جان ګرينليف وايټير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ګرينليف وايټير
(انګلیسي: John Greenleaf Whittier د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ګرينليف وايټير
جان ګرينليف وايټير

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷ ډيسمبر ۱۸۰۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 7 سپټمبر 1892 (85 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره ماساچوست   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۳]
شاعر [۱۴]
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۵][۱۲][۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان ګرينليف وايټير
جان ګرينليف وايټير

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان ګرينليف وايټير (۱۸۰۷ ډسمبر ۱۷ – ۱۸۹۲ سپټمبر ۷) امريکايي کوېکر (د ملګرو ټولنې غړی) شاعر او په متحده ايالتونو کې د غلامۍ د له منځه وړلو ملاتړی و. وايټير چې په پرله پسې ډول د جګړې پلوي شاعر په توګه لېست کې شامل شو، له سکاتلېنډي شاعر روبرت برنس “Robert Burns” څخه اغېزمن شوی و. وايټير په ځانګړي ډول د غلامۍ ضد ليکنو او همدارنګه د خپل ۱۸۶۶ ز کال د “Snow-Bound” کتاب له امله د يادونې وړ دی.

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي وختونه او کار[سمول]

جان ګرينليف وايټير د ماساچوسيتس په هاورهېل “Haverhill” کې د دوی په کليوالي کور کې د ۱۸۰۷ ز کال د ډسمبر پر ۱۷ نېټه زېږېدلی دی. پلار يې جان او مور يې ابيګالي (هسسي) وايټير نومېدل. منځنی نوم يې فکر کېږي، چې د نوموړي د پروتستانت فرانسوي نيکونو “feuillevert” معنا لري. هغه له خپل مور او پلار، يو ورور او دوه خويندو، مورنۍ ترور (خاله)، کاکا او د زيارت کوونکو له يو ثابت بهیر او کروندې لپاره له ګومارل شويو شرکتونو يا مرستو سره پر يوه بزګره کورنۍ کې لوی شو. د يو هلک په توګه جوته وه، چې وايټير د رنګ ړوند و او د رسېدلو يا پخو او اومه توتانو تر منځ يې توپير نه شو کولی. کرونده يې ډېره ګټوره نه وه او يوازې د کروندې د پر مخ وړلو لپاره پوره پيسې وې. نوموړی په خپله هم د کروندې له سخت کار څخه خلاص نه و او له په خپل ټول ژوند کې له ناسمې روغتيايي او فزيکي کمزورۍ څخه وکړېده. که څه هم لږې رسمي زده کړې يې ترلاسه کړې، مګر يو حريص يا لېوال لوستونکی و چې د کويکريزم په اړه يې د خپل پلار شپږ کتابونه ولوستل. د يادو کتابونو لارښوونې په پای کې د نوموړي د نظريې بنسټ شو. وايټير له خپل مذهب او په ځانګړي ډول د انسان دوستۍ پر اصالت، خواخوږۍ او ټولنيزې ځواب وينه باندې د هغه له فشار څخه خورا اغېزمن و.  [۱۷][۱۸][۱۹]

وايټير لومړنی شخص و، چې د يو ښوونکي له لورې شاعرۍ ته وروپېژندل شو. د نوموړي خور ماري وايټير “Mary Whittier” د هغه له اجازې څخه پرته د نيوبريپورټ “Newburyport” خپلواکو مطبوعاتو “Free Press” ته د هغه لومړی شعر ولېږه او د يادې رسنۍ مدير ويليم للويد ګاريسن “William Lloyd Garrison” د «الوهيت» په نوم ياد شعر د ۱۸۲۶ ز کال د جون پر ۸ نېټه خپور کړ. ګاريسن او همدارنګه يو بل سيممه ايز مدير وايټير په نوې پرانېستل شوې “Haverhill Academy” کې ګډون ته وهڅاوه. وايټير د ښوونځي لوستلو لپاره د پيسو برابرولو په موخه د يو څه وخت لپاره بوټ ګنډونکی یا موچي شو او د ښوونځي له ادارې سره يې داسې راکړه ورکړه هم وشوه، چې د روزنې د اداينې په بدل کې به له کروندې څخه خواړه ورکوي. نوموړي له خپلې دويمې دورې څخه مخکې د يوې کوټې په هغه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه د خدمت کولو له لارې د خپلې روزنې په موخه پيسې تر لاسه کړې، چې اوس د ماساچوسيتس ميريمېک “Merrimac” سيمه ده. هغه له ۱۸۲۷ څخه تر ۱۸۲۸ ز کال پورې “Haverhill Academy” ولوستله او يوازې په دوه دورو کې يې د عالي ليسې زده کړې بشپړې کړې. [۲۰][۲۱][۲۲]

وايټير په ۱۸۲۸ ز کال کې د لومړي ځل لپاره د نيل “Neal” د مجلې له لارې له کره کتونکي جان نيل “John Neal” له لورې د خپل کار له امله په عمومي ډول د پام وړ وستايل شو. وايټير د زوړ يا سپين ږيري او ثابت ليکوال نظريې ته ارزښت ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې: «که چېرې نيل د دې له امله زما ليکنه خوښه نه کړي، چې زه په اړه کې د سوداګرۍ يا پيسو ګټلو وږی يم؛ نو زه به شاعري او د ادبي مزاج اړوند هر څه پرېږدم». د ۱۸۲۹ ز کال په يو ليک کې نيل هغه (وايټير) ته وويل چې: «ټينګار وکړه او زه ډاډه يم چې ته په هر ډول چې وي، خپله نېکه بدله به تر لاسه کړې». د “Rachel Dyer” په نوم د نيل د ۱۸۲۸ ز کال ناول وايټير هيله مند کړ، چې په خپلو کيسو او شعرونو کې د نوي انګلېنډ کوډې يا جادو جوړ کړي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ګاريسن نوموړي ته د ملي انسان دوستۍ “National Philanthropist” د مدير دنده ورکړه، چې بوسټن مېشت اعتدال اونيزه وه. په مديريت کې له يو لړ بدلون څخه لږه موده وروسته ګاريسن يو ځل بيا بوسټن کې د «امريکايي توليدونکي:American Manufacturer» اونيزې د مدير په توګه وټاکه. وايټير د ولسمشر اندريو جېکسن “President Andrew Jackson” ښکاره نقاد و او په ۱۸۳۰ ز کال په هارټفورډ، کننيکټيکټ “Hartford, Connecticut” کې د نوي انګلېنډ د اونيزې کتنې “New England Weekly Review” نامتو مدير و، چې په نوي انګلېنډ کې د وېګ ډلې تر ټولو نفوذ لرونکی ژورنال و. نوموړي په ورته وخت کې په ۱۸۳۸ ز کال د نوي انګلېنډ مجله “The New England Magazine” کې د ورمونټانو د ۱۷۷۹ ز کال سندره “The Song of the Vermonters, 1779” هم  خپره کړه. ياد شعر د نږدې شپږ کالونو لپاره په تېروتنې سره د ايتن الين “Ethan Allen” ګڼل کېده. وايټير په ۱۸۵۸ ز کال کې د نوموړي ليکوالي ومنله. [۲۷]

د غلامۍ د له منځه وړلو فعاليت[سمول]

د ۱۸۳۰ لسيزې پر مهال وايټير د سياست لېوال شو، مګر د ۲۵ کلنۍ په عمر يې له پارلماني ټاکنو څخه وروسته له عصبي کمزورۍ څخه ورنځېده او بېرته کور ته ستون شو. ۱۸۳۳ ز کال د نوموړي لپاره د بدلون ټکی و. يو ځل بيا يې له ګاريسن سره اړيکې راژوندۍ کړې او خپل موخې ته د رسېدلو لپاره د غلامۍ د له منځه وړلو احساس د ځوان کوېکر هڅول پيل کړل.

وايټير په ۱۸۳۳ ز کال کې د «عدالت او غوره والی» په نوم د غلامۍ ضد پمفلېټ خپور کړ او له همدې ځای څخه يې د خپل ژوند راتلونکي شل کالونه د غلامۍ د له منځه وړلو موخې ته ځانګړي کړل. د نوموړي مخالفې رسالې يا پمفلېټ د هغه ټولې هيلې ځکه ړنګې کړې، چې د نوموړي د سمدستي ازادۍ غوښتنې شمالي سوداګر او سويلي باداران دواړه ورسره په دښمنۍ کې واچول، مګر د هغه دليل يا موخې پر وړاندې يې د وايټير ژمنتيا هم کره کړه، چې نوموړي په اخلاقي ډول سمه او په ټولنيز ډول اړينه وګڼله. نوموړی د غلامۍ ضد امريکايي ټولنې “American Anti-Slavery Society” بنسټګر غړی و او د ۱۸۳۳ ز کال د غلامۍ ضد اعلاميه يې هم لاسليک کړه، چې نوموړي زياتره وخت د خپل ژوند تر ټولو ګټور کار وګڼه. [۲۸]

د وايټير سياسي وړتوب (مهارت) نوموړی د ريبار په توګه ګټور کړ او د غلامۍ له منځه وړلو انګېزه يا موخه کې د غلامۍ ضد پارلماني مشرانو د يو ځای کېدلو لېوالتيا يې خورا ارزښتناکه وه. نوموړي له ۱۸۳۵ څخه تر ۱۸۳۸ ز کال پورې په پراخه کچه شمال کې سفر وکړ، ناستو کې يې ګډون وکړ، رايې يې تر لاسه کړې، ولس ته يې وينا وکړه او سياستپوهانو ته يې ريباري وکړه. وايټير د خپل دې کار له امله د توندو ځوابونو مناسبه برخه تر لاسه کړه، څو ځلې پرې ډله ايز بريد وشو، په تيږو وويشتل شو او له ښار څخه وشړل شو.

هغه له ۱۸۳۸ څخه تر ۱۸۴۰ ز کال پورې په فلادلفيا کې د “Pennsylvania Freeman” مدير و، چې په شمال کې د غلامۍ ضد مخکښه ورځپاڼه وه او وار له مخه د ملي څېړونکې “National Enquirer” په نوم پېژندل کېده. د ۱۸۳۸ ز کال په می کې يادې خپرونې يا نشريې خپل دفترونه پر شمالي شپږمه کوڅه “North Sixth Street” باندې نوي پرانېستل شوي پنسلوانيا هال “Pennsylvania Hall” ته ولېږدول، چې د لېږد بهير يې د غلامۍ پلوې پارېدلې ډلې له لورې د لومړنۍ ودانۍ له سوځولو څخه لږه موده وروسته پېښ شو. [۲۹][۳۰]

په ۱۸۳۸ ز کال کې د “New Hampshire” چارلس جي اتيرټون “Charles G. Atherton” پينځه پرېکړه ليکونه وړاندې کړل. ياد پرېکړه ليکونه د نوي پرېکړه ليک په توګه تصويب او رامنځته شوي وو، چې له هغو بحثونو څخه يې د کانګرس مخنيوی وکړ چې د غلامۍ د پای ته رسولو يادونه يې وکړه. کانګرس ياد پرېکړه ليکونه د ۱۸۳۸ ز کال د ډسمبر پر ۱۲ نېټه تاييد کړل، چې د “Atherton Gag” په توګه وپېژندل شول. وايټير نوموړی (اتيرټون) د غلامۍ د له منځه وړلو په اړه خپلو زياتو شعرونو کې د بد يا بې ارزښته شخص په توګه ياد کړ، چې ځان يې د غلامي پلوي سويل څخه د خپلو ديموکرات ملګرو په مرسته خورا نږدې متحد کړی و. د خولې ورپټولو “Gag” قاعده تر ۱۸۴۴ ز کال پورې د پلي کېدلو وړ وه، چې له يادې نېټې څخه وروسته د جان کوېنسي ادامس “John Quincy Adams” د يوې هڅې په واسطه د مقننه مجلس له لورې ناقانونه شوه. [۳۱]

د ۱۸۳۰ لسيزې په پای کې د غلامۍ د له منځه وړلو خوځښت په ماتېدو پيل وکړ. وايټير پر خپله دې عقيده باندې کلک ودرېد، چې له سياسي هڅې څخه لرې اخلاقي عمل بې ګټې و. نوموړی پوه شو، چې بريا د اخلاقي هڅونې تر څنګ قانوني بدلون هم غوښته. دې نظريې په يوازې ځان له ګاريسن څخه يو تريخ بېلتون وزېږوه او وايټير په ۱۸۳۹ ز کال د “Liberty Party” بنسټګر غړی شو. په ۱۸۴۰ ز کال يې لندن کې د غلامۍ ضد نړيواله ناسته کې ګډون وکړ. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118807161  — د نشر نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12192657k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Greenleaf-Whittier — subject named as: John Greenleaf Whittier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6tt4qjx — subject named as: John Greenleaf Whittier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1101 — subject named as: John Greenleaf Whittier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: John Greenleaf Whittier — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Whittier,_John_Greenleaf — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1507082 — subject named as: John Greenleaf Whittier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Mormon Literature and Creative Arts Database artist ID: https://mormonarts.lib.byu.edu/people/john-greenleaf-whittier — subject named as: John Greenleaf Whittier — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/whittier-john-greenleaf — subject named as: John Greenleaf Whittier
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0072134.xml — subject named as: John Greenleaf Whittier — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=whittierj — subject named as: John Greenleaf Whittier
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ https://mormonarts.lib.byu.edu/people/john-greenleaf-whittier/
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  14. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/john-greenleaf-whittier — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12192657k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/127914339
  17. Wagenknecht, 3
  18. Pickard T. Samuel, Life and Letters of John Greenleaf Whittier, Haskell House Publishers, New York (1907), SBN 8383-0191-6
  19. Wagenknecht, 18
  20. Wagenknecht, 5
  21. Woodwell, 12
  22. Woodwell, 17
  23. Sears, Donald A. (1978). John Neal. Boston, Massachusetts: Twayne Publishers. د کتاب پاڼې 113, quoting Whittier. د کتاب نړيواله کره شمېره 080-5-7723-08. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kayorie, James Stephen Merritt (2019). "John Neal (1793-1876)". In Baumgartner, Jody C. (المحرر). American Political Humor: Masters of Satire and Their Impact on U.S. Policy and Culture. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 90. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781440854866. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Pollard, John A. (2018) [Originally published in Bulletin of Friends Historical Association, vol. 32, no. 1, Spring 1943, pp. 5-12]. "John Neal, Doctor of American Literature". In DiMercurio, Catherine C. (المحرر). Nineteenth-Century Literature Criticism: Criticism of the Works of Novelists, Philosophers, and Other Creative Writers Who Dies between 1800 and 1899, from the First Published Critical Appraisals to Current Evaluations. Farmington Hills, Michigan: Gale, A Cengage Company. د کتاب پاڼې 187, quoting John Neal. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4103-7851-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Lease, Benjamin (1972). That Wild Fellow John Neal and the American Literary Revolution. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-46969-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Woodwell, 25
  28. Wagenknecht, 13
  29. Wagenknecht, 6
  30. Ehrlich, Eugene; Carruth, Gorton (1982). The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 206. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-503186-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Miller, William Lee (1998). Arguing about Slavery: John Quincy Adams and the Great Battle in the United States. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780679768449. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Corps, Terry (2009). The A to Z of the Jacksonian Era and Manifest Destiny. Latham, MD: Scarecrow Press. د کتاب پاڼي 343–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810868502. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. List of delegates, Anti-Slavery Convention 1840, Retrieved 3 August 2015
  34. Laurie, 59
  35. Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 51. کينډۍ:ISBN
  36. Laurie, 60
  37. Wagenknecht, 6