Jump to content

جان فینیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان فینیس
جان فینیس
جان فینیس

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۸ جولای ۱۹۴۰[۱]
ایډلایډ   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت آسټراليا

د امریکا متحده ایالات [۲]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه
کار ورکوونکی اکسفورډ پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ

جان میچل فینیس (په انګلیسي: John Mitchell Finnis؛ پیدایښت: ۲۸-جولای-۱۹۴۰ز)، د AC نښان او د QC ویاړ ګټونکی او د بریتانیا د اکاډمۍ غړی، یو اسټرالیایي حقوقي فیلسوف، حقوقپوه او عالم دی چې په حقوقپوهنه او حقوقي فلسفه کې یې خپل تخصص ترلاسه کړی دی. د نوتردام په حقوقو پوهنځي کې د بیولچیني کورنۍ حقوقي استاد او افتخاري تقاعد شوی پروفیسور او د نوتردام په «دو نیکولا اخلاقي او فرهنګي مرکز» کې دایمي او نامتو څېړونکی دی. هغه له ۱۹۸۹ څخه تر ۲۰۱۰ز کال پورې په آکسفورډ پوهنتون کې د حقوقو او قانون فلسفه تدریس کړه او دم‌مهال د دغه پوهنتون افتخاري متقاعد استاد دی. فینیس په پرله‌پسې توګه د اسټرالیا مشترک‌المنافع دولتونو لپاره د اساسي قانون په مسایلو کې او له بریتانیا سره په دوه‌اړخیزو اړیکو کې د اساسي قانون د مشاور په توګه دنده ترسره کړه.[۳][۴][۵]

که څه هم فینیس په سترې محکمې او استیناف محکمې کې دندې ترسره کړې دي، خو اکاډمیک ژوند یې د حقوقپوهنې، سیاسي نظریې او اساسي قانون پر سکالوګانو راڅرخي. هغه د ګرې د انګړ یو غړی دی او په ۲۰۱۷ز کې د ملکې د ویاړلي مشاور په توګه وټاکل شو. په ۲۰۱۹ز کې د اسټرالیا نښان (AC) ورکړل شو چې په اسټرالیا کې ترټولو لوړه غیرنظامي جایزه ګڼل کېږي.[۶][۷]

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې

[سمول]

فینیس د ادېلایډ په سېنت پیتر کالج او د ادېلایډ په پوهنتون کې زده‌کړې کړې دي، په داسې حال کې چې د سېنت مارک کالج غړی هم ؤ. هلته یې خپل لېسانس سند په حقوقو کې ترلاسه کړ او په ۱۹۶۲ز کې یې د رودز بورسیې په اخېستلو سره د آکسفورډ پوهنتون کالج ته لار ومونده؛ د اسټرالیا فدرال اساسي قانون پر بنسټ یې د قضایي ځواک د مفهوم په هکله یې په تیزس لیکلو سره د فلسفې ډوکتورا ترلاسه کړه. همدا راز، فینیس په ۱۹۶۲ز کې رومي کاتولیک ته مخه کړه.[۸][۹][۱۰]

فینیس د آنگ سان سو چي ملګری ؤ، چې هغه هم د آکسفورډ له فارغانو څخه وه؛ په ۱۹۸۹ز کې فینیس، خپله ملګرې د نوبل سولې جایزې لپاره ونوموله. آنګ سان سو چي جایزه وګټله خو د ۲۰۱۲ز کال تر جون میاشت پورې یې ترلاسه نه‌شوه کړای، کله چې هغې په یاد راوړي چې څرنګه مایکل اریس (مړ شوی خاوند یې) له هغې سره په کورني حبس کې له هغې سره ویني او هغې ته خبر ورکوي چې «یو ملګری، جان فینیس» هغه د جایزې لپاره نومولې ده.[۱۱]

کاري ژوند

[سمول]

فینیس یو حقوقي فیلسوف او د «طبیعي قانون او طبیعي حقونو» (۱۹۸۰، ۲۰۱۱ز) لیکوال دی، چې یاد کتاب د حقوقي فلسفې او د طبیعي حقوقو د اصولو په بیا بیانولو کې بنسټیزه ونډه ګڼل کېږي. فینیس لپاره اووه څیزونه ستر بلل کېږي: ژوند، پوهه، لوبه، ښکلاپېژندنې تجربه، د ملګرتیا آداب، عملي عقلانیت او دین. جان ګرینیا د فینیس د آکسفورډ پوهنتون زده‌کړیال – نیل ګورسوچ – په هکله خپل لیکل شوي کتاب کې د فینیس لیدلوري داسې بیانوي: «د جان فینیس ځیني لیدلوري خورا لانجمن دي؛ د بېلګې په توګه: د همجنسپالو د واده او یوځای کېدو په هکله له خپل پخواني دریځ څخه د دفاع لپاره، هغه ته حیوانیت ته تشبېه کوي».[۱۲]

فیلسوف ستیفن باکل د فینیس ۷ سترو څیزونو لېست د منلو وړ ګڼي خو تبصره کوي چې، «د فینیس قضاوت هغه مهال لانجمن ګرځي چې د عملي عقلانیت لپاره د بنسټیزو شرایطو ټاکلو ته دوام ورکوي». هغه وایي، عملي عقل لپاره اړینه ده چې «په هرې کړنه کې د هر بنسټیز ارزښت درناوی وشي»؛ دغه درنښت باید هم د اخلاقي پایلو د ردولو او هم (د حمل څخه مخنیوي او استمنا په شمول) د لانجمنو مسایلو په هکله د کاتولیکې کلیسا د اخلاقي ملاتړ په موخه، په پام کې ونیول شي او که نه د ټاکل شویو شرایطو معقولیت ننګوي.[۱۳]

د طبیعي حقوقو د اخلاقو په هکله د فینیس لیکنې هم نیو-تومېست (نوی فلسفي مکتب) او هم په تحلیلي غونډو کې بحثونه او لانجې راپارولې دي. کریګ پترسن د فینیس کار په‌زړه‌پوری ګڼي ځکه چې د نوتومېست او تحلیلي فلسفې یوه ستره فرضیه له ننګونې سره مخ کوي: دغه مفکوره چې د طبیعي حقوقو اخلاق باید د داسې یوې هڅې پر بنسټ ولاړ وي چې په ترڅ کې یې له (یا «دی») توصیفي څرګندنو څخه د (یا «اړین دی») کره څرګندنې استنباط شي.[۱۴]

د اندریو سولیوان په وینا، د نوي طبیعي قانون پر بنسټ، د طبیعي قانون د بیولوجیکي نسخې له‌مخې، «د همجنسپالنې په هکله یو د فهم وړ او ځیر بیان وړاندې کړی دی». فینیس استدلال کوي چې دولت باید د همجنسپالنې د عمومي چلند له تاییدولو څخه ډډه وکړي او همدا راز د جنسي تمایل له‌مخې د افرادو په ځپلو او ځورولو لاس‌پورې نه‌کړي؛ دغه دریځ د هغې ادعا له‌مخې نه، چې «د همجنسپال جنسي اړیکه غیرطبیعي ده»، بلکې د دغې مفکورې له‌مخې بیانېږي چې همجنس‌پال نه‌شي کولای د مخالف جنس په څېر عاطفه او زېږون رامنځ‌ته کړي؛ نو له‌دې امله دا د مخالف جنسونو پر یوځای کېدو باندې تېری دی. سولیوان پر دې باور دی چې دغه محافظه‌کار دریځ د نیوکو پر وړاندې زیانمنېدونکی دی، ځکه چې د هغو کورنیو ثبات لا ښه تنظیمېدلای شي چې منل شوي همجنس‌پال یې غړي دي. د ستیفن مکېدو او مایکل ژ. پېري په څېر نور پوهان هم د فینیس پر لیدلورو باندې د نیوکې ګوته نیولې ده. [۱۵][۱۶]

فینیس، د نیل ګورسوچ، د اسټرالیا فډرالې محکمې قاضي سوسن کېني، د پرېنستون پوهنتون رابرټ پ. جوج او د جورج‌ټاون پوهنتون جان کیون په شمول د ډوکتورا څوګونو زده‌کړیالانو د څارنې دنده پر غاړه درلوده. په ۲۰۱۳ز کې جورج او کیون د فینیس رسنیزو فعالیتونو لنډیز بیانوي؛ د بېلګې په توګه «هغه له ماري وارناک سره د بي‌بي‌سي په «نیوزنایټ» خپرونه کې د جنین په هکله او له جاناتان ګلوور سره په «کانال ۴» کې مناظره کړې ده؛ له یوې هلنډي اتانازي سره یې د همهغه کانال په «After Dark» خپرونه کې بحث کړی دی او په «د یکشنبې تلګراف» کې یې د توکمي جنین سقط په هکله لیکنه خپره کړې ده».[۱۷][۱۸][۱۹]

په ۲۰۱۹ز کې، د اسټرالیا د ملکې د زوکړې په کالیزه کې، فینیس د حقوقپوه او حقوقي څېړونکي په توګه د سترو خدمتونو په ویاړ، د اسټرالیا نښان په ورکولو سره ونازول شو، چې په اسټرالیا کې ترټولو لوړه غیرنظامي جایزه ګڼل کېږي.[۲۰]

چاپ شوي آثار

[سمول]

کتابونه

[سمول]

د ۲۰۱۱ز کال په مې میاشت کې، د آکسفورډ پوهنتون خپرندویې ټولنې د جان فینیس د مقالو پنځه ټوکیزه ټولګه او د «طبیعي قانون او طبیعي حقونو» دوه‌یم اېډېټ خپور کړ. د دغو چاپ شویو آثارو د خپرېدو په پار د نوتردام په حقوقو پوهنځي کې د ۲۰۱۱ز کال د سپټمبر پر نهمه نېټه یوه ورځنۍ غونډه ونیول شوه.

  • طبیعي قانون او طبیعي حقونه؛ آکسفورډ: د کلارندون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۰ز. دوه‌یم اېډېټ؛ ۲۰۱۱ز.
  • د اخلاقو اساسات؛ واشنګټن ډي‌سي: د جورج‌ټاون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۳ز.
  • ذروي راګرځونه، اخلاق او واقعیت‌پالنه، له ژ. م. بویل ژونیور او جرمېن ګریسېز سره؛ آکسفورډ: د کلارندون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۷ز.
  • طبیعي قانون، دوه ټوکه (د اېډېټور په توګه)؛ نیویارک: د نیویارک پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۱ز.
  • اخلاقي مطلقات: دود، بیاکتنه او حقیقت؛ واشنګټن ډي‌سي: د امریکا کاتولیک پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۹۱ز.
  • آکوینس: اخلاقي، سیاسي او حقوقي نظریه؛ آکسفورډ: د آکسفورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۱۹۸۸ز.
  • د جان فینیس د مقالو ټولګه، پنځه ټوکه؛ آکسفورډ او نیویارک: د آکسفورډ پوهنتون خپرندویه ټولنه؛ ۲۰۱۱ز.

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6t82wk5 — subject named as: John Finnis — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/khw05x530cg5j9v — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۱ سپټمبر ۲۰۱۱
  3. "Faculty and students celebrate Professor John Finnis as he moves to emeritus status | the Law School | University of Notre Dame".
  4. "Permanent Senior Distinguished Research Fellows // De Nicola Center for Ethics and Culture // University of Notre Dame".
  5. Notre Dame Faculty Page for John Finnis
  6. "Lord Chancellor welcomes historic promotion of talent for new silks - Press releases - GOV.UK". gov.uk. بياځلي په 2017-01-24.
  7. "2019 Queen's Birthday Honours List" (PDF). The Governor-General of the Commonwealth of Australia. 10 June 2019. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 13 April 2021. بياځلي په 11 August 2021.
  8. Finnis, John Mitchell (1965). The idea of judicial power, with special reference to Australian law. ora.ox.ac.uk (PhD thesis). University of Oxford. OCLC 694895648. کينډۍ:EThOS. کينډۍ:Free access
  9. "John Finnis". Faculty of Law, University of Oxford. 2011. خوندي شوی له the original on 7 September 2011. بياځلي په 25 March 2008.
  10. Greenya, John (2018). Gorsuch: The Judge Who Speaks for Himself. Threshold Editions. p. 47. ISBN 9781501180385.
  11. ويډيو پر يوټيوب باندې
  12. Greenya, John (2018). Gorsuch: The Judge Who Speaks for Himself. Threshold Editions. p. 47. ISBN 9781501180385.
  13. Stephen Buckle, "Natural Law" in Peter Singer (ed.), A Companion to Ethics. Blackwell Publishers, 1997, ch. 13, p. 171.
  14. Paterson, Craig (2006). "Aquinas, Finnis and Non-naturalism". In Pugh, Matthew S.; Paterson, Craig (eds.). Analytical Thomism: Traditions in Dialogue. London: Routledge. pp. 171–194. doi:10.4324/9781315262604. ISBN 9781315262604.
  15. Stein, Edward, The Mismeasure of Desire: The Science, Theory, and Ethics of Sexual Orientation. Oxford University Press, 1999. p. 356
  16. Sullivan, Andrew. Virtually Normal: An Argument About Homosexuality. Picador: London, 1996. pp. 98–99
  17. Gorsuch, Neil McGill (2004). The right to receive assistance in suicide and euthanasia, with particular reference to the law of the United States. ora.ox.ac.uk (DPhil thesis). University of Oxford. OCLC 59196002. کينډۍ:EThOS. کينډۍ:Free access
  18. George, Robert Peter (2014). Constitutional Structures and Civic Virtues. Emory University. خوندي شوی له the original on 2020-11-27. کينډۍ:Free access
  19. Keown, John; George, Robert P., eds. (2013). Reason, Morality, and Law: The Philosophy of John Finnis. Oxford University Press. p. 90. doi:10.1093/acprof:oso/9780199675500.001.0001. ISBN 9780199675500.
  20. "2019 Queen's Birthday Honours List" (PDF). The Governor-General of the Commonwealth of Australia. 10 June 2019. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 13 April 2021. بياځلي په 11 August 2021.