جنسي او توليدي روغتيا او حقوق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنسي او توليدي روغتيا او حقوق SRHR  د جنسي اړیکو او بيا توليدي بشري حقوقو په برخه کې عملي کېدونکی مفهوم دی. دا د څلورو برخو يوه ګډوله ده چې په ځينو برخو کې له يو بل څخه لږ او ډېر توپير لري، خو په ځينو نورو برخو کې بیا ډېر کم او يا بيخي سره توپير نه لری. دا څلور ډګرونه (برخې) دادي: جنسي روغتيا، جنسي حقوق، د بياتوليد روغتيا او د بياتوليد حقوق. د SRHR  په مفهوم کې، له دې څلورو برخو کې سره په جلا جلا خو له يو بل سره د تړلو برخو په توګه چلند کېږي.[۱]

د تل لپاره د دې څلورو برخو تر منځ توپير نه کيږي. جنسي روغتيا او د بيا توليد روغتيا کله کله د یو بل پر ځای کارول کېږي، د جنسي حقوقو او توليدي حقوقو له ډګرونو سره هم همدا ډول چلند کېږي. په ځينو حالاتو کې، جنسي حقوق د جنسي روغتيا يا برعکس کارول کېږی. نه يواځې دا چې بېلا بېل  نادولتي سازمانونه (مؤسسې) يا حکومتي ادارې جلا جلا مصطلحات کاروي، بلکې د يو سازمان په داخل کې هم کله کله له جلا جلا اصطلاحاتو کار اخستل کېږي.[۲]

په يو شېر هغو د يادونې وړ نړيوالو مؤسسو کې چې د جنسي او بیا توليدي روغتيا او حقوقو لپاره مبارزه کوي IPPF (د کورنۍ د تنظيم نړيوال فدراسيون)، ILGA (د نارينه او ښځينه همجنسپرستانو نړيوال اتحاد)، WAS (د جنسي روغتيا لپاره نړيواله ټولنه – چې مخکې د جنس پوهنې لپاره د نړيوالې ټولنې په نوم پېژندل کېده)، د روغتيا او جنس د برابرۍ مرکز او د HIV/AIDS نړيوال اتحاد، شامل دي.[۳][۴]

تاريخ[سمول]

د حکومت له خوا د کورنيو د مديريت پروګرامونه لومړی د ۱۹۵۰ز لسيزې پر مهال پيل شول. په هر حال، د دې پروګرامونو بنسټيزې موخې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د وګړو (نفوس) د قابو کولو په شا او خوا راڅرخېدې. په ۱۹۹۴ز کال کې، د مصر د قاهرې په ښار کې د نفوسو او پرمختګ اړوند نړیوال کنفرانس (ICPD) د تولیدي روغتيا په اړوند نقطه نظر کې د پام وړ بدلون منځ ته راوړ چې همدا د عصري SRHR خوځښت زېږېدل بلل کېږي. د کنفرانس پر مهال، د کورنيو د مديريت پر سر بحثونه له اقتصادي برخې څخه د عامې روغتيا او بشري حقوقو لور ته واوښتل. د ICPD په پای کې د عمل يوه کارنقشه (PoA) جوړه شوه، کومې چې ۱۷۹ هېوادونو تاييد او خپل کړ. PoA جنسي او توليدي روغتيا د يو نړیوال بشري حق په توګه تايید کړ او په ازاد ډول د ټاکنې، مېرمنو ته د واک ورکولو (پیاوړي کولو) او جنسي او تولیدي روغتيا ته د بدني او عاطفي ښه والي په سترګه کتلو په بنسټيزو موضوعاتو ولاړې تولیدي روغتيا د ښه کولو لپاره يې د نړيوالې موخې او مقصدونه منځ ته راوړل. PoA يو لړ موخې وټاکلې چې په ټوله نړۍ کې تولیدي روغتيا ته د لاسرسۍ لرلو په بنسټيزې دندې ولاړې وې او  هدف يې دا و چې بايد تر ۲۰۱۵ز کال پورې بشپړې شي. په ۲۰۰۰ز کال کې، د زريزې د پرمختګ موخې (MDGs) جوړې شوې، که څه هم په څرګند ډول بيا تولیدي روغتيا پکې  د يوې موخې په توګه نه وه يادوه شوې، بيا هم دا د درېيمې، څلورمې او پنځمې موخې یوه مهمه برخه وګرځېده. په ۲۰۱۰ز کال کې، ملګرو ملتونو د بنسټيز PoA بيا کتنه وکړه او د دې لپاره يې تازه کړه چې تر ۲۰۱۵ز کال پورې د نړيوالې توليدي روغتيايي پاملرنې موخو تر لاسه کولو ته پکې ځای ورکړل شي. کله چې په ۲۰۱۵ز کال کې MDGs او ICPD PoA  پړاو په پړاو له منځه ولاړل، د SRHR راتلونکې موخې د تلپاتې پرمختګ په مقاصدو کې ونغښتل شوې، کوم چې د MDGs د موخو راتلونکی تکرار و چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې له بې وزلۍ سره د مبارزې د اهدافو څرګندونه کوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

جنسي روغتيا[سمول]

د روغتيا نړيوال سازمان جسني روغتيا په دې ډول تعريف کړې: «جنسي روغتيا له جنسي اړيکې سره د تړلي بدني، رواني او ټولنيز سالميت حالت دی. د جنسي ميلان او جنسي اړيکو لپاره د مثبت او د درناوي وړ کړنلارې تر څنګ له زور زياتي، توپیري چلند او تاوتريخوالي څخه د پاکې، خوښي ورکونکې او خوندي جنسي تجربې ته د لاسرسي  شونتياوې ورته اړينې دي».[۱۳]

جنسي حقوق[سمول]

د SRHR د درې نورو اړخونو په خلاف، د جنسي حقوقو لپاره په مبارزه کې جنسي خوند او جنسي عواطف څرګندول شامل او دې ته پاملرنه کول دي. د دې هلو ځلو لپاره يو دريځ WAS د جنسي حقوقو اعلاميه ده.

د ګڼ څانګيزو، نړۍ ګډونه مؤسسو له خوا په ۱۹۷۸ز کال کې د جنسي روغتيا لپاره د نړيوالې ټولنې (WAS) بنسټ کېښودل شو، تر څو د جنسپوهنې ډګر ته وده ورکړي.

د ښځو په اړوند د ۱۹۹۵ز کال د بيجنګ کنفرانس څخه د عمل لپاره يو دريځ (تګلاره) جوړ شو چې په انساني حقوقو کې له جبر، تاوتريخوالي يا توپيري چلند څخه پرته د ښځو ازادي او د خپلې جنسيتي پرېکړې په اړوند واک او د دوی جنسي او بياتوليدي روغتيا هم پکې شامل دي. ځینو هېوادونو دا فقره د ښځو د جنسي حقوقو پر تعريف د عملي کېدو په ډول  تفسير کړې ده. د بشري حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو کميسيون ټينګار کوي چې که چېرې مېرمنو زيات ځواک درلود؛ نو له تاوتریخوالي څخه د خپل ځان د ساتلو لپاره به د هغوی وړتياوې ډېرې پیاوړې وې.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د دې ټولنې په تاريخ کې هغه مهال يو مهم بدلون راغی کله چې په ۱۹۹۷ز کال کې د جنسپوهنې نړيوال کانګريس د جنسي حقوقو اړوند د «والينسيا» اعلاميه خپره کړه. دا د « María Pérez Conchillo» او « Juan José Borrás Valls» (د کانګريس مشرانو) له اړخه د لرليد يو حرکت و، کوم چې  WAS د جنسي روغتيا او جنسپوهنې برخې ته د ودې ورکولو په موخه په بنسټيز ډول د جنسي حقوقو په ملاتړ کونکي پلوي سازمان بدل کړو. د «ويلنسيا» اعلاميې د مشهورولو په موخه د کانګريس پر مهال يوه خبري ناسته تر سره شوه او په نړیواله کچه یې پام ځان ته راواړاوه.

دې اعلاميې د بشري حقوقو په توګه د جنسي حقوقو د اهميت پېژندلو په برخه کې نړيوال اغېز درلود. د روغتيا پر نړيوال سازمان د پام وړ اغېز تر څنګ، زموږ اعلاميې IPPF وهڅاوه، تر څو په ۲۰۰۸ز کال کې د جنسي حقوقو خپله اعلاميه صادره کړي.

د دې په تعقيب WAS د والينسيا په اعلاميه کې يو لړ سمونونه راوستل او د جنسي حقوقو WAS د اعلاميې وړانديز يې وکړ، کوم چې د جنسپوهنې په څوارلسم نړیوال کانګريس (هانګ کانګ ۱۹۹۹) کې د عمومي اسامبلۍ له خوا تاييد شو. WAS د جنسي حقوقو اعلاميه ومنله، په کومه کې چې په بنسټيز ډول يوولس جنسي حقوق شامل وو. د ۲۰۱۴ز کال د مارچ په مياشت کې د WAS د سلاکارۍ شورا له خوا د شپاړسو حقوقو د ځای پر ځای کولو په موخه پکې يو ځل بيا ډېر سمونونه راوستل شول او پراختيا ورکړل شوه:[۱۸]

  1. د برابرۍ او غېر توپیري چلند حق
  2. د ژوند، ازادۍ او شخصي خونديتابه حق
  3. د خپلواکۍ او بدني سلامتۍ حق
  4. له شکنجې او ظلم څخه د خلاصون، غېر انساني، يا سپکاوي چلند يا سزا څخه د خونديتوب حق
  5. له هر ډول تاوتریخوالي او جبر څخه د ازادۍ حق
  6. د محرميت حق
  7. د لوړ روغتيايي معيار د تر لاسه کولو د حق تر څنګ د جنسي روغتيا په ګډون؛ له خونده ډک، ډاډمنې او خوندي جنسي اړيکې د تجربې شونتيا منځ ته راوړل
  8. له ساينسي پرمختګ او د هغې له عملي کېدو څخه د ګټې اخستلو حق
  9. د معلوماتو حق
  10. د زده کړې حق او د هراړخيزې جنسي زده کړې حق
  11. د برابرۍ او بشپړ او ازادې خوښې پر بنسټ د واده او دې ته ورته اړيکو کې داخلېدل، جوړول او يا يې له منځه وړل حق
  12. دا حق چې ايا بايد ماشومان ولري، د ماشومانو تر منځ فاصله او شمېر او د دې حق چې په دې اړوند معلومات او له لارو چارو څخه خبر و اوسي
  13. د اند، نظريې يا څرګندولو حق
  14. د راټولېدو او خپلواکۍ سره د يو ځای کېدو حق
  15. په عام او سياسي ژوند کې د ګډون حق
  16. انصاف، جرمانې او د زیان جبران ته د لاسرسي حق

دې اعلاميې د «يوګياکارتا» پر اصولو هم اغېز وکړ (کوم چې د ۲۰۰۷ز کال د مارچ مياشتې په شپږويشتمه نېټه د جنسي ملان او جنسيتي پېژندګلو په اړوند د نړيوالو اصولو د يوې ټولګې په توګه پيل شوي وو)، په ځانګړي ډول د هر شخص د سلامتيا او د جنسي او بيا  توليدي روغتيا د نظريې په اړوند.[۱۹]

په ۲۰۱۵ز کال کې، د متحده ايالاتو حکومت وويل چې دوی به د بشري حقوقو او نړيوالې ودې په بحثونو کې د «جنسي حقوقو» اصطلاح کارول پيل کړي.[۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. "SRHR". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "IPPF Charter on Sexual and Reproductive Rights Guidelines". IPPF. 22 November 2011. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "SRHR and HIV". International HIV/AIDS Alliance. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Members of EuroNGOs". EuroNGOs. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Visaria, Leela; Jejeebhoy, Shireen; Merrick, Tom (1999). "From Family Planning to Reproductive Health: Challenges Facing India". International Family Planning Perspectives. 25: S44–S49. doi:10.2307/2991871. JSTOR 2991871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ledbetter R (1984). "Thirty years of family planning in India". Asian Survey. 24 (7): 736–58. doi:10.2307/2644186. JSTOR 2644186. PMID 11616645. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Glasier A, Gülmezoglu AM, Schmid GP, Moreno CG, Van Look PF (November 2006). "Sexual and reproductive health: a matter of life and death". Lancet. 368 (9547): 1595–607. doi:10.1016/S0140-6736(06)69478-6. PMID 17084760. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fincher RA (1994). "International Conference on Population and Development". Environmental Policy and Law. 24 (6). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Programme of Action" (PDF). International Conference on Population and Development. Cairo. September 1994. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Abrejo FG, Shaikh BT, Saleem S (September 2008). "ICPD to MDGs: Missing links and common grounds". Reproductive Health. 5: 4. doi:10.1186/1742-4755-5-4. PMC 2546384. PMID 18783600. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sachs JD, McArthur JW (January 2005). "The Millennium Project: a plan for meeting the Millennium Development Goals". Lancet. 365 (9456): 347–53. doi:10.1016/s0140-6736(05)70201-4. PMID 15664232. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Tangcharoensathien V, Mills A, Palu T (April 2015). "Accelerating health equity: the key role of universal health coverage in the Sustainable Development Goals". BMC Medicine. 13: 101. doi:10.1186/s12916-015-0342-3. PMC 4415234. PMID 25925656. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Sexual health". World Health Organization. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Beijing Platform for Action, paragraphs 92, 93 and 96". United Nations Entity for Gender Equality and the Empowerment of Women. September 1995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Sweden's international policy on Sexual and Reproductive Health and Rights"". www.regeringen.se. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Commission on Human Rights (21 April 2005). "Human Rights Resolution E/CN.4/RES/2005/84: The protection of human rights in the context of human immunodeficiency virus (HIV) and acquired immunodeficiency syndrome (AIDS)". The United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. The Commission on Human Rights (20 April 2005). "Human Rights Resolution E/CN.4/RES/2005/41: Elimination of violence against women". The United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Declaration of sexual rights'" (PDF). Worldsexology.org. 2014-03-01. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۹ مارچ ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Application of International Human Rights Law in relation to Sexual Orientation and Gender Identity" (PDF). Yogyakartaprinciples.org. 10 November 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Anna, Cara (2015-09-18). "US government says it will now use the term 'sexual rights'". AP. AP. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)