جان جوزف مونټګومري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


جان جوزف مونټګومري (زوکړه: د ۱۸۵۸ زکال د فبروري ۱۵مه – مړینه: د ۱۹۱۱ زکال د اکتوبر ۳۱مه) امریکايي مخترع، فیزیک پوه، انجینر او د کالیفورنیا په سانتا کلارا ښار کې د سانتا کلارا پوهنتون ښوونکی و چې په هوا کې د الوتونکو ماشینونو څخه د درنې کنټرول شوې الوتنې د اختراع له امله شهرت لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د کالیفورینا د یوبا ښار اصلي استوګن مونټګومري په ۱۸۸۰مه لسیزه کې د متحده ایالاتو د کالیفورنیا سان ډیګو ته څېرمه په اوتای مسا کې په باد باندې د الوتونکې سورلۍ لرونکې الوتکې (دا چې ماشین نه لري او په باد چلېږي) الوتنه و ازمویله. له دې سره چې د هغه دغه لاسته راوړنه په ۱۸۸۰مه لسیزه کې عمومي نه شوه، خو د هغه له خوا دغه لومړنۍ الوتنه په ۱۸۹۳ زکال کې د شیکاګو د هوایي چلن په نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال تشرېح شوه. دغه خپلواکه لاسته راوړنه د انګلیسي بادي الوتکو د جوړونکي جورج کیلي (۱۸۵۳ زکال) او همدارنګه د فرانسوي ژان مار لو بریس (۱۸۵۶ زکال) له لاسته راوړنو وروسته رامنځته شوه. په داسې حال کې چې مونټګومري هېڅکله د لومړيتوب ادعا وه نه کړه خویو شمېر تاریخ پوهان او بنسټونه بیا د یو شمېر منابعو پر بنسټ دا په امریکا او لویدیځه نیمايي کره کې په باد باندې د الوتونکو ماشینونو څخه لومړنۍ درنه الوتنه بولي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

مونټګومري د خپلو الوتکو لپاره د کنټرول بېلابېلې لارې چارې رامنځته کړې چې په دغو کې د څرخېدو پر مهال د وزن بدلون او همدارنګه په ډګر کې د راکوزېدو په موخه چارې شاملېږي (۱۸۸۴ زکال). [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

زده کړې[سمول]

مونټګومري په ۱۸۷۳ زکال کې له سنټ ایګناتیوس عالي لیسې څخه فارغ شو او له فراغت وروسته د شپاړلس کلنۍ په عمر له ۱۸۷۴ زکال څخه تر ۱۸۷۶ زکال پورې د سانتا کلارا کالج د چمتوالي برخې ته ولاړ څو د کالج د زده کړو لپاره ځان چمتو کړي. [۳۷]

مونټګومري په سنټ ایګناتیوس کالج کې زده کړې وکړې چې اوس مهال د سانفرانسېسکو د پوهنتون په نوم یادېږي. په دغه ځای کې نوموړي د جوزف بایما اس. جې او جوزف ناري اس. جې تر نظر لاندې زده کړې وکړي چې با استعداده او اغېزمن لارښوونکي یې وو. د فوګل او هارووډ په خبره مونټګومري په سانفراسېسکو کې د زده کړیال په توګه د یوه الوتونکي ماشین د جوړولو په برخه کې د خپلې لیوالتیا څرګندونه کړې وه. دوی په خپل کتاب کې د هغو مشاهداتو یادونه کړې چې د مونټګومري د هم مهاله کشیش، فرد موریسون ایس له خوا چې جان ته نږدې و بیان شوي؛ هغه ویلي چې «په دغو ورځو کې هر چا دا لرې بلله چې انسانان دې وکولای شي الوتنه وکړي. له همدې امله جان دا هڅه وکړه ځکه په سر کې یې یو شمېر افکار لرل او په دې فکر کې و چې زموږ پر مهال کې به دغه ډول چاره جنون وبلل شي». مونټګومري په ۱۸۷۹ زکال کې له سنټ ایګناتیوس کالج څخه د فزیک په برخه کې د لیسانس او په ۱۸۸۰ زکال کې یې ترې د فیزیک د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. نوموړي همدارنګه په ۱۹۰۱ زکال کې د سانتا کلارا له پوهنتون څخه د فیزیک په برخه کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه. [۳۸]

اورینټولوژي (مرغۍ پوهنه)[سمول]

د ۱۸۸۰مې لسیزې په لومړیو کې مونټګومري د بېلابېلو لویو الوتونکو مرغانو د اناتومۍ په مطالعه پیل وکړ څو د هغوی اساسي ځانګړنې لکه د وزرو اندازه، ټولیز وزن او د وزرو ترمنځ انحنا وټاکي. هغه په ډېره کره توګه د الوتونکو مرغانو الوتنه مشاهده کوله؛ په دغو مرغانو کې په ځانګړې توګه باز، باښه او ټپوسان شامل و چې د سن دیګو خلیج ته څېرمه به یې لوړ پرواز کاوه. [۳۹]

هغه په پیل کې هڅه وکړه چې د یوې وزروهونکې وسیلې په مرسته د انسان الوتنې ته لاسرسی ومومي. په ۱۸۸۳ زکال کې نوموړي درې وزرې لرونکې ازمایښتي وسیله جوړه کړه، خو ډېر ژر یې دې ته پام شو چې انساني قوه د هغو د الوتنې لپاره کفایت نه کوي. هغه په وزروهنې سره د پرواز هڅو ته شا کړه او پر ځای یې دا غوره وګڼله چې په فضا کې له پورته الوتونکو څخه چې ثابتې وزرې لري تقلید وکړي. هغه استدلال وکړ چې کېدلای شي د الوتنې د فیزیک او د پورته کېدو د فیزیک ترمنځ ستونزې حل کړي او د هغو په موخه یو موتور اضافه کړي. [۴۰]

ثابت وزر لرونکې بې ماشینه الوتکې[سمول]

مونټګومري په پیل کې په کوچني مقیاس د ازاد پرواز کوونکو وسایلو د طراحۍ، جوړولو او کنټرول په برخه کې ازموینې ترسره کړې. هغه لومړنۍ دغه ډول الوتکه له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۸۸۴ زکال پورې جوړه کړه چې یو منحني ډوله ایرفویل یې درلود او د سمندري هیلیو د وزرو د منحني څخه یې په تقلید جوړه کړې وه. توازن یې هم د یو تغیر کوونکي افقي ثابت کوونکي (سکان) پر مټ او لوری یې د چلوونکي د وزن پر بنسټ کنټرول کېده. خو یاو (Yaw) یې نه کنټرول کېدونی و. دغې طراحۍ له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۸۸۶ زکال پورې د دریو نورو بې ماشینه الوتکو د بنسټ په توګه خدمت وکړ. د ۱۸۸۴ زکال په پسرلي کې مونټګومري د اوتای میسا له څوکې څخه د ۶۰۰ فوټو (۱۸۰ مترو) په لوړوالي الوتنې ترسره کړې. هغه د دغه ډول الوتکې د ازمیښتي الوتنو څخه وموندله چې دا نه شي کولای د جانبي ضرباتو پر وړاندې غبرګون وښيي. هغه بیاځلي مرغۍ پوهنې ته مخه کړه او دې ته یې پام وشو چې ترکي باښې څه ډول دوه اړخیز توازن ساتي او خپلې وزرې د تعادل په موخه څه ډول پېچي. [۴۱][۴۲][۴۳]

د چارو په رسمیت پېژندنه[سمول]

هوايي ډګرونه او د هوايي چلن کلپونه[سمول]

په ۱۹۱۹ زکال کې د سانفرانسېسکو د څارونکو هیئت د کریسي فیلډ ختیځ ته د ماریانا د الوتنې د ډګر نوم د «مونټګومري ډګر» ته واړوه. له ۱۹۲۰ زکال څخه تر ۱۹۴۴ زکال پورې دغه ډګر د هوايي پست د مرکز په توګه فعالیت درلود. دغه ډګر اوس مهال هم د ایمبراسېډرو په اوږدو کې د ماریانا ګرین په نوم شتون لري.[۴۴]

د ۱۹۵۰ زکال د مۍ په ۲۰مه نېټه د نوموړي د ستاینې په موخه د کالیفورنیا په سن ډیګو کې هوايي ډګر د مونټګومري د هوايي ډګر (KMYF) په نوم ونومول شو چې په ټوله نړۍ کې د ملکي هوايي چلن له مخې یو له بوختو هوايي ډګرونو څخه دی. [۴۵][۴۶][۴۷]

ښوونځي[سمول]

  • د چولا ویسټا ابتدايي ښاري ښوونځي
    • د جان جې. مونټګومري ابتدايي ښوونځی، چولا ویسټا، کالیفورنیا[۴۸]
  • د ایورګرین ابتدايي ښاري ښوونځي
    • د جان جې. مونټګومري ابتدايي ښوونځی، سان خوزه، کالیفورینا[۴۹]
  • د سن ډیګو متحد ښاري ښوونځي
    • د مونټګومري منځنی ښوونځی، سن ډیګو، کالیفورنیا[۵۰]
  • د سویټ واټر اتحادیې عالي ښاري ښوونځي
    • د مونټګومري عالی ښوونځی، سن ډیګو، کالیفورنیا[۵۱]
    • د مونټګومري منځنی ښوونځی، سن ډیګو، کالیفورنیا[۵۲]

نور ویاړونه[سمول]

جان جوزف مونټګومري په ۱۹۶۴ زکال کې د ملي هوايي چلن د مشاهیرو تالار، په ۲۰۰۱ زکال کې د متحده ایالاتو د تر ټولو عالي مشاهیرو تالار، په ۲۰۱۵ زکال کې د کالیفورنیا د هوايي چلن د مشاهیرو تالار او په ۲۰۱۷ زکال کې د نړیوال فضايي چلن د مشاهیرو تالار ته لار ومونده. [۵۳][۵۴][۵۵]

د ۱۹۲۴ زکال پر مهال په سانتا کلارا پوهنتون کې د انجینرۍ د پوهنځي یوه ودانۍ د مونټګومري د لابراتوار په نوم ونومول شوه. دغه لابراتوار په هغه ځای کې موقعیت درلود چې نن ورځ ورباندې د مایر تیاتر جوړ شوی. د ۱۹۳۴ زکال د مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه په سانتا کلارا پوهنتون کې د بې ماشینه الوتکې پر مټ د مونټګومري د لومړني پرواز د ۵۰مې کلیزې په مناسبت جشن جوړ شو. [۵۶][۵۷]

په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د فضايي چارو د متخصصینو ملي ټولنې او د سن ډیګو فضايي موزیم د جان جوزف مونټګومري په نامه په فضایي چارو کې د مخکښو چارو د ستاینې په موخه مډال جوړ کړ. دغه مډال د ایکس – ۱۵، مرکیوري او پولاریس پروګرامونو غړو ترلاسه کړ چې یو له ترلاسه کوونکو څخه یې نیل ارمسټرانګ و. [۵۸]

د ۲۰۰۸ زکال د اپرېل په ۵مه نېټه د جان مونټګومري د لومړنۍ الوتنې ۲۲۵ کلیزه د کالیفورنیا د سان کارلوس د هیلر هوايي چلن په موزیم کې ولمانځل شوه. [۵۹]

سرچينې[سمول]

  1. Tandy, Edward T. (1910). An Epitome of the Work of the Aeronautic Society from July, 1908 to December, 1909. New York, NY: Aeronautic Society of New York. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Peyrey, François (1909). Les Oiseaux Artificiels. Paris, France: Derlis Fréres. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "An American Pioneer of Soaring Flight: John J. Montgomery". Aviation. 4 (1): 302–303. 1918. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Walker, Thomas (1910). The Art of Flying. London, England: King, Sell & Olding. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Turner, Charles C. (1910). Aerial Navigation of To-day: A Popular Account of the Evolution of Aeronautics. London, England: Seeley & Co. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Colwell, J.H. (1920). "The Origin and Development of Aeronautics". Journal of the Patent Office Society. 3: 12. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hunt, Rockwell D. (1932). "John J. Montgomery". California and Californians. 3 (126): 27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. The Montgomery Evergreen Archived April 2, 2015, at the Wayback Machine. Smithsonian National Air and Space Museum
  9. کينډۍ:Cite speech(Aeronautics 1910)
  10. Hunt, Rockwell D. (1932). "John J. Montgomery". California and Californians. 3 (126): 27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Harwood, Craig; Fogel, Gary (2012). Quest for Flight: John J. Montgomery and the Dawn of Aviation in the West. Norman, Oklahoma: University of Oklahoma Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0806142647. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Berriman, Algernon E. Aviation. An Introduction to the Elements of Flight, Methuen & Co., London, 1912. pp. 213-214.
  13. "Montgomery's Gliding Experiments", in Hayward, Charles B. Practical Aeronautics: An Understandable Presentation of Interesting and Essential Facts in Aeronautical Science.' Chicago: American School of Correspondence, 1912.
  14. Zahm, Albert F. (1923) "Catholic Contributions in the Field of Aeronautics" in Benson, William Shepherd, James J. Walsh, Edward J. Hanna, and Constantine E. McGuire. Catholic Builders of the Nation: A Symposium on the Catholic Contribution to the Civilization of the United States. Boston: Continental Press.
  15. Pritchard, John Lawrence (1929). The Book of The Aeroplane. The University of Michigan: Longmans Green & Company. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. The Journal of San Diego History, July 1968, Vol. 14, No. 3.
  17. National Cyclopedia of American Biography: Being the History of the United States as Illustrated in the Lives of the Founders, Builders, & Defenders of the Republic, etc..., Edited by Distinguished Biographers, James T. White & Co. Volume XVI, 1916.
  18. Pritchard, John Lawrence (1929). The Book of The Aeroplane. The University of Michigan: Longmans Green & Company. د کتاب پاڼې 17. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mark D. Ardema and Joseph Mach, Santa Clara University School of Engineering, and William J. Adams, Jr., "John Joseph Montgomery, 1883 Glider: An International Historic Mechanical Engineering Landmark, Designated by the American Society of Mechanical Engineers, May 11, 1996, at Hiller Aircraft Museum and Santa Clara University" (brochure, 11 pp.)
  20. "Montgomery First to Conquer the Air: Austrian Officials after Inquiry Give Palm to California Inventor," San Francisco Examiner, May 16, 1909. See also "Conquering the Air," San Francisco Monitor, June 12, 1909.
  21. Jacobs, James W. "John Joseph Montgomery." In James W. Jacobs, Enshrinee Album: The First Twenty-One Years, 134کينډۍ:Angbr35. Dayton, Ohio: National Aviation Hall of Fame, 1984.
  22. McCormick, Barnes (2004). Aerospace Engineering Education During the First Century of Flight. Reston, VA: American Institute of Aeronautics and Astronautics. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781563477102. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. L'Écho Des Ailes: Revue Indépendante pour la Défense des Intérêts Aéronautiques, Vol. 17, No. 2, January 23, 1948. By Fédération des Clubs Belges d'Aviation de Tourisme, Brussels, Belgium.
  24. "Flug-Revue" ("Flight Review"), 1968, Vereinigte Motor-Verlage, p. 155.
  25. Hearings, Reports and Prints of the House Committee on Science and Astronautics, United States Congress. House Committee on Science and Astronautics, U.S. Govt. Printing Office, Washington D.C., 1972.
  26. Histoire de l'Aéronautique et de l'Espace, 2001.
  27. Davy, Maurice J.B. (1935) Aeronautics, Science Museum.
  28. "Professor Montgomery's Experiments". Aeronautics (London). 3 (6): 73, 111. 1910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Machine with Wings Upsets Theories," "Years of Research Applied to Solving the Problem," San Jose Mercury Evening News, March 31, 1905.
  30. "Third Tests Are All Successful," San Francisco Bulletin, March 26, 1905.
  31. Montgomery, John J. (1909). "Some Early Gliding Experiments In America". Aeronautics (New York). 4 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. کينډۍ:Cite speech(Aeronautics 1910)
  33. Hayward, Charles B. (ed.) (1912) Practical Aeronautics, American School of Correspondence, Chicago.(Introduction written by Orville Wright)
  34. "The Origin of Warping: Professor Montgomery's Experiments". Aeronautics. London. 3 (6): 63–64. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Chanute, Octave. (1907) "Montgomery." In: Pocket-Book of Aeronautics, edited by Hermann. W. L. Moedebeck, translated by W. Mansergh Varley, Vol. 309, No. 10. London: Whittaker and Co.
  36. Campi, Richard B. (1961) "Description and Analysis of the 1911 Montgomery Controllable Man Carrying Glider." Working paper, December 29, 1961.
  37. "The Great Jewel of Education: 1880-1905 - St. Ignatius College Prep". www.siprep.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "The Great Jewel of Education: 1880-1905 - St. Ignatius College Prep". www.siprep.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Montgomery, John (1910). "Our Tutors in the Art of Flying". Aeronautics (London): 99–100. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Kavanagh, Dennis K. (1905). The Aeroplane. Santa Clara, California: The Aeroplane Advertising Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. کينډۍ:Cite speech(Aeronautics 1910)
  42. Montgomery, James P., direct testimony in response to Q. 16, Jan. 13, 1919, Regina C. Montgomery et al. v. the United States - Equity No. 33852.
  43. Montgomery, Richard J. Direct Testimony in Court (Equity No. 33852) on January 13, 1919.
  44. City and County of San Francisco, Board of Supervisors, Municipal Record 12, no. 1 (1919), p. 394
  45. "First Glider Tower Takes Initial Flight," San Diego Union May 21, 1950.
  46. "CAP Squadron 36". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Home". eaachapter.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. John J. Montgomery Elementary School, Chula Vista, California Archived 24 August 2007 at the Wayback Machine.
  49. "Evergreen School District: Search Results". eesd.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 6, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Montgomery Middle School, San Diego, California Archived 2 November 2005 at the Wayback Machine.
  51. "Montgomery High School, San Diego, CA". suhsd.k12.ca.us. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Montgomery Middle School, San Diego, CA". suhsd.k12.ca.us. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "California Aviation Hall of Fame Inductees". Museum of Flying. 24 March 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "Hall of Fame". soaringmuseum.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "San Diego Air & Space Museum - Historical Balboa Park, San Diego". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "Santa Clara University School of Engineering - Campus Changes". scu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "Tribute to 'Father of Flying' Planned by Bay Region," San Francisco Chronicle March 11, 1934.
  58. "John J Montgomery Obelisk - Santa Clara, CA - Obelisks on Waymarking.com". waymarking.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "John J. Montgomery - Father of Basic Flight - 125th Anniversary Event". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)