منځپانگې ته ورتلل

جان سي. فریمونټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان سي. فریمونټ
[[language|]]: John C. Frémont  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
جان سي. فریمونټ
جان سي. فریمونټ

د شخص مالومات
زېږون نوم [[language|]]: John Charles Frémont  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲۱ جنوري ۱۸۱۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 13 جولای 1890 (77 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۷][۶]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
منهټن [۸]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال ،  پوځي افسر [۹]،  ليکوال [۱۰]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه پوځ [۱۲]،  سياست [۱۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
مقام تورن جنرال   ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه ،  د مکسیکو او امریکا جګړه   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جان سي. فریمونټ
جان سي. فریمونټ

جان چارلز فریمونټ یا فریمونټ (۲۱ جنوري ۱۸۱۳ – ۱۳ جولای ۱۸۹۰ زکال) امریکايي کاشف، پوځي افسر او سیاستوال و. نوموړی له کلیفورنیا ایالت څخه د متحده ایالاتو سناتور او په ۱۸۵۶ زکال کې ولسمشریزو ټاکنو ته لومړنی جمهوري غوښتونکی نوماند او د کالیفورنیا ایالت د جمهوري غوښتونکي ګوند بنسټګر و چې د نوماندی پر مهال یې د هغو بنسټ کېښود.

د جورجیا د اصلي وګړي په توګه له غلامۍ سره مخالف و. په ۱۸۴۰ مه لسیزه کې نوموړي په لویدیځ لوري کې د متحده ایالاتو د پنځو پراختیاو مشري وکړه. د دریمې پراختیا پر مهال نوموړي او تر قوماندې لاندې کسانو یې په کالیفورنیا کې د اصلي امریکایانو په عام وژنه لاس پورې کړ. په ۱۸۴۶ زکال کې د مکسیکو او امریکا د جګړې پر مهال فریمونټ چې د متحده ایالاتو د پوځ مشري یې کوله د کالیفورنیا له جمهوریت څخه یې د کالیفورنیا کنټرول ترلاسه کړ. فریمونټ د کالیفورنیا د قانوني پوځي والي توب پر سر د شخړو له امله د پاڅون او سرغړونو په تور په پوځي محکمه کې تورن شو. د ولسمشر پولک له خوا د هغه د مجازاتو له تخفیف او را خوشي کولو وروسته نوموړي له پوځ استعفا ورکړه او د کالیفورنیا په مونتري کې په داسې حال کې استوګن شو چې د سیرا غره په لمن کې یې په ارزانه بیه ځمکه وپېرله. هغه مهال چې په ماریپوزا کرنیزو ځمکو کې طلا وموندل شوه نوموړی په یو بډایه کس واوښت. فریمونټ په ۱۸۵۰ زکال کې د متحده ایالتو په سنا جرګه کې د نوي کالیفورنیا ایالت له دوه لومړنیو څوکیو یوه خپله کړه. فریمونټ د نوي جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا چې د متحده ایالاتو د شمال ډېره برخه یې په ولکه کې وه ولسمشرۍ ته نوماند شو. نوموړي د ۱۸۵۶ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې هغه مهال دیموکرات جیمز بوکانن نه ماته وخوړه چې د بومي امریکایانو Know Nothings ګوند خپله رایه ووېشله.

په ۱۸۶۱ زکال کې د امریکا د کورنۍ جګړې په پیلېدو سره ولسمشر ابراهام لینکولن نوموړي ته د لویدیځې قوماندانۍ مشري وسپارله. په داسې حال کې چې فریمونټ په دغه ځایګي کې د خپلې لنډې واکمنۍ پر مهال یو شمېر بریالیتوبونه ترلاسه کړل، خو هغه ټول واکونه ځان ته اړوند کړل او له ولسمشر لینکولن او یا هم د پوځ له لوی درستیزیت سره یې له مشورې پرته یو شمېر عجولانه پرېکړې وکړې. نوموړي د خوشي کولو یو غیر مجاز فرمان صادر کړ او لینکولن هم هغه د نافرمانۍ له امله ګوښه کړ. په ۱۸۶۲ زکال کې د غرونو په وزارت کې له لنډ مهالې دندې وروسته فریمونټ په نیویارک کې استوګن شو او په ۱۸۶۴ زکال کې له فوځ څخه تقاعد شو. په ۱۸۶۴ زکال کې فریمونټ د رډایکال دیموکراسۍ ګوند له خوا چې د جمهوري غوښتونکو غلامي ضد جلا شوې ډله وه؛ ولسمشرۍ ته نوماند شو خو له ټاکنو وړاندې پر شا شو. له کورنۍ جګړې وروسته فریمونټ خپله ډېره شتمني په ۱۸۶۶ زکال کې د آرام سمندر په نابریالۍ اوسپنې پټلې او پاتې نوره یې هم د ۱۸۷۳ زکال په اقتصادي کړکېچ کې له لاسه ووتله. نوموړي له ۱۸۷۸ زکال څخه تر ۱۸۸۱ زکال پورې د اریزونا د والي په توګه خدمت وکړ. له ولایت څخه له استعفا وروسته له سیاسته تقاعد شو او په ۱۸۹۰ زکال کې په نیویارک ښار کې په بې وسۍ کې ومړ.

تاریخ پوهان فریمونټ یو جنجالي، تند خوی او متناقض کس بولي. یو شمېر یې د ګڼ شمېر لاسته راوړنو لرونکی پوځي اتل بولي او یو شمېر نور یې بیا یو ماته خوړلی بولي چې ډیری وخت یې په خپلو ښو موخو کې ماته خوړلې. یو شمېر تاریخ پوهان استدلال کوي چې د هغه د شخصیت او کرکټر ریښه د هغه نامشروعه زېږون ته اړونده ده. په کالیفورنیا کې د بومي امریکایانو په عام وژنه کې د هغه ونډې د ده تاریخي شخصیت ته زیان واړه. ژوند لیک لیکونکی الن نوینز لیکي چې فریمونټ د پام وړ لاسته راوړنو او تریخو ماتو سره یو ډراماتیک ژوند درلود. [۱۳][۱۴]

لومړنی ژوند، زده کړې او لومړۍ چارې

[سمول]

جان چارلز فریمونټ د ۱۸۱۳ زکال د جنوري په ۲۱ مه وزېږېد؛ نوموړی د فرانسوي الاصله کاناډایي مهاجر او د ښوونځي د ښوونکي چارلز فریمون زوی و؛ مور یې اني بورلي وایټېنګ د ویرجینیا د ټولنیز مخکښ او ځمکې لرونکي توماس وایټېنګ کوچنۍ لور وه. اني د ۱۷ کلنۍ په عمر د ریچمونډ له بډایه اوسېدونکي، ډلګی مشر جان فریور سره د هغه د ۶۰ کلنۍ د لسیزې په لومړیو کې واده وکړ؛ فریور خپلې پیغلې ښخې ته د زده کړو ورکولو په موخه فریمون وګماره. هغه وپوهېد چې ښځه یې له فریمون سره پټه اړیکه لري. اني او فریمون دواړه د ۱۸۱۱ زکال د جولای په ۱۰ مه ویلیامزبورګ ته وتښتېدل او د ویرجینیا په نورفولک کې استوګن شول. دغه جوړې وروسته د جورجیا ساوانا ته کډه وکړه او هلته یې د فریمونټ په نامه زوی وزېږېد. [۱۵][۱۶]

د ۱۸۱۸ زکال د ډسمبر په ۸ مه د فریمونټ پلار د ویرجینیا په نورفولک کې ومړ او اني ترې کونډه پاتې شوه؛ هغه اړ شوه څو د محدود ارثي عاید څخه په ګټې اخیستنې په یوازې ځان جان او خپل نور کوچني ماشومان لوی کړي. اني او کورنۍ یې د سویلي کارولینا چارلسټون ته کډه شول. فریمونټ په خپل اصلیت او نسبتا بې وسه ژوند باندې په پوهېدو سره د یو مغرور، محتاط او بې قراره کس په توګه را لوی شو؛ په داسې حال کې چې خپله با انظباطه و خو لیوالتیا یې نه لرله د قوانینو له مخې هر څه مخته یوسي. ځوان فریمونټ د یو «با ارزښته، ښکلي او زړور» کس په توګه په پام کې نیول کېده چې وړتیا لري ساتونکي په ځان راغونډ کړي. د جان ډبلیو. میچل په نامه یو وکیل د فریمونټ لپاره د لومړنیو زده کړو اسانتیاوې برابر کړې او له هغو وروسته د ۱۸۲۹ زکال په مۍ میاشت کې فریمونټ چارلسټون کالج ته لار ومونده او د رخصتیو پر مهال به یې په لرې پرتو سیمو کې درس ورکاوه، خو په ۱۸۳۱ زکال کې د نامنظمې سوبتیا لرلو له امله له کالج وویستل شو. له دې سره فریمونټ د ریاضي او طبیعي علومو په برخه کې کافي مهارت ترلاسه کړی و. [۱۷]

فریمونټ د سویلي کارولینا د مخکښ سیاستوال او د اندرو جکسون د ملاتړي جوئل رابرټس پوینسیټ پام ځانته واړه او هغه ورته په USS Natchez جنګي بېړۍ کې چې د ۱۸۳۳ زکال پر مهال یې د سویلي امریکا په اوبو کې ګزمه کوله د ریاضي د ښوونکي په توګه دنده پیدا کړه. فریمونټ له سمندریز ځواک استعفا ورکړه او د دوهم بریدمن په رتبه د متحده ایالاتو د پوځ په نقشه جوړونکې ډلګۍ کې یې دنده ترلاسه او د چارلسټون، لوئیزویل او سینسناتي ترمنځ یې د اوسپنۍ پټلۍ و ارزوله. نوموړي چې د کارولینا په غرونو کې یې دنده ترسره کوله له ځمکنیو کشفیاتو سره یې لیوالتیا پیدا کړه. د ۱۸۳۷ زکال او ۱۸۳۸ زکال تر منځ له اکتشاف سره د فریمونټ لیوالتیا په داسې حال کې زیاتوالی وموند چې جورجیا د چروکي سورپوستو د ویستلو لپاره د چمتووالي د ارزولو په حال کې وه. هغه مهال چې پوینسیټ د جګړې وزیر شو د فریمونټ لپاره یې لار برابره کړه څو د فرانسوي کاشف او عالم ژوزف نیکولټ سره د ميسي سي پي او میسوري د سیندونو ترمنځ د ځمکو په څېړنه کې مرسته وکړي. فریمونټ په لومړۍ درجه نقشه جوړونکي واوښت چې په ستورپوهنه او ځمک پوهنه کې یې مهارت موندلی و او کولای یې شو ځناور، بوټي، خاوره او د اوبو سرچینې توصیف کړي. [۱۸][۱۹][۲۰]

واده او د سناتوري ملاتړ ترلاسه کول

[سمول]

له نیکولټ سره د فریمونټ اکتشافي فعالیت د دې لامل وګرځېد چې د میسوري د سناتور او د سنا د پوځي چارو د کمېټې له پیاوړي مشر توماس هارت بنټون سره اړیکه پیدا کړي. بنټون، فریمونټ په واشنګټن کې خپل کور ته وباله، چېرې چې هغه له ۱۶ کلنې جسي بینټون سره ولیدل. د دوی دواړو ترمنځ عاشقانه اړیکه پیدا شوه. بینتون په پیل کې له دغې اړیکې سره له دې امله چې فریمونټ د یوې لړې طبقې کس په توګه په پام کې نه نیول کېده مخالفت وکړ. په ۱۸۴۱ زکال کې فریمونټ (۲۸ کلن و) او جسي له یو بل سره وتښتېدل او د یو کاتولیک کشیش پر وړاندې یې واده وکړ. بینټون په پیل کې د دوی په واده په غصه و خو وروسته د وخت په تېرېدو سره له دې امله چې خپله لور پرې ګرانه وه د هغوی واده یې ومانه او د فریمونټ په ملاتړي واوښت. بینټون په سنا جرګه کې له دیرشو کلونو راهیسې د دیموکرات ګوند د مشر په توګه له پراختیا غوښتونکي خوځښت څخه ملاتړ کاوه؛ هغه سیاسي موخه چې د ښکاره برخلیک په توګه وپېژندل شوه. پراختیا غوښتونکو باور درلود چې د شمالي امریکا لویه وچه باید له شمال څخه تر سویله او له ختیځ څخه تر لویدیځه ټوله باید د متحده ایالاتو وګړو ته اړونده وي. دغه خوځښت د بینټون او د هغه د نوي زوم په څېر سیاستوالو لپاره په مبارزې واوښت. [۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118693123  — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12159054r — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zg6rs1 — سکالو پېژند: John C. Frémont — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2615 — سکالو پېژند: John Charles Fremont — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=fremontj — سکالو پېژند: John Charles Fremont
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://www.geographicus.com/P/RareMaps/fremontjohnc — خپرېدونېټه: ۸ اپريل ۲۰۲۵
  7. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22138 — سکالو پېژند: John Charles Fremont — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2615 — خپرېدونېټه: ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸
  9. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500341298 — خپرېدونېټه: ۱۴ می ۲۰۱۹ — پنځوونکی: Getty Research Institute — خپرولونېټه: ۶ سېپتمبر ۲۰۱۶
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12159054r — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Licence Ouverte
  12. NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0301007 — خپرېدونېټه: ۳ می ۲۰۲۳
  13. Andrew Rolle, "Exploring an Explorer: California, Psychohistory, and John C. Fremont", Southern California Quarterly, March 1994, Vol. 76#1 pp. 85–98
  14. Andrew F. Rolle, John Charles Fremont: Character As Destiny (1991)
  15. Nevins pp. 3–7. Chaffin pp. 19–21
  16. Nevins 1931، م. 19.
  17. Richards 2007، م. 43.
  18. Nevins 1931، م. 20.
  19. Richardson 2007، م. 44.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Richards 2007، م. 44.