جان ډکنسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ډکنسن
جان ډکنسن
جان ډکنسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ نومبر ۱۷۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 14 فبروري 1808 (76 کاله)[۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۳]
ليکوال [۱۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امريکا انقلابي جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان ډيکينسن (۱۷۳۲ د نومبر ۱۳ مه – ۱۸۰۸ د فبرورۍ ۱۴ مه) د متحده ايالاتو له بنسټ اېښودونکو څخه و، د پنسلوانيا د فلاډيلفيا  او ډيلوير ويلمينګټن څخه حقوقي وکيل او سياستمدار و، «په پنسلوانيا کې د يوه بزګر » په عنوان، د خپلو دولسو ليکونو له امله «د انقلاب د قلم سړي» په نوم مشهور شو، کوم  چې په ۱۷۶۷ او ۱۷۶۸ز کلونو کې په جلا جلا توګه خپاره شوي وو. د لويې وچې د لومړي کانګريس د غړي په توګه، چېرې چې هغه د لويې وچې د ټولنې لاسليک کوونکی و، ډيکينسن په ۱۷۷۴ز کال کې پاچا ته د استولې عريضې ډېره برخه لیکلې وه، له هغې وروسته د لويې وچې د دويم کانګريس د غړي په توګه يې د ۱۷۷۵ز کال د زيتون څانګې عريضه وليکله. کله چې د لويې بریتانيې له پاچا درېیم جورج سره د مذاکراتو دا دوه هڅې ناکامې شوې، ډيکينسن د توماس جفرسن ژبه بيا جوړه کړه او د وسلو د پورته کولو د لاملونو او اړتيا په اړه يې، د ۱۷۷۵ز کال وورستۍ اعلاميه وليکله. کله چې کانګريس پریکړه وکړه، چې له لويې بریتانيې څخه خپلواکي وغواړي، ډيکنسن په هغه پلاوي کې خدمت وکړ، چې د تړون نمونه يې وليکله او بيا يې د ۱۷۷۶-۱۷۷ز د کانفډريشن او دايمي يووالي د موادو لومړۍ مسوده چمتو کړه. ډيکنسن د ۱۷۸۶ز کال د اناپولس د کنوانسيون مشري وکړه، کوم چې د ۱۷۸۷ز د اساسي قانون د کنوانسيون غوښتنه وکړه. ډيکنسن په دې کنوانسيون کې د ډيلوير د استازي په توګه ګډون درلود.

هغه په ۱۷۶۸ز کال کې «د آزادۍ ترانه» وليکله، دامريکا د انقلاب پر مهال د مليشې افسر و، د ډيلوير مشر، د پنسلوانيا مشر او په بریتانوي-امريکايي مستعمرو کې يو له شتمنو خلکو څخه و. د ډيکينسن له مرګ وروسته ولسمشر جفرسن، د هغه په اړه وويل چې: «هغه د خپل هېواد د حقوقو له لومړيو مدافعينو څخه و، چې د لويې بریتانيې تر بريد لاندې راغی، په تاريخ کې به يې د نوم سپېڅلتيا د انقلاب د ستر ارزښتمن په توګه کېږي». [۱۶]

له خپلې مېرمنې «ميري نوريس ډيکينسن» سره يو ځای، هغه د ډيکنسن پوهنځي هم نومی دی، (چې په اصل کې جان او ميري پوهنځی دی)، همدا راز د پنسلوانيا ايالتي پوهنتون د ډيکنسن حقوقو ښوونځی او د ډيلوير ډيکنسن پوهنتون ودانۍ د هغه په نوم دي. په شمالي ډيلوير کې د دولتي ښوونځيو د برخې په توګه،  په ۱۹۵۹ز کال کې د جان ډيکنسن لېسه د هغه په نامه ځانګړې شوه.

د کورنۍ تاريخ[سمول]

ډيکنسن په کروسيډور کې زېږېدلی و، د ماريلينډ ايالت د تالبوت ولسوالۍ کې د ټراپ کلي ته نژدې چېرې چې د هغه د کورنۍ د تمباکو کرونده وه. هغه د والټر ډکسن کړوسی و، څوک چې په ۱۶۵۴ز کال کې له انګلستان څخه ويرجينيا ته کډوال شوی و او د ملګرو له ټولنې سره تر يو ځای کېدو وروسته، له خپلو ګڼو هم مذهبو سره په ۱۶۵۹ز کال کې د چيساپيک ټاپووزمې په ختيځو څنډو کې د  ټالبوټ ولسوالۍ ته راغی. دلته د چوپتانک د سيند په غاړو کې والټر په څلور سوه جريبه ځمکه کې د کروسيډور يعنې «د سروزرو صليب» په نوم کرونده پيل کړه. والټر په سنټ جونز نيک کې اته سوه جريبه ځمکه راونيوله، چې بيا دالوير په کينت ولسوالۍ بدله شوه. [۱۷][۱۸]

کروسيډور د والټر زوی وليام او بيا د هغه لمسي سمويل ته چې د جان ډيکينسن پلار و ورسېد. د دې کورنۍ هر نسل خپلې ځمکې زياتې کړې، په دې ډول چې سمويل په درېو ولسواليو او پنځو کروندځايونو کې دوه زره او پنځه سوه جريبه ځمکه په ميراث يووړه؛ هغه په خپل ژوند کې دا ځمکه نهه زره جريبو ته ورسوله. هغه له خپل تربور څخه د کينت ولسوالۍ شتمني واخسته او نږدې درې زره جريبو ته يې پراخه کړه، چې د سنت جونز سيند په څنډو کې له «ډور» څخه تر ډيلوير ټاپوزمې پورې غځېدلې وه. هلته يې بله کرونده پيل کړه، چې د «سپيدار تالار» نوم يې و رکړ. دا کروندې پراخې او ګټورې کرنيزې پروژې وې، چې د مريانو مزدورانو له خوا په کې کار کېده، تر دې چې په ۱۷۷۷ ز کې جان ډيکنسن د سپیدار تالار مريان ازاد کړل.[۱۹]

سمويل ډيکينسن د ۱۷۱۰ز کال د اپريل په يوولسمه نېټه له جوديټ ټروت (۱۶۸۹-۱۷۲۹ ز) سره واده وکړ. دوی نهه بچيان درلودل چې هغوی دا دي: وليام، والټر، سمويل، اليزابت، هنري، اليزابت بتسي، ربکا او ريچل. مشران درې يې په لندن کې د زده کړو پر مهال د ننکيو په ناروغۍ مړه شول. سامويل چې دوه کوچني بچيان هر يو هنري او بتسي ورسره وو او کونډ شو، په ۱۷۳۱ز کال کې يې له ماري کاډوالدر سره واده وکړ. ماري د مارتا جونز (د ډاکټر توماس وين لمسۍ) او پياوړي کواکر جان کاډوالډر لور وه، څوک چې په فلاډيلفيا کې د جنرال جان کاډوالډر نیکه و. د دوی زامن جان، توماس او فيلمون په راتلونکو څو کلونو کې وزېږېدل.

د ډيکنسن د کورنۍ درې نسلونه په ټابوټ ولسوالۍ کې د ملګرو د درېیم پناه ځای د مجلس غړي وو او «کاډوالډرز» په فلاډيلفيا کې د همدې مجلس  غړي وو، خو په ۱۷۳۹ز کال کې د جان ډيکينسن ميرنۍ خور بيسټي په انجليکا کليسا کې له چارلس ګلدزبور سره واده وکړ ،چې د ياد مجلس له خوا «بې ترتيبه واده» وبلل شو. دا جوړه د ميريلينډ د والي چارلس ګولډسبرو نيا او نيکه دي.

سمويل «کروسيډور» استوګنځای خپل مشر ورور هنري ډيکينسن ته پرېښود او خپله سپيدار تالار (پوپلر هال) ته وکوچېد، چېرته چې هغه  د کنت ولسوالۍ د عامو دعواوو د محکمې د قاضي په توګه په ټولنه کې مخکښ ځای خپل کړی و. په دې توګه ماري هم په فلاډيلفيا کې له خپلو اړيکو سره نژدې شوه. «پوپلار هال» د سنت جونز سيند په څنډه په يوه منظمه مصنوعي برخه کې موقعيت درلود. په دې ځای کې د اړتیاوو د لېږد او کرنيزو محصولاتو د وړلو په برخه کې ډېر کارونه وو. ډېر توليدات د غنمو وو چې د دې سيمې له نورو غنمو سره يو ځای اوړه کېدل. په دې کرونده کې ډېری کار کوونکي، د ډيکينسن خادمان او مريان وو. [۲۰]

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ[سمول]

ډيکنسن ته خپل مور او پلار او هغو نوو کډوالو زده کړه ورکړې وه، چې د همدې موخې لپاره په کار نيول شوي وو. د دوی په منځ کې د کليسا مذهبي مشر «فرانسس اليسن» هم و، چا چې وروسته د پنسلوانيا په «چيسټر» ولسوالۍ کې د نوي لندن اکاډمي جوړه کړه. د هغه تر ټولو مهم ښوونکی وليام کيلين و، څوک چې د تل لپاره د ډيکينسن ملګری شو او بيا د ډيلوير قاضي القضات او صدراعظم شو. ډيکنسن د پوخ عقل څښتن او غښتلی و، سره له دې چې له پاپلر هال سره یې مينه درلوده، بيا هم له کورنۍ سره فلاډيلفيا ته بوتلل شو.[۲۱]

په اتلس کلنۍ کې يې په فلاډيلفيا کې د «جان مولنډ» سره د قانون لوستل پيل کړل. په دې ځای کې يې د سمويل وارټن او جورج ريډ په ګډون يو شمېر ملګري پيدا کړل. په ۱۷۵۳ز کال کې په ميډل ټيمپل کې د درې کلنو زده کړو لپاره لندن ته ولاړ. د خپل ملګري د پنسلوانيا د لوی څارنوال «بنجامين چو» پر پل ګام په ګام ولاړ او دا کلونه يې د لندن په «اينز کورټ» کې د «ايډوارډ کوک»  او «فرانسس بيکن» د آثارو په لوستلو تېر کړل، په ۱۷۵۷ز کال کې د پنسلوانيا د وکيلانو په ټولنه کې ومنل شو او خپل کار يې د مرافعې او حقوقي وکيل په توګه پيل کړ. [۲۲]

د «تاونشند کړنو-Townshend Acts» پر ضد د نيوکو لپاره، ډيکنسن په پنسلوانيا کې د يو کروندګر په نوم ليکونه خپاره کړل. لومړی د پنسلوانيا په کرونيکل کې خپاره شول، د ډيکنسن ليکونه ډېرو نورو ورځپانو هم بيا بيا خپاره کړل او د امريکا له انقلاب مخکې تر ټولو اغېزناک امريکايي سياسي اسناد وګرځېدل. ډيکنسن په دې باور و چې پارلمان د سوداګرۍ چارو د برابرولو حق لري، خو پر ګټې د ماليې د اخستلو حق نه لري. هغه خبرداری ورکړ، که چېرې مستعمرې، د «تاونشند کړنې» مني، پارلمان به په راتلونکي کې په مستعمرو لا زيات ماليات ولګوي. د دې ليکونو له خپرولو وروسته، هغه په ۱۷۶۸ز کال کې، د امريکا فلسفي ټولنې ته د غړي په توګه وټاکل شو.[۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb161759516 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/137908261 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL1801422A?mode=all — subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  4. Open Library ID: https://openlibrary.org/works/OL2523859A?mode=all — subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Aaron Swartz — منښتلیک: GNU Affero General Public License, version 3.0
  5. subject named as: John Dickinson — U.S. National Archives Identifier: https://catalog.archives.gov/id/10582215 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — نشرونه لخوا د: National Archives Catalog
  6. FAST ID: https://id.worldcat.org/fast/9030 — subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Dickinson, John (1732-1808), statesman and political pamphleteer — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.0100218
  8. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/D000321 — subject named as: John DICKINSON — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. NLA Trove people ID: https://trove.nla.gov.au/people/807864 — subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Dickinson — subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  11. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6j39202 — subject named as: John Dickinson (Pennsylvania and Delaware) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4428 — subject named as: John Dickinson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/D000321 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  14. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb161759516 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. "UD Library discovers Thomas Jefferson letter". University of Delaware. December 3, 2009. د لاسرسي‌نېټه December 5, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. National Archives and Records Administration: "America's Founding Fathers: Delegates to the Constitutional Convention."
  18. The Duke of York Record 1646–1679, Printed by order of the General Assembly of the State of Delaware, 1899
  19. "John Dickinson: timeline". Historyhome.co.uk. January 5, 2011. د لاسرسي‌نېټه September 12, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hoffecker, Carol E. (2004). Democracy in Delaware. Wilmington, Delaware: Cedar Tree Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-892142-23-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "History – University of Delaware". www.udel.edu. د لاسرسي‌نېټه July 7, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Publications of the Historical Society of Pennsylvania: Life and Writings of John Dickinson [vol. 1], pg.28.
  23. Middlekauff, Robert (2005). The Glorious Cause: The American Revolution 1763–1789. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 161–162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bell, Whitfield J.; Greifenstein, Charles, Jr. (1997). Patriot-Improvers: Biographical Sketches of Members of the American Philosophical Society. 1. Philadelphia: American Philosophical Society. د کتاب پاڼې 383–390. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)