تکامل او کاتولیکه کلیسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاتولیکه کلیسا د خلقت یا د تکامل تیوري په اړه هیڅ رسمي دریځ نه لري، د کلیسا له خوا په ځینې رامنځته شوو پارامیترو کې وګړي ته د توحیدي تکامل یا لفظي پیدایښت باورۍ ځانګړتیاوې پریږدي. د کاتولیک کلیسا د مذهب (Catechism of the Catholic Church) په وینا:: هر معتقد ممکن په ریښتینې شپږو ورځو، ۲۴ ساعته موده کې یا لفظي یا ځانګړی جوړښت ومني، یا دوی ممکن دا باور ومني چې ځمکه د وخت په تیریدو سره د خدای تر لارښوونې لاندې رامنځته شوې ده. کاتولیک مذهب پردې باور دی چې خدای د هغه د تکامل پیدایښت پروسه پیل کړې او دوام یې ورکړی او دا چې ټول انسانان که په ځانګړي ډول پیدا شوي یا یې تکامل پيدا کړی، تل یې د هر فرد لپاره ځانګړي روحونه جوړ کړي او جوړوي.[۱]

په بیولوژي کې لومړنۍ مرستې د کاتولیکو ساینس پوهانو له خوا شوې، لکه: د اګسټینیني راهب ګریګور میندل. په ۱۸۵۹ ز کال کې د چارلس ډارون د ډولونو په اصل کې د کتاب خپرولو راهیسې، د تکامل تیوري په اړه د کاتولیکې کلیسا چلند ورو ورو اصلاح شوی. نږدې د یوې پیړۍ لپاره  د پاپ مقام (the papacy) د داروین تیوریو په اړه هیڅ د اعتبار وړ څرګندونې نه دي وړاندې کړې. د ۱۹۵۰ز کال د پاپ په ګرځند لیک (encyclical Humani generis) کې  پوپ پایوس XII تایید کړه چې د عیسویت او تکامل تیوري ترمنځ هیڅ داخلي شخړه نه شته، په دې شرط چې عیسویان باور ولري چې خدای ټول شیان پیدا کړي او دا چې انفرادي روح د خدای مستقیم پیدایښت دی او د خالص مادي ځواک محصول نه دی. نن ورځ کلیسا د توحیدي تکامل ملاتړ کوي چې د تکامل پیدایښت په نوم هم پیژندل کیږي، که څه هم کاتولیکان ازاد دي چې د تکامل تیوري په هیڅ برخه باور ونه کړي.[۲][۳]

په متحده ایالاتو او نوروهېوادونو کې کاتولیک ښوونځي د ساینس نصاب د یوې برخې په توګه تکامل تدریس کوي. دوی دا حقیقت تدریس کوۍ چې تکامل واقع کیږي او د عصري تکامل جوړښت چې ساینسي تیوري ده، دا تشریح کوي  چېڅنګه تکامل پرمخ ځي.

د تکامل تیوري کې لومړنۍ ونډې[سمول]

د تکامل تیوري پراختیا لپاره د کاتولیکانو په ونډو کې د اګستینی راهب ګریګور میندل (۱۸۲۲-۱۸۸۴ ز) نظرونه شامل وو. میندل په  ۱۸۸۳ ز کال کې د برنو اګسټیني خانقاه ته ننوت، مګر د اولموتز فلسفي انسټیټیوټ او د ویانا پوهنتون کې د ساینس پوه په توګه هم روزل شوی دی. د برنو خانقاه د پراخ کتابتون او د ساینسي څیړنې له دود سره سم، د بورسونو مرکزؤ. په خانقاه کې  میندل د نخودو بوټو ارثي ځانګړتیاوو په اړه له اوږدمهاله مطالعې وروسته د وراثت علم اساس وموند، که څه هم د بوټي هایبرایډیزشن په اړه د هغه مقاله چې په  ۱۸۶۶ ز کال کې خپره شوې وه، د راتلونکې پیړۍ تر پیل پورې په پراخه کچه له پامه غورځول شوې وه. هغه د پیښې تشریح کولو لپاره ریاضياتي فورمولونه رامنځته کړل او په نورو بوټو کې یې پایلې تایید کړې. چیرې چې د داروین تیوریو د نسلونو په اوږدو کې د نوعو ښه والي لپاره میکانیزم وړاندیز کړی، د میندل لیدنو داسې توضیحات وړاندې کړل چې څنګه یوه نوی ډول په خپله راپورته کیدی شي. که څه هم داروین او میندل هیڅکله همکاري نه ده کړې، دوی د یو بل له کار څخه خبر وو (داروین د ویلحم اولبرز فوکي یوه مقاله ولوستله چې په پراخه کچه یې په کې میندل ته اشاره کړې وه). بیل برایسن لیکي چې "پرته له دې چې پوه شو، داروین او میندل په شلمه پیړۍ کې د ژوند د ټولو علومو بنسټ کیښود. ډارون ولیدل چې ټول ژوندي شیان سره تړلي دي، چې په نهایت کې دوی خپل نسب یوې واحدې او عامې سرچینې ته کش کوي. د میندل کار داسې میکانیزم چمتو کړ، څو تشریح کړي چې دا څنګه پیښ کیدی شي " بیولوژي پوه جي بي اس هیلډین او نورو د داروین د تکامل اصول او د میندلي د وراثت اصول سره يوځای کړل، څو د وراثت علم ساحه رامنځته کړي چې د عصري تکامل جوړښت په نوم پیژندل کیږي.[۴][۵][۶][۷]

د ځمکې د عمر په اړه د پوهاوي بدلون او د فوسیل ریکارډونو د تکامل تیوري په وده کې مرسته وکړه. ډنمارکي ساینس پوه نیکولاس سټینو (۱۶۳۸-۱۶۸۶ ز) کړنه، چې کاتولیک مذهب ته واوښت او د کلیسا مشر شو، د جیولوژي ساینس رامنځته کولو کې  یې مرسته وکړه، چې د ځمکې عمر د معاصرې علمي کچې لامل شوه. [۸]

د چارلس داروین تیوریو ته لومړنی غبرګون[سمول]

د تکامل په اړه د کاتولیک اندېښنه تل په پراخه کچه د انساني ډولونو اصلیت لپاره د تکامل تیوري اغېز سره تړلې ده؛ حتی تر۱۸۵۹  زکال پورې، د پیدایښت کتاب Book of Genesis لفظي لوستل له اوږدې مودې راهیسې په جیولوژي او نورو برخو کې د پرمختګونو له امله زیانمن شوی وو. د کلیسا هېڅ لوړ پوړي اعلان په تکامل تیوري باندې مستقیماً برید نه دی کړی څرنګه چې په غیر انساني ډولونو باندې تطبیق کیږي  که څه هم د کلیسا یو مشر ګریګوریو چی یو نارانجو د هغه علمي کار لپاره چې له داروین او لامارک څخه دفاع کوله، تکفیر شو.   [۹][۱۰][۱۱] 

ان د معاصر علمي میتود له پراختیا دمخه، کاتولیک دین پوه د انجیل متن ته اجازه ورکړې وه چې د لفظي پرځای په تمثيلي بڼه ولوستل شي، چې دا د هغه څه سره مخالفت ښیي چې د ساینس یا دلیل له مخې رامنځته کیدای شي. په دې توګه کاتولیکیزم وکولای شول چې د علمي کشف په رڼا کې د مقدس کتاب په اړه خپله پوهه ښه کړي. د کلیسا لومړنیو پلرونو په منځ کې په دې اړه بحث وو چې ایا خدای نړۍ په شپږو ورځو کې رامنځته کړې، څرنګه چې د سکندریې کلیمنټ Clement of Alexandria  ښوونه کړې، یا په یوه شېبه کې لکه څنګه چې د اګسټین له خوا بیان شوي او د Genesis لفظي تفسیر معمولا په منځنۍ دوره کې او وروسته په پام کې نیول شوی و، تر هغه چې دا په ۱۹ پیړۍ کې د ډیری جیولوژي پوهانو له خوا د یونیفورمیتریزم uniformitarianism (خورا ډیر د وخت چوکاټونو) په ګټه رد شو. په هرحال، عصري لفظي پيدایښت باوري د کلیسا لوړو کچو کې لږ ملاتړ درلود.     [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

کاتولیک کلیسا د څولسیزو لپاره د داروین د ډولونو اصل په اړه رسمي څرګندونې وځنډولې. په داسې حال کې چې د ځایي روحانیونو له خوا ډیر دښمنانه نظرونه ورکړل شوي و، د ډولونو اصل هیڅکله په لیبروم بندیز شاخص (Index Librorum Prohibitorum) کې ځای پر ځای نه شو؛ برعکس، د هنري برګسن (Henri Bergson) غیر دارویني خلاق تکامل (۱۹۰۷) له ز۱۹۴۸  ز کال څخه په انډیکس کې و، تر هغې چې انډکس په ۱۹۶۶  ز کال کې لغوه شو. په هرحال، یو شمېر کاتولیک لیکوالانو داسې اثرونه خپاره کړل چې مشخص کول يې د تکامل تیوري او کاتولیک دین پوهه څنګه پخلا کیدای شي. د واتیکان چارواکو سره د یو ډول ستونزو سره مخامخ شول. د ساینس تاریخ پوه او دین پوه بیري بروندل (Barry Brundell) په وینا: "دین پوهانو او تاریخ پوهانو تل د روم ظاهري ناڅرګند غبرګون د راتلو سره مخامخ شوي؛ چارواکي په ښکاره ډول د "عیسوي شوي ارتکا" له تبلیغ څخه ناخوښه وو؛ مګر داسې بریښي چې دوی نه غوښتل یا و نه توانیدل، په مستقیم ډول او په عامه توګه ووایي." ایچ ایل مینکن (H.L. Mencken) دې پایلې ته ورسید چې:   [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱] 

[د کاتولیکانو ګټه] په ساده حقیقت کې پرته ده چې دوی د تکامل لپاره یا د هغه په مقابل کې پریکړې کولو ته اړتیا نه لري. چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي له همدې امله دا په وجدان هیڅ بار نه اچوي، او ممکن په ريښتينې توګه او له تعصب پرته ورباندې بحث وشي. البته یو ځانګړی احتیاط اړین دی. زه وایم چې چارواکو خبرې نه دي کړې، په هرحال، ممکن دوی سبا خبرې وکړي او له همدې امله هوښیار سړی خپل ګام په یاد ساتي. مګر په ورته وخت کې د هغه د مخنیوي لپاره هېڅ شی نشته، څو ټول موجود حقیقتونه وڅیړي او حتی د دوی په ملاتړ یا د دوی پر وړاندې دلیلونه وړاندې کوي - تر هغه چې دا دلیلونه د عقیدوي تعصب په توګه نه وړاندې کیږي.         [۲۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Richard P. McBrien (1995). The HarperCollins Encyclopædia of Catholicism. HarperCollins. د کتاب پاڼې 771. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780006279310. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. From this most primitive form of life, the کينډۍ:Sicguided process of evolution by natural selection brought about higher life forms. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په August 27, 2010 باندې). Catholics and the Evolving Cosmos.
  3. "Evolutionary Creation" (PDF). University of Alberta. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۰۷. Evolutionary creation best describes the official position of the Roman Catholic Church, though it is often referred to in this tradition as 'theistic evolution.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bill Bryson; A Short History of Nearly Everything; Black Swan; 2004; p.474
  5. Biography of Mendel at the Mendel Museum Archived 2013-03-23 at the Wayback Machine.; "Mendel, Mendelism and Genetics". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Bill Bryson; A Short History of Nearly Everything; Black Swan; 2004; p.474-476
  7. Bill Bryson; A Short History of Nearly Everything; Black Swan; 2004; p.300
  8. "Nicholas Steno". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. O'Leary, 7–15; Harrison, section "The Defence: Fr. Domenichelli"; Brundell, 84
  10. Harrison, especially Conclusion section 2
  11. White, Andrew Dickson (1993). A history of the warfare of science with theology in Christendom (2 Volume Set). د کتاب نړيواله کره شمېره 0879758260. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Super User. "Catholic Education Resource Center". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "THE CONTEMPORARY RELEVANCE OF AUGUSTINE". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Clement of Alexandria, Stromata Book VI, "For the creation of the world was concluded in six days" http://www.newadvent.org/fathers/02106.htm
  15. Teske, Roland J. (1999). "Genesi ad litteram liber imperfectus, De". Augustine Through the Ages: An Encyclopedia. Ed. Allan D. Fitzgerald. Wm. B. Eerdmans Publishing. 377–378. ISBN 978-0-8028-3843-8. 
  16. Hongzhen, Wang (1997). Comparative Planetology, Geological Education & History of Geosciences. Boston: Brill Academic Publishers. د کتاب پاڼې 262. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-6764-254-1. Uniformitarianism has dominated geological thinking since Lyell's time الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Brundell, 86-87
  18. Rafael Martinez, professor of the philosophy of science at the Santa Croce Pontifical University in Rome, in a speech reported on Catholic Ireland net Archived 2009-06-07 at the Wayback Machine. Accessed May 26, 2009
  19. 1948 Index listing Archived 2015-09-01 at the Wayback Machine.—for some reason the date of publication is given as 1914 not 1907
  20. The six leading examples are the subject of Artigas's book. Apart from Léroy, Zahm and Bonomelli, discussed below, there were St. George Jackson Mivart, the English Bishop John Hedley, and Raffaello Caverni. Each of these has a chapter in Artigas, and is also covered by Brundell.
  21. Brundell, 81
  22. The Vatican's View of Evolution: The Story of Two Popes Archived 2009-02-21 at the Wayback Machine. by Doug Linder (2004) citing H. L. Mencken on Religion by S. T. Joshi (2002), p. 163