، لوټس کلب، د وکیلانو د کلب او د نیویارک د جمهوري غوښتونکو کلب غړی هم پاتي شوی. هغه د Genesee ټولنې د رییسانو بورډ غړی و او په روچیسټر کې د امریکایي خښتو او سمنټو شرکت رییس ، د لنکن ملي بانک رییس ، د روچیسټر د ښاروالۍ د هنر کمیسیون غړی او د روچیسټر د سوداګرۍ خونې د غړي په توګه هم دنده ترسره کړې.[۲۱]

الډریج د ۱۹۲۲ز کال د جون په ۶مه پداسې حال کې ومړ، چې له چارلس ډي هیلز (د جمهوري غوښتونکي ملي کمیټې رییس)، رالف ای دې (د نیویارک ایالت د منع قانون مشر) او جورج سویني (د Commodore هوټل رییس) سره یې د نیویارک په هریسون کې رای ته نږدې د ویسټچیسټر بلټمور کلب کې د ګلف سیالۍ تر سره کوله. الډریج د خپل پلار تر څنګ په روچیسټر کې د ماونټ هوپ هدیره کې ښخ شو.[۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. Peck, William Farley (1908). History of Rochester and Monroe County, New York: From the Earliest Historic Times to the Beginning of 1907 (په انګلیسي ژبه کي). Pioneer Publishing Company. د کتاب پاڼي 56, 343, 346, 349, 350. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ (په 14 June 1922 باندې). GEORGE W. ALDRIDGE DIES AS HE GOLFS AT WESTCHESTER CLUB; Collector of Port, 65, and Seemingly Hale, Stricken With Apoplexy. SINKS WITHOUT A WORD Charles D. Hilles and George Sweeny Near Rochester Leader as Death Comes. ENDS PICTURESQUE CAREER Last Survivor of Big Three, Including Platt and Hendricks--Bodyto Be Taken Home Today.. The New York Times.
  3. (په 7 November 1895 باندې). "BOSS" ALDRIDGE DEFEATED.; Overthrow of the Odious Republican Ring in Rochester.. The New York Times.
  4. (په 1 June 1895 باندې). Mr. Aldridge and the Civil Service.. The New York Times.
  5. (په 21 September 1895 باندې). Supt. George W. Aldridge Recovering.. The New York Times.
  6. (په 12 July 1900 باندې). Aldridge Confers With Roosevelt.. The New York Times.
  7. (په 24 November 1900 باندې). The Vindication of Aldridge.. The New York Times.
  8. (په 26 November 1902 باندې). RAILROAD BOARD'S CLERK.; George W. Aldridge, Commissioner of Public Works Under Gov. Black, Gets the Appointment.. The New York Times.
  9. (په 6 June 1905 باندې). NAMES ANTI-ODELL MEN FOR NEW STATE BOARD; Higgins Makes Sheffield, Roosevelt's Friend, Lighting Head. ALDRIDGE FOR RAILROADS Ex-Senator Persons President of Water Commission -- Davies and Shedden on the Lighting Board.. The New York Times.
  10. (په 29 June 1907 باندې). GOV. HUGHES NAMES UTILITIES BOARDS; Both Parties Represented on the New Public Service Commissions. FITNESS THE CRITERION Chronic Office Holders Notable for Their Absence -- Senate to Confirm Appointments in Extra Session.. The New York Times.
  11. (په 19 December 1907 باندې). ALDRIDGE FOR HUGHES.; State Committeeman Makes Announcement Favoring the Governor.. The New York Times.
  12. (په 20 April 1910 باندې). The Defeat of Aldridge.. The New York Times.
  13. (په 24 April 1910 باندې). THE MAN WHO BEAT ALDRIDGE -- JAMES S. HAVENS; Personality of the Rochester Lawyer Who Upset a Confident Political Machine and Focussed the Eyes of the Country Upon Him.. The New York Times.
  14. (په 5 March 1913 باندې). ALDRIDGE TO ENTER BUSINESS; Republican Boss of Rochester to Head Big Building Supply Concern.. The New York Times.
  15. (په 14 June 1922 باندې). GEORGE W. ALDRIDGE DIES AS HE GOLFS AT WESTCHESTER CLUB; Collector of Port, 65, and Seemingly Hale, Stricken With Apoplexy. SINKS WITHOUT A WORD Charles D. Hilles and George Sweeny Near Rochester Leader as Death Comes. ENDS PICTURESQUE CAREER Last Survivor of Big Three, Including Platt and Hendricks--Bodyto Be Taken Home Today.. The New York Times.
  16. (په 16 June 1922 باندې). MANY MOURN DEATH OF GEORGE W. ALDRIDGE; Resolutions Adopted by Customs Associates, by Party Committee and Athletic Board.. The New York Times.
  17. (په 8 March 1921 باندې). ALDRIDGE CHOSEN PORT COLLECTOR; Rochester Leader Offered Post Here, but Has Not Yet Accepted. POSTMASTERSHIP HELD UP No Decision Yet Reached as to New York Appointments to Diplomatic Portfolios.. The New York Times.
  18. Revolution, Daughters of the American (1917). Lineage Book - National Society of the Daughters of the American Revolution (په انګلیسي ژبه کي). Daughters of the American Revolution. د کتاب پاڼې 223. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 12 November 1935 باندې). Mrs. George W. Aldridge.. The New York Times.
  20. Secretary's Report of the Harvard University Class of 1917 (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University. 1921. د کتاب پاڼې 216. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 14 June 1922 باندې). GEORGE W. ALDRIDGE DIES AS HE GOLFS AT WESTCHESTER CLUB; Collector of Port, 65, and Seemingly Hale, Stricken With Apoplexy. SINKS WITHOUT A WORD Charles D. Hilles and George Sweeny Near Rochester Leader as Death Comes. ENDS PICTURESQUE CAREER Last Survivor of Big Three, Including Platt and Hendricks--Bodyto Be Taken Home Today.. The New York Times.
  22. (په 17 June 1922 باندې). GEORGE W. ALDRIDGE BURIED BESIDE FATHER; Governor Miller Heads Honorary Pallbearers--Services In Church.. The New York Times.