منځپانگې ته ورتلل

تيرانوسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تيرانوسور
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
کچه او لوړوالی
اوږدوالۍ
۱۲ متر[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور اړين مالومات
پيل موده
۶۸ ميلیون کاله BCE پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۶۶ ميلیون کاله BCE پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

تیرانوسور (په لاتین: Tyrannosaurus rex) د غوښخور (غوښه خوړونکي) ډاگسرانو څخه تر ټولو لوي او خطرناک ډانگسر وو چې د کرتاسې په وخت کې ۶۵ میلیون کاله مخکې په امریکا کې یی ژوند کاوه.

تاریخ او توصیف

د تیرانوسور رکس لمړني فوسل په امریکا کی په ۱۸۷۴ کال کی کشف شو او فوسل یی په ۱۹۰۵ کال کی د امريکي عالم هنري فارفيلد أوزبورن لخوا توصيف شو. په ۱۹۰۸ کال کی د تیرانوسور نوی فوسل په هېل کريک کی کشف شو. نوموړي فوسلونه په ۱۹۱۵ کال کی بیا جوړ شو او په اوس وخت کی د نیو یورک په موزیم کی پروت دی.د تیرانوسور لوړوالي ۱۳ مټرو ته ورسېدله او وزن یی ۷ ټنونه وو. د تیرانوسور سرعت ۴۰ كيلو متره په ساعت کې ته رسېدلای سی. دغه ډانگسر په ځانگړي ډول د نبات خوړونکي ډانگسران ښکار کاوه.

  1. سرچينې تړی: https://www.nhm.ac.uk/discover/dino-directory/tyrannosaurus.html.