جمېز بي. وېور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جمېز بي. وېور
(انګلیسي: James B. Weaver د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جمېز بي. وېور
جمېز بي. وېور

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ جون ۱۸۳۳[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 6 فبروري 1912 (79 کاله)[۱][۲][۴] او 12 فبروري 1912 (79 کاله)[۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جمېز بي. وېور
جمېز بي. وېور

جېمز بیرډ وېور (د ۱۸۳۳ کال د جون میاشتې ۱۲مه – د ۱۹۱۲ کال د فبرورۍ میاشتې ۶مه) د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې غړی او دوه ځله د متحدو ایالتونو ولسمشرۍ ته نوماند و. ښاغلی وېور په اوهایو کې وزیږېد او کله یې چې کورنۍ په سرحد کې د کور لرلو غوښتنه وکړه، په ماشومتوب کې «ایووا» ته لاړ. په ځوانۍ کې سیاسي فعال شو او د کروندګرو او کاریګرو دفاع ته یې را ودانګل. ښاغلی وېور د خپلو مترقي یا پرمختګ غوښتونکو ارمانونو په لټه له ګڼو سیاسي ګوندونو سره یوځای شو او بیا یې بېرته پرېښودل. وېور د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د اتحادیې په پوځ کې تر خدمت وروسته ایووا ایالت ته وګرځېد او د جمهوري غوښتونکو د نوماندانو ټاکنې ته یې کار وکړ. په بېلابېلو مقامونو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماندۍ لپاره تر څو ناکامو هڅو او د ګوند د محافظه کار اړخ د ناخوښۍ تر ډېرېدو وروسته په ۱۸۷۷ کال کې له «ګرین بک» ګوند سره یوځای شو. دغه ګوند د پیسو د عرضې ‌د ډېرولو او لویې سوداګرۍ د تنظیم ملاتړ کاوه. وېور د ګرین بک ګوند د یوه غړي په توګه د ډیموکراتانو په ملاتړ په ۱۸۷۸ کال کې د جرګې په ټاکنو کې بریالی شو.

ګرین بک ګوند په ۱۸۸۰ کال کې وېور د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړ، خو یوازې ۳.۳ سلنه رایې یې وګټلې. ښاغلي وېور د منتخب مقام د ترلاسه کولو لپاره تر ګڼو نورو هڅو وروسته دویم ځل په ۱۸۸۴ او ۱۸۸۶ کلونو کې د استازو د جرګې غړیتوب ته وټاکل شو. په کانګرېس کې یې د پیسو د عرضې پراخولو او د سپین پوستانو لپاره د سور پوستانو د پولو پرانیستلو ته کار وکړ. د ګرین بک ګوند له پاشل کېدو سره «د خلکو ګوند» په نامه یو درېیم نوی ګوند جوړ شو چې د لویې سوداګرۍ مخالف و. وېور د ګوند له تنظیمولو سره مرسته وکړه او په ۱۸۹۲ کال کې د دغه ګوند له‌خوا ولسمشرۍ ته نوماند شو. دا ځل څه ناڅه بریالی و، ۸.۵ سلنه رایې یې واخیستې او پنځه ایالتونه یې وګټل، خو بیا یې هم تر بریا پورې واټن ډېر زیات و. د نولسمې پېړۍ په پای کې پوپولېستان له ډیموکراټانو سره یوځای شول، وېور هم له دوی سره مل شو او په ۱۸۹۶، ۱۹۰۰ او ۱۹۰۸ کلونو کې یې ولسمشرۍ ته د «وېلیم جینېنګ برایان» د نوماندۍ لپاره کمپاین وکړ. وېور په «ایووا» ایالت کې د خپل ټاټوبي «کولفاکس» ښار د ښاروال په توګه تر خدمت وروسته له کاره تقاعد شو. ښاغلی وېور په ۱۹۱۲ کال کې په ایووا ایالت کې مړ شو. ډېری سیاسي موخې یې د مړینې تر وخته پوره نه شوې، خو ډېری یې په راتلونکو لسیزو کې د ده تر مړینې وروسته پوره شوې.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

جېمز بېرډ وېور د ۱۸۳۳ کال د جون میاشتې په ۱۲مه نېټه د «اوهایو» ایالت په «ډایټون» سیمه کې زیږېدلی دی. د «ابرام وېور» او «سوسن املي وېور» د دیارلسو بچیانو په ډله کې پنځم بچی و. پلار یې بزګر و او هغه هم په اوهایو کې زیږېدلی و او د انقلابي جګړې د تجربه کارو سرتېرو له نسله و. هغه په ۱۸۲۴ کال کې د وېور له مور سره چې د نیوجرسي وه، واده وکړ. د وېور له زیږېدو وروسته یې په ۱۸۳۵ کال کې کورنۍ په «میشیګان» ایالت کې د «کاسوپولیس» ښار شمال ته چې نهه مایله لرې سیمه وه، یوې کروندې ته لاړه. په ۱۸۴۲ کال کې یې کورنۍ یو ځل بیا «ايووا» سیمې ته په دې تمه لاړه چې په راتلونکي کال کې به د سپین پوستانو د اوسېدو لپاره پخوانۍ «ساک او فاکس» ځمکه پرانیستل شي. دوی په «ډیویس» ایالت کې د «چېکوېسټ» رود پر غاړه د کور د غوښتنې ادعا کړې وه. «ابرام وېور» یو کور جوړ کړ او خپله نوې ځمکه یې تر ۱۸۴۸ کال پورې کښت کړه او وروسته یې کورنۍ د «بلومفیلډ» ښار مرکز ته لاړه.[۷][۸][۹][۱۰]

وېور په ۱۸۵۸ کال کې سوېلي ایووا ته لاړ او د خپل نوي ګوند د نوماندانو په استازولۍ یې ویناوې وکړې. په هماغه اوړي کې یې له «کلاریسا وېنسن» سره واده وکړ. اغلې وېنس د ایووا ایالت په «کیوساوکا» سیمه کې د ښوونځي ښوونکې وه. دوی دواړه تر ۱۹۱۲ کال پورې د وېور د مړینې تر مهاله سره یوځای وو او اته بچیان یې لرل. وېور تر واده وروسته له «هوسا هورن» سره یوځای یو حقوقي شرکت جوړ کړ او په جمهوري غوښتونکي سیاست کې ښکېل پاتې شو. په ۱۸۵۹ کال کې یې د «ساموېل کېرکووډ» په استازیتوب په یوه کمپاین کې ویناوې وکړې چې د غلامۍ پر بحث یې تمرکز درلود؛ که څه هم جمهوري غوښتونکو د وېور په اړوند «ډيوس» ښار کې ماته وخوړه او کېرکووډ په کم توپیر سره د ټاکنو ګټونکی شو. بل کال «وېور» د دولت په کنوانسیون کې د استازي په توګه خدمت وکړ، که څه هم ملي استازی نه و، خو د ایووا له پلاوي سره یې د ۱۸۶۰ کال د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون ته سفر وکړ چې هلته «ابراهام لېنکن» نوماند شوی و. لېنکن له ایووا څخه بریالی را ووت او ټاکنې یې هم وګټلې، خو سوېلي ایالتونو جمهوري غوښتونکو ته له اتحادیې څخه په جلا کېدو سره ځواب ورکړ، د ۱۸۶۱ کال په اپرېل کې د امریکا کورنۍ جګړه پیل شوه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

وروستي کلونه، مړینه او میراث[سمول]

د امریکا او اسپانیا په جګړه کې تر بریا وروسته د جمهوري غوښتونکي ګوند د محبوبیت له امله وېور په دې ګمان شو چې پوپولېستي ارزښتونه به بالاخره بریالي شي. د پوپولېست ګوند په پاشل کېدو سره وېور ډيموکراټ شو او په ۱۹۰۴ کال کې د ډیموکراټ ملي کنوانسیون استازی و. ده د ګوند له نوماند «الټون بي پارکر» څخه چې ده فکر کاوه پلوتوکراټيک دی، ناراضه و، خو بیا هم وېور د نوموړي د ناکامو انتخابي مبارزو ملاتړ وکړ. ده په هماغه کال جرګې ته د بیاځلي نوماندۍ لپاره کلک هوډ درلود، خو پرېکړه یې بدله شوه. په ۱۹۰۸ کال کې یې ولسمشرۍ ته د ډيموکراټ ګوند د نوماند «برایان» د درېیم کمپاین ملاتړ وکړ، خو دا هم بریالی نه شو.[۱۵][۱۶][۱۷]

ده او مېرمنې یې په هماغه کال د خپل واده پنځوسمه کلیزه ونمانځله او دا هغه مهال و چې شپږ بچیان یې هم لرل. د ایووا مقننه جرګې په ۱۹۰۹ کال کې د ده درناوی وکړ او د ایووا ایالت په تاریخي ودانۍ کې یې د ده یو عکس راځوړند کړ. ښاغلي وېور په ایووا ایالت کې د اوسېدو د سیمې «جاسپر ښار» تاریخ ولیکه او په ۱۹۱۲ کال کې خپور شو. وېور په پام کې لرله چې پر هغه کال د ډیموکراټو نوماندانو په استازولۍ کمپیاین وکړي، خو دا فرصت یې نه درلود. د همدغه کال د فبرورۍ میاشتې په شپږمه نېټه تر لس ورځنۍ ناروغۍ وروسته په «ډیس مونیس» کې د زړه د ناروغۍ له امله د خپلې لور په کور کې مړ شو. د ډیس مونیس په لومړي میتوډیسټ کلیسا کې د جنازې تر مراسمو وروسته د دغه ښار په «ووډلینډ» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. وروستی لیک یې چې لیکلی و، ولسمشرۍ ته د ډيموکراتانو د نوماندۍ لپاره د جرګې د مشر «جیمپ کلارک» تصدیق و، خو هغه خپله نوماندي «ووډرو وېلسن» ته پرېښوده.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

وېور د پخوانیو مخالفینو په ګډون د ایووا د اکثرو مخکښو سیاستوالو له‌خوا په جنازه کې او بیا په وروسته کلونو کې وستایل شو. له ډيموکراټانو سره یوځای کېدو پوپولېستي پالیسي اصلي مسیر ته راوستې وه او ډېری هغه پالیسۍ چې وېور د هغو لپاره مبارزه کوله، د ده له مړینې وروسته پر قانون بدلې شوې، لکه د سناتورانو مستقیمه ټاکنه، د فارغ التحصیلانو پر عاید مالیات او د سرو زرو د معیار له اساس پرته د پیسو پالیسي؛ د رېل پټلۍ او ټېلېفوني شرکتونو د عامه مالیکت په څېر ځینې نورې پالیسۍ هم وې چې هېڅ وخت تصویب نه شوې.[۱۹][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-B-Weaver — subject named as: James B. Weaver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vd7pw9 — subject named as: James B. Weaver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6666420 — subject named as: James Baird Weaver — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: James Baird Weaver — Biographical Dictionary of Iowa ID: https://uipress.lib.uiowa.edu/bdi/DetailsPage.aspx?id=399 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: The Biographical Dictionary of Iowa — خپرونکی: University of Iowa Press — ISBN 978-1-58729-685-7
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=weaverj — subject named as: James B. Weaver
  6. پیوستون : 6666420  — د نشر نېټه: ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹
  7. Mitchell 2008، ص. 12.
  8. Mitchell 2008، ص. 7.
  9. Mitchell 2008، ص. 8.
  10. Haynes 1919، ص. 2.
  11. Mitchell 2008، صص. 18–20.
  12. Haynes 1919، صص. 10–13.
  13. Mitchell 2008، ص. 13.
  14. Mitchell 2008، صص. 8–9.
  15. Haynes 1919، ص. 400.
  16. Mitchell 2008، ص. 194.
  17. Mitchell 2008، ص. 193.
  18. (په 7 February 1912 باندې). Jen. James B. Weaver Dead. The Sheboygan Press.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Haynes 1919، صص. 424–431.
  20. Haynes 1919، ص. 404.
  21. Mitchell 2008، ص. 199.
  22. Haynes 1919، صص. 410–412.
  23. Haynes 1919، ص. 408.
  24. Mitchell 2008، ص. 208.
  25. Mitchell 2008، صص. 206–207.