Jump to content

جان سميت (لوڅاو)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان سميت
اړوند
زېږونځای
Willoughby (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
جنوري ۱۵۸۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۱ جون ۱۶۳۱ (Julian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

جان سميت (د 1580 د جنورۍ په 6 تعميد غسل ورکړل شو – 1631 د جون 21) يو انګريز سرتيری، لوڅاو، استعماري والي، د نيو انګلينډ اميرالبحر، او ليکوال و. نوموړي د اولسممې پېړۍ په لومړيو کې، د ويرجينيا په جيمز ټاون کې د مستعمرې په جوړولو کې مهمه ونډه درلوده، کوم ځای چې په شمالي امريکا کې لومړی دايمي انګريزي کلی و. نوموړی د 1608 د سپتمبر او د 1609ز کال د اګست په منځ موده کې د ويرجينيا د مستعمرې مشر و، او د ويرجينيا او «چيسپيک بی» د سمندر په اوږد دکې د يوې څېړنې مشري يې وکړه، د کوم په موده کې چې هغه د «چيسپيک بی» د سيمې د نقشې جوړونکی لومړی لوڅاو وګرځېد. وروسته نوموړی د نيو انګليډ د ساحل څېړنه وکړه او نقشه يې جوړه کړه. د «ټرانسلوينيا» د شهزاده «سګسمنډ باتوري» او د هغه د ملګري «موزز سيکلي» لپاره د هغه د خدماتو په پار نوموړي ته د اس سپور لقب ورکړل شو.

جيمز ټاون د 1607ز کال د مۍ په څوارلسمه نېټه جوړ شوی و. «سميت» لومړي استوګنو ته روزنه ورکړه چې څه ډول بزګري وکړي او کب ونيسي، او په دې ډول يې دا مستعمره له ابتدايي ويجاړۍ وژغورله. نوموړي عامو خلکو ته وويل، "هغه چې کار نه کوي، هغه به خوراک نه خوري"، نوموړي په دې خبرې سره  2 تيسالونيکانو 3:10 ته اشاره کوله (دا د بايبل د عهد جديد يو کتاب دی). سخت موسم، د اوبو او خوراک کمښت، شا او خوا جبه لرونکې ساراوې، او د اصلي امريکايانو له خوا بريدونو نږدې دا مستعمره ويجاړه کړه. په هر حال، د «سميت» په مشرۍ کې، جيمز ټاون وژغورل شو، او بالاخره وغوړېد. «سميت» په يوه کوچنۍ کښتۍ کې د باروتو د چاودنې په پېښه کې د ټپي کېدو له امله اړ شو، چې بېرته انګلستان ته ولاړ شي.[۵][۶]

د «سميت» کتابونه او نقشې د نوې نړۍ د انګلستان نيواکګرو په هڅونه او ملاتړ کې مهم وو. کله چې هغه دې سيمې ته د «نيو انګلينډ» (نو انګلستان) نوم ورکړ، نوموړي وويل: "په دې ځای کې به هر سړی د خپل کار او خپلې ځمکې مالک او څښتن وي.....که هغه له خپلو لاسونو پرته نور هېڅ نه لري، ښايی چې هغه....د صنعتونو له لارې په چټکۍ سره شتمن شي". «سميت» په 1631ز کال کې په لندن کې مړ شو.[۷]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

د «سميت» د زېږېدو دقيقه نه ده معلومه. نوموړي ته په «لنکنشاير» کې له «الفورډ» سره نږدې، په «ولوګبي» کې د 1580ز کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د تعميد غسل ورکړل شوی و، چېرته چې د هغه والدينو د «لارډ ولوبی» څخه يو کروندځای په کرايه اخيستی و. نوموړي ادعا درلوده چې د «لنکشاير» د «کيورډلي» د لرغونې سميت کورنۍ له زوزات څخه دی، نوموړی له 1592  څخه تر 1595ز کال پورې په کنګ ايډوارډ VI ښوونځي کې زده کړې وکړې، چې په «لوث» کې يې موقعيت درلود. «سميت» په لومړيو کې د «نورفولک» د «کينګ لين» په «هينسيټک ليګ» سوداګريزې بندرګاه کې د يو سوداګر سره د شاګردۍ په لار روان کړای شوی و. په هر حال، نوموړي خپل ځان د يو سوداګر د يورنګه (يکنواخته) ژوند او د محاسبې په يو دفتر کې د قيد کېدو لپاره مناسب ونه باله. د «جان سميت» ژوندليکونکی، «پيټر فرسټ بروک» وايي چې د «کنګز لن» په بندرګاه کې د يو سوداګر لپاره د شاګرد په توګه د «سميت» لنډې مودې په هغه کې د سختيو ګاللو روح په هيجان راوست.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

«سميت» د خپل پلار له مړينې وروسته په شپاړس کلنۍ کې د سمندر سفرونه پيل کړل. نوموړي د فرانسې د «هنري څلورم» په پوځ کې د جنګيالي په توګه خدمات تر سره کړل، او د هسپانيې د پاچا «فيليب دويم» څخه د هالنډ د ازادۍ لپاره د هسپانيانو پر ضد وجنګېد. نوموړی له دې وروسته مديترانې ته ولاړ، چېرته چې هغه په سوداګرۍ او سمندري غلاوو کې ښکېل و، او وروسته په اوږده ترکي جګړه کې د عثماني ترکانو پر ضد وجنګېد. په 1600  او 1601ز کلونو کې، د «زړور مايکل» په جګړه کې په هنګري کې د اتريش د «هيبسبرګ» لپاره د جنګېدو پر مهال، نوموړي ته د اس سپرو د مشر په توګه ترفيع ورکړل شوه. د «زړور مايکل» له مړينې وروسته، نوموړي په «والاچيا» کې د «رادو سربن» لپاره د عثماني باجګر «ارميا مويلا» پر ضد وجنګېد. مشهوره ده چې «سميت» د يو په يو او لاس په لاس جګړه کې درې عثماني سيالان ووژل او د هغوی سرونه يې پرې کړل، د کوم له امله چې هغه د «ټرانسلوينيا» د شهزاده له خوا د اس سپور لقب ورکړل شو او هغه ته يې يو اس او يو نښان ورکړل، چې د درې ترکانو سرونه پکې ښکارېدل.   [۱۳][۱۴]

په 1602ز کال کې، نوموړی له کريميايي تاتاريانو سره په کوچنۍ نښته کې ټپي شو، او ونيول شو، او د مريانو بازار ته له وړلو وروسته وپلورل شو. نوموړی په قسطنطنيه کې د «چراتزا تراګبيګزندا» په نوم يوې ښځې ته د مريي د ډالۍ په توګه واستول شو، هغې نوموړی د کرنيزو کارونو او د اسلام منلو لپاره «روستوف» ته واستاوه. يو ځل د مريانو د مشر له خوا د وهلو پر مهال، «سميت» د مريانو مشر لاندې کړ، او د عثمانيانو له سيمې څخه «ماسکووي» ته وتښتېد، د اروپا او افريقا له لارې له سفر کولو مخکې «پونډي-ليتوانيايي» مشترک المنافع ته ولاړ، او په 1604ز کال کې انګلستان ته ورسېد.  [۱۵][۱۶]

په جيمزتاون کې

[سمول]

په 1606ز کال کې، «سميت» د لندن د ويرجينيا له هغه شرکت سره ښکېل شو، چې د ګټې لپاره يې د ويرجينيا د مستعمره کولو پلان درلود، او پاچا جيمز لا دمخه يو منشور صادر کړی و. دا ماموريت د 1606ز کال د ديسمبر د مياشتې په شلمه نېټه په «ډسکوري، سوسن کانسټینټ» او «ګاډ سپيډ» کې روان شو.  د هغه خادم د «سمويل کولير» په نوم يو دولس کلن هلک و.[۱۷]

د سفر پر مهال، پر «سميت» د بغاوت تور پورې شو، او د بېړۍ کپتان «کرسټوفر نيوپورټ» (د درېیواړو بېړيو مسئول) په پام کې درلوده چې هغه اعدام کړي. دا پېښې شا او خوا هغه وخت منځ ته راغلې چې په «کينيري» ټاپوګانو کې د اوبو او وسايلو د بيا چمتو کولو لپاره دا سفر درېدلی و. «سميت» د سفر په ډېره موده کې بندي و. په هر حال، د 1607ز کال د اپريل په شپږ ويشتمه نېټه دوی په «کيپ هنري» کې ښکته شول او د ويرجينيا د شرکت له خوا د مستعمرې د نويو مشرانو څخه د يو په توګه د «سميت» د ټاکلو ناټاپه شوي احکامات صادر شول، او په دې ډول هغه د اعدام له رسۍ څخه وژغورل شو.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د 1607ز کال د دوبي تر موسم پورې، نوي ابادېدونکي لا هم په لنډمهالو کورونو کې اوسېدل. د يو مناسب ځای لټون د 1607ز کال د مۍ د مياشتې په څوارلسمه نېټه هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې د شورا مشر کپتان «ايډورډ ماريا ونګ فيلډ» د ابادۍ لپاره جيمز ټاون سيمه وټاکله. د څلور مياشتيني سمندري سفر وروسته، د دوی د خوراک زېرمې د هر يو لپاره هره ورځ د يو يا دوه پيالو د غلې د خوراک لپاره بسنه کوله، او نږدې هره ورځ به يو تن د سختو حالاتو او پراخه ناروغيو له امله مړ کېدو. د سپتمبر تر مياشتې پورې، د 104 هغو کسانو له منځه چې انګلستان څخه تللي وو له 60 زيات مړه شول.[۲۲]

د 1608ز کال د جنورۍ په لومړيو کې، شا اوخوا 100 نوي استوګن له کپتان «نيوپورټ» سره يو ځای د لومړي تمويل په ماموریت کې ورسېدل، خو د بې پروايۍ له امله کلي اور واخيست. په ژمي کې د جيمز سيند کنګل شو، او نوي ابادېدونکي اړ وو، چې په سوځېدلو پاتې شونو کې و اوسېږي. په دې وخت کې، دوی له درې مياشتو زياته برخه په «نيوپورټ»  کې ضايع کړه، ځکه چې د هغه عملې په بندرګاه کې خپلې بېړۍ په وسپنېز «پايرايټ» (یو ډول کاني مواد دي) باندې بارول. خوراک کم و، که څه هم ځايي امريکايانو ځينې خوراکونه راوړي و، او «سميت» ليکلي چې "له موږ څخه له نيمايي زيات مړه شول". «سميت» د دوبي بل موسم کې د «چيسپيک بي» د اوبو د لارو په څېړنه کې تېر کړ، او یوه نقشه يې جوړه کړه، کومه نقشه چې د ويرجينيا د کشفونکو (څېړونکو) لپاره د يوې پېړۍ څخه د زياتې مودې لپاره له ستر ارزښت څخه برخمنه وه.[۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "1606: Jamestown, Virginia" (په British English ). بي بي سي. ۵ اکتوبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  2. "Capt. John Smith -- Rock Star" (په انګليسي ژبه ). ۹ مې ۲۰۰۷. لاسرسي‌نېټه ۳ مارچ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  3. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  4. ذکر کېدنه: Russian Wikipedia reaches half a million articles. اثر ژبه: پولينډي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۵ فبروري ۲۰۱۰.
  5. Staff (2021). "History of Jamestown". HistoricJamestowne.org. لاسرسي‌نېټه October 21, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Snell 1974, Ch. 4
  7. David Cressy (1987). "Coming Over: Migration and Communication Between England and New England in the Seventeenth Century". p. 99. Cambridge University Press,
  8. Lefroy, John Henry (1882), The Historye of the Bermudaes Or Summer Islands, Hakluyt Society, مخونه iv, لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸ منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Churton, Ralph, The lives of William Smyth, Bishop of Lincoln, and Sir Richard Sutton (1800), p. 5
  10. "History of the School". King Edward VI Grammar School, Louth. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جنوري ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په 1964-08-16 باندې). The Fabulous Truth; THE THREE WORLDS OF CAPTAIN JOHN SMITH. The New York Times.
  12. Firstbrook, Peter (2014). A Man Most Driven: Captain John Smith, Pocahontas and the Founding of America. London: Oneworld Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781851689507. لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Firstbrook, Peter (2014). "Chapter 4: Knight-Errant (1602)". A Man Most Driven: Captain John Smith, Pocahontas and the Founding of America. Oneworld Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1851689507. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Michel., Leo (2013). Bŭlgarii︠a︡ i neĭnii︠a︡t narod pod osmanska vlast : prez pogleda na anglosaksonskite pŭteshestvenit︠s︡i, 1586–1878 : otkrivaneto na edna narodnost. Glukharova, Marieta. Sofia︡, Bulgaria: Tangra TanNakRa. مخونه 23. OCLC 894636829. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9543781065. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Soldier of Fortune: John Smith before Jamestown". neh.gov. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جنوري ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۵. Smith had been a mercenary, a pirate, a slave […] Smith was taken to a slave market منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Captain John Smith". Historic Jamestowne. National Park Service. 4 September 2024. لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۴. the enslaved Smith was presented by his master as a gift to his fiancée, Charatza Tragbigzanda […] in an attempt to convert Smith to Islam, she sent him to work for her brother, Tymor Bashaw, who ran an agricultural station in present-day Russia, near Rostov […] often beating him. During one such beating, Smith overpowered Tymore, killing him and fleeing his enslavement […] travels across the remainder of Russia, Ukraine, Germany, France, Spain, and Morocco before finally returning to England in 1604 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Snell 1974, Ch. 4
  18. Snell 1974, Ch. 4
  19. A True Relation of Such Occurrences and Accidents of Note as Happened in Virginia (1608), EText, University of Virginia
  20. Mello, Tara Baukus; Schlesinger, Arthur Meier (2000). John Smith: English Explorer and Colonist. Philadelphia: Chelsea House Publishing. مخونه 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0791053454. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Benge, Janet; Benge, Geoff (2006). John Smith: A Foothold in the New World. Lynnwood, WA: Emerald Books. مخونه 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1932096361. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Snell 1974, Ch. 4
  23. Snell 1974, Ch. 4