جنرال موټرونه
د جنرال موټرونو شرکت (GM) د موټر جوړونې یو څو ملیت لرونکی امریکایي شرکت ده، چې مرکزي دفتر یې د امریکې د متحده ایالتونو په دیترایت میشیګان کې دی. دا شرکت د امریکې په متحده ایالتونو کې د موټر جوړولو تر ټولو لوی شرکت ده او د ۷۷ کلونو لپاره د نړۍ په کچه د موټر جوړونې تر ټولو لوی شرکت و، تر دې چې بیا دا لومړی مقام ترې د ټویټا شرکت وګټلو. [۱][۲][۳]
د جنرال موټرونو کمپنۍ په ۸ هېوادونو کې د موټرونو تولیدي کارخانې لري، چې د موټرونو څلور اصلي برنډونه یې شیورلېټ، بویک، جي ام سي او کډ یلیک موټرونه دي. همدارنګه دا شرکت د موټرونو د تولید اړوند ځینې چينایي برنډونو لکه Wuling، Baojan او DMAX کې هم د پانګونې له لارې شریک دی. دغه راز Bright Drops د دې کمپنۍ د دیلېورۍ یا متمرکزه تحویلۍ اړوند خدمتونو برخه ده. د جنرال موترونو کمپنۍ د امریکې متحده ایالتونو د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لپاره نظامي موټرونو تولیدوي، چې د OnStar برخه یې د تولیدي موټرونو لپاره د خوندیتوب اړوند، امنیتي او دغه راز معلوماتي خدمتونه وړاندې کوي او ACDelco بیا د دې کمپنۍ د تولیدي موټرونو اړوند پرزې جوړولو څانګه ده. دا کمپنۍ خپلې مالي چارې د GM Financial له لارې تمویلوي. دا شرکت په Cruise LLC موټرانو باندې د خپل پراخ ملکیت او لاسرسي له لارې د بې ډرایوره یا ځان چلوونکو (Self-Driving) موټرونو د پراختیا په لټه کې دی.[۴][۵][۶][۷]
د جنرال موټر جوړونې کمپنۍ په پام کې لري، چې د ۲۰۳۵ ز کاله پورې د هایبریدي او پلاګین هایبریدي موټرونو په شمول د داخلي احتراق اړوند انجنونو څخه په ګټې اخیستنې سره د موټرونو تولید او پلور پای ته ورسوي، ځکه چې تر ۲۰۴۰ ز کاله پورې د کاربن په برخه کې د بېطرفه اوسېدو پړاو ته رسېدو لپاره دا د دوی د پالیسۍ یوه برخه ده. په دې برخه کې د جنرال موټرونو کمپنۍ د انعطاف منونکو تیلو په کارولو سره د موټرونو تولید وړاندیز کوي، چې کولای شي د E85 ایتانول یا بنزین په سوځولو او یا هم د دې دواړو په ترکیبي موادو په سوځولو سره د بل هر موټر په څېر کار وکړي. [۸][۹]
دې کمپنۍ ځان له یوې بلې لویې کمپنۍ سره د (Buick) لپاره ونډه وال او سهیم کړ، چې د ۱۹۰۸ ز کال د سپتمبر میاشتې په ۱۶ نېټه د ویلیام سي دورانت په وسیله جوړه شوې وه، ویلیام سي دورانت هغه مهال د آس په وسیله چلېدونکو موټرانو (ګاډیو) تر ټولو لوی پلورونکی او سوداګر و. د دې کمپنۍ اوسنۍ بڼه او بنسټ یې په ۲۰۰۹ ز کال کې د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ یوولسم څپرکي له بیا تنظیمولو وروسته تأسیس او جوړ شو. [۱۰][۱۱]
د جنرال موټرونو کمپنۍ د امریکې متحده ایالتونو د ۵۰۰ شتمنو (Fortune 500) شرکتونو په درجه بندۍ کې د خپل خپل عمومي عاید په اساس په ۲۲مه درجه کې ده. [۱۲]
مخینه، تاریخچه[سمول]
په فلینت مشیګان کې د دورانت – دورت په نامه د ویلیام سي دورانت د ګاډیو اړوند کمپنۍ تر ۱۹۰۰ ز کاله پورې د امریکې په متحده ایالتونو کې د آسونو په وسیله د چلېدونکو موټرونو یا نقلیه وسایلو تر ټولو لویه تولیدوونکې کمپنۍ وه. دورانت له موټرونو سره مخالف و، خو د فلینت همکار سوداګر جیمز اچ وایتینګ په ۱۹۰۴ ز کال کې د فلینت واګون کار (Flint Wagon Works) مالک د بایوک موټرونو کمپنۍ په هغه وپلورله. دورانت په ۱۹۰۸ ز کال کې د جنرال موتورز شرکت د یو سهم لرونکي او ونډه وال شرکت په توګه له خپل شریک چارلز ستوارت مات سره جوړ کړ او دغه راز له جنرال الکتریک څخه یې د نوم ایښودنې یو قرارداد په پور واخیست. د جنرال موټرونو شرکت لومړنۍ خریداري یا استملاک بویک و، چې دورانت یې مخکې مالک و. تر دې وروسته د ۱۹۰۸ ز کال د نوامبر میاشتې په ۱۲ نېټه اولدز موبیل د دورانت په وخت کې د جنرال موټرونو کمپنۍ د کډ یلیک ، المور، وېلچ، کارترکار، اوکلند (پوتنیاک مخکیني بڼه) اخیستلو او پېرلو ته دوام ورکړ. د ده اووسو میشیګان په نامه د غټو یا بار وړونکو موټرونو کمپنۍ او د پوتنیاک میشیګان کمپنۍ تیزرفتاره موټرونو کمپنۍ (د GMC مخکیني کمپنۍ) په ۱۹۰۹ ز کال کې دوام درلود.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
دورانت د مدیره پلاوي په تایید او تصویب سره هڅه وکړه، چې د فورد د موټر جوړولو شرکت هم وپېري؛ خو ۲ میلیونه ډالره اضافي شتمنۍ ته یې اړتیا درلوده. د جنرال موټرونو له کمپنۍ څخه دورانت د دې خریداریو په لړ کې ډېره زیاته ګټه ترلاسه کړه او په ۱۹۱۰ ز کال کې د مدیره پلاوي په وسیله د هغو بانکدارانو په هدایت سره له دې دندې او سمت څخه ګوښه شو، چې له پورونو څخه یې ملاتړ وکړ، ترڅو جنرال موټرونه په سوداګرۍ او تجارت کې وساتي. د بانکدارانو دا اقدام تر ډېره د ۱۹۱۰ – ۱۹۱۱ ز کلونو تر اغېز لاندې و، چې په ۱۸۹۰ ز کال کې د تراست شرمن ضد قانون د عملي او اجرا کېدو وروسته ترسره شو. په ۱۹۱۱ ز کال کې چارلز اف، کترینګ د دایتون انجینیري لابراتوارنو اړوند کمپنۍ (DELCO) له هنري ام لیلند سره د امریکې په متحده ایالتونو کې لومړنی بریښنایي ستارتر اختراع او ثبت کړ. د ۱۹۱۱ ز کال په نومبر میاشت کې دورانت د سیالیو اړوند موټر له سويسي موټر چلوونکي لوئیس شورلېټ سره د شورلېټ تاسیس او رامنځته کړ، چې په ۱۹۱۵ ز کال کې یې له دورانت سره تر مخالف کېدو وروسته دا کمپنۍ پرېښوده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د جنرال موټرونو کمپنۍ په ۱۹۱۶ ز کال کې په دیترایت کې د جنرال موټرونو کمپنۍ په توګه ثبت شوه او د لومړنۍ عمومي خپراوي یا عرضه کولو له لارې په یو عمومي سهامي شرکت بدل شو. په ۱۹۱۷ ز کال کې شورلېټ موټرونه یې هومره بریالي شول، چې دورانت د ساموئل مک لافلین او پییر اس دو پونت په ملاتړ سره یوځای د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ ته د مشري کولو او کنترولولو لېوالتیا پیدا کړه. په همدې کال کې د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ د سامسون ټراکټور هم ترلاسه کړ. د شورلېټ موټرونو اړوند کمپنۍ چې ۱۹۱۸ ز کال د مې میاشتې په ۲یمه نېټه د جنرال موټرونو په کمپنۍ کې مدغم شوه او په همدې کال کې د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ د یونایټیډ موټرونو کمپنۍ هم واخیستله، د دورانت په وسیله د آلفرد پي اسلون په مشرۍ د موټرونو بېلابېلو پروزو پوره کوونکي شرکت د کابو ۴۵ میلیونه ډالر او د مک لافلین موټر جوړوونکی شرکت، چې د R.S. Mclaughlin په وسیله جوړ شو. جنرال موټرونو یوازې تر کانادا پورې محدود شول. په ۱۹۱۹ ز کال کې دې کمپنۍ د Guardian Frigerator شرکت هم واخیست، چې یوه برخه یې د دورانت اړوند وه. دې کمپنۍ بیا وروسته خپل نوم په (Frigidaire) باندې بدل کړ او د جنرال موټرونو اړوند شرکت د منلو او معلوماتو برخې (GAMC) یې خپلو مشتریانو ته د مالي تمویل په توګه جوړ کړ.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
په ۱۹۲۰ ز کال کې دوپونت یوځل د دورانت لیرې کولو پلان ترتیب او آلفرد پي اسلون یې د هغه ځایناستی کړ. کله چې د جنرال موټرونو کمپنۍ په شدت او تیزۍ سره د فورد موټرونو له کمپنۍ سره سیالي کوله، اسلون په کلني ماډلونو کې بدلون رامنځته کړ، د تېرو کلونو ماډلونه یې نوي کړل او د دویم لاس موټرونو لپاره یې بازار رامنځته کړ. هغه همدارنګه د نرخ ټاکلو ستراتیژي هم پلي کړه، چې نن ورځ د ټولو موټر جوړوونکو شرکتونو په وسیله کارول کېږي. د نرخونو یا نرخ ټاکلو ستراتیژۍ شورلېټ، پونتیاک، اولدزموبېل، بیوک او کیډیلیک ماډلونه په ترتیب سره تر ټولو ارزانه نرخونو څخه تر بیخي قیمتي نرخونو پورې ښودل. [۲۷][۲۸][۲۹]
د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ انجینیر توماس میدګلي جونیور په ۱۹۲۱ ز کال کې ټیټرایتیللیډ (د سرب اړوند بنزین) د ضربې ضد یو لامل په توګه کشف کړ او د جنرال موټرونو کمپنۍ دا ترکیب د ایتانول د ثبتولو امکان نه لرلو له امله ثبت کړ. دا مورد د لوړ تراکم لرونکو موټرونو د پراختیا او بالاخره د لا ډېر ځواک او کارکړنې لامل شو. خلک بیا وروسته دېته متوجه شول، چې په بنزین کې موجود سرب د انسان په شمول د بېلابېلو بیولوژیکي موجوداتو لپاره مضر او خطرناکه دی. په دې برخه کې موجوده شواهد ښيي، چې د موټر جوړونکو شرکتونو مدیران له همغه اوله د ټیټرا ایتیل د سرب اړوند روغتیایي عواقبو په هکله پوهېدل. د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ لپاره د یو انجینیر په توګه میدګلي همدارنګه کلوروفلورو کاربنونه هم زیات او پراخ کړل، چې اوسمهال د هوا او اقلیم په برخه کې د هغو د اغېز له امله منع شوي دي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]
د جنرال موټرز کمپنۍ مشر آلفرد پي اسلون جونیور د تشویق او هڅونې په ترڅ کې د جنرال موټرز کمپنۍ په ۱۹۲۵ ز کال کې د په ۲.۵ میلیونه ډالرو باندې د واکسهال موټرونو کمپنۍ واخیسته. همدارنګه دې کمپنۍ په همدې کال کې د ژېړ کابین تولیدولو کمپنۍ سره هم لېوالتیا پیدا کړه او د دې کمپنۍ رئیس جان دي هرټز هم د جنرال موټرونو کمپنۍ له مدیره پلاوي سره یوځای شو، چې د یاد شرکت نوره پاتې برخه یې هم په ۱۹۴۳ ز کال کې واخیسته.[۳۴][۳۵]
د جنرال موټرونو اړوند کمپنۍ په ۱۹۲۶ ز کال کې د پونتیاک Pontiac برنډ خلکو ته معرفي کړ او د جنرال موټرونو د کمپنۍ اړوند پراخې ډلې د بیمې پروګرام یې خپلو کارکوونکو ته د عمري بیمې د ورکړې په موخه تأسیس کړ. په بل کال یعنې ۱۹۲۷ ز کال کې یې د کاډیلیک لاسېل Cadillac Lasalle برنډ په بریالي کېدو سره، چې د هلري ایرل په وسیله ډیزاین شوی و، اسلون د جنرال موټرونو د "رنګ او هنر برخه" جوړه کړه او هلري ایرل یې د یادې برخې د لومړني مدیر په توګه معرفي کړ. ایرل د ډیزاین د برخې لومړني لوی مدیر او مشر و، چې په یو لوی امریکایي شرکت کې ګومارل شوی و، هغه د موټرونو د ډیزان په برخه کې داسې یو سیستم جوړ کړ، چې تر نن ورځې پورې عملي کېږي. [۳۶]
د جنرال موټرونو کمپنۍ د الیسون انجن جوړونې اړوند کمپنۍ هم واخیستله او په ۱۹۲۹ ز کال کې یې د الوتکې د ۱۰۰۰ هارس پاوره قدرت لرونکي مایع یخ کوونکي انجن جوړول پیل کړل. په همدې کال کې د جنرال موټرونو کمپنۍ د اوپل ۸۰٪ برخه تر لاسه کړه، چې هغه مهال یې د اروپا د بازار ۳۷.۵٪ برخه په خپل واک کې لرله، چې ۲۶ میلیونه ډالره کېده، دغه راز ۲۰٪ پاتې برخه یې هم په ۱۹۳۱ ز کال کې ترلاسه کړه.[۳۷][۳۸]
چارلز کیټرینګ د ۱۹۲۰ ز لسیزې په وروستیو کې په موټرونو کې د احتمالي کارولو لپاره د یو کم وزن لرونکي دوه ضربه یي ډیزلي انجن جوړولو لپاره یو پروګرام پیل کړ، چې ډېر ژر د جنرال موټرونو کمپنۍ د الکترو موټیو کمپنۍ Electro-Motice Company او د وینتون انجن کمپنۍ Winton Engine Company دواړه ترلاسه کړې او په ۱۹۴۱ ز کال کې یې د الکترو موټیو کمپنۍ کاري ساحه د لوکوموتیف یا د اورګاډي د انجن تولیدلو پورې پراخه کړه. [۳۹][۴۰]
سرچينې[سمول]
- ↑ "General Motors | History, Deals, & Facts | Britannica". britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په January 21, 2009 باندې). Toyota Ahead of G.M. in 2008 Sales. The New York Times.
- ↑ "U.S. light vehicle market share by automotive manufacturers". Statista. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Plants & Facilities". General Motors. مؤرشف من الأصل في February 16, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په September 20, 2021 باندې). GM Starts BrightDrop Electric Delivery Van Production, Expands Lineup. Motor Trend.
- ↑ (په October 9, 2017 باندې). General Motors establishing new military defense division. Automotive News.
- ↑ "Shanghai OnStar Announces Launch Date for Services in China" (Press release). مؤرشف من الأصل في February 24, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په December 20, 2019 باندې). 2020 Vehicle Models Bring Good News for E15, Bad News for Flex Fuels. CS News.
- ↑ (په January 28, 2021 باندې). G.M. Will Sell Only Zero-Emission Vehicles by 2035. The New York Times.
- ↑ "William Durant creates General Motors". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Bigman, Dan. "How General Motors Was Really Saved: The Untold True Story Of The Most Important Bankruptcy In U.S. History". Forbes (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Fortune 500: General Motors". مؤرشف من الأصل في June 3, 2020. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "William C. Durant / Durant-Dort Carriage Company Historical Marker". hmdb.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Story of General Motors" (PDF). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The history of General Motors". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2009-04-30. د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The end of the road for Oldsmobile". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Louis Chevrolet | Biography & Facts". britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Cadillac's Electric Self Starter Turns 100". media.gm.com (په انګلیسي ژبه کي). 2012-02-15. د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Durant almost landed Ford, but couldn't come up with $2 million". Automotive News. September 14, 2008. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Story of General Motors" (PDF). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ A Study of the Antitrust Laws: General Motors Corporation. United States Senate Committee on the Judiciary. United States Government Publishing Office. 1955. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په September 15, 2008 باندې). Happy 100th Birthday, General Motors. Motor Trend.
- ↑ "GM buys Chevrolet". History. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په February 24, 1918 باندې). General Motors Finances; Plan for Absorbing Chevrolet Company Indicated.
- ↑ . Unique Treatment of General Motors Acceptance Corp. (GMAC) Under the TARP. DIANE Publishing
- ↑ "Story of General Motors" (PDF). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Alfred P. Sloan, Jr". automotivehalloffame.org. د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Annual model change was the result of affluence, technology, advertising". Automotive News (په انګلیسي ژبه کي). 2008-08-25. د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Made to Break]. Harvard University Press. 2006. doi:10.4159/9780674043756-002.
- ↑ "Thomas Midgley, Jr. | American chemical engineer". britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۲ مې ۲۰۲۲. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kitman, Jamie (March 2, 2000). "The Secret History of Lead". The Nation. د اصلي آرشيف څخه پر May 10, 2014 باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Eschner, Kat (December 9, 2016). "Leaded Gas Was a Known Poison the Day It Was Invented". Smithsonian. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Eschner, Kat (May 18, 2017). "One Man Invented Two of the Deadliest Substances of the 20th Century". Smithsonian. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په March 6, 2017 باندې). A look at the history of Opel and Vauxhall, the European brands GM is selling. Detroit Free Press.
- ↑ "Story of General Motors" (PDF). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Gartman, David (1994). "Harley Earl and the Art and Color Section: The Birth of Styling at General Motors". Design Issues 10 (2): 3–26. doi:10.2307/1511626. https://www.jstor.org/stable/1511626.
- ↑ "Story of General Motors" (PDF). الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په May 25, 1929 باندې). Motors Acquires Allison Company; Sloan's Announcement Says the Work on Aviation Engines Will Be "Intensified." Diesel Development Seen Race to Perfect Type Said to Be Indicated--$1,000,000 Expansion Plan Recently Made Public. To Expand Operations. $1,000,000 Airplane Contract..
- ↑ (په March 1, 2006 باندې). General Motors' Diesel History - Baselines. Motor Trend.
- ↑ (په February 7, 2017 باندې). General Motors Once Built Locomotives — Really Good Ones. Autotrader.com.