جان آلبیون اندریو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان آلبیون اندریو
(انګلیسي: John Albion Andrew)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان آلبیون اندریو
جان آلبیون اندریو

د شخص معلومات
پيدايښت ۳۱ مې ۱۸۱۸[۲][۳][۴][۵][۱]
مړینه 30 اکتوبر 1867 (49 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ماساچوست  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)[۶]  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان آلبیون اندریو
جان آلبیون اندریو

جان آلبیون اندریو [ په انګلیسي ژبه: John Albion Andrew ] (۱۸۱۸ز/ مې/ ۳۱ – ۱۸۶۷ز/ اکتوبر/ ۳۰ م ) د میساچوسټس سره تړاو لرونکی امریکایي وکیل او سیاستوال و. هغه په ۱۸۶۰ز کال کې د میساچوسټس پنځه ویشتم والي په توګه وټاکل شو چې د ۱۸۶۱ز او ۱۸۶۶ز کالونو تر منځ یې چوپړ وړاندې کاوه او د امریکا کورني جنګ ( ۱۸۶۱ز – ۱۸۶۵ز ) په اوږدو کې د ایالاتو د اتحادیې د رامنځته کولو په پار یې د ایالت د مرستو استازولي وکړه. هغه د متحده ایالاتو په پوځ کې د ۵۴ میساچوسټي پوځیانو په ګډون، د ځینو افریقایي-امریکایي ټولیو جوړولو تر شا یو لارښود ځواک و.  

انډریو چې په باوډین کالج کې یې زده کړې کړې وې، له ماشومتوبه د مریتوب د له منځه وړلو توندلاری غوښتونکی و او د هغو تښتېدلو مریانو په قانوني دفاع کې ښکېل و چې بادارانو یې بېرته راګرځول غوښتل. هغه په ۱۸۵۹ز کال کې د ویرجینیا په هارپرز فیري د جان براون له برید کولو وروسته د نوموړي قانوني ملاتړ وکړ چې د نوموړي شهرت یې زیات کړ او هغه یې د میساچوټس د والي تر چوکۍ ورساوه. انډریو د شپاړسم ولسمشر ابراهم لینکن د جګړې کلک نیوکه کونکی و او په هغه یې فشار راوست چې مریتوب له منځه یوسي. د جګړې په پای ته رسېدو د هغه سیاستونه معتدل شول او هغه د لېنکن د لومړي مرستیال، چې یو جنګي دیموکرات و او بیا اوولسم ولسمشر شو انډریو جانسن، د بیا رغونې د اجنډا ملاتړ وکړ.

انډریو په ۱۸۵۰ز لسیزه کې په میساچوسټس کې د " هیڅه نه دي معلوم " غورځنګ او د حکومت د الکولو د ممنوعیت قانون مخالفت وکړ او د دولت په استازولۍ یې د هوساک تونل (Hoosac Tunnel) د جوړولو پروژې مراقبت وکاوه. په ۱۸۶۵ز کال کې هغه د میساچوسټس ایالت د پولیسو د پنځونې قانون لاسلیک کړ، چې په ټول هېواد کې د خپلې نوعې د ایالاتي پولیسو لومړنی ځواک و.

د ژوند لومړني وختونه او حرفوي ژوند[سمول]

جان آلبیون انډریو د ۱۸۱۸ز کال د مې په ۳۱ نېټه په ویندم (اوسني مېن چې هغه وخت د میساچوسټس یوه برخه وه) کې وزېږېد، په څلورو اولادونو کې ترټولو مشر و. د هغه پلار جاناتان انډریو د میساچوسټ په باکسفورډ کې د لومړنیو اوسېدونکیو څخه د یوه له نسله و او په ویندم کې یې یو کوچنی خو بریالی تجارت پرمخ بېوه. د هغه مور نانسي ګرین پیرس د فرایبرګ په اکاډمۍ کې ښونکې وه. د انډریو پنځم غورنیکه جورج انډریو به ۱۶۳۷ز کال کې له انګلستانه د میساچوسټ، باکسفرډ ته را لېږدېدلی و چې د هغه په نسل کې لومړنی امریکا-زېږدی شخص و.   [۷][۸]

انډریو په پېل کې لومړنۍ زده کړې په کور او بیا د هغه ځای په  څو بورډینګ ښونځیو کې وکړې. په ۱۸۳۲ز کال کې د هغه د مور تر مړینې وروسته یې  ګورهم (Gorham) ته نږدې په ګورهم اکاډمۍ (Gorham Academy) کې زده کړې پېل کړې. د زلمیتوب په وخت کې یې په حافظه او عامه ویناوو دواړو کې خپله ځیرکتیا څرګنده کړه، کلیسایي خطبې به یې په یادو زده کولې او څرنګه چې یې اورېدلې وې په هغه سبک به یې بیرته ویلې. د نوي زلمیتوب په وخت کې هغه د ویلیم لوید ګارسیون او نورو، د مریتوب خلاف لیکنو سره اشنا شو. هغه په ۱۸۳۳ز کال کې په باوډین کالج کې شامل شو. که څه هم هغه ډېره مطالعه کوله او د نورو زده کونکو تر منځ یې ډېر محبوبیت درلود خو په علمي ډګر کې و نه ځلېده او په ټولګي کې یې درجه ټیټه وه.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۸۳۷ز کال کې له فراغته وروسته، انډریو له هنري ایچ فولر څخه د حقوقو د زده کړې لپاره بوستون ته لاړو چې وروسته دوی دواړه سره نږدې ملګري هم شول. هغه په ۱۸۴۰ز کې د وکالت په ازموینه کې بریالی شو او د وکالت په برخه کې یې عملي کار پېل کړ.[۱۳]

د مریتوب د مخالفت قانوني او سیاسي ملاتړکوونکی[سمول]

د وکالت په ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته انډریو د ویګ ګوند غړیتوب ترلاسه کړ او د مریتوب خلاف غورځنګ کې په فعاله توګه لاس په کار شو. هغه د یوه نظریاتي وېګ په توګه، د ۱۸۴۶ز کال د کانګرس په ټاکنو کې د "کاټن وېګ" رابرټ چارلس وینتروپ د ټاکل کېدو مخالفت وکړ، (د وروستني مخالفت پر بنسټ) د چارلز سامنر څخه یې د خپلواک نوماند په توګه ملاتړ وکړ. هغه د بوستون د لومړنۍ امنیتي کمېټې، په اجرایي کمیټه کې وګومارل شو، دا یوه د مریتوب خلاف په ۱۸۴۶ز کال کې تأسیس شوې اداره وه چې د تښتېدلو مریانو سره د مرستې لپاره ځانګړې شوې وه. انډریو په ۱۸۴۸ز کال کې د خپلواکې خاورې ګوند په رامنځته کولو کې ونډه واخیسته، د نوموړي ګوند بنسټیزه سیاسي موخه دا وه چې غربي سیمو ته د مریتوب غځېدلو مخنیوی وکړي. د خپلواکې خاورې ګوند ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره مارتین وېن برن وټاکه، هغه په ټاکنو کې دریم مقام تر لاسه کړ خو ګوند د ایالت په سطح تر یوه حده بریالی و، په ولسي جرګه او کانګرس کې یې چوکۍ ترلاسه کړې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

انډریو په ۱۸۴۷ز کال کې چې ۲۹ کلن و او د وکالت په برخه کې یې نوی کار پېل کړی و، د الیزابیت جېن هیرسي چې د هینګېم اوسېدونکې وه سره د مریتوب خلاف یو نندارتون کې ولیدل. دوی په همدې کال کوژده وکړه او د ۱۸۴۸ز کال د کریسمیس په شپه یې واده وکړ. هغوی څلور اولادونه درلودل: جان فورسټر (۱۸۵۰ز)، الیزابیت لورینګ (۱۸۵۲ز)، ایډیت (۱۸۵۴ز) او هینري هیرسي (۱۸۵۸ز).[۱۹][۲۰]

د بوستون امنیتي کمېټې، د ۱۸۵۰ز کال د تښتېدلو مریانو د فدرال قانون له تصویب کولو وروسته، ډېر نوي غړي جذب کړل، چې د تښتېدلو مریانو سره بېرته عادي ژوند ته په راګرځېدلو کې د مرستې لپاره یې د قانون اجراکوونکو مامورینو او د خپلواکو ایالاتو همدارنګه د ناخپلواکو ایالاتو اتباعو ته اړتیا لرله. انډریو د یوې فرعي کمېټې غړی و، چې د هغو وګړو قانوني دفاع یې کوله چې د تښتېدلو مریانو تور ورباندې و. هغه همدارنګه د "بیرډ کلب" په غونډو کې په منظمه توګه برخه اخیستله، دا یوه سیاسي ډله وه چې سوداګر فرانسیس برډ اداره کوله. د نوموړي کلَب غړي ترډېره د مریتوب مخالف د وېګ ګوند مخکني غړي وو، چې سمیول ګرېډ د " معمولي او غیرِ عملي جمهوري غوښتونکو" په توګه توصیف کړي دي.  د برډ کلب غړو هیله لرله چې په ۱۸۷۰ز لسیزه کې د هیواد د سیاسي چارو واک په لاس کې ولري. د انډریو سیاسي فعالیت له بل نقطهِ نظره خورا لږ و، ځکه چې هغه خپل مخ پر ودې حقوقي مسلکي فعالیتونو او کورنۍ ته یې چې په هینګام کې مېشته وه، خپل ډېر وخت وقف کړی و. تر ۱۸۵۵ز کال پورې د نوموړي مسلکي کار په کافې اندازه بریالی و، چې هغه د بوستون په چارلز سرک کې یو کور هم واخیست.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۸۵۴ز کال کې انډریو په شخصي توګه د تښتېدلي مریي انتونی برنس په ډېره شایع شوې قضیه کې ښکېل شو، په دغه قضیه کې انډریو د هغه سړي دفاع کوله چې له یوې کښتۍ څخه د برنس د راخلاصولو د هڅې په تور نیول شوی و، چې نوموړی په کې بندي و. د همدې کال د کانزاس-نبراسکا د قانون پر تصویب کولو (چې د ۱۸۲۰ز کال د میسوري روغې-جوړې په واسطه یې د مریتوب د پراختیا د مخنیوي هڅې ناکامې کړې) راپارېدنې، د خپلواکې خاورې ګوند ته نوی ژوند ور وباښه. هغه یو ځل په نارت کانټې محکمه کې د یو مختلط النژاد سړي چې په قتل تورن و، وړیا دفاع وکړه.[۲۵][۲۶][۲۷]

انډریو د ۱۸۵۴ز کال په ټاکنو کې د نوماندانو کنوانسیون د اداره کولو لپاره د یوې کمېټې د رئیس په توګه وګومارل شو. نوموړې جرګه په میساچوسټس کې د جمهوري غوښتنکي ګوند د لومړني سازمان د رامنځته کېدلو موجب شوه. له جمهوري غوښتنکې ګوند څخه د " هیڅه نه دي معلوم " غورځنګ ته د هینري ویلسن اوښتنې د جمهوري غوښتنکي ګوند بنسټ ضعیفه کړ او نوموړي غورځنګ په ایالاتي سطح لویه بریا ترلاسه کړه. جمهوري غوښتونکی ګوند په ۱۸۵۵ز کال کې په رسمیت وپېژندل شو خو څرنګه چې انډریو د ګوند په فعالیتونه کې لاس نه درلود، په نتیجه کې یې په ۱۸۵۷ز کال کې ناتانیل پرنټیس بانکس د لومړي جمهوري غوښتونکي والي په توګه وټاکل شو. هغه د مریتوب د مخالفینو په استازولۍ قانوني فعالیتونو ته ادامه ورکړه. [۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ House Divided ID: https://hd.housedivided.dickinson.edu/node/34923 — د نشر نېټه: ۱۵ اپرېل ۲۰۲۳ — سرليک: House Divided
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6b857gr — subject named as: John Albion Andrew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4816 — subject named as: John Albion Andrew — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/8648 — subject named as: John Albion Andrew — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=2614 — subject named as: John Albion Andrew — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ House Divided ID: https://hd.housedivided.dickinson.edu/node/46653 — د نشر نېټه: ۱۵ اپرېل ۲۰۲۳ — سرليک: House Divided
  7. Reno, p. 377
  8. The Life of John A. Andrew: Governor of Massachusetts, 1861-1865, Volume 1, by Henry Greenleaf Pearson pg. 1
  9. Pearson, pp. 1:7–9
  10. Pearson, pp. 1:10–12
  11. Pearson, p. 1:13
  12. Pearson, pp. 1:15–23
  13. Reno, p. 378
  14. Donald, pp. 144–149
  15. Pearson, pp. 1:43–45
  16. Pearson, p. 1:47
  17. Trent, pp. 158–159
  18. Earle, pp. 168–175
  19. Pearson, pp. 1:50–54
  20. Bay State Monthly
  21. Cumbler, p. 71
  22. Trent, p. 184
  23. Pearson, pp. 1:54–57
  24. Mohr, p. 3
  25. Pearson, p. 1:57
  26. Clarke, Wm. Horatio (1903). Mid-Century Memories of Dedham. Dedham Historical Society. د کتاب پاڼې 14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Earle, p. 182
  28. Pearson, pp. 1:61–63
  29. Pearson, pp. 1:65–67
  30. Pearson, pp. 1:64–65