تيودور پارکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تيودور پارکر
تيودور پارکر
تيودور پارکر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ اگسټ ۱۸۱۰[۱][۲][۳][۴]
مړینه 10 مې 1860 (50 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فلورانس   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل نری رنځ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت نری رنځ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک دينپوهنه
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
تيودور پارکر
تيودور پارکر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تيودور پارکر (۱۸۱۰ ز کال، ۲۴، می – ۱۸۶۰ ز کال، ۱۰، می) د توحيدپال يا “Unitarian” کليسا د غوره يا له مقرراتو څخه د پورته خوځښت يو پلوی امريکايي “transcendentalist” او د بيارغونې وزير و. د یو سمون پال او د غلامۍ له منځه وړونکي په توګه به يې ويناوې او نامتو نقلونه وروسته د ابراهم لينکلن “Abraham Lincoln” او مارتين لوتر کېنګ “Martin Luther King” له لورې ويناوو ته الهام ورکړي.

د ژوند لومړي وختونه، ۱۸۱۰ ز کال – ۱۸۲۹ ز کال[سمول]

پارکر د ماساچوسيتس په ليکزينګتن “Lexington, Massachusetts” کې زېږېدلی دی، چې د يوې لویې کروندګرې کورنۍ تر ټولو کوچنی ماشوم و. پلرنی نيکه يې جان پارکر و، چې د ليکزينګټن په جګړه کې د همدې سيمې د ملېشې مشر و. د پارکر د استعماري “Yankee” نيکونو له ډلې يو هم توماس هاسټينګز “Thomas Hastings” او توماس پارکر “Thomas Parker” وو، چې هسټينګز د انګلېنډ د ختيځې انګليا “East Anglia” سيمې څخه په ۱۶۳۴ ز کال کې د ماساچوسيتس خليج مستعمرې “Massachusetts Bay Colony” ته راغی او توماس پارکر په ۱۶۳۵ ز کال انګلېنډ ته راغی او د “Reading” له بنسټ ايښودونکو څخه و. [۶][۷][۸][۹]

د تيودور د کورنۍ ډېری غړي د نوموړي د ۲۷ کلنۍ پر مهال مړه شوي دي، چې ښايي د نري رنځ يا توبرکلوز له امله وو. د يوولس ورونو او خويندو له ډلې يوازې پينځه يې پاتې شول، چې د تيودور په ګډون دوه ورونه او درې خويندې وې. د نوموړي مور چې د احساس له مخې ورته نږدې و، هغه مهال مړه شوه، چې تيودور اوه کلن و. پارکر دې وېرجنو پېښو ته هغه څه ته د ورښويېدنې د مخنيوي او «د روح د پايښت» يا تل پاتې ژوند په واسطه ځواب ووايه، چې نوموړي «د اوښکو دره» ونوموله؛ د دې پر ځای يې پر نورو پېښو او غوښتنو باندې تمرکز وکړ، چې وروسته همدا د نوموړي د دين پوهنې نښه وه. [۱۰][۱۱]

د يو ځوان په توګه د پارکر څرګندونې يا تشرېحات نوموړی د «اومه يا خام» او توند، احساساتي او شاعرانه، پاک زړي يا رښتيني، «تېرايستونکي»، رذيل، بې ثباته، ځيرک يا ټوکمار او چابکه په توګه يادوي. نوموړی په علومو کې غوره و او د هېواد د ښوونځيو او شخصي مطالعې له لارې يې لومړنۍ زده کړې ترلاسه کړې. هغه مهال چې د کروندې له کارونو څخه به اوزګار شو، اوږدمهاله او تر ناوخته پورې به يې زده کړه کوله، خپل ځان ته يې رياضي، لاتين او نورې موضوعګانې تدريس کولې. د اوه لس کلنۍ په عمر يې په ځايي ښوونځيو کې تدريس پيل کړ. په پرمختللو او مسلکي یا ځانګړو مضامينو کې يې د ځان او شخصي زده کوونکو تدريس ته دوام ورکړ. د ګورشوم مينډيس سيکزاس “Gershom Mendes Seixas” او حنا مانويل “Hannah Manuel” له زوی جوشوا سيکزاس “Joshua Seixas” څخه يې عبراني ژبه ياده کړه، چې ښايي په پټه عيسويت ته په اوښتون کې تعميد شوی وي. پارکز د يو څه مودې لپاره د کنورس فرانسيس “Convers Frances” تر لارښوونې لاندې زده کړې وکړې، چې وروسته يې عيسوي ملا په توګه د پارکر د ټاکلو دود کې وعظ وکړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پوهنځی او د الوهيت ښوونځی ۱۸۳۰ ز کال – ۱۸۳۶ ز کال[سمول]

پارکر په ۱۸۳۰ ز کال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر هاروارډ پوهنځي کې د نوم ليکنې په موخه له ليکزينګټن څخه کمبريج ته لس ميله پياده سفر وکړ. هغه ومنل شو، مګر د زده کړو فيس يا پيسې يې نه شوې ورکولی، چې د همدې له امله يې په کور کې ژوند او زده کړې وکړې، د خپل پلار په کرونده کې يې کار کولو ته دوام ورکړ او يوازې د ازموينو لپاره به له خپلو ټولګيوالو سره يو ځای کېده. هغه د يادې خبرونې له مخې د دې توانايي درلوده، چې په يو کال کې د درې کالونو زده کړې بشپړې کړي. وروسته يې د ښوونکي په توګه بېلابېلې دندې تر لاسه کړې، له ۱۸۳۱ ز کال څخه تر ۱۸۳۴ ز کال پورې يې د ماساچوسيتس په واټرټاون “Watertown” کې يې د پوهنځي يا “Academy” زده کړې تر سره کړې، چې د وروستۍ مور کورنۍ يې هم همدلته اوسېدله. په واټرټاون کې يې له خپلې راتلونکې مېرمن ليديا ډوج کابوټ “Lydia Dodge Cabot” سره وکتل. پارک د ۱۸۳۳ ز کال په اکتوبر کې خپل پلار ته د خپلې کوژدنې په اړه وويل. تيودور او ليديا څلور کالونه وروسته د ۱۸۳۷ ز کال د اپرېل پر ۲۰ نېټه واده وکړ. [۱۶][۱۷]

په واټرټاون کې د اوسېدنې پر مهال پارکر «د يهوديانو تاريخ» تر سرليک لاندې خپله لومړنۍ او د پام وړ چاپي نسخه توليد کړه، چې د بابلي معجزو په اړه يې د هغه شک او د انجيل په اړه د هغه بل ډول ليبرالي چلند ته بڼه ورکړه. دا بايده ده چې د هغه د مسلک په اوږدو کې موضوعګانې وي. [۱۸]

پارکر د قانون اړوند يو مسلک غوره وګڼه، مګر پياوړې عقيده يې د دين پوهنې لامل شوه او په ۱۸۳۴ ز کال کې د هاروارډ الوهيت ښوونځي “Harvard Divinity School” ته ننوت. نوموړي د المان الوهيت زده کړه کې تخصص وکړ او د کولريج “Coleridge”، کارلايل “Carlyle” او ايمرسن “Emerson” نظرياتو ته يې مخه وکړه. پارکر د فصاحت په بېلابېلو درجو سره په لاتيني، يوناني، عبراني او الماني ژبو ليک او وينا وکړه. د نوموړي ورځنی يادښت او ليکونه ښيي، چې هغه د چالدي “Chaldee”، سيريک “Syriac”، عربي “Arabic”، کوپتي “Coptic” او ايتوپي “Ethopic” ژبو په ګډون له نورو زياتو ژبو سره اشنا و، نوموړي د ژر تر ژره واده او له ځنډ پرته تبليغ کولو په موخه، په چټکۍ سره په ۱۸۳۶ ز کال کې د الوهيت ښوونځی بشپړ کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د کورني ژوند او مسلک لومړني وختونه ۱۸۳۶ ز کال – ۱۸۴۲ ز کال[سمول]

پارکر د ۱۸۳۰ ز لسيزې وروستي وختونه «د نا امېدۍ دوره» ونوموله. د «کور، ماشومانو او يوې غوره مسلکي دايرې» په يادولو سره نوموړي په خپل ورځني يادښت کې وليکل، چې ټولو يې په برابر ډول نوموړی بې پايلې کړږ د هغه په مسلک کې مخالفتونه د ۱۸۴۰ لسيزې په لومړيو کې له ارتودوکسي يا کلکې عقيدې سره په پرېکون کې تر ټولو لوړ ټکي يا اوج ته ورسېدل. يادو پېښو پرې ژور اغېز وکړ او څو کالونه وخت يې ونيو، چې نوموړی بېرته پر خپلو پښو باندې ودرېږي او پر مخ ولاړ شي. [۲۳]

واده[سمول]

پارکر او ليديا کابوټ په ۱۸۳۷ ز کال کې واده وکړ، مګر ياده جوړه په لومړيو کې د چاپيريالي فشارونو او نابرابريو له امله کلک وه او دواړه د ماشوم په درلودلو خفه وو. نوموړي په ۱۸۴۰ ز کال کې د يوې ګاونډۍ مېرمنې انا بلېک شا “Anna Blake Shaw” شرکت کې يوازې عاطفي يا احساساتي هوساينه غوښتله، مګر اړيکه کې يې په هر دليل جنسي نه وه. دې يو ځای کېدنې په طبيعي ډول په کور کې ستونزې زياتې کړې، چې ښايي نوموړړي په کې د خپلې مېرمنې د احساساتي غوښتنو په پوره کولو کې ستونزه موندله. [۲۴][۲۵]

لومړي پادری[سمول]

پارکر ۱۸۳۶ ز کال په بوسټون سيمه (G 80) کې د خطابو په کتنه کې تېر کړ، مګر د کورنيو لاملونو له مخې يې په ۱۸۳۷ ز کال په “West Roxbury” کې د کشيش يا پير په توګه دريځ ومنه. نوموړي په لومړيو کې ياد درک د هڅونې او کار درولو په پرتله لږ وګڼه. که څه هم د پيرۍ له ژوند سره يې سمون وکړ او د يو زيات کوونکي په توګه يې د بوسټون نږدې سيمو کې په بېلابېلو خطابو کې وعظ يا تبليغ وکړ. د يو ټينګ او اغېزناک ويناوال په توګه يې پراخه شهرت تر لاسه کړ. په ۱۸۴۰ ز کال کې هاروارډ نوموړي ته د هغه د پراخه زده کړې پر بنسټ د وياړ (افتخاري) ماسټر سند انعام ورکړ. [۲۶][۲۷][۲۸]

پارکر د ۱۸۳۸ او ۱۸۴۱ ز کالونو تر منځ پينځه ويشت ځله په ځانګړي ډول نامتو خطابه يا وعظ وړاندې کړ. په دې کې يې د هغه نامتو عامه نظر پر وړاندې بحث وکړ، چې دین اخلاقو ته راښکته کېدلی شي. نوموړي وليکل: «د اخلاقو اصل د پوهې قانون ته غاړه ايښودل دي، په داسې حال کې چې دين له هغه څه څخه د زياتو غوښتنه کوي، چې موږ يې په طبيعي ډول احساسوو: له يو غوره ذات سره ژمنتيا، چې پر هغه باندې د تکيې او همغه ته د حساب ورکولو په معنا سره ده. (د تکيې يا باور موضوع Schleiermacher” ته انعکاس ورکوي، چې د نوموړي پر دين پوهنه باندې د الماني اغېز يو شاخص دی). اخلاق ښه عمل رانغاړي، په داسې حال کې چې مذهب د خدای د مينې او منظم عبادت غوښتنه کوي، چې پارکر د انساني ژوند لپاره اړين وګڼل. «د انسان په طبيعت کې د يو غوره ذات د پاللو په موخه د ميلان په پرتله بل هيڅ احساس دومره ژورې ريښې نه لري. نوموړي تبليغ وکړ، چې د هغه [خدای] درناوی وکړئ، همغه ته سجده وکړئ، د هغه شتون حس کړئ، د اړتيا پر مهال ورڅخه د مرستې لپاره دعاګانې وغواړئ او هغه وخت ترينه بخښنه وغواړئ، چې زړه له خوښۍ ډک وي. [۲۹]

ماورایزم / روحانيت[سمول]

پارکر په ۱۸۳۷ ز کال کې د هغې ډلې په ناستو کې ګډون پيل کړ، چې وروسته د روحاني کلب “Transcendental Club” په توګه وپېژندل شوه. د رالف والډو ايمرسن د الوهيت ښوونځي درک “Ralph Waldo Emerson Divinity School Address” د هغه لپاره خورا په زړه پورې و او نوموړي له ايمرسن، اموس برونسن الکوټ، اوريسټيس براونسن او ځينو نورو سره د يو ځای کېدلو په موخه يادې موکې ته ښه راغلاست ووايه. د هنري ډاويډ توريو او پارکر غوندې روحاني پلويو وليکل، چې نړۍ «الهي يا خدايي» ده او موږ د دې الوهیت يوه برخه يو. که څه هم د ايمرسن او ځينو نورو روحاني پلويو خلاف پارکر باور درلود، چې ياد خوځښت په ژورو مذهبي نظریاتو کې ريښې درلودې او باورمند نه و، چې له مذهب څخه به شاتګ وکړي. ټولو دا ټينګه عقيده يا باور خپور کړ، چې غلامي باید له منځه ېوړل شي او ټولنيز سمونونه بايد ريښې وکړې. [۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Theodore-Parker — subject named as: Theodore Parker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w95f3m — subject named as: Theodore Parker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4974 — subject named as: Theodore Parker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Theodore_Parker — subject named as: Theodore Parker — سرليک: Store norske leksikon
  5. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  6. کينډۍ:Harvp
  7. Buckminster, Lydia N.H., The Hastings Memorial, A Genealogical Account of the Descendants of Thomas Hastings of Watertown, Mass. from 1634 to 1864. Boston: Samuel G. Drake Publisher (an undated NEHGS photoduplicate of the 1866 edition), 30.
  8. Parker, Theodore, John Parker of Lexington and his Descendants, Showing his Earlier Ancestry in America from Dea. Thomas Parker of Reading, Mass. from 1635 to 1893, pp. 15–16, 21–30, 34–36, 468–470, Press of Charles Hamilton, Worcester, MA, 1893.
  9. Parker, Augustus G., Parker in America, 1630–1910, pp. 5, 27, 49, 53–54, 154, Niagara Frontier Publishing Co., Buffalo, NY, 1911.
  10. Dean Grodzins. "Theodore Parker". Unitarian Universalist Historical Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مې ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Harvp Theodore's sisters Rebecca, Ruth, and Hannah all died before he was five; by the time he was eleven, his grandmother and loved mother had also died. His brother John and two remaining sisters, Emily, Mary, and Lydia, died while he was a young man.
  12. کينډۍ:Harvp
  13. Flatow, Alisa M.; Anflick, Adina, المحررون (2019). "Guide to the Papers of the Seixas Family, undated, 1746–1911, 1926, 1939". New York: Center for Jewish History, American Jewish Historical Society. *P-60. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gura, Philip F. American Transcendentalism: A History. New York: Hill and Wang, 2007: 117. کينډۍ:ISBN.
  15. Shalom Goldman, God's Sacred Tongue: Hebrew & the American Imagination (Chapel Hill: University of North Carolina Press, 2004), 187. Also see Shalom Goldman, "James/Joshua Seixas (1802–1874): Jewish Apostasy and Christian Hebraism in Early Nineteenth-Century America", Jewish History 7:1 (1993), 65–88.
  16. For Parker's time in Watertown and engagement, see Grodzins, American Heretic, 36; an earlier and more poetic account is in Henry Steele Commager, Theodore Parker: Yankee Crusader (Boston: Unitarian Universalist Association, 1947), 23. For marriage, see کينډۍ:Harvp
  17. کينډۍ:Harvp
  18. کينډۍ:Harvp. For an account written by a contemporary describing Parker's time and writings at Watertown, including A History of the Jews, see Octavius Brooks Frothingham, Theodore Parker: A Biography (New York: G.P. Putnam, 1880), 39.
  19. کينډۍ:Harvp
  20. Commager, Theodore Parker, 23-24.
  21. For his lack of speaking fluency in French and German, despite translating thousands of pages in writing, see کينډۍ:Harvp.
  22. Hankins, Barry. The Second Great Awakening and the Transcendentalists. Westport, Connecticut: Greenwood Press, 2004: 143. کينډۍ:ISBN
  23. کينډۍ:Harvp
  24. For his relationship with Shaw, see کينډۍ:Harvp; for the relationship with his wife, see کينډۍ:Harvp.
  25. کينډۍ:Harvp sketches out the initial difficulties of their marriage. Also see the journal entry reprinted as the figure "Marital strife" in کينډۍ:Harvp, and taken from the Theodore Parker Papers, bMS 101, Andover-Harvard Theological Library of Harvard Divinity School, Cambridge, Massachusetts.
  26. For pulpit touring, see کينډۍ:Harvp; for his initial response to West Roxbury, see کينډۍ:Harvp.
  27. "Our History | Theodore Parker Church". March 13, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Harvp
  29. کينډۍ:Harvp
  30. Gary J. Dorrien, The Making of American Liberal Theology: Imagining Progressive Religion, 1805-1900, 77. Dorrien writes that Emerson's Harvard address "had a formative and catalyzing effect" on Parker.
  31. Buell, Lawrence. Emerson. Cambridge, Massachusetts: The Belknap Press of Harvard University Press, 2003: 32–33. کينډۍ:ISBN
  32. Hankins, The Second Great Awakening and the Transcendentalists, 28; 105; 143. On 105, Hankins notes that Parker was a Transcendentalist antislavery advocate and considered "perhaps the most important theologian the movement produced."