جان اډامز جونیور (د نیبراسکا سیاستوال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان اډامز جونیور (د نیبراسکا سیاستوال)
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ اگسټ ۱۹۰۶
د مړينې نېټه 19 اپرېل 1999 (93 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان اډامز جونیور (د ۱۹۰۶ کال د اګست میاشتې په ۱۴ زېږېدنه – د ۱۹۹۹ کال د اپریل میاشتې په ۱۹ مړینه) امریکایی وکیل او جمهوري غوښتونکی سیاستوال او د نیبراسکا د مقننه مجلس غړی و. هغه د کولمبیا په سویلي کارولینا کې زیږیدلی او د ۱۹۲۳ کال نه وروسته یې د اوماها په نیبراسکا کې ژوند کړی. هغه د نیبراسکا د استازو جرګې په وروستۍ غونډې کې دنده ترسره کړه او په ۱۹۳۷ کال کې د نیبراسکا د مقننه مجلس په لومړنۍ غونډې کې یوازینی تور پوستی کس و، چې تر ۱۹۴۱ کاله پورې یې هلته خدمت وکړ. هغه د اوماها ورلډ هیرالډ له خوا د مقننه قوې د ۱۶ وړ غړو په ډله کې راوستل شو. په داسې حال کې چې هغه یو قانون جوړونکی و، همداشان هغه د ایالتونو د عامه کور جوړونې لومړنی قانون وړاندې کړ او د نورو خیریه یا رفاهي قوانینو ملاتړ یې هم وکړ. هغه په ۱۹۳۶ کال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د وسلو په برخه کې د افتخاري ساتونکي په توګه او د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې د کالیفورنیا د اوکلینډ په کمپ نایټ کې د قاضي وکیل په توګه دنده ترسره کړې.

ژوند[سمول]

اډامز د ۱۹۰۶ کال د اګست میاشتې په ۱۴ د کولمبیا په سویلي کارولینا کې د عیسوي ملا ریورنډ جان اډامز سینیر او هټي (باومن) اډامز په کورنۍ کې زیږیدلی. اډامز سینیر د افریقا د میتوډیسټ پادري کلیسا وکیل او وزیر و او تر خپل زوی وروسته یې له ۱۹۴۹ نه تر مړینې پورې یې یعنې تر ۱۹۶۲ کاله پورې یې په مقننه مجلس کې دنده ترسره کړه. اډامز په ۱۹۲۳ کې نبراسکا ته یې د کورنۍ تر تلو دمخه د پیبلو په کولوراډو کې په پیوبلو عالي ښوونځي کې زده کړې وکړې او اډامز د نیبراسکا - لینکن پوهنتون کې ګډون وکړ چې هغه مهال دی د ۲۱ تورپوستو زده ګړیالانو په ډلې کې شامل و او په ۱۹۲۹ کال کې د حقوقو پوهنځۍ یوازینی تورپوستی غړی و (همدارنګه هغه په ۱۹۲۷ کال کې له UNL نه د لیسانس سند ترلاسه کړ). اډامز د ځوانانو په سوک وهنې کې ګډون وکړ، د بیلګې په توګه، اډامز د ۱۹۲۹ کال په اپریل میاشت کې د منځني وزن په ټولګي کې (۱۶۰ پونډ) د جو بان د لویانو MidWestern AAU سوک وهنې سیالیو کې دویم مقام ترلاسه کړ. د هغه وروڼو رالف ډبلیو او هارولډ ایس هم د UNL زده کوونکي وو او رالف ډبلیو د حقوقو د پوهنځۍ فارغ هم و او په اوماها کې یې د وکیل په توګه دنده ترسره کوله. په دویمې نړیوالې جګړې کې د ۱۹۳۲ کال په اپریل میاشت کې د اډامز د یوه پیاده افسر په توګه نوملیکنه وشوه او د کالیفورنیا د اوکلینډ په کمپ نایټ کې د محکمې مدافع وکیل په برخه کې د کپټان درجه ترلاسه کړه. په جګړې کې رالف او هارولډ هم خدمت کړی و. هغه کالیفورنیا ته راستون شو او د جایدادونو قانون په برخه کې یې تخصص ترلاسه کړ. په ​​کالیفورنیا کې هغه د جمهوري غوښتونکو ګوند لپاره کار کولو ته دوام ورکړ، د رونالډ ریګن له ولایتي ټاکنو یې ملتیا وکړه. هغه بیا هم دا وویل، چې ولسمشرۍ لپاره یې د ریګن پر پرتله جیمي کارټر ته رایه ورکړه.  [۱][۲][۳][۴]

قانون[سمول]

په پیل کې اډامز یو جنایي وکیل و او کله ناکله به د مدني حقونو په قضیو کې ښکېل وو. هغه د یوې پېښې له کبله له یوه رسټورانټ نه شکایت وکړ چې په پیل کې یې هغه او میرمنې ته یې د خدماتو له وړاندې کولو نه ډډه کړې وه. کله چې پولیس راغلل او رستورانټ ته یې وویل چې د قانون له مخې رستورانټ باید اډامز ته خپل خدمات وړاندې کړي، رستورانټ هم اډامز ته د «نه خوړلو وړ» مالګې په درلودلو سره یو هامبرګر وړاندې کړ. په پیل کې پولیسو اډامز ته وویل چې دوی د مدني حقونو شکایت فورمې نه لري، نو هغه باید خپل ځان ته ولیکي. په پای کې، قضیه محکمې ته لاړه، او قاضي لیسټر پالمر د رستورانټ مشر مجرم وګڼه او ۴۰ ډالره یې جریمه کړ. په بلې پیښې کې، اډامز د جیم کرو په برخه کې د یوه فلم تیاتر ته له تللو نه د ډډه کولو له امله ونیول شو. د پولیسو مشر (رابرټ سمارډیک) کله چې اډامز تم ځای ته ورسېد خوشې کړ او افسر یې وغنده. اډامز په ملي ټولنې کې د هر ډول توکم یا رنګ لرونکو خلکو د پرمختګ لپاره فعالیتونه کړي. وروسته هغه د جایدادونو د وکیل په توګه کار وکړ. په نیبراسکا کې اډامز د دویم نسل لومړنی تورپوستی وکیل و.[۵][۶]

سیاست[سمول]

د ایالتي قانون جوړونکي مجلس په اړه د جان اډامز جونیور لومړني ټاکنیز مبارزات په ۱۹۳۲ کال کې پیل شو او دی په لسمې ناحیې کې د ډیموکراټ اډوارډ جې دوګان پر وړاندې ودرېد (اډامز په ډیموکراتیکو ټاکنو کې ۱۴۰۲ رایې د دوګان ۲۵۹۴ پر وړاندې ترلاسه کړې). هغه د نهمې ناحیې په ټاکنو کې په ۱۹۳۴ کال کې د اوسني ډیموکراټ جاني اوون او پولیس ډین فیلیپس (۱۳۰۸ رایې د ۱۲۰۷ او ۱۱۸۳ رایو پر وړاندې) پر وړاندې ټاکنې وګټلې. هغه د ډیموکراټ جاني اوون ځای ناستی شو، چې په لومړي ځل په ۱۹۳۳ کال کې وټاکل شو. په نهم کې د اوون مخکښ جمهوري غوښتونکي جان اندریو سنګلټون چې یو تورپوستی دغاښونو ډاکټر هم و چې اډامز پخوا هم له ده سره سیاسي ښکیلتیا درلوده، د ۱۹۳۳ کال په مارچ میاشت کې یې د نیگرو سیاسي سازمان رامنځته کړ. ددې سازمان په اجرایوي شورا کې جان او ووډ، اندریو سټوارټ او هیري انډرسن شامل وو. [۷][۸][۹][۱۰]

په ۱۹۳۶ کال کې، اډامز د نیبراسکا د مقننه قوې پر مقننه مجلس له بدلون سره مخالفت وکړ. هغه په نهمې سیمې کې دنده ترسره کوله، هغې سیمې کې د کمینګ واټ، پراټ واټ، دوه څلوېشتم واټ، او د میسوري سیند شامل وو. په هرحال، د ۱۹۳۷ کال په ټاکنو کې، هغه ۸۰ سلنه رایې د سپین پوستو له خوا ترلاسه کړې وې، او خپل سپین پوستي ډیموکراټ سیال اډګر ډي تامپسون (۷۳۱۳ رایې د ۶۶۸۱ رایو پر وړاندې) ته یې ماتې ورکړه. هغه په ټاکنو کې د پلور او عایداتو له مالیاتو سره خپل مخالفت، د قاضیانو په ټاکنو کې د والي د ټاکلو په هکله د هغه ملاتړ، او د بیکارۍ بیمې او تعلیمي تمویل ملاتړ ته اشاره وکړه. د ۱۹۳۹ کال د قانون جوړونې په مجلس کې اډامز جونیور ډاکټر هیري فوسټر ته (۵۸۰۸ رایې د ۵۶۳۲ رایو پر وړاندې) ماتې ورکړه او د نویو مالیاتو پر وړاندې یې مبارزه وکړه. اډامز جونیور یو ځل بیا د ۱۹۴۱ کال د قانون جوړونې په ټاکنو کې ډاکټر هیري فوسټر ته ماتې ورکړه (۸۵۱۵ رایې د ۷۹۰۵ رایو پر وړاندې) او د نویو وضع شویو مالیاتو پر وړاندې او د دولت او قانون جوړونې په پروسو کې د بېلابېلو اصلاحاتو په ملاتړ مبارزه  وکړه. اډامز د ۱۹۴۲ کال په ټاکنو کې فوسټر ته (۴۱۷۵ رایې د  ۳۹۵۷ رایو پر وړاندې) ماتې ورکړه.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Curtis Poet Wins Crown in Welter Class Third Time," Omaha World-Herald; Thursday, April 4, 1929; page 18
  2. "Men of War"; Omaha World-Herald; Wednesday, April 7, 1943; page 10
  3. "Men and Women in Service"; Omaha World-Herald; Wednesday, November 21, 1945; page 15
  4. "Mother Honors to Mrs. Adams"; Omaha World-Herald; Wednesday, May 15, 1946; page 4
  5. "Federal Anti-Lynch Law is Discussed"; Omaha World-Herald; Monday, January 15, 1934; page 18
  6. J. Clay Smith Jr.; "Emancipation: The Making of the Black Lawyer, 1844-1944" University of Pennsylvania Press, 1 Jan 1999; page 465
  7. "15 of 18 Democrats to go to Legislature"; "Omaha World-Herald; Thursday, November 10, 1932; page 9
  8. "1934 Nebraska Blue Book", http://nlcs1.nlc.state.ne.us/statepubsonline/pubs/legisbios/leg1934-1935.pdf Archived February 10, 2017, at the Wayback Machine.
  9. "Official Vote Count is Told"; Omaha World-Herald; Wednesday, November 18, 1934; page 2
  10. "Negro Club Endorses Hopkins' Candidacy"; Omaha World-Herald; Sunday, March 12, 1933; page 4
  11. "No Headline"; Omaha World-Herald; Thursday, November 27, 1940; page 92
  12. "No Headline"; Omaha World-Herald; Thursday, November 20, 1940; page 4
  13. "Official Vote in County"; Omaha World-Herald; Thursday, November 17, 1938; page 12
  14. "For the Legislature"; Omaha World-Herald; Sunday, September 13, 1936; page 9
  15. "Adams Runs Behind Foster"; Omaha World-Herald; Wednesday, November 4, 1942; page 8