تېڅو ناکامورا
| تېڅو ناکامورا | |
|---|---|
|
|
د تېڅو ناکامورا انځور
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۵ سېپتمبر ۱۹۴۶ فوکووکا، جاپان |
| مړینه | ۴ ډېسمبر ۲۰۱۹ (۷۳ کال کلن) جلال اباد، افغانستان |
| د مړینې لامل | د ګولۍ زخمونه |
| تابعیت | |
| نور نومونه | کاکا ناکامورا کاکا مراد |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | طبي ډاکټر |
| کاروونکې ژبه | جاپاني ژبه ، پښتو |
| جايزې | |
|
|
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | www.peshawar-pms.com |
| سمول |
|
تېڅو ناکامورا (جاپاني ژبه: 中村 哲 – انګلیسي: Tetsu Nakamura) یو جاپانی ډاکټر او د پېښور-کای په نامه د یوې جاپانۍ موسسې، چې په افغانستان کې طبي خدمات وړاندې کوي، مشر و. نوموړی په افغانستان کې د "کاکا ناکامورا" یا "کاکا مراد" په نامه مشهور و. کاکا مراد په سوله او نړیوال تفاهم کې د فیليپين رامن مګسېسې جایزه (Ramon Magsaysay Award) – چې د اسيا نوبل جایزه هم بلل کېږي – اخیستې وه.
پروژې
[سمول]جاپانی ال اصله ډاکټر ناکامو ناکاموا چې د ژوند په وروستی کال کې یې د ولسمشر غنی نه د افغانستان افتخاري تابیعت ترلاسه کړ په هیواد کې ګڼ شمیر پروژې پلې کړې. نوموړی چې د جاپانې موسیسې پي ام اس سره د رئیس په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کوه په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې ډیرې لوې پروژې پلې کړې. د کاکامورا له مهمو پروژو څخه په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو د کابو ۱۷۰۰ څاګانو کښل له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۰ م کال پورې د مروارید کانال چې په ګمبیري دښته کې سلګونه زره جریبه ځمکه خړوبوي جوړول وو. ددې ترڅنک ښاعلی ناکامورا په یاده دښته کې د باد د مخنیوی لپاره ۷ سوه زره ونې کینه ولې او همدارنګه یې په یاده سیمه کې د خلکو د تفریح کولو لپاره یو لوی پارک د کابو ۷۵ ډوله میوو فارم مسجد او داسې نور ګڼ شمیر کارونه وکړل.
