جاويد اميرخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جاويد امير خېل په خټه د جنوب ختيځ پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ دى خو په ١٩٨٦ عيسوي کال کې په کابل دې نړۍ ته سترگې پرانيستې دي. ښاغلي امير خيل تر اتم ټولگي پورې زده کړې کړي خو په افغانستان کې د تېرو جگړو له امله يې نورې زده کړې و نشوې کړى . نوموړى له تېرو شاوخوا شپږو کلونو راهيسې سندرې وايي ، چې تراوسه يې څورلس البمونه ثبت کړي او خپلو مينوالو ته يې وړاندې کړي دي. د خوږ آواز لرونکى دغه ځوان سندرغاړى وايي د موسيقۍ په برخه کې دوه استادان لري ، چې يو يې ماسټر علي حيدر او بل يې احسان عرفان دي. دى د موسيقۍ په الاتو کې خوږه باجه غږولى شي . نوموړى اوس په کابل کې اوسيږي او د خپلو مينوالو د خوښۍ پروگرامونه سندريز کوي .

سرچينه

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/08/090820_mmn-s7-jawedsinger.shtml