جان ټینډال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ټینډال
(انګلیسي: John Tyndall د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ټینډال
جان ټینډال

د شخص معلومات
پيدايښت ۲ اگسټ ۱۸۲۰[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 4 ډيسمبر 1893 (73 کاله)[۱][۲][۳][۶][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
ڈاکٹری مشیر مایکل فراډې   د (P184) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فزيک پوه [۷]
فیلسوف
ليکوال [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه پنځپوهنه [۱۲]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان ټینډال
جان ټینډال

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان ټینډال (زوکړه: د ۱۸۲۰ زکال د اګست ۲مه – مړینه: د ۱۸۹۳ زکال د ډسمبر ۴مه) د نوولسمې پېړۍ مخکښ آیرلنډي فزیک پوه و. نوموړی په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د ډیامقناطیس په برخه کې د څېړنو له امله شهرت وموند. نوموړي وروسته له دې د انفرارېډ وړانګو د قلمرو او د هوا د فزیکي خواصو اړوند موندنې لرلې، له دې سربېره یې وکولای شو په اتومسفیر کې د شته کاربن ډای اکساید او هغه څه ترمنځ اړیکه اثبات کړي چې نن ورځ د ګلخانه یي اغېز په توګه پېژندل کېږي.

ټینډال له دې سربېره دوولس علمي کتابونه ولیکل او په دې سره یې د ۱۹مې پېړۍ تجربوي فزیک ګڼ شمېر مخاطبینو ته وړاندې کړ. هغه له ۱۸۵۳ زکال څخه تر ۱۸۸۷ زکال پورې د لویې بریتانیا په سلطنتي انستیتیوت کې د فزیک په برخه کې تدریس وکړ. نوموړی په ۱۸۶۸ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. [۱۳]

لومړني کلونه او زده کړې[سمول]

ټینډال د ایرلنډ د کارلو سیمې په لیلینبریج ښارګوټي کې وزېږېد. پلار یې په سیمه ئیزو پولیسو کې دنده لرله او د ګلوسترشایر هغو کډوالو ته اړوند و چې د ۱۶۷۰ زکال په شاوخوا کې د ختیځ ایرلنډ په سویل کې استوګن شوي و. ټینډال د خپلې نوې ځوانۍ تر وروستیو پورې د کارلو سیمې په سیمه ئیزو ښوونځیو ( بالینابرانو ابتدايي ښوونځي) کې زده کړې وکړې او په ډېر احتمال سره دلته د خپلو زده کړو په وروستیو مهالونو کې مرستیال ښوونکی هم و. په هغو مضامینو کې چې ده په ښوونځي کې لوستل تر ټولو پام وړ یې فني نقشه جوړونه او ریاضیات و چې د ځمکې د نقشې جوړولو په موضوعاتو کې ترې ګټنه کېدله. نوموړی د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې چې ۱۸۳۹ زکال و د ایرلنډ د نقشې جوړونې د ملي ادارې (Ordnance Survey of Ireland) له خوا په دنده وګمارل شو چې بیا په ۱۸۴۲ زکال کې د لویې بریتانیا د نقشې جوړونې ملي ادارې ته ترې ولاړ. د ۱۸۴۰مې لسیزې پرمهال د اوسپنۍ پټلۍ جوړولو کار د ودې په حالت کې و. د ټینډال د نقشې جوړونې تجارب د اوسپنۍ پټلۍ د جوړونکو لپاره با ارزښته و او هغو ورته اړتیا لرله. همدا و چې نوموړي له ۱۸۴۴ زکال څخه تر ۱۸۴۷ زکال پورې په ګټمنه بڼه د اوسپنې پټلۍ جوړولو د طراحۍ په برخه کې وګمارل شو. [۱۴][۱۵]

په ۱۸۴۷ زکال کې ټینډال هوډ وکړ چې په همپشایر سیمه کې د کوین ووډ کالج په نامه د بشپړ مهالیز (شپې او ورځې) ښوونځي د ریاضیاتو او نقشه جوړونې ښوونکې شي. نوموړي وروسته د دغې پرېکړې په یادونه سره وویل: «له فکري ودې سره لیوالتیا زه پرې نښودم؛ هغه مهال چې د اوسپنۍ پټلۍ کار کم شو په ۱۸۴۷ زکال کې مې د کوین ووډ کالج د استادۍ څوکۍ ومنله». دغه مهال په یاد کالج کې بل تازه ګمارل شوی ځوان ښوونکی اډوارډ فرانکلنډ و چې وړاندې یې د بریتانیا د جیولوژیکي سروې په اداره کې د کیمیا د لابراتوار د مرستیال په توګه کار کړی و. فرانکلنډ او ټینډال کلک ملګري شول. د فرانکلنډ د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ دوی پرېکړه وکړه چې د ساینس په برخه کې د لا زیاتو زده کړو په موخه جرمني ته ولاړ شي. فرانکلنډ پوهېده چې د جرمني یو شمېر پوهنتونونه د تجربوي کمییا او فزیک په برخو کې د بریتانیا له پوهنتونونو مخکې دي (د بریتانیا په پوهنتونو کې د لابراتوري علومو پر ځای پر کلاسیک او ریاضیاتو ډېر تمرکز شتون درلود). دوی دواړه د ۱۸۴۸ زکال په اوړي کې جرمني ته ولاړل او د ماربورګ په پوهنتون کې یې نوم ثبت کړ ځکه چې د دغه پوهنتون د ښوونکي رابرټ بونسن شهرت دوی مجذوب کړي وي. ټینډال د دوه کلونو لپاره د بونسن تر نظر لاندې زده کړې وکړې. کېدای شي چې په ماربورګ کې د ټینډال لپاره اغېزمن کس پروفیسور هرمان کنوبلاوخ وي، ځکه چې ټینډال کلونه وروسته هم له هغه سره اړیکه لرله. په ماربورګ پوهنتون کې د ټینډال پای لیک د پیچلو سطحو ریاضیکي تحلیل او تجزیې ته اړوند و چې په ۱۸۵۰ زکال کې یې (د فردریش لوډویک سټګمن تر نظر لاندې) وړاندې کړ. ټینډال یو کال بل هم په جرمني کې پاتې شو او له کنوبلاوخ سره یې یوځای د مقناطیس اړوند څېړنه وکړه؛ د دغو هڅو په لړ کې هغوی په برلین کې د کنوبلاوخ د اصلي ښوونکي هاینریش ګوستاو مګنوس په لابراتورا کې تېرې کړې. نن ورځ څرګنده ده چې بونسن او مګنوس د تجربي علومو په برخه کې د هغه مهال له غوره لارښوونکو څخه و. له همدې امله هغه مهال چې ټینډال د ۱۸۵۱ زکال په اوړي کې بېرته انګلستان ته وګرځېد، په ډېر احتمال سره په انګلستان کې د نورو ټولو په پرتله د تجربي علومو په برخه کې مخکښ و. [۱۶][۱۷]

لومړنۍ علمي چارې[سمول]

د فزیک په برخه کې د ټینډال لومړنۍ چارې په مقناطیس او ډیامقناطیسي قطبیت باندې ازموینې وې چې له ۱۸۵۰ زکال څخه یې تر ۱۸۵۶ زکال پورې په هغو کار وکړ. په دې اړوند نوموړي خپل لومړي دوه اغېزمن راپورونه د کنوبلاوخ په همکارۍ ولیکل. یو له دغو څخه د «د کریسټالونو مقناطیسي نوري خواص، او د مالیکولي تنظیم سره د مقناطیس او ډایامقناطیس د اړیکې» تر عنوان لاندې و چې د ۱۸۵۰ زکال په می میاشت کې خپور شو. دغه څېړنې او همدارنګه د مقناطیسونو اړوند نورې څېړنې یې لامل وګرځېدې چې ټینډال د ورځې له مشهورو پوهانو څخه وګڼل شي. نوموړي په ۱۸۵۲ زکال کې د سلطنتي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ. [۱۸]

د یو مناسب څېړنیز قرار په لټون کې هغه وکولای شول د جرمني د مخکښ فزیکي ژورنال اوږد مهالی مدیر مسئول یوهان کریسټین پوګندورف او د دغه ژورنال نور دایمي لیکولان ومومي څو د هغه له اړخه ورته مقاله ولیکي. په ۱۸۵۳ زکال کې د هغه احترام له امله چې په سلطنتي انستیتوت کې د مقناطیسي څېړنو د برخې مشر مایکل فارادي د هغه کار ته درلود د لندن په سلطنتي انستیتیوت کې د طبیعي فلسفې (فزیک) ښوونکی وټاکل شو. نږدې یوه لسیزه وروسته ټینډال په سلطنتي انستیتیوت کې د مایکل فارادي له تقاعد وروسته د نوموړي ځای ناستی وټاکل شو. [۱۹]

آلپ غرونو ته سفر او یخبندان پوهنه[سمول]

ټینډال په ۱۸۵۶ زکال کې د علمي لاملونو له امله له الپ غرونو څخه لیدنه وکړه او بالاخره په یوه مخکښ غره ختونکی واوښت. نوموړي له ۱۸۵۶ زکال وروسته په نږدې ټولو اوړو کې له الپ غرونو څخه لیدنه کوله او د هغې ډلې غرو ختونکو څخه و چې وایسهورن څوکې ته په ۱۸۶۱ زکال کې وختل؛ نوموړي همدارنګه په ۱۸۶۸ زکال کې ماترهورن څوکې ته د ختونکو لومړنیو ډلو څخه د یوې مشري وکړه. د نوموړي نوم د «آلپنېزم» له طلایي دورې سره اړوند دی – هغه منځني ویکټوریايي کلونه چې ډېره ستونزمنه وه څوک دې د آلپ څوکو ته وخېژي. [۲۰]

په الپ غرونو کې ټینډال په طبیعي یخچالونو په ځانګړې توګه د یخچالونو په حرکت څېړنه وکړه. د یخچالونو د جریان اړوند د نوموړي توضیح لامل وګرځېده هغه د یو شمېر نورو په ځانګړې توګه د جیمز ډیوېډ فوربس سره په بحثونو واړوي. د یخچالونو د حرکت اړوند لومړنۍ علمي چارې د فوربس له خوا ترسره شوې وې، خو فوربس دغه مهال د ریګولاسیون له ښکارندې څخه چې لږ وروسته د مایکل فارادي له خوا کشف شوې وه خبر نه درلود. ریګلاسیون (د فشار په حالت کې د یخ د ویلي کېدو او د فشار په کمېدو کې بېرته د یخ د کلک کېدو ښکارنده) د ټینډال په توضیح کې کلیدي رول درلود. [۲۱]

فوربس په هېڅ ډول ریګلاسیون یو ډول نه باله. دغې چارې د دوی بحث پېچلی کړ، همدا و چې علني د نظر اختلاف د دې پر سر رامنځته شو چې څوک د دغې ښکارندې د اعتبار ترلاسه کولو وړ دی. د فوربس نږدې ملګرو او خپله فوربس فکر کاوه چې فوربس باید په دې برخه کې د ښه اعتبار څخه برخمن شي، په داسې حال کې چې ټېنډل بیا په دې فکر کې و چې اړوند اعتبار باید په پراخه کچه وویشل شي. ټینډال څرګندوله چې: «د نیمه مایع د حرکت نظریه په بشپړ ډول لوئیس رنډو ته اړونده ده؛ د چټک مرکزي جریان اثبات هم تر یوه بریده له رنډو سره اړیکه لري، خو تقریبا په بشپړ ډول لوئیس اګاسیز او فوربس ته اړوند ده؛ د بستر د ځنډ اثبات هم په یوازې توګه د فوربس برخه کېږي؛ په داسې حال کې چې د حد اکثر حرکت د ټکي د ځای کشف زما په ګمان ماته اړوند دی». د دوی ترمنځ د نظر اختلاف د فوربس او ټینډال له مړینې وروسته د هغوی د رسمي بیوګرافي لیکونکو ترمنځ دوام وموند. ټولو هڅه وکړه منطقي چلن وکړي خو کومه هوکړه ترې ترلاسه نه شوه. له ټولو ناهیلې کوونکې دا چې د طبیعي یخچالانو د حرکت اړخونه تر اوسه په سمه توګه درک او یا هم ثابت شوي نه دي.  [۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12173986t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w37zm7 — subject named as: John Tyndall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/tyndall-john — subject named as: John Tyndall — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=62896 — subject named as: John Tyndall — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: John Tyndall — Dictionary of Irish Biography ID: https://doi.org/10.3318/dib.008696.v1 — سرليک: Dictionary of Irish Biography — خپرونکی: Royal Irish Academy
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p11065.htm#i110645 — subject named as: John Tyndall — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. پیوستون : 118803050  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12173986t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2003202346 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/49181027
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mzk2003202346 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  13. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. When working for the government's land surveying agency in Lancashire, Tyndall was one of a number of employees who signed a petition calling for higher wages plus some other changes in working conditions. In November 1843, all of the signatories to the petition were dismissed from their jobs. In August 1844, Tyndall was hired by a railway surveying company in Lancashire at almost four times higher pay than the government had been paying him. D. Thompson (1957). "John Tyndall: A study in vocational enterprise". The Vocational Aspect of Education. 9 (18): 38–48. doi:10.1080/03057875780000061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Also Eve, A.S. & Creasey, C.H. (1945). Life and Work of John Tyndall.
  15. Tyndall was the chief surveyor for the proposed railway line from Halifax to Keighley in 1846, according to Thomas Archer Hirst, who worked under Tyndall at the same engineering firm at the time – Ref Archived 2016-08-09 at the Wayback Machine.. Tyndall described himself as the "principal assistant" at the firm – "Tyndall's Obituary for Hirst". Proceedings of the Royal Society of London. 52: xiv–xv. 1893. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Tyndall gave detailed recollections about his life in the 1840s in "Address Delivered at the Birkbeck Institution on October 22, 1884", which is published as a chapter in his New Fragments essays (1892).
  17. Tyndall studied under Bunsen from 1848 to 1850. Thirty-five years later, he praised Bunsen for explaining chemistry and physics in "the language of experiment" and said "I still look back on Bunsen as the nearest approach to my ideal of a university teacher." New Fragments.
  18. Tyndall's main 1850s research reports on diamagnetism were later republished as a collection, which is available at Archive.org. In the preface to the collection Tyndall writes about the work's historical context. William T. Jeans' biography of Tyndall (pp. 22–34) also goes into the historical context of Tyndall's diamagnetic investigations.
  19. Michael Faraday advocated for Tyndall's appointment at the Royal Institution. As part of that, in a letter to the managers of the Royal Institution on 23 May 1853, Faraday praised Tyndall's abilities as a lecturer: "I have heard him on two or three occasions, when his manner of expounding nature by discourse and experiment was in my judgement excellent". Source: Emily Hankin (2008), "John Tyndall's Lecture Courses at the Royal Institution and their Reception" Archived 4 March 2016 at the Wayback Machine..
  20. According to the account in Tyndall's book The Glaciers of the Alps (1860), Tyndall in 1858 reached the summit of Monte Rosa solo carrying only a ham sandwich for sustenance. The first ascent of Monte Rosa had taken place only in 1855. He had already reached the summit of Monte Rosa in a guided group on 10 August 1858 but he made an unplanned second ascent solo on 17 August 1858 after breakfast: "the waiter then provided me with a ham sandwich, and, with my scrip thus frugally furnished, I thought the heights of Monte Rosa might be won...." (continued at pages 151–157 of Glaciers of the Alps). Besides Tyndall's own books, information about Tyndall as a mountaineer is available at A History of Mountaineering in the Alps by Claire Eliane Engel and The Victorian Mountaineers by Ronald Clark.
  21. That quotation from Tyndall appears in the 1911 Encyclopædia Britannica article about Tyndall. For Forbes' view of the issue see "Appendix A" (plus Chapter XV) of Life and Letters of James David Forbes.
  22. Haast, Julius (1864). "Notes on the Mountains and Glaciers of the Canterbury Province, New Zealand". Journal of the Royal Geographical Society of London. 34: 87–96. doi:10.2307/1798467. JSTOR 1798467. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Brewer, William H. (1873). "Discovery of Mount Tyndall". The Popular Science Monthly. 2: 739–741. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Geographic Names Information System". edits.nationalmap.gov. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)