جان آر. برینکلی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان آر. برینکلی
جان آر. برینکلی
جان آر. برینکلی

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Romulus Brinkley د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۸ جولای ۱۸۸۵[۱][۲]
مړینه 26 مې 1942 (57 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان رومولوس برینکلي (وروسته جان ریچارډ برینکلي؛ زوکړه: د ۱۸۸۵ زکال د جولای ۸ مه – مړینه: د ۱۹۴۲ زکال د مۍ ۲۶ مه) امریکايي کواک (یوناني طبیب) و. هغه د طبابت په برخه کې زده کړې نه لرلې او د خپل طبابت سند یې هم له یوه جعلي دیپلوم جوړونکي څخه ترلاسه کړی و. برینکلي وروسته له هغه د «وزو د غدو د ډاکټر» په نوم شهرت وموند کله یې چې انسان ته د وزو د خوټو په پیوند کولو سره ملي او نړیوال شهرت او همدارنګه پریمانه شتمنۍ ته لاسرسی وموند. په داسې حال کې چې برینکلي په پیل کې دغه چارې ته د نارینه و د جنسي کمزورتیا د درملنې په توګه تبلیغ وکړ، خو وروسته یې ادعا وکړه چې دغه طریقه د نارینه و د ګڼ شمېر ناروغیو پر وړاندې ژوند بخښونکې لار ده. برینکلي په څو ایالتونو کې کلینکونه او روغتونونه اداره کول او په داسې حال کې چې د هغه تخنیکونه د پراخې طبي ټولنې له خوا بې اعتباره وګڼل شول، خو وه یې کولای شول د دوه لسیزو لپاره طبابت ته دوام ورکړي. [۳]

نوموړی تر ډېره په ناڅاپي توګه د رسنیزو تبلیغاتو له مخکښانو څخه و چې دغه دوره یې د مکسیکو د بلسټر بارډر راډیویي چینل په جوړولو پیل کړه. [۴][۵]

په داسې حال کې چې په کانزاس او یو شمېر نورو ایالتونو کې ترې د طبابت جواز واخیستل شو؛ خو چلوټي کوونکی برینکلي لاهم په کانزاس او نورو ځایونو کې د سلګونو زرو تنو پام وړ څېره وه او د کانزاس ایالت د ولایت د څوکۍ لپاره یې دوه ځلې کمپاین وکړ چې یو یې بریا ته هم نږدې و. د برینکلي وروستی سقوط د هغه د شهرت او شتمنۍ د زیاتوالي د چټکټیا په کچه و. هغه د خپل مسلکي ژوند په اوج کې میلیونونه ډالر شتمني ځانته غونډه کړه، خو د ګڼ شمېر ناسمو معالجو، د ناسمو معالجو له امله د مړینو او همدارنګه د چلوټیو کولو له امله په غریب حالت کې ومړ. [۶]

لومړنی ژوند[سمول]

برینکلي د جان ریچارډ برینکلي زوی و چې په غره کې میشت بې وزله سړی و او په شمالي کارولینا کې یې په یو شمېر طبي چارو لاس پورې کاوه؛ هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د کنفدریشن په پوځ کې د ډاکټر په توګه خدمت وکړ. د مشر برینکلي لومړنی واده د قانوني سن د نه پوره کولو له امله لغو شو. بلوغ ته له رسېدو وروسته هغه څلور ځله واده وکړ خو هېڅ یوې مېرمن یې هم د ډېر مهال لپاره ژوند ونکړ. په ۱۸۷۰ زکال کې یې له سارا ټي. مینګوس سره واده وکړ. وروسته د مینګوس ۲۴ کلنې خورځې سارا کندیس برنټ د هغوی کور ته کډه وکړه. کورنۍ یې هغې ته د سالي نوم کاروه څو د دوه سارا ګانو ترمنځ توپیر وشي. سارا برنټ د برینکلي له پلار سره د نامشروع اړیکې وروسته د شمالي کارولینا د جکسون ښار په بټا ښارګوټي کې جان رومولوس برینکلي وزیږاوه او د خپل زوی نوم یې د هغه د پلار د نوم له مخې کېښود او رومولوس یې هم د دوه غبرګلونو د افسانې له مخې چې لیوه ورته شیدې ورکوي؛ د هغه په نوم کې ور زیات کړ. سارا برنټ هغه مهال چې برینکلي پنځه کلن و د سږو د پرسوب او تبرکلوز ناروغۍ له امله مړه شو. جان برینکلي او د هغې میرمن سارا تي «د سالي خاله» له دغه ماشوم سره د ختیځ لاپورت په نامه د همدغه ښار بلې سیمې ته چې توکاسیجي سیند ته څېرمه وه کډه شول. دغه مهال د دوی کورنۍ ډېرې لږ پیسې لرلې. [۴][۷]

جان ریچارډ برینکلي هغه مهال چې زوی یې لس کلن و ومړ. ځوان برینکلي د توکاسیجي سیمې یوه لرګین ښوونځي ته تله چې هر کال به یې د ژمي په دریو یا څلور میاشتو کې درسي پروګرام شتون درلود. په دغه ځای کې برینکلي له سالي مارګاریت وایک سره چې د دغه ښوونځي د مدیره پلاوي د یوه غړي لور وه او سربېره پر دې بډایه وه ولیدل. سالي تر ډېره پورې د ځوان برینکلي له ستونزو خوند اخیست. هغه مهال چې برینکلي ۱۳ کلن و د ښوونځي درسي پروګرام اوږد شو او بل غوره ښوونکي دوی ته په زده کړو ورکولو لاس پورې کړ. برینکلي په ۱۶ کلنۍ کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې او د سیمه ئیزو ښارو ترمنځ یې د پوستي لیکونو په وړو او همدارنګه له ټلګراف څخه د ګټنې په زده کولو پیل وکړ. له دې سره هغه هیله درلوده ډاکټر شي. [۸][۹]

کورنۍ او زده کړې[سمول]

د یو ټلګرافر په توګه برینکلي نیویارک ښار ته ولاړ څلو له ویسټرن یونین سره کار وکړي؛ وروسته له هغه نیوجرسي ته کډه شو څو د اوسپنې د پټلۍ له یوه شرکت سره دنده ترسره کړي. د ۱۹۰۶ زکال په وروستیو کې هغه د سالي د خاله کور ته وروسته له هغه راوګرځېد چې خبر شو ناروغه ده. نوموړې د ۱۹۰۶ زکال د ډسمبر په ۲۵ مه مړه شوه. له دې چارې وروسته ۲۲ کلنې سالي وایک چې له برینکلي یو کال مشره وه له هغه سره غمرازي وکړه. دوی دواړو د ۱۹۰۷ زکال د جنوري په ۲۷ مه د شمالي کارولینا په سیلوا کې واده وکړ. هغوی به لرې پرتو سیمو ته سفر کاوه او او ځانونه یې د کواکر ډاکټرانو په توګه معرفي کول؛ همدارنګه به یې په کلیوالي ښارونو د درملنې یوه ننداره جوړوله او بیا به یې د یوه درملو د اختراع حق ځانته خپل کاوه. د برینکلي بل ګام د ټنسي ناکسویل ته و چېرې چې هغه د ډاکټر بورک په نامه د بل کس د ښي مټ په توګه را څرګند شو چې د باز د جنسي وړتیا په نامه درمل (معجون) یې ورکول. [۱۰][۱۱]

په ۱۹۰۷ زکال کې برینکلي له خپلې مېرمنې سره په شیکاګو کې استوګن شو؛ چېرې چې دوی د نومبر په ۵ مه د خپلې لور وانډا مریون برینکلي زیږون ولمانځه. نوي پلار شوي برینکلي د بینیټ په هغه نامعتبر معتبر طبي کالج کې ځان شامل کړ چې تر ډېره یې ښوونیز میتود په نباتي درملو تمرکز درلود. برینکلي به د شپې پر مهال د ویسټرن یونین د ټلګرافر په توګه کار کاوه او د ورځې له خوا به یې په ټولګي کې برخه اخیسته؛ په داسې حال کې چې فیس، د کورنۍ لګښت او همدارنګه د سالی هوسونو دغه کورنۍ له مالي ستونزو سره مخ کړې وه. په ۱۹۰۸ زکال کې برینکلي خپل زوی چې یوازې درې ورځې ژوندی و، خښ کړ. [۱۲][۱۳][۱۴]

دغلته د زده کړو پر مهال برینکلي د غدو د ترشحاتو او همدارنګه د انسان د وجود پر سیسټم د هغو له اغېزو سره بلد شو. هغه هوډ وکړ چې دغه نوې څانګه به د هغه د مسلک له مخکې تلو سره مرسته وکړي. له دوه کاله زده کړو وروسته برینکلي د زیات پوروړي کېدو له امله د اوړي پر مهال په ویسټرن یونین کې خپل کار دوه شیفټه کړ؛ خو یوه ورځ کله چې کورته راغی وه یې لیدل ښځه او لور یې تللي. سالي له هغه د طلاق او د لور د نفقې غوښتنه ترې وکړه؛ له دوه میاشتو پیسو ورکولو وروسته برینکلي له هغې څخه خپله لور کاناډا ته وتښتوله. سالي برینکلي چې وه نشو کولای له کاناډا څخه د خپلې ماشومې د استرداد حکم ترلاسه کړي د خپلې او د خپلې لور لپاره یې د نفقې له غوښتنې انصراف وکړ او برینکلي ته یې اجازه وکړه څو له ماشومې سره بېرته شیکاګو ته راستون شي. دغې جوړه بېرته په ډېرو ستونزو لرلو له یو بل سره ځای شوه. [۱۵]

په ۱۹۱۱ زکال کې وړاندې له دې چې برینکلي د خپلو زده کړو دریم کال بشپړ کړي سالي بیاځلي هغه په داسې حال کې پرېښود چې د ۱۹۱۱ زکال د جولای په ۱۱ مه یې د ایرنا ماکسین برینکلي په نوم بله لور هم وزېږېده او په توکاسیجي کې خپل کور ته ستنه شوه. برینکلي شیکاګو د خپلو بیلونو په نه پرې کولو سره پرېښوده او شمالي کارولینا ته لاړ څو له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. دلته نوموړي د یو لیسانس ډاکټر په توګه په کار پیل وکړ خو د ځان ثابتولو په برخه کې پاتې راغی. هغه په فلوریډا او شمالي کارولینا کې بېلابېلو سیمو ته له خپلې کورنۍ سره کډه کوله او له یو ځای څخه به بل ځای ته تله. [۱۵]

محاکمه او مړینه[سمول]

په ۱۹۳۸ زکال کې د برینکلي پخواني دښمن موریس فیشبین د «معاصرو درواغجنو ډاکټرانو» تر عنوان لاندې دوه برخې لرونکې مقاله ولیکله چې په کې یې د برینکلي له مسلک څخه بشپړ انکار کړی و او همدارنګه یې د هغه مشکوک طبي اعتبار په کې څرګند کړی و. برینکلي د فیشبین له خوا په ځان باندې د تور لګولو له امله له هغه د ۲۵۰ زره ډالرو (په اوسني ارزښت ۴ میلیونه او ۸۱۰ زره ډالر کېږي) تاوان غوښتنې په موخه شکایت وکړ. د ۱۹۳۹ زکال په مارچ میاشت کې د دوی محکمه د تګزاس د قاضي ار. جې. مک میلان پر وړاندې پیل شوه. څو ورځې وروسته منصفه پلاوي فیشبین وموند او څرګنده یې کړه چې برینکلي باید د «یو شارلاتان او یا چلباز په معمولي معنی نه بلکې د هغو څخه په درک شوې معنی وپېژندل شي». منصفه پلاوي د برینکلي پر وړاندې د شکایتونو یوه لړۍ رامخکې کړه چې د ټولو شکایتونو تاوان د برینکلي لپاره په مجموعي ډول له ۳ میلیون ډالرو زیات کېده. همدارنګه دغه مهال د داخلي عوایدو ادارې پر هغه باندې د مالیاتي چلوټیو اړوند څېړنې پیل کړې. هغه په ۱۹۴۱ زکال کې د ځان د مالي غرق کېدو اعلان وکړ.[۱۶][۱۷][۱۸]

د مالي غرق کېدو څخه ډېر ژر وروسته د متحده ایالاتو پستي دفتر په هغه باندې د پستي چلوټیو اړوند څېړنې پیل کړې، خو برینکلي ناروغ شو او د وینې د ټیټ فشار له امله یې درې ځله د زړه سکته وکړه او یوه پښه یې هم پرې شوه. نوموړی د ۱۹۴۲ زکال د مۍ په ۲۶ مه په داسې حال کې چې هېڅ پیسې یې نه لرلې د زړه د سکتې له امله په سن انتونیو کې ومړ. [۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zw1zbx — subject named as: John R. Brinkley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. NCpedia ID: https://www.ncpedia.org/biography/brinkley-john-romulus — subject named as: John Romulus (Afterward Changed to Richard) Brinkley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: NCpedia
  3. "Goat Gland Doctor (1986)". Texas Archive of the Moving Image. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Lee, 2002, p. 2.
  5. (په June 7, 1942 باندې). Notes on the Late Dr. John R. Brinkley, Whom Radio Raised to a Certain Fame. New York Times.
  6. Wardlaw, Frank (1981). "The Goat-Gland Man". Southwest Review. 66 (2): 208. JSTOR 43469345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lee, 2002, pp. 3–4.
  8. Lee, 2002, p. 8.
  9. Lee, 2002, pp. 3–4.
  10. Lee, 2002, pp. 11–12.
  11. Brock, 2008, pp. 7-9
  12. Lee, 2002, pp. 17–19.
  13. Brock, 2008, p. 15.
  14. Lee, 2002, p. 13.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Lee, 2002, pp. 17–19.
  16. Brock, 2008, pp. 224-225
  17. Brock, 2008, pp. 231-233
  18. Brock, 2008, p. 264
  19. Loftiss, Neil. "Report of grave defacement". Memphis in Pictures - Facebook. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Wikimapia. "Brinkley Mansion in Del Rio". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Texas Historical Commission (2003). "Brinkley Mansion". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جون ۲۰۱۰. This site was once farmland irrigated by Del Rio's canal system. Construction on this house began in the early 1930s. In 1934, infamous "goat-gland doctor" John R. Brinkley and his wife, Minnie (Jones), bought the home, which exhibits elements of the Spanish eclectic style. The couple enlarged it and added elaborate water features on the grounds, complete with menagerie, flashing colored lights and loudspeakers connected to a pipe organ inside. Local residents often came to dance to the music and enjoy the light show at the local landmark, which the Brinkley family owned for 46 years. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)