تکاملي ایکولوژي
تکاملي ایکولوژي د تکاملي بیولوژي او ایکولوژي پر تقاطع پرته ده. چې د ډولونو د تکاملي ایکولوژي د تاریخچې او د دوی تر منځ د ملاحظې وړ متقابل عمل له مطالعې څخه په صراحت سره بحث کوي. په معکوس ډول کېدی شي تر څېړنې لاندې ډولونو تر منځ د تکامل د مطالعې لپاره د یو اصل په توګه په پام کې ونیول شي. د ژوند د تاریخ تکامل، ټولنیزه بیولوژي (د ټولنیز تکامل چلند)، د ډولونو تر منځ د متقابل عمل تکامل (لکه همکاري، د ښکارکوونکي او ښکار تر منځ دوه اړخیزې اغېزې، پرازیتيزم/parasitism او مچولیزم mutualism)، د حیاتي تنوع او ایکولوژيکو ټولنو تکامل د تکاملي ایکولوژی اصلي لاندې/سب څانګې دي.
تکاملي ایکولوژي په ځانګړي ډول دوه شیان په پام کې نیسي: دا چې د ډولونو تر منځ او له نورو ډولونو سره او د دوی له فزیکي چاپېریال سره دوه اړخیزې اړیکې څه ډول د طبعي ټاکنې، توافق او د تکاملي بدلون د ترلاسه شویو پایلو له لارې رامنځته کېږي.
تکاملي موډلونه
[سمول]د تکاملي ایکولوژي لویه برخه د تجربي معلوماتو د اثبات په اړه د موډلونو کارول دي. د مثال په ډول د لاګ کلچ سایز موډل / Lack clutch sizچې د ډېوېډ لاک (David Lack) له خوا د ګالپاګوس (Galapagos) په ټاپوګانو کې د داروین د فېنچونو/ Darwin's finches (یو ډول الوتونکي) د مطالعې پرمهال رامنځته شوی. د لاک مطالعې د داروين د فېنچونو په اړه د ډولونو په رامنځته کېدو کې د بېلابېلو ایکولوژیکو فکتورونو د تجزیې په برخه کې ډېر اړین رول درلود. د جي اېف ګاس/ G.F. Gause د ادعا پر بنسټ لاک وړاندیز کوي چې دوه ډولونه، نه شي کولی په ورته ځای کې ځای ونیسي. [۱][۲]
ریچارډ لیوېنس (Richard Levins) په ۱۹۶۸ کې د ډولونو د تخصص په اړه خپل تیوري معرفي کړ، چې په متفاوت چاپېریال کې یې د تخصصي تکامل څرنګوالی د یو یا څو ډولونو د بدني ښکلا د ټولګو له کارولو سره وارزاوه. یاد موډل د فضايي مقیاس مفهوم ته په ځانګړو چاپېریالونو کې پراختیا ورکړه او د نرمې دانې او زيږې دانې فضايي مقیاسونه یې روښانه کړل. په یو ځانګړي چاپېریال کې د ډولونو پر تنوع د فضايي مقیاسونو له څرنګوالي څخه د ایکولوژستانو پراخ او چټک درک د دغه موډل له اغېزو څخه دی. [۳][۴]
بل موډل د لا او ډېکمن (Law and Diekmann's) موډل دی چې په ۱۹۹۶ کې د مچولیزم/ متقابلو اغیزو په هکله رامنځته شو. چې د دوو موجوداتو تر منځ دوه اړخېزه اړیکه تعریفوي چې په انفرادي توګه د دواړو په ګټه ده. لا او ډېکمن د تطبیقي ډینامیک په نوم یو کارچوکاټ جوړ کړ، چې فرضاً په حیواني یا نباتي نفوسونو کې بدلونونه د ګډوډۍ یا د میوټېشنونو تر چټکتیا د چټک نرخ د نشتوالي په ځواب کې پېښېږي. موخه یې د نورو موډولونو ساده کول دي چې د ټولونو تر منځ اړیکې څرکندوي.[۵][۶]
د پېچلي طبیعت موډل
[سمول]د پېچلي طبیعت موډل د تکاملي ایکولوژي د بهیرونو دڅرګندولو او وړاندوینو لپاره بېلابېل میتودنه وړاندې کوي. دا موډل په یو نفوس کې د یو مستعد فرد میوټېشنونه او همداراز نور لامولونه لکه د انقراض/ورکېدنې نرخ تجزیه کوي. دا موډل په 2002 کال کې د لندن په شاهنشاهي پوهنتون کې د سیمون لارېډ (Simon Laird), دانیال لاوسون (Daniel Lawson) او هېنرېک جېل ټوفت جینسن (Henrik Jeldtoft Jensen) له خوا رامنځته شو. د یاد موډل موخه د کتنې/مشاهدې پر بنسټ د یو ساده او منطقي ایکولوژیک موډل رامنځته کول وو. موډل داسې طرحه شوی چې په یو نفوس کې د بڼې او تناسب د تعینولو پر مهال ایکولوژیکي اثرات په پام کې نیول کېدی شي.[۷]
ایکولوژیکي جنتیک
[سمول]ایکولوژیک جنتیک په طبعي نفوس کې د اوصافو د رامنځته کېدلو د څرنګوالي د مطالعې له لارې له تکاملي ایکولوژي سره غوټه دی. ایکولوژستان په دې اړه اندېښمن دي چې څه ډول چاپېریال او ټاکلی وخت د جینونو د غالب والي لامل کېږي. ژوندي موجودات په طبعي چاپېریال کې د خپلې بقا لپاره باید دوامداره توافق وکړي. جینونو دا مشخصوي چې کوم موجود به ژوندی پاتې شي او کوم به مړ شي. کله چې ژوندي موجودات بېلابېلې جنیتکي وېرایشنونه/ variations رامنځته کړي حتا که یې له یو ډول څخه سرچینه اخیستې وي دې حالت ته څو بڼه والی/ پولي مورفیزم (polymorphism) وایي. هغه ژوندي موجودات چې ګټور جینونه لېږدوي د خپلو ډولونو تکامل ته دوام ورکوي چې په خپل ځای کې د ننه له ګټې څخه برخمن وي.[۸][۹]
تکاملي ایکولوژستان
[سمول]چارلس دارین
[سمول]د تکاملي ایکولوژۍ د اصولو اصلي بنسټ له ۱۸۰۹ څخه تر ۱۸۸۲ پورې له چارلس داروین سره تړلی شو. په ځانګړې ډول د طبعي ټاکنې او د نفوس ډینامیک په اړه د هغه تیوري/نظریې ته پام سره، چې د وخت په تېرېدو سره د یو ډول په نفوس کې د بدلون له څرنګوالي څخه بحث کوي. په هاوارډ پوهنتون کې د زولوژي پروفیسور ارنېسټ مایر (Ernst Mayr) په وینا د تکاملي بیولوژي او ایکولوژي په برخه کې د داروین هلې ځلې په لاندې ډول تشرېح شوې: «لومړی موضوع د ډولونو نه پايښت یا خپله له تکامل څخه مدرن خیال دی. دویم، د تکامل مفهوم هغه څانګه ده چې د ژوندیو موجوداتو د ټولو ډولونو پر ګډ نسب دلالت کوي چې ټول ژوندي موجودات له یوې بې سارې سرچينې څخه رامنځته شوي.» پر دې سربېره داروین وویل چې « تکامل باید ورو ورو وي، پرته له کومې لویې وقفې یا دمې. په پای کې هغه داسې استدلال وکړ چې د تکامل میکانیزم طبعي ټاکنه ده.» [۱۰][۱۱][۱۲]
جورج اېوېلین هاچېنسون
[سمول]د ایکولوژي په برخه کې د جورج اېوېلین هاچېنسون (Hutchinson) هلوځلو له ۱۹۰۳ څخه تر ۱۹۹۱ پورې له ۶۰ کلونو څخه زیات دوام وکړ، چې د سیستمي ایکولوژي، د وړانګو ایکولوژي، لېمنولوژي (د اوبو اړوند مطالعات) او اېنتومولوژي (د حشراتو پېژندنه) په برخه کې یې د پاموړ اغېز درلود. هاچېنسون (Hutchinson) د سټېفن جې ګولډ (Stephen Jay Gould) له خوا د مدرنې ایکولوژۍ د پلار په توګه یاد شوی، هغه لومړنی پوه و چې د ایکولوژي او ریاضیاتو د علم تر منځ يې اړیکه جوړه کړه. د هاچېنسون په وینا «هغه د نفوس ایکولوژۍ په دې تخنیکي پيلامه کې د نفوس ریاضیکي موډلونه، په بېلابېلو عمرونو کې د افرادو لپاره متغیر نسبتونه، د زېږېدلو کچه، ایکولوژيکي ځای او په نفوس کې دوهاړخيزې اغېزې رامنځته کړې». هغه همداراز د لېمېنولوژۍ سره خوارا علاقه لرله، د هغه د باور له مخې جهیلونه د چلند په سیستم کې د بصیرت وړاندې کوونکي کوچني مایکروکوزم/ microcosm (ساده مصنوعي ایکوسیستمونه) په ټوګه مطالعه کېدی شي. هاچېنسون په ایکولوژي کې د ناڅاپي دایروي سیستمونو (Circular Casual Systems in Ecology) له کارولو سره هم پېژندل کېده، چې په هغه کې دی داسې وايي چې «د ژوندیو موجوداتو ځینې ډلې ښايي د خپل چاپېریال تر اغېزو لاندې راشي او ښايي د هغه پر وړاندې غبرګون وښيي. که چېرې د ځانګړنو یوه ټولګه د دوي په سیستم کې په داسې ډول بدلون ومومي چې د لومړي سیستم عملکرد په دويم سیستم کې بدلون وکړي، ښايي د دويم سیستم په ځانګړونو کې د بدلون لامل شي چې په لومړي سیستم کې د دویم سیستم د عملکرد موډ/حالت بدلوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
رابرټ مک اورټر
[سمول]رابرټ مک اورټر له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۷۲ پورې د تکاملي ایکولوژي په برخه کې د خپل کار لپاره چې د حیاتي جغرافیې د ټاپو تیوري (The Theory of Island Biogeography,) په نوم یادیږي خورا مشهور دی. په یاد تیوري کې هغه او د هغه مرستیال لیکوال داسې وړاندیز کوي«په هره ټاپو کې د ډولونو شمېر د نرخ ترمنځ تعادل منعکسوي چې کوم نوي ډولونه به هغه مستعمره کړي او د تثبیت شویو ډولونو د ورکېدنې/انقراض چټکتیا ښيي» [۱۸]
ایرېک پیناک
[سمول]د تکزاس پوهنتون په وینا ایرېک پيناک (Eric Pianka) له ۱۹۳۹ څخه تر دې مهاله پر تکاملي ایکولوژي کار کړی چې د خوړو (واښه) د پلټنې ستراتيژۍ، د تکثر/بارورۍ تخنیکونه، سیالي/رقابت او د ځای تیوري، ټولنیزسازمان او جوړښت، د ډولونو ترمنځ تنوع او د نادروالي پوهه په کې شامل دي. پيناک همداراز د څرموښکيو سره د لېوالتیا له امله هم مشهور و چې غوښتل يې ایکولوژيکي پېښې وڅېړي، هغه داسې ادعا کړې چې « دوی تر ډېره په خورا لوړه کچه شته دي چې د دوی نیول، پیدا کول او کتل یې نسبتاً اسان کړي».[۱۹][۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ Morozov, Andrew (2013-12-06). "Modelling biological evolution: recent progress, current challenges and future direction". Interface Focus. 3 (6): 20130054. doi:10.1098/rsfs.2013.0054. ISSN 2042-8898. PMC 3915852.
- ↑ "Lack, David Lambert." Complete Dictionary of Scientific Biography, vol. 17, Charles Scribner's Sons, 2008, pp. 521–523. Gale Virtual Reference Library, go.galegroup.com/ps/i.do?p=GVRL&sw=w&u=tusc49521&v=2.1&id=GALE%7CCX2830905204&it=r&asid=f73ad736d17e749682f6a72c03aeca54. Accessed 10 Nov. 2017.
- ↑ Brown, Joel S., and Noel B. Pavlovic. “Evolution in heterogeneous environments: Effects of migration on habitat specialization.” Evolutionary Ecology, vol. 6, no. 5, 1992, pp. 360–382. doi:10.1007/bf02270698.
- ↑ Hart, Simon P., et al. “The spatial scales of species coexistence.” Nature Ecology & Evolution, vol. 1, no. 8, 2017, pp. 1066–1073. doi:10.1038/s41559-017-0230-7
- ↑ Bronstein, Judith. “Mutualisms and Symbioses.” Oxford Bibliographies, 20 Nov 2017, www.oxfordbibliographies.com/view/document/obo-9780199830060/obo-9780199830060-0006.xml.
- ↑ Akçay, Erol. (2015). Evolutionary models of mutualism. In J. L. Bronstein (Ed.), Mutualism (pp. 57–76). New York, NY: Oxford University Press.
- ↑ Laird, Simon (2008), "The Tangled Nature Model of Evolutionary Ecology: An Overview", Mathematical Modeling of Biological Systems, II: 49–62, doi:10.1007/978-0-8176-4556-4_5, ISBN 978-0-8176-4555-7, S2CID 27173854
- ↑ "Ecological Genetics". Wiley. September 2016. بياځلي په November 4, 2017.
- ↑ "Polymorphism". biology online. December 6, 2008. بياځلي په November 4, 2017.
- ↑ "Population Dynamics | e-cology". sites.nicholas.duke.edu (in American English). بياځلي په 2017-12-08.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Mayr, Ernst. "Darwin's Influence on Modern Thought". Scientific American (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 2019-02-13. بياځلي په 2017-12-08.
- ↑ Mayr, Ernst. "Darwin's Influence on Modern Thought". Scientific American (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 2019-02-13. بياځلي په 2017-12-08.
- ↑ Slobodkin, L.B. (1993). "An Appreciation: George Evelyn Hutchinson". Journal of Animal Ecology. 62 (2): 390–394. doi:10.2307/5370. JSTOR 5370.
- ↑ Slobodkin, L.B. (1993). "An Appreciation: George Evelyn Hutchinson". Journal of Animal Ecology. 62 (2): 390–394. doi:10.2307/5370. JSTOR 5370.
- ↑ 1943-, Rockwood, Larry L. (2006). Introduction to population ecology. Malden, MA: Blackwell Pub. ISBN 9781405132633. OCLC 60322007.
{{cite book}}
:|last=
has numeric name (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Hyland, Callen (Summer 2011). "The Art of Ecology, Writings of G. Evelyn Hutchinson". The Yale Journal of Biology and Medicine. 84 (2): 175–176. ISSN 0044-0086. PMC 3117418.
- ↑ Hutchinson, G. Evelyn (1948-10-01). "Circular Causal Systems in Ecology". Annals of the New York Academy of Sciences (in انګليسي). 50 (4): 221–246. Bibcode:1948NYASA..50..221H. doi:10.1111/j.1749-6632.1948.tb39854.x. ISSN 1749-6632. PMID 18886382. S2CID 29091812.
- ↑ "Island Biogeography". web.stanford.edu. بياځلي په 2017-12-08.
- ↑ "Eric Pianka's Contributions to Ecology". www.zo.utexas.edu. بياځلي په 2017-12-08.
- ↑ "Eric Pianka's Contributions to Ecology". www.zo.utexas.edu. بياځلي په 2017-12-08.