ثمر اسلمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ثمر اسلمي د کندهار ولايت په مرکز کې زيږيدلې لمړنى او ثانوي زده کړې يې د کندهار د زرغونې انا په ليسه کې بشپړې کړي دي.

زده کړې

دوه کاله يې د کندهار په عالي دارلمعلمين کې د پښتو او انگليسي په رشته کې زده کړې کړي دي.

دندې

د ١٣٥٤ کال راهيسې د هيواد په بيلا بيلو ولايتونو کې د ښوونکې، سرښوونکې او د مديرې په توگه دندې تر سره کړي دي. د پوهنې وزارت، ښځو د چارو وزارت او نورو گڼو ادارو د ښو خدمتو له کبله يې ستاين ليکونه او مډال هم تر لاسه کړي دي. تاجکستان، ازبکستان، ايران، پاکستان، ترکمنستان او مسکو ته گڼ سفرونه کړي دي. ديرش کاله دمخه يې په شعر ويلو پيل کړى ده. شعرونه يې په مطبوعاتي ورځپاڼو کې چاپ شوي چې له بده مرغه ځينې شعري مجموعې يې دمنځه تللي دي.

چاپ شوي آثار

يو کتاب يې د ( تڼاکو مرغلرې) په نوم چې د لنډيو کتاب دى چاپ شوى .

ناچاپه اثار

د ( بيرته راستون شه ) شعري ټولگه د افغانستان د قلم ټولنې په زیار د چاپ لپاره تياره ده

اغلې ثمر اسلمي اوس له خپلې کورنۍ سره په لندن کې ژوند کوي.