جان لېنون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان لېنون
(انګلیسي: John Winston Ono Lennon د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان لېنون
جان لېنون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Winston Lennon)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۹ اکتوبر ۱۹۴۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
لیورپول[۲۰]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 8 ډيسمبر 1980 (40 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴][۱۵][۱۷][۱۸][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک[۲۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل مرمۍ زخم[۲۲]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لیورپول
نيويارک  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا[۲۳][۲۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 2   د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال[۱۸]
لوبگر[۱۸]
فلم پروډیوسر
شاعر
فلم لوبګر
پيانو وهونکی
سندرغاړي[۱۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۲۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان لېنون
جان لېنون

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۲۶]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان وینسټن اونو لېنون (پیدایښتی نوم جان وینسټن لېنون؛ زوکړه د ۱۹۴۰ز کال د اکتوبر ۹مه ـــ مړینه د ۱۹۸۰ز کال د ډسمبر ۸مه) یو انګرېز سندرغاړی، سندرې لیکونکی، ساز غږوونکی او د سولې فعال و چې د بنسټ ایښودونکي، په شریکه سندرې لیکونکي، د ترانې د ډلې  مشر سر سندرغاړي او تال ګیټار غږونکي په حیث یې نړیوال شهرت تر لاسه کړ. لېنون په خپله موسیقۍ، لیکنو او رسامیو، فلم، او مرکو کې د خپل باغي‎ او شوخ طبیعت لپاره مشهور و. له پاول مک کارټني سره د هغه د سندرو لیکلو ملګرتیا د تاریخ تر ټولو کامیابه ملګرتیا پاتې شوې ده. [۲۷]

په لیورپول کې زیږیدلي لېنون له تنکۍ ځوانۍ نه د سکیفل موسیقۍ سره لیونی مینه درلوده. هغه په ۱۹۵۶ز کال کې د کواري مین موسیقي ګروپ جوړ کړ چې بیا وروسته په ۱۹۶۰ ز کال کې همدا کواري مین د بیټلز موسیقي په ګروپ باندې تبدیل شو. لېنون د بیټلز موسیقي ګروپ چې کله کله به د "سمارټ بیټلز" په نوم هم یادیده حقیقي لیډر و، چې بیا دا رول په تدریجي ‌ډول مک کارټني ته وسپارل شو. لېنون د هاو آی وان دِ وار په شمول په ګڼو فلمونو کې په ګډون کولو سره، او د این هیز اون ورایټ او آ سپانیارډ این د ورکس فلمونو په لیکلو سره، چې دا دواړه لیکنې د ادبیاتي مزخرفاتو او خطي رسامۍ مجموعې وې،  ډیر ژر خپل کار د میډیا نورو برخو ته وغځاوه. له "ټول هغه څه چې ته غواړې مینه ده (All You Need Is Love)" په نوم سندرې نه نیولې د هغه ټولې سندرې د جنګ-ضد خوځښتونو او د پراخو کلتور-ضد لږکیو له خوا د ملي ترانو په حیث منل شوې وې. په ۱۹۶۹ ز کال کې هغه د خپلې دویمې میرمنې یوکو اونو سره چې د ملټې میډیا یوه هنرمنده وه د پلاستیک اونو بانډ (د موسیقي ګروپ) شروع کړ، او د دوو اونیو لپاره یې د سولې دپاره بسترونو په نوم د جنګ ضد مظاهري وکړې، د بیټلز موسیقي ګروپ یې پریښود، او په یواځې ځان یې خپل مسلک ته ادامه ورکړه.  

د ۱۹۶۸ز او ۱۹۷۲ز کلونو تر منځ لېنون او اونو د اوانټ ګارډ هنر په درې ګونو البومونو، څو نورو فلمونو، د هغه په انفرادي سندرو جان لېنون/پلاسټیک اونو بانډ (د موسیقي ګروپ) په ظهور، په نړیواله کچه د تر ټولو غوره ۱۰ سندرو "سولې ته یو چانس ورکړئ"، "اینسټانټ کرما"، "ایمایجن"، او "هپي ایکس میس" (وار ایز اوور) په ګډون په ډیرو اثارو کې له یو بل سره همکاري کړې ده. کله چې په ۱۹۷۱ز کال کې نیویارک ته ولاړ هلته یې د وېیتنام جنګ د غندلو په پایله کې د امریکا د ولسمشر نیکسن د ادارې له خوا د درېو کالو لپاره د اخراجولو هڅه وشوه. لېنون او اونو د ۱۹۷۳ز او ۱۹۷۵ز کلونو تر منځ له یو بل نه جلا شول چې په دې منځ کې لېنون د هيري نیلسن پوسي کیټ البم تولید کړ. هغه د ایلټون جان د "وټ ایور ګیټس یو ترو د نایټ" او د ډیويد بووي د "فییم" په سندرو کې هم کامیابه همکاري وکړه. له پنځه کلن ځنډ نه وروسته په ۱۹۸۰ز کال کې لېنون د اونو په همکارۍ په ډبل فینټاسي کې موسيقي ته راستون شو. هغه د همدې البم د خپریدو نه درې اوونۍ وروسته د بیټلز موسیقي ګروپ د یوه مینه وال، مارک ډیویډ چاپمن له خوا په ډزو وویشتل شو او مړ شو.

د یو لوبغاړي، لیکونکي، او شریک سندرې لیکونکي په توګه د بیل بورډ مجلې په هاټ ۱۰۰ جدول کې  لېنون ۲۵ داني سندرې چې په یواځیني ځان یې ویلې/لیکلې/اجرا کړې وې د لومړۍ شمېرې ځای خپل کړی و. د هغه تر ټولو غوره پلور لرونکی البوم، ډبل فینټسي، د ۱۹۸۱ز کال د ګریمي اوارډز د کال د غوره البوم جایزه وګټله.  په ۱۹۸۲ز کال کې لېنون په موسیقۍ کې د پام وړ ونډې په خاطر د بريټ اوارډ جایزه تر لاسه کړه. په ۲۰۰۲ز کال کې لېنون د بي بي سي د سل غوره انګریزانو په تاریخي ټاکنو کې اتم مقام تر لاسه کړ. رولینګ سټون هغه د تاریخ پنځم تر ټولو لوی سندرغاړی او اته دیرشم تر ټولو ستر هنرمند په حیث درجه بندي کړ. هغه د سانګ رایټرز د مشاهیرو په تالار کې (په ۱۹۹۷ز کال کې) او د راک او رال موسیقۍ د مشاهیرو په تالار کې (دوه ځلې، په ۱۹۸۸ز کال کې د بیټلز موسیقي ګروپ د غړي په حیث او په ۱۹۹۴ز کال کې په یواځیني ځان د هنرمند په حیث) شامل شوی وو.

د ژوند لومړني کلونه: ۱۹۴۰ز کال ـــ۱۹۵۶ز کال[سمول]

لېنون د ۱۹۴۰ز کال د اکتوبره په ۹مه نېټه په لیورپول نسايی ولادي شفاخانه کې زیږیدلی دی. مور یې یولیا ( د زېږدنوم یې سټینلي؛ زوکړه ۱۹۱۴ز کال ـــ مړینه ۱۹۵۸ز کال) او پلار یې الفریډ لېنون ( زوکړه ۱۹۱۲ز کال ـــ مړینه ۱۹۷۶ز کال) نومېدل. الفریډ په بریتانیوي سمندري پوځ کې عسکر و چې له یرلنډي نسل نه و او د خپل زو د زیږېدو په وخت کې په بهر کې و. د هغه مور او پلار د هغه نوم د هغه پلرني نیکه جان جک لېنون او د صدراعظم وینسټن چرچل له نومونو سره په تړاو جان وینسټن لېنون کیښود. د هغه پلار به ډیری وخت د کور نه بهر و خو تل به یې خپل کور ته چې د لېورپول په ۹ نیوکېسټل سړک کې و، او لېنون او مور یې په کښې اوسېدل په منظمه توګه د پیسو چک لیږه. د پیسو د چکونو لیږل هغه وخت بند شول کله چې د لېنون پلار په پوځ کې له اجازې پرته رخصتۍ په خاطر غیر حاضر شو او په پوځ کې د شپږو میاشتو لپاره له معاش پرته کار کولو ته اړ ایستل شو. کله چې شپږ میاشتې وروسته کور ته راستون شو نو خپلې کورنۍ ته یې وړاندیز وکړ چې د هغوی ساتنه وکړي، مګر د هغه ښځې یولیا، چې هغه وخت یې د بل سړي ماشوم پر نس و د هغه وړاندیز رد کړ. وروسته له هغې چې د یولیا خور میمي د لېورپول ټولنیزو خدمتونو ادارې ته له یولیا نه دوه ځلي شکایت وکړ، له هغه وروسته یولیا د لېنون د ساتنې واک میمي ته ورکړ. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ۱۹۴۶ز کال په جولای میاشت کې، د لېنون پلار د میمي کور ته ورغی او خپل زوی لېنون یې ورځنې بلک پول ته یووړ، هغه غوښتل چې په پټه لېنون د ځان سره نیوزیلنډ ته بوځي. يولیا د خپل هغه وخت خاوند، بابي ډایکینس سره هغه تعقیب کړ او له یو څه شدیدې لفظي شخړې وروسته د لېنون پلار هغه پنځه کلن ماشوم په زور مجبور کړ چې د خپلو والدینو تر منځ دې یو انتخاب کړي. د دې پېښې د یوه روایت په اساس، لېنون دوه ځلې خپل پلار انتخاب کړ، مګر کله چې د هغه مور ورځنې روانه شوه نو هغه په ژړا شروع وکړه او په خپلې مور پسې ولاړ. د لیکوال مارک لیویسوهن په وینا، د لېنون والدینو پرېکړه وکړه چې یولیا دې هغه د ځانه سره بوځي او یو کور دې ورته ورکړي. بیلي هال، چې د دې پېښې شاهد و وايي چې د لېنون هغه ډراماټیک انځور چې په هغې کې لېنون داسې انځور شوی دی چې ګواکې په زوره مجبور شوی تر څو د خپل مور او پلار تر منځ یو انتخاب کړي صحیح نه دی. لېنون تر هغې وروسته تر نږدې ۲۰ کلونو پورې د آلفریډ سره اړیکه نه درلوده.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لېنون د خپل ماشومتوب او ځوانۍ په پاتې برخه کې د خپلې ترور (خاله) میمي او د هغې خاوند جورج ټووګوډ سمیت چې سره هغوی خپله اولاد نه درلود، د وولټون په مینډیپس کې ، په ۲۵۱ مین لوو کوڅه کې اوسیده. د نوموړي ترور هغه ته د لنډو کیسو څو جلده کتابونه وپېرل، او د خاله مېړه یې چې د خپلې کورنۍ په فارم کې د لبنیاتو پلورونکی و، نوموړي ته یې د خولې ساز وپېره او د متقاطع کلیمو د معماوو په حلولو یې بوخت کړ. یولیا به په منظم ډول منډيپس ته ورتله او جان به کله د لېورپول په بلومفیلډ ۱ سړک  کې له هغې سره لیدنه کولوله، چېرته چې هغې ورته د الویس پرېسلي ضبطونه پلې کول، بنجو (د موسیقۍ یوه اله چې ۵ تارونه لري) یې ور زده کوله او د فاټس ډومینو "هغه شرم نه دی" سندره څنګه زمزمه کړي. د ۱۹۸۰ز کال په سپټمبر کې لېنون د خپلې کورنۍ او خپل یاغي طبیعت په اړه تبصره وکړه:[۳۸][۳۹][۴۰]

زما یو زړه غواړي تر څو د ټولنې د ټولو اړخونو له لوري د منلو وړ واوسېږم او دا اوس غوندې ځوږ لرونکی لېونی شاعر/ساز غږوونکی نه یم. خو زه هغه څه نشم کېدی چې نه یم... زه هغه څوک یم چې په اړه به مې د پاول د پلار په ګډون ـــ د نورو هلکانو پلرونو ـــ ویل چې، "له ده څخه لرې ګرځئ" ... یاد پلرونه په پوره ډول پوهېدل چې زه یو ستونزه جوړوونکی یم، په دې معنا چې زه به له دوی سره جوړ نه راتلم او د هغوی ماشومان مې تر اغېزې لاندې راتلل، چې دا کار مې وکړ. ما خپله ټوله هڅه وکړه تر څو د هر ملګري کور ګډوډ کړم ... تر یوې کچې له هغه حسادت له مخې چې ما په اصطلاح کور نه درلود ... اما درلود مې ... پنځه ښځې وې چې زما کورنۍ بلل کېدې. پنځه غښتلې، هوښیارې، ښایسته ښځې، پنځه خویندې. یوه یې په ناڅاپي توګه زما مور وه. [هغې] یواځې له ژوند سره ګوزاره نشوی کولی. هغه تر ټولو کشره وه او یو مېړه یې درلو چې سمندر ته تښتېدلی و او جنګ روان و او هغې ونشوی کولی چې زما له عهدې ووځي، او زما برخلیک دا شو تر څو د هغې له مشرې خور سره ژوند وکړم. اوس هغه ښځې په زړه پورې وې ... او هغه زما د فېمېنسټۍ لومړنۍ زده کړې وې ... ما به د نورو هلکانو په ذهنونو کې نفوذ کاوه. زه ویلی شم چې، " مور او پلار خدایان نه دي ځکه زه له ځان سره ژوند نه کوم، نو په همدې دلیل، پوهېږم. "

سرچينې[سمول]

  1. http://collection.britishmuseum.org/id/person-institution/169904
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118571575  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13896546z — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ John Lennon
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/John-Lennon — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kp872t — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/6852 — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/618 — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?82545 — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/79533 — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: John Lennon — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/3f889f058b234987a87e6a8ea43846c9 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lennon-john — subject named as: John Lennon — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  13. Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/9922_artiste_LENNON_John_ — subject named as: John, LENNON — دوتنه: Jean-Pierre Delarge — خپرونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036921.xml — subject named as: John Winston Lennon — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lennonj — subject named as: John Lennon
  16. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=john;n=lennon — subject named as: John Lennon
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ subject named as: John Winston Ono Lennon — Musicalics composer ID: https://musicalics.com/de/node/92929
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/95611 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014921 — subject named as: John Lennon — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  20. پیوستون : 118571575  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  21. پیوستون : 118571575  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/John-Lennon
  23. https://libris.kb.se/katalogisering/nl0366l64q591f2 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۲۶ مارچ ۲۰۱۸
  24. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/3484 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  25. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/21621603
  26. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0006168/
  27. Newman, Jason (23 August 2011). "It Takes Two: 10 Songwriting Duos That Rocked Music History". Billboard. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۷. By any measure, no one comes close to matching the success of The Beatles' primary songwriters. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Spitz 2005، ص. 27.
  29. Spitz 2005، ص. 26: "In February 1944 ... he was arrested and imprisoned. Freddie subsequently disappeared for six months".
  30. Lennon 2005، ص. 54: "Until then he had sent her money each month from his wages, but now it stopped".
  31. Spitz 2005، ص. 24: "The entire Stanley clan gathered nightly at Newcastle Road".
  32. Spitz 2005، ص. 24: "Julia offered the name in honour of ... Winston Churchill".
  33. Harry 2000b، ص. 504.
  34. Lewisohn 2013، صص. 41–42.
  35. Spitz 2005، ص. 497.
  36. Spitz 2005، ص. 30: "Julia went out of the door ... John ran after her".
  37. Lennon 2005، ص. 56: "Alf admitted to her that he had planned to take John to live in New Zealand".
  38. Spitz 2005، ص. 48: "To get them started, she applied the triad to 'Ain't That a Shame'".
  39. Spitz 2005، ص. 32: "When he was old enough, taught John how to solve crossword puzzles".
  40. Lennon 2005، ص. 56: "Hard to see why Mimi wanted John, as she had always said she didn't want children".