جنسیتي توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنسیتي اپارتایډ یا د جنډر توپیر(چې د جنسیتي توپیر په نامه هم یادېږي) د افرادو په وړاندې د دوی د جنسیت په خاطر اقتصادي او ټولنیز جنسیتي توپیر ته ویل کېږي. دا داسې یو سیسټم ده، چې د فزیکي یا قانوني کړنو په کارولو سره  افراد ټیټو پوستو ته لېږدوي. فیمینیسټ روان پوه فیلیس چیسلر دا ښکارنده (پدیده) داسې تعریفوي: «هغه کړنې چې نجونې او میرمنې جلا او د مادون (لاس لاندې) په توګه کاروي او هلکان او نارینه د خپلو ښځینه خپلوانو د عفت دایمي ساتونکو ته اړوي». د جنسیتي اپارتایډ بېلګې نه یوازې د افرادو د ټولنیزې او اقتصادي بې کفایتۍ لامل کېږي، بلکې د سخت فزیکي زیان لامل هم کېدی شي. په پرته لیزه توګه د جنس یا د جنسیت جلا کولو اصطلاح د خلکو فزیکي، قانوني او کلتوري جلا کول د دوی د بیولوژیکي جنسیت له مخې دي او د شرایطو سره سم د تبعیض بڼه نه ده.[۱][۲][۳][۴]

ایتیمولوجي[سمول]

د جنډر اپارتایډ اصطلاح د سویلي افریقا له نژادي تبعیض څخه رامنځته شوې چې د سپین پوستو برتری(Afrikaans: Baasskap) سیسټم یې رامنځته کړ او د هېواد اکثریت تور پوسته اوسیدونکي یې له سپینو نه جلا کړل. افریقیان Afrikaans د بیلولو یا جلا کولو لپاره د اپارتایډ اصطلاح کارول د بشري حقونو نه سرغړونه منعکسوي چې جلا کول او زیاتی دواړه د اپارتایډ په پېژند کې شامل دي. ډاکټر انتوني لوسټیډت لیکي:[۴][۵]

د جلاکولو مفهوم په خپل ذات کې هرو مرو په دې دلالت نه کوي چې یوه ډله په خپله یا د بلې ډلې په پرتله د خوښې وړ ده. د اپارتایډ او په جبر سره د جلا کولو نورو ډولونو ځانکړې ځانکړتیا دا ده، چې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او حتی جغرافیايي شرایط په شعوري او سیستیماتیک ډول د ډلو په زوره جلا کولو لپاره جوړ شوي دي هغه هم د لنډ مهالو ګټو یا د یوه ګروپ د ګټو لپاره نه د ټولو د ګټې په خاطر.[۴]

دا د یادونې وړ ده، چې جنسیتي توپیر یوه عمومي ښکارنده (پدیده) ده او له همدې امله یواځې سویلي افریقا پورې محدوده نه ده. په داسې حال کې چې د جنسیتي توپیر راپورونه په مکرر ډول په اسلامي کلتور کې په شرایطو کې راپورته شوي دي او په ټوله نړۍ که شته. د بشرحقونو ځينې مدافعین د دې استدلال کوي، چې پر هغو حکومتونو دې بندیزونه ولګول شي چې په کښې جنسیتي توپیر ترسره کیږي، لکه څنګه چې په سویلي افریقا کې د توکمپالنې په وړاندې لګول شوي وو. [۶][۷]

په دین کې[سمول]

د جنډر اپارتایډ مثالونه د مذهبي او کلتوري دودونو له لارې بنسټیز شوي دي. د بېلګې په توګه:د اسلام،عیسویت او بودیزم د بنسټپالو تعبیرونو له مخې د ښځو سره د چلند اړخونه د جنسیت د توپیر په توګه بیان شوي دي.د عقیدې کارول، ډېر وختونه د مذهبي اصولو د سختو تفسیرونو له لارې د جنسیت د توجیه کولو لپاره خورا زیات پېچلې دي.[۸][۹]

کاتولیسیزم[سمول]

د جنډر اپارتایډ یا د جنسیتي توپیر اصطلاح ګانې د دې لپاره هم کارول شوي دي، چې په انستیتونو لکه د انګلیڼډ کلیسا او د رومان کاتولیک کلیسا کې د ښځو پر وړاندې توپیریز چلند بیان کړي. پریسباټیریان وزیره او د پاټریشیا بوډ کیپلر ( Patricia Budd Kepler ) لیکواله د جنسیتي توپیر د بېلګې په توګه په روحانیت او د مذهبي مشرۍ منلو رولونو په برخه کې د ښځو مبارزاتو ته اشاره کوي. په ځانګړې توګه، کیپلر د نارینه او ښځینه وو په دودیزو مفکورو نیوکه کوي، چې په کلیسا کې د ښځو واک محدودوي، د دې پر ځای ټینګار کوي چې وزارت ته د ښځو ننوتل د خدای امر نه ګډوډوي. په ورته ډول، لیکوال سوزان ډي روز په امریکا کې د انجیل مسیحي کلیساګانو د پلار په مشرۍ د کورنۍ جوړښت د جنسیت د توپیر ساتلو په توګه بیانوي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د رومان کاتولیک کلیسا د جنسیتي توپیر د دوام په توګه د واټیکان له خوا د « ښځې د سپیڅلي تنظیم هڅه» (delicta graviora  ) په توګه د لیست کولو یا په بل عبارت د کوچنیانو جنسي تیري ته د مساوي جرمي موقف په توګه کتلو، د کشیش له خوا د ماشومانو فحشاء د استملاکولو، لرلو او یا هم وېشلو له امله پیژندل شوې ده. د دا ډول مواردو په رڼا کې، ځینو کاتولیک کلیسا د پلار سالارۍ د منونکې په توګه او وروسته په دین کې له مشرۍ نه د ښځو رول  د منحرفولو نوم ورکړی دی. [۱۳][۱۴][۱۵]

اسلام[سمول]

په داسې حال کې چې له تاريخي پلوه د اسلام دین نه کله نا کله د ښځو د ډیر پرمختلونکي انځور وړاندې کولو په خاطر ستاینه شوې ده، خو ځینې نور بیا د ښځو پر وړاندې د دې دین  پر توکمیز ماهیت او حقوقي او جرمي کوډونو باندې نیوکه کوي. د اسلام د پلارسالارۍ ارزښتونه یو له خورا پیچلو اصولو څخه پاتې دي، که څه هم د یادولو وړ ده چې دا ارزښتونه د مختلفو هیوادونو شرایطو ته په کتو سره توپیر لري. په ټولیزه توګه، که څه هم د اسلام شخصي ماهیتي قوانینو په نظر کې نیولو سره د نارینه وو او ښځینه وو حقوقو ترمنځ د پام وړ توپیر شته. د بېلګې په توګه: نارینه اجازه لري چې څو ودونه وکړي، په داسې حال کې چې ښځې دا حق نه لري، او له بلې خوا د میرمنو میراث د دوی د نارینه وو وروڼو په پرتله نیمايي ده. سربېره پر دې، د اسلام د سزا کوډ له خوا د ښځو پر وړاندې نور تبعیض هم ترسره کیږي، ځکه چې دا د شاهدانو په شهادت باندې ډېره تکیه کوي. د قاتل د محکومولو لپاره یواځې ښځينه شهادتونه بسنه نه کوي، د اعتبار لپاره د نارینه شهادت ته اړتیا لري. [۱۶]                                                                                                                  

د ښځو د حقونو فعاله مهناز افخمي لیکي چې بنسټپاله نړۍ "د ښځو حیثیت او له ټولنې سره د هغې اړیکې د اسلامي حکم د اعتبار تر ټولو سترې ازموینې په توګه ګوري". دا د Purdahپوردا (د جنسیت فزیکي جلا کول) اوAwrah اوراه(د جامو سره د بدن پټول) د انستیتونو له خوا په نښه شوي دي. لکه څنګه چې د نړۍ په ډېرو برخو کې، د شلمې پېړۍ په پای کې د اسلامي بنسټ پالنې تربیا را ژوندي کېدو پورې د ښځو د ځپلو انستیتونه (بنسټونه ) لږ د پیاوړتیا په حال کې وو. ولید فاریس لیکي چې مارکسیزم په شوروي اتحاد او چین کې او همدارنګه د مذهب ضد (انټی کلیریالیزم) په ترکیه کې مېرمنې دې ته اړ کړې چې ځان په مذهب ضد ټولنه کې مدغم کړي، چې په پایله کې یې د اسلامي بنسټ پالو له خوا د جنډر اپارتایډ (جنسیتي توپیر) غبرګون سره مخ شو. هغه د دې یادونه کوي چې نور دینونه هم د ورته تاریخي مبارزو شاهدان وو.  [۱۷][۱۸]

یهودیت[سمول]

هریدي یهودیت باندې (چې د الټرا ارتودوکس یهودیت په نوم هم پېژندل کېږي) له دې امله نیوکه کېږي، چې د جنسیت د توپیر پالیسي ګانې او باورونه یې رامنځته کړي دي. په یهودي کلتور کې کوچنی خو په دوامداره توګه وده کوونکی لږه کي (اقلیت) شته، هریدي یهودیت د پوهانو د ټولنې په توګه پېژندل شوی دی. د مېرمنو په پرتله چې په دیني مدرسو کې زده کړې کوي د نارینه وو لویه برخه یې خپلې زده کړې په یشیوا (هغه یهودي د زده کړو بنسټ ده چې په دودیزو مذهبي لیکنو لکه تلمود، تورات او هلاچا یا یهودي قانون باندې تمرکز کوي) کې پرمخ بیایي. د الټرا ارتودوکس یهودیت د پیروان جامې او عمومي ظاهري بڼه له نورو نه جلا ده: اوږده ږیره، تور اوږد بالاپوش، لویې ګردې خولې او حیاناکه حجاب لرونکې ښځې. د جنسیتي اپارتایډ تورونه د کلتور جبري ماهیت، جنسیت جلا کول او همدارنګه د جنسي وسوسې په توګه د ښځو شیطاني کول په ګوته کوي. سربېره پر دې، په الټرا ارتودوکس یهودي ټولنو کې د ښځو انځورونه په ناسمه توګه وړاندې شوي دي او د داسې جامو د اغوستلو له امله چې دوی بې حیاء وښیي ورباندې لاړې توکلې او دوی به یې د فاحشو په نوم یادولې. د راپورونو له مخې دا ډیری هغه د هریدي بنسټپال دي، چې د جنسیتي اپارتایډ د کړنو مسؤل ګڼل کېږي او دا چې په ټولیزه توګه د هریدي ټولنه دا ډول کړنې نه مني.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په اسرائیلو کې د بنسټپالو الټرا ارتدودوکس یهودانو کړنې د جنسیتي اپارتایډ په نوم یادېږي. په داسې حال کې چې مېرمنې په دودیز ډول د اسرائیلو په ځینو برخو کې د بسونو شاته کښېني او په دې برخه کې کوم رسمي قانون نشته. که څه هم د ۲۰۱۱م کال د ډسمبر په میاشت کې داسې یوه پېښه رامنځته شوه چې په کښې یو الټرا ارتودوکس سړي له یوې مېرمنې نه چې د بس په مخکې سیټ کې ناسته وه وغوښتل چې وروسته کښېني، د هغې بیا بیا انکار د یوې لویې ګڼې ګوڼې لامل شو چې په پایله کې د پولیسو مداخلې سره له شخړې نه مخنیوی وشو. د دې پېښې په اړه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټولو لپاره د عامه ځایونو او په ټولنه کې د یووالي په تړاو خپل ملاتړ څرګند کړ. داسې راپورونه هم شته چې الټرا ارتودوکس یهودانو په مېرمنو لاړې توکي، د ټلوېزیون په کارکوونکو حملې کوي او له داسې نښو نښانونو سره لاریونونه  کوي چې ښځو ته د جامو اغوستلو څرنګوالي او عبادت ځایونو ته له تګ نه د مخنیوي لارښوونه کوي.[۲۵][۲۶]                                                                                                                     

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Claire Berlinski on Twitter". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Apartheid". StandWithUs. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chesler, Phyllis (2011). "Phyllis Chesler on Islamic gender apartheid". Phyllis Chesler Organization. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Löwstedt, Anthony (2014). Apartheid – Ancient, Past, and Present: Gross Racist Human Rights Violations in Graeco-Roman Egypt, South Africa, Israel/Palestine and Beyond, Vienna: Gesellschaft für Phänomenologie und kritische Anthropologie. Retrieved 10 March 2016.
  5. Andrews, Penelope (2001). "From Gender Apartheid to Non-Sexism: The Pursuit of Women's Rights in South Africa". North Carolina Journal of International Law and Commercial Regulation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Barbara Arneil, Editor, Sexual justice/cultural justice: critical perspectives in political theory and practice, Volume 23 of Routledge innovations in political theory, Taylor & Francis US, 2007, 180, کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  7. Courtney W. Howland, Religious fundamentalisms and the human rights of women, Palgrave Macmillan, 2001, p 62, کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  8. Susan C. Mapp, Human rights and social justice in a global perspective: an introduction to international social work, Oxford University Press US, 2008, p 134, کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  9. (په March 7, 2012 باندې). Gender apartheid cannot be justified in the name of religion.
  10. (په 2001-10-25 باندې). Church persists with sexual apartheid, say women priests. Guardian Unlimited
  11. Kepler, Patricia Budd (January 1978). "Women Clergy and the Cultural Order". Theology Today. 34 (4): 402–409. doi:10.1177/004057367803400408. S2CID 146897549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Courtney W. Howland, Religious fundamentalisms and the human rights of women, Palgrave Macmillan, 2001, p 11, کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  13. "Considerations on the Delicta graviora". www.vatican.va. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. . Women Challenge Gender Apartheid in the Catholic Church.
  15. (په September 29, 2012 باندې). Women as Priests.
  16. Kazemi, Farhad (2000). "Gender, Islam, and Politics". Social Research. 67 (2): 453–474. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mahnaz Afkhami, "Gender Apartheid, Cultural Relativism, and Women's Human Rights in Muslim Societies," in Women, gender, and human rights: a global perspective,Marjorie Agosín, Editor, Rutgers University Press, 2001, کينډۍ:ISBN
  18. Walid Phares, The War of Ideas: Jihadism Against Democracy, Macmillan, 2008, p 102, کينډۍ:ISBN, 9780230602557
  19. (په 18 January 2012 باندې). Fighting Gender Apartheid in Israel.
  20. (په 16 November 2011 باندې). Gender segregation practices are apartheid.
  21. El-Or, Tamar (1993). "The Length of the Slits and the Spread of Luxury: Reconstructing the Subordination of Ultra-Orthodox Jewish Women Through the Patriarchy of Men Scholars". Sex Roles. 29 (9–10): 585–598. doi:10.1007/bf00289206. S2CID 145745677. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Berman, Eli (2000). "Sect, Subsidy, and Sacrifice: An Economist's View of Ultra-Orthodox Jews" (PDF). Quarterly Journal of Economics. 115 (3): 905–953. doi:10.1162/003355300554944. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 21 November 2011 باندې). When women and girls are the enemy.
  24. (په 10 January 2012 باندې). In Jerusalem, women are voiceless at a decidedly womanly event.
  25. (په 19 December 2011 باندې). Israel's 'Rosa Parks' refuses to take back seat.
  26. (په 26 December 2011 باندې). Clashes erupt between police and ultra-Orthodox Jews near Jerusalem.