جرایم په افغانستان کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جرایم په افغانستان کې په بېلابېلو بڼو سره شته، چې لاندې موارد پکې شاملیږي: فساد، قراردادي قتلونه یا ترور، بم اېښودنه، انسان تښتوونه، د نشه يي توکو قاچاق، د پیسو مېنځل، په تور بازار کې سوداګري او عادي جرمونه لکه غلا او تیری.

د تریاکو کښت[سمول]

په تیرو ۲۵ کلونو کې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي اوضاع باندې د تریاکو کښت او د نشه يي توکو قاچاق د پام وړ اغېز درلود. له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، په دې هېواد کې د تریاکو کښت زیاتوالی وموند. د مجاهدینو زیاترو قومندانانو به د تریاکو له کښت څخه مالیه ټولوله او ان د خپلو ځواکونو د مالي تمویل لپاره به یې د نشه يي توکو په ناقانونه سوداګرۍ کې برخه لرله. که څه هم طالبانو د نشه يي توکو کرل غندلي و، خو پیسو ته د دوی اړتیا هغوی دې ته وهڅول تر څو د نشه يي توکو کرل روا وګڼي او ورباندې مالیات ولګوي. په ۱۹۹۹ ز کال کې، افغانستان څه باندې ۴۵۸۱ متریک ټنه خام او تصفیه شوي تریاک تولید کړل، چې دا په دې هېواد کې یو زیات شمېر تولید شوي تریاک و. دا کار د دولتونو له خوا د نړیوالو فشارونو لامل وګرځېد چې په هغو کې د افغانستان د تریاکو پېرودونکي هېوادونه هم شامل و. د همدې فشارونو په غبرګون کې، طالبانو د تریاکو کښت د ۲۰۰۰ ز کال په وروستیو کې ممنوع اعلان کړ، خو سوداګرۍ ته یې اجازه ورکړه. د تریاکو د کښت له ممنوع کېدو څخه وروسته، د تریاکو کښت ۱۸۵ متریک ټن ته را ښکته شو. دا مقدار توليد شوي تریاک هم په هغو سیمو کې رامنځته شوي و چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي اسلامي متحدې جبهې تر کنټرول لاندې و. [۱][۲][۳]

په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو له سقوط وروسته، د تریاکو کښت او قاچاق د پام وړ زیاتوالی وموند. سیمه ایزو ملیشه اې قومندانانو، جرمي سازمانونو او د افغانستان په حکومت کې په فساد کې ډوب چارواکو په ټول هېواد کې د نشه يي توکو قاچاق تر سره کاوه تر څو له هغو څخه خپل عاید تر لاسه کړي. د دولت ځینو مخالفو ډلو هم د نشه يي توکو له قاچاق څخه ګټه تر لاسه کوله. همدې عواملو ته په کتو سره، د نشه يي توکو قاچاق د همدې ملت سیاسي بې ثباتي زیاته کړه او د کمزوري کورني امنیت او د همدې هېواد د تنکۍ دیموکراسۍ او حکومتولۍ پر وړاندې یې ګواښونه رامنځته کړل. [۴][۵]

افغانستان د نړۍ د تریاکو ستر تولیدوونکی هېواد و او په ۲۰۰۱ ز کال کې یې د نړۍ ۸۷ سلنه تریاک تولیدول. په اروپا کې کاریدونکي له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنه پورې هیروین له هغو تریاکو څخه جوړیدل چې په افغانستان کې تولید شوي وو. د انټونیو ماریا کوسټا د خبرو له مخې، په افغانستان کې «نشه يي توکي اوس یو ښکاره او فعال خطر دی». د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د دفتر له خوا په ۲۰۰۷ ز کال کې د یوې تر سره شوې سروې له مخې، د نړۍ د افیونو د بازار ۹۳ سلنه تولیدات د افغانستان څخه راځي.[۶][۷][۸]

ټولنیز شرایط[سمول]

د زیات شمېر وګړو بېکارې او د لومړنیو خدماتو کمزورتیا د جرایمو اصلي عوامل ګڼل کېږي. د جرایمو په نورو بڼو کې غلا، انسان تښتوونه او تیری شاملیږي. په دې هېواد کې د ګڼو سیاسي او نورو مسایلو پر وړاندې ګڼ شمېر بغاوتونه تر سره شوي دي. [۹]

کابل[سمول]

د طالبانو د سقوط له وخت راهیسې، د هېواد په پلازمېنه کې د جرمونو کچې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د کابل په لویدیځو ناحیو کې تل د وسله والو غلاوو رپوټونه ورکړل شوي دي. د ۲۰۰۲ کال د مارچ له میاشتې بیا د ۲۰۰۳ کال تر جنوري میاشتې پورې د کابل په ښار کې ۴۸ د قتل، ۸۰ د غلاوو او ۱۲ د انسان تښتوونې قضیې ثبت شوي دي. [۱۰]

ترهګري[سمول]

ترهګریز بریدونه، له هغې جملې ډله ییز بریدونه او ځانمرګي (استشهادي) بریدونه پر افغانستان باندې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته تر سره شوي دي. دا ډول بریدونه د طالبانو او د داعش-خراسان ولایت د کسانو له خوا تر سره کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. Lee V. Barton (2007). Illegal Drugs and Governmental Policies. Nova Publishers. د کتاب پاڼې 97. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-60021-351-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lee V. Barton (2007). Illegal Drugs and Governmental Policies. Nova Publishers. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-60021-351-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Olga Oliker, Thomas S. Szayna (2003). Faultlines of Conflict in Central Asia and the South Caucasus: Implications. Rand Corporation. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8330-3260-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dilip K. Das, Michael Palmiotto (2006). World Police Encyclopedia. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-94251-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "CIA World Factbook - Afghanistan". CIA World Factbook. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "CIA World Factbook - Afghanistan". CIA World Factbook. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Record Opium Cultivation in Afghanistan Is a Threat to Central Asia and CIS Countries
  8. "Afghanistan Opium Survey 2007" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ جنوري ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Consular Information Sheet: Afghanistan". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Bureau of Consular Affairs
  10. Caroline O N Moser (2004). Environment & Urbanization. IIED. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84369-528-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)