جان الکساندر مک ډونالډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان الکساندر مک ډونالډ
(انګلیسي: John Alexander Macdonald د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان الکساندر مک ډونالډ
جان الکساندر مک ډونالډ

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Alexander Macdonald د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۱ جنوري ۱۸۱۵[۱][۲][۳][۴]
ګلاسګو [۵][۶][۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 6 جون 1891 (76 کاله)[۱][۲][۳][۴][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آټاوا [۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
جان الکساندر مک ډونالډ
جان الکساندر مک ډونالډ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ښاغلی جان الکسانډر مک ډونالډ (زوکړه: د ۱۸۱۵ زکال د جنوري ۱۰مه یا ۱۱ مه – مړینه: د ۱۸۹۱ زکال د جون ۶مه) د کاناډا لومړنی لومړی وزیر و چې له ۱۸۶۷ زکال څخه تر ۱۸۷۳ زکال او بیاځلي یې له ۱۸۷۸ زکال څخه تر ۱۸۹۱ زکال پورې په دغه څوکۍ کار وکړ. نوموړی چې د کاناډا د کنفدراسیون له مخکښو څېرو څه و، سیاسي ژوند یې نږدې نیمه پېړۍ دوام وکړ.

مک ډونالډ په سکاټلنډ کې وزېږېد؛ هغه مهال چې نوموړی ماشوم و کورنۍ یې د کاناډا د پورتني ایالت (نن ورځ د اونتاریو ختیځ) د کېنګسټون سیمې ته کډه وکړه. نوموړي د وکیل په توګه په څو پام وړ قضیو کې له برخه اخیستو وروسته په کېنګسټون کې شهرت وموند او له همدې امله یې په ۱۸۴۴ زکال کې د کاناډا ایالت قانون جوړونکې شورا ته لار وموندله. مک ډونالډ په ۱۸۵۷ زکال کې د دغې مستعمرې په ناپایداره سیاسي نظام کې لومړی وزیر وټاکل شو. په ۱۸۶۴ زکال کې وروسته له هغه چې هېڅ ګوند ونشو کولای د اوږد مهال لپاره حکومت وکړي، مک ډونالډ د خپل سیاسي سیال جورج براون له هغه وړاندیز سره هوکړه وکړه چې ټول ګوندونه په یو لوی ائتلاف کې یو موټي شي او په ګډه سره د فدراسیون د جوړولو او سیاسي اصلاحاتو په رامنځته کولو لاس پورې کړي. نوموړی په راتلونکو بحثونو او کنفرانسونو کې مخکښ کس و چې له امله یې د ۱۸۶۷ زکال د بریتانوۍ شمالي امریکا قانون رامنځته شو او د یو واحد هېواد په توګه یې د ۱۸۶۷ زکال د جولای په لومړۍ نېټه د کاناډا بنسټ کېښود.

مک ډونالډ د دغه نوي هېواد لومړنی لومړی وزیر شو او د ۱۹ کلونو لپاره یې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ چې په دې سره یوازې ویلیام لیون مکنزی کېنګ له ده زیات په دغه څوکۍ کار کړی. مک ډونالډ په خپله لومړۍ کاري دوره کې د شمال لویدیځ د پولیسو ډلګۍ جوړه او د شمال لویدیځ قلمرو، روپرت سیمې، بریتېش کلمبیا او پرېنس اډوارډ د ټاپو په الحاق کولو سره یې کاناډا ته پراختیا ورکړه. په ۱۸۷۳ زکال کې نوموړي د هغې رسوایي له امله چې ګوند یې د کاناډا د اوسپنۍ پټلۍ د جوړونکو سوداګرو څخه بډې اخیستلې، استعفا یې ورکړه. له دې سره هم نوموړی بیاځلي په ۱۸۷۸ زکال کې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د مک ډونالډ تر ټولو لویه لاسته راوړنه د نوي حاکمیت، د پیاوړي محافظه کار ګوند د جوړولو، د ملي پالیسي د حفاظتي تعرفو د ترویج او د اوسپنې پټلۍ د بشپړولو په موخه د یوه بریالي ملي دولت جوړول او د هغو رهبري کول و. نوموړي په اوتاوا کې له ملي دولت څخه د ایالتي حکومتونو له خوا د واکونو د بېرته اخیستو پر وړاندې مبارزه وکړه. همدارنګه یې په ۱۸۸۵ زکال کې د خیانت په تور د میتیس وګړو د رهبر لوئی ریل د اعدام حکم منظور کړ؛ چې په دې سره د هغه له محافظه کاره ګوند څخه ډیری فرانسوي ژب ویونکي غړي ووتل. نوموړي په ۱۸۹۱ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د لومړي وزیر په توګه کار کولو ته دوام ورکړ.

په مک ډونالډ باندې په ۲۱ مه پېړۍ کې کاناډا ته په کډه کوونکو چینايي وګړو باندې د مالیاتو لګولو او همدارنګه د کاناډا د بومي وګړو پر وړاندې د هغه د فدرال سیاستونو له امله نیوکي کېږي. د بومي وګړو اړوند د هغه په سیاستونو کې د شمال لویدیځ د پاڅون پر ضد د ده د غبرګون ډول چې له امله یې ریل اعدام شو او سربېره پردې بومي کاناډایانو ته د بشپړ مهالیز روزنیز سیسټم جوړول شاملېږي. خو له دې سره بیا هم مک ډونالډ ته د کاناډا په جوړولو کې د کلیدي نقش لرلو له امله درناوی کېږي. د کاناډا د سیاسي تاریخ پوهانو د نظر پوښتنو له مخې مک ډونالډ د کاناډا په تاریخ کې د لوړې درجې لرونکي لومړي وزیر په کتار کې راځي.

د کاناډا لومړی وزرات[سمول]

لومړی اکثریت، ۱۸۶۷- ۱۸۷۱زکال[سمول]

له ۱۸۶۷ زکال څخه تر ۱۸۹۶ زکال پورې د کاناډا اقتصادي وده په کال کې د ۱٪ ودې په لرلو سره ډېره لږ وه. کاناډا د اقتصادي کړکېچ په حالت کې وه او له همدې یې ګڼ شمېر وګړي متحده ایالاتو ته کډه شول، چېرې چې بیا اقتصادي وده ډېره چټکه وه. د دغې ستونزې لپاره د مک ډونالډ حل لار د اقتصادي ودې د تحریک په موخه د قاره یي اوسپنې پټلۍ جوړول او د امریکايي شرکتونو پر وړاندې د سیالۍ او همدارنګه د کاناډايي شرکتونو د پراختیا په موخه د امریکايي شرکتونو په تولیدي توکو د لوړو تعرفو اړوند د ملي پالیسۍ اجرا کول و. [۱۰]

مک ډونالډ او دولت یې د نوي هېواد له رامنځته کولو ډېر ژر وروسته له یو لړ ستونزو سره مخ شول. د یو فدرال دولت د جوړلو پر وړاندې لا زیاتې چارې پاتې وې. نواسکوشیا لا له وړاندې ګواښ کړی و چې له اتحادیې وزي؛ په مستعمراتو کې دننه د اوسپنې پټلۍ چې هم یې سیندونه او هم یې د کاناډا نورې برخې یو بل ته نږدې کولې لا جوړه شوې نه وه. د انګلستان او امریکا اړیکې هم په ترینګلي حالت کې وې چې د کاناډا بهرنۍ اړیکې هم له لندن څخه مخته وړل کېدې. په ۱۸۶۶ زکال کې د امریکا او کاناډا له متقابلې هوکړې څخه د امریکا وتلو د متحده ایالاتو په مارکېټونو کې د کاناډايي توکو بیې لوړې کړې. د امریکایانو او بریتانویانو نظر دا و چې د کنفدراسیون دغه هڅه ډېر ژر له منځه تلونکې ده او دغه نوی په پښو درېدلی ملت به په متحده ایالاتو کې جذب شي. [۱۱][۱۲]

د ۱۸۶۷ زکال په اګست میاشت کې لومړنۍ عمومي ټاکنې په دغه هېواد کې ترسره شوې. د مک ډونالډ ګوند په دواړو لویو ایالتونو او نیوبرانزویک کې د اکثریت په ترلاسه کولو سره په آسانۍ بریالی شو. په ۱۸۶۹ زکال کې نواسکوشیکا هوکړه وکړه چې د غوره مالي ژمنو د ترلاسه کولو په صورت کې به د کاناډا برخه پاتې شي – دا د کاناډا له ډېری ایالتونو څخه لومړنی ایالت و چې له اوتاوا سره یې په خپلو امتیازاتو مذاکره وکړه. د نیوفانډلنډ د الحاق اړوند د لندن او اوتاوا فشار چې د ۱۸۶۹ زکال په اکتوبر میاشت کې یې د کنفدراسیون عمومي ټاکنې رد کړې وې؛ له ماتې سره مخ شو. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۸۶۹ زکال کې د مري په نامه د جان او اګنس مک ډونالډ لور وزېږېده. ډېر ژر څرګنده شوه چې مري په وده کې دوامداره ستونزه لري. هغه هېڅکله د ګرځېدو وړتیا نه لرله او له ذهني پلوه یې هم بشپړ وده ونکړه. د عدلیې وزارت مرستیال هویت برنارډ چې د مک ډونالډ پخوانی سکرټر هم و د مک ډونالډ په کور کې له خپلې کونډې مور سره اوسېد. د ۱۸۷۰ زکال په می میاشت کې جان مک ډونالډ په صفرا کې د ډبرو د جوړېدو په ناروغۍ اخته شو؛ په مکرر ډول د الکولو د څښلو له امله کېدای شي هغه په شدیدې پانکراتیت ناروغۍ هم اخته شوی وي. په جولای میاشت کې هغه د درملنې په موخه د پرنس اډوارډ تاپو ته ولاړ چې په ډېر احتمال سره کېدای شي نوموړي هلته له کنفدراسیون سره د دغه ټاپو د یو ځای کېدو اړوند ګڼ بحثونه کړي وي؛ دا هغه مهال و چې ګڼ شمېر نورو له متحده ایالاتو سره د دغه ټاپو له یوځای کېدو ملاتړ کاوه. بالاخره دغه ټاپو په ۱۸۷۳ زکال کې له کنفدارسیون سره یوځای شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په داسې حال کې چې هغه یو مهال د لویدیځ لوري ته د کاناډايي قلمرونو د پراختیا له مسئلې سره لیوالتیا نه لرله او د لومړي په وزیر په توګه د دوه سواحلو لرونکې کاناډا پیاوړی ملاتړی و. د کنفدراسیون له جوړېدو وروسته نوموړي په چټکۍ سره خپل استازي لندن ته ولېږل څو په مناسب مهال کې کاناډا ته د روپرت د سیمې او شمال لویدیځ قلمرو د انتقال اړوند مذاکره وکړي. د دغو سیمو په بدل کې د هاډسون خلیج شرکت ۳۰۰ زره پونډه (۱۵۰۰۰۰۰ کاناډايي ډالر) د تاوان په توګه ترلاسه کړل او همدارنګه یې یو شمېر سوداګریز مراکز او د دغو سیمو د غوره کرنیزو ځمکو یو په شلمه برخه یې ځانته وساتله. د دغو سیمو له ترلاسه کولو وړاندې د کاناډا دولت د سره سیند په مستعمره (Red River Colony، اوس مهال د منیټوبا سویل ختیځ ته د وینپیګ مرکز دی) کې له یو شمېر نارامیو سره مخ شو. سیمه ئیزو وګړي له دې ډلې متیس وګړي وېرېدل چې کېدای شي داسې حکومت پر دوی واکمن شي چې د دوی ګټې له پامه وغورځوي او په دې سره دوی د سره سیند په پاڅون کې د لوئي ریل تر مشرۍ لاندې ونډه واخیسته. مک ډونالډ لیوالتیا نه لرله چې په یوه یاغي سیمه لګښت وکړي، همدا و چې له سرتېرو یې وغوښتل د لېږد له رسمي مراسمو وړاندې پاڅون وځپي؛ د دغو نارامیو په پایله کې د سره سیند مستعمره له دغه کنفدراسیون سره د منیټوبا د ایالت په توګه یوځای شوه، په داسې حال کې چې نورې پېرل شوې سیمې په شمال لویدیځو قلمرونو کې شاملې شوې. [۲۲]کينډۍ:R/superscript[۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-Alexander-Macdonald — subject named as: Sir John Macdonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p561bx — subject named as: John A. Macdonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2145 — subject named as: John Alexander Macdonald — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: John Alexander Macdonald — Library of Parliament of Canada person ID: https://lop.parl.ca/sites/ParlInfo/default/en_CA/People/Profile?personId=4997 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. سرليک: L'Encyclopédie canadienne او The Canadian Encyclopedia
  6. سرليک: Sir John A. Macdonald
  7. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Макдональд Джон Александер — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  8. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p23767.htm#i237669 — subject named as: Rt. Hon. Sir John Alexander Macdonald — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Макдональд Джон Александер — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. McInnis 1982، صص. 404–410.
  11. Gwyn 2011، ص. 3.
  12. Swainson 1989، صص. 80–81.
  13. Gwyn 2011، ص. 72.
  14. Waite 1975، ص. 76.
  15. Swainson 1989، صص. 84–85.
  16. Creighton 1955، ص. 2.
  17. Tristin Hopper (9 January 2015). "Everyone knows John A. Macdonald was a bit of a drunk, but it's largely forgotten how hard he hit the bottle – National Post". National Post. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Swainson 1989، ص. 93.
  19. Waite 1975، صص. 84–85.
  20. Creighton 1955، ص. 8.
  21. Waite 1975، صص. 83–84.
  22. Waite 1975، صص. 80–83.
  23. Swainson 1989، صص. 85–86.