جان ویلکس بوث

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ویلکس بوث
(انګلیسي: John Wilkes Booth د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ویلکس بوث
جان ویلکس بوث

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ مې ۱۸۳۸[۱][۲][۳]
مړینه 26 اپرېل 1865 (27 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک لوبگر [۶]
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لوبگري [۸]
وژنه (ترور کول) [۸]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان ویلکس بوث
جان ویلکس بوث

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان ویلکس بوث (د ۱۸۳۸ز کال د می له ۱۰مې- د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل تر ۲۶مې) د تیاتر امریکایي لوبغاړی و، چې د ۱۸۶۵ز کال د اپرېل په ۱۴مه یې په واشنګټن ډي سي کې، په فورډ تیاتر کې د امریکا ولسمشر ابراهام لینکلن وواژه. هغه د ۱۹مې پېړۍ د غوره تیاتري کورنۍ غړی و، بوث له مریلنډ نه و او نامتو لوبغاړی و، چې د کنفدراسیون پلوی هم و. هغه ولسمشر لینکلن په امریکا کې د وروستۍ غلامۍ د لغوه کولو لپاره وغانده او خواشیني یې څرګنده کړه. [۹]

په اصل کې، بوث او کوچنۍ ډلې یې د لینکلن د تښتولو توطیه جوړه کړې وه ترڅو د کنفډراسیون له هیلې سره مرسته وکړي. هغوی وروسته پرېکړه وکړه، چې هغه او د ولسمشر مرستیال اندرو جانسون او د بهرنیو چارو وزیر ویلیم ایچ سوارډ ووژني. که څه د شمالي ویرجینیا پوځ د جنرال رابرت ای لي په قوماندې سره څلور ورځې مخکې د اتحادیې پوځ ته تسلیم شوی و، خو بوث باوري و، چې کورنۍ جګړه نا حل شوې پاتې؛ ځکه چې د جنرال جوزف ای جانستون د کنفډراسیون پوځ جګړې ته دوام ورکوي. [۱۰]

بوث یوځل د ولسمشر لینکلن پر شا ډزې وکړې. بل سهار د لینکلن د مرګ ورځ وه او له دې سره د بوث سازش هم بشپړ شو. سوارډ کلک ټپي شوی و، خو بېرته جوړ شو په داسې حال کې، چې د ولسمشر پر مرستیال جانسون هېڅ برید ونه شو. بوث پر آس سویلي مریلنډ ته وتښتېد. دولس ورځې وروسته یې د شمالي ویرجینیا په کلیوالي فارم کې په یوه ګودام کې ونیو. ډیویډ هرولډ، چې د بوث ملګری و، تسلیم شو، خو بوث ځنډ وکړ. تر هغه وروسته، چې چارواکو ګودام ته اور واچاوه؛ نو د اتحادیې سرتېري بوستون کوربت د هغه پر غاړه وژونکې ډزې وکړې. هغه فلج شو او څو ساعته وروسته ومړ. اته توطیه جوړونکي محکوم شول او له دې شمېره څلور یې ډېر ژر په دار وځړول شول.

شالید او لومړی ژوند[سمول]

د بوث والدین، جونیوس بروتوس بوث او د هغه مېرمن مري آن هلمز وو، چې د ۱۸۲۱ز کال په جون کې له انګلستانه متحده ایالاتو ته کډوال شول. هغوی د مریلنډ له بل ایر سره نږدې ۱۵۰ جریبه (۶۱ هکټاره) فارم وپېره، دا هغه ځای و، چې په کې جان ویلکس بوث د ۱۸۳۸ز کال د می په ۱۰مه په یو لرګین څلور اتاقه کور کې وزېږېد. بوث د مور او پلار له لسو اولادونو نه نهم و. د هغه نوم له جان ویلکس نه اخیستل شوی و، چې د انګلستان یو راډیکال سیاستوال و او لرې خپل یې و. د جونیوس مېرمن ادلاید دلانوي بوث په ۱۹۵۱ز کال کې د زنا له امله له هغه طلاق واخیست او هولمز د ۱۸۵۱ز کال د می په ۱۰مه، چې د جان ویلکس له ۱۳مې کلیزې سره سمون خوري، له جونیوس سره واده وکړ. نورا تیتون په خپل کتاب (زما افکار په وینو لړلې دي) (۲۰۱۰ز) کې وړاندیز کوي، چې د لوبغاړي جونیوس بوتوس بوث د زامنو اډوین او جان ویلکس شرم او حرص هغوی د بریا او ستاینې لور ته وهڅول او هغوی یې د سیالانو په توګه معرفي کړل. اډوین د اتحادیې د پلوي په نقش کې او جان ویلکس د ابراهام لینکلن د قاتل په نقش کې خپل سهم لرلی دی.      [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] 

په ۱۸۵۱ز کال کې د بوث پلار د هارفورډ د ښارګوټي په املاک کې یو ټیوډور هال جوړ کړ، چې د اوړي د کور په توګه یې و. په داسې  حال کې، چې د بالتیمور پر اکستر سړک یې هم یو ژمنی استوګنځی درلود. په ۱۸۵۰ز کال کې د یوې سرشمېرنې په لړ کې د بوث کورنۍ د بالتیمور اوسېدونکې وشمېرل شوه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

تیاتر[سمول]

۱۹۵۰ لسیزه[سمول]

بوث د ۱۸۵۵ز کال د اګسټ په ۱۴مه په ۱۷ کلنۍ کې، د ریچارډ III په بالتیمور کې د چارلز د سړک په تیاتر کې د ارل ریچموند په ملاتړي رول کې د لومړي ځل لپاره صحنې ته راغی. ځینې کرښې یې له یاده ووتې؛ نو نندارچیانو پرې ملنډې ووهلې. هغه همدارنګه د بالتیمور پر هالیدي سړک هم تیاتر پیل کړ، دغه ځای په جان ټي فورډ پورې اړه لرله، چې د بوث کورنۍ هر وخت دلته خپل تیاترونه ترسره کړي دي. په ۱۸۵۷ز کال کې بوث په فلاډلفیا کې د ارچ سړک د تیاتر له سهامي شرکت سره یوځای شو او یو بشپړ فصل هلته ولوبېد. د هغه په خوښه هغه «جي بي ویلکس» ونومول شو، ترڅو د تسپین د نامتو کورنۍ له غړو سره د پرتلې له امله ډډه وکړي. جیم بشپ ولیکل، چې بوث «د ظالمې صحنې پر غله بدل شو، خو خپل نقشونه یې په داسې علاقې ولوبول، چې نندارچیانو یې نمانځنه وکړه». د ۱۸۵۸ز کال په فبرورۍ کې هغه د ارچ د سړک په لوکرزیا بورجیا تیاتر کې ولوبېد. د پرانیستې په شپه هغه له یوې صحنې نه وېره تجربه کړه، هغه د دې پرځای چې ووایي، «مېرمنې، زه پتروشیو پاندولفو یم»؛ نو په بند شوي غږ یې وویل «مېرمنې، زه پوندولفیو پت یم؛ پدولفیو پت؛ پانتوچیو پد، لعنتي! زه څوک یم؟» دا د نندارچیانو د لوړې خندا لامل شو.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د کورنۍ جګړې کلونه[سمول]

بوث په کلکه د لغوه کوونکو د پلویانو مخالفت وکړ، چې غوښتل یې په امریکا کې غلامي پای ته ورسوي. د ۱۸۵۹ز کال د ډسمبر په ۲مه بوث د لغوه کوونکو د مشر جان براون د اعدام په مراسمو کې برخه واخیسته. جان براون د خیانت، قتل، د غلامانو تر منځ د بغاوت رامنځته کولو او د ویرجینیا په هارپرز فري کې د فډرال پر اسلحه خونې د برید په تور اعدام شو. بوث د ریچموند په تیاتر کې د تمرین په حال کې و، چې په ورځپاڼه کې یې د براون د اعدام خبر ولید. هغه د دې لپاره چې خلک ورته لاسرسی ونه لري، له ریچموند ګري نه یې یو یونیفرم په پور واخیست او یوې ملیشې چې ۱۵۰۰ کسانه په کې وو او د چارلز ښار ته د براون د اعدامولو لپاره روان وو؛ نو ورسره په همدې یونیفرم کې ه یوځای شو، ترڅو بروان په احتمالي ډول له اعدام نه وژغوري. کله چې بروان پرته له کومې پېښې په دار وځړول شو؛ نو بوث هغه ته نږدې ورغی او له برخلیکه یې راضي شو. بوث د ځړول شي کس د مړینې د زړورتیا ستاینه وکړه. [۳۶][۳۷][۳۸]

غبرګون[سمول]

بوث له فورد تیاتر نه د سټېج له دروازې کوڅې ته وتښتېد، دلته جوزف پینټز باروز د هغه د تېښتې لپاره یو آس درولی و. د اس مالک هغه ته خبرداری ورکړ، چې اس یې لوړه حوصله لري، خو که پام ورته ونه شي، ښایي حوصله وبایلي. بوث اس پرېښود او اډمونډ سپانګلرد سپنګلر ته یې وویل، چې باروز دې یې وساتي.  [۳۹]

بوث له ډیویډ هرولد سره د مریلنډ سویل ته لاړ او د خپلې تېښتې د لارې پلان یې ونیو، ترڅو په دغې پاشلې سیمې کې د ټلګراف او د ریل پټلۍ له لږوالي ګټه پورته کړي او له خپلو خواخوږو، په ځانګړې توګه د کنفدراسیون له غړو سره اړیکه ټینګه کړي. هغه فکر کاوه، چې د سیمې ګڼ ځنګلونه او د زکیا جبیزې ځمکې ورته د ویرجینیا کلیوالو سیمو ته د تېښتې لار پیدا کړې. په نیمه شپه کې، بوث او هرولډ په براندي واین پایک کې د سورات شرابخونې ته ورسېدل، دغه ځای له واشنګټن نه ۹ مایله(۱۴ کیلومتره) فاصه لرله. دا هغه سیمه وه، چې په لومړیو کلونو کې یې په کې د انسان تښتونکو نقشه جوړوله او د دې ترڅنګ یې په کې اسلحې او تجهیزات ذخیره کول.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د بوث د انګېزې نظریه[سمول]

لیکوال فرانسیس ویلسون د لینکلن د وژنې پرمهال ۱۱ کلن و. هغه په ۱۹۲۹ز کال کې په خپل کتاب جان ویلکس بوث کې د بوث د ونډې په اړه ولیکل: «هغه د مالي ګټې له فکر کولو پرته یو ناوړه عمل ترسره کړی و او د ځان قرباني یې ورکوله. ده ویل چې دا به یې غوره موخه وي، خو په اصل کې یوه بشپړه متعصبه کړنه وه». نورو د بریا او شهرت لپاره ځان غوښتونکې انګېزې؛ لکه: شرم، حرص او د ورور او خور سیالۍ لیدې.[۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Wilkes-Booth — subject named as: John Wilkes Booth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gt5n06 — subject named as: John Wilkes Booth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/84870 — subject named as: John Wilkes Booth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7377 — subject named as: John Wilkes Booth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=boothj — subject named as: John Wilkes Booth
  6. پیوستون : 119060639  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11970317v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub20231173956 — د نشر نېټه: ۳ اپرېل ۲۰۲۳
  9. Clarke, Asia Booth (1996). Alford, Terry (المحرر). John Wilkes Booth: A Sister's Memoir. Jackson, Miss.: University Press of Mississippi. د کتاب پاڼې ix. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87805-883-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hamner, Christopher. "Booth's Reason for Assassination Archived December 2, 2010, at the Wayback Machine.". Teachinghistory.org. Accessed July 12, 2011.
  11. Smith, Gene (1992). American Gothic: the story of America's legendary theatrical family, Junius, Edwin, and John Wilkes Booth. New York: Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 23. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-671-76713-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kauffman, Michael W. (2004). American Brutus: John Wilkes Booth and the Lincoln Conspiracies. New York City: Random House. د کتاب پاڼي 81–82. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50785-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Smith, p. 18.
  14. Booth's uncle Algernon Sydney Booth was an ancestor of Cherie Blair (née Booth), wife of former British Prime Minister Tony Blair.    Westwood, Philip (2002). "The Lincoln-Blair Affair". Genealogy Today. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)     (په August 22, 2006 باندې). Tony Blair and John Wilkes Booth.
  15. Smith, pp. 43–44.
  16. Titone, Nora (2010). My Thoughts Be Bloody: The Bitter Rivalry Between Edwin and John Wilkes Booth That Led to an American Tragedy. New York City: Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-8605-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Kimmel, Stanley (1969). The Mad Booths of Maryland. New York City: Dover Books. د کتاب پاڼې 68. LCCN 69019162. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په December 27, 1931 باندې). [{{{url}}} The body in John Wilkes Booth's grave]. Tronc
  19. John Wilkes Booth's boyhood home of Tudor Hall still stands on Maryland Route 22 near Bel Air. It was acquired by Harford County in 2006 to be eventually opened to the public as a historic site and museum.
  20. (په February 4, 2001 باندې). Birthplace of Infamy. Nash Holdings LLC[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  21. Tom (September 12, 2013). "John Wilkes Booth's Family on North Exeter Street". Ghosts of Baltimore (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه February 17, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Townsend, George Alfred (1865). The Life, Crime and Capture of John Wilkes Booth (الطبعة 1977). New York: Dick and Fitzgerald. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9764805-3-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kimmel, p. 70.
  24. Clarke, pp. 39–40.
  25. Kaufman, Michael W. (2004). American Brutus: John Wilkes Booth and the Lincoln Conspiracies. New York City: Random House. د کتاب پاڼي 87–91. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50785-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Goodrich, Thomas (2005). The Darkest Dawn. Bloomington, Indiana: Indiana University. د کتاب پاڼې 210. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-32599-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Tom (September 9, 2013). "Original Ad For John Wilkes Booth's Acting Debut". Ghosts of Baltimore (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه February 17, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Smith, pp. 61–62.
  29. Kauffman, American Brutus, p. 95.
  30. "Original Ad for John Wilkes Booth's Acting Debut". Ghosts of Baltimore. September 9, 2013. د لاسرسي‌نېټه September 9, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bishop, Jim (1955). The Day Lincoln Was Shot. Harper & Row. د کتاب پاڼي 63–64. LCCN 54012170. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Sheads, Scott; Toomey, Daniel (1997). Baltimore During the Civil War. Linthicum, Md.: Toomey Press. د کتاب پاڼي 77–79. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-9612670-7-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Kimmel, p. 149.
  34. Balsiger, David; Sellier, Charles Jr. (1994). The Lincoln Conspiracy. Buccaneer. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-56849-531-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Kimmel, p. 150.
  36. Allen, Thomas B. (1992). The Blue and the Gray. Washington, D.C.: National Geographic Society. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87044-876-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Kauffman, American Brutus, p. 105.
  38. Goodrich, pp. 60–61.
  39. Pitman, Benn, المحرر (1865). The Assassination of President Lincoln and the Trial of the Conspirators. Cincinnati: Moore, Wilstach & Baldwin. د کتاب پاڼې vi. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Townsend, pp. 42–43.
  41. Bishop, p. 66.
  42. Kauffman, American Brutus, pp. 143–144.
  43. Townsend, pp. 42–43.
  44. "The Death of John Wilkes Booth". eyewitnesstohistory.com. د لاسرسي‌نېټه August 15, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Smith, p. 174.
  46. Wilson, p. 19.
  47. Titone, Nora (2010). My Thoughts Be Bloody: The Bitter Rivalry Between Edwin and John Wilkes Booth That Led to an American Tragedy. New York City: Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-8605-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)