توماس کلارکسن
| توماس کلارکسن | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۲۸ مارچ ۱۷۶۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] |
| مړینه | 26 سېپتمبر 1846 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ليکوال [۸]، سياستوال |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۹][۱۰] |
| سمول |
|
توماس کلارکسن [په انګلیسي: Thomas Clarkson ] (د ۱۷۶۰ ز کال د مارچ ۲۸ – د ۱۸۴۶ ز کال د سپتمبر۲۶) یو برتانوي د غلامۍ د له منځه وړلو غوښتونکی او د برتانیې په امپراتورۍ کې د غلامۍ د سوداګرۍ د مخالفانو سرلاری و. هغه د غلامۍ مخالفې ټولنې (همدارنګه د غلامۍ د سوداګرۍ د له منځه وړنې د ملاتړ کوونکې ټولنې په نامه هم پېژندل کېږي) په جوړولو کې مرسته وکړه او د ۱۸۰۷ز کال د غلامۍ د سوداګرۍ لایحې په تصویب کولو کې یې مرسته وکړه، چې په برتانیا کې یې د غلامانو سوداګري پای ته ورسوله.
هغه په ۱۸۱۶ز کال کې له سولیزې لارې د اختلافاتو د اواروي پلوی شو او د خپل ورور، جان سره د تلپاتې او نړیوالې سولې د دودولو ټولنې له دوولسو بنسټ ایښودونکو څخه و.[۱۱][۱۲]
د خپل فعالیت په ورستیو کلونو کې، کلارکسن په نړیواله کچه د غلامۍ له منځه وړنې لپاره هلې-ځلې وکړې، چې په هغه وخت کې یې تمرکز په امریکا و. په ۱۹۴۰ز کال کې هغه په لندن کې د غلامۍ ضد ټولنې (اوس د غلامۍ ضد نړیوالې ټولنې په نامه پېژندل کېږي) د لومړي کانفرانس کلیدي ویناوال و، چې په نورو هېوادونو کې د غلامۍ د پای ته رسولو په پار یې هلې ځلې کولې.
د ژوند لومړني حالات او زده کړې
[سمول]کلارکسن د ریورینډ جان کلارکسن (۱۷۱۰ز—۱۷۶۶ز) چې د انګلیستان په کلیسا کې کشیش (پادري) و او همدارنګه د ویسبیچ ګرامر ښوونځي ښوونکی و او د هغه د مېرمنې اېن نې (په ۱۷۹۹ز کال کې مړه شوې) مشر زوی و. هغه ته د ۱۷۶۰ز کال د مې په ۲۶ نېټه د ویس بیچ ښارګوټي د سینټ پیټر او سینټ پاول په سیمیزه کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. ورور یې جان (۱۷۶۴ز زېږېدلی) او خور یې اېن نومېده. دواړو ورونو د هیل سټریټ په ګرامر ښوونځي کې نوم لیکنه وکړه چې کورنۍ یې هم هلته مېشته وه. د پلار له مړینې وروسته یې کورنۍ د بریج سټریټ یوه کور ته ولېږدیده چې اوس د نیلي لوحې نښان ورباندې لګیدلی دی. توماس په ۱۷۷۵ز کال کې د لندن سینټ پاول ښوونځي کې داخله وکړه چې هلته یې بدل اعاشه ورکوله. هغه په ۱۷۷۹ز کال کې د کېمبریج په سینټ جان کالج کې نوم لیکنه وکړه. هغه چې یو ځیرک زده کوونکی و، د کېمبریج په کالج کې یې داسې تظاهر کاوه لکه له وخته چې خوند اخلي، په داسې حال کې چې هغه یو جدي او پرهېزګاره سړی و. هغه په ۱۷۸۳ز کال کې په ټولنیزو علومو کې د لیسانس سند تر لاسه کړ او پرېکړه یې کړې وه چې، په کېمبریج کې د خپل پلار د پلونو په نښه لاړ شي او د انګلیستان کلیسا یا انجلیکن مینیسټري (انجلیکنس مینیسټري: انجلیکن وزارت د انجلیکن مذهبي فرقې د عیسوي خدماتو، دواړه؛ مشرتابه او هم د نمایندګۍ دفتر دی. د مؤظفو مذهبي مشرانو، چې د بیشوپ، پریسټ او ډیکون په نومونو درې درجه یزې برخې لري، دفتر ته مینیسټري وایي.) ته ننوځي. هغه یو ډیکون (د پادري مرستیال) وټاکل شو خو هيڅکله یې د پادري د اوامرو اطاعت و نه کړ.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د غلامۍ د وحشت په اړه الهام
[سمول]په ۱۷۸۵ز کال کې کلارکسن په پوهنتون کې د لاتیني ژبې د مقاله لیکنې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ، چې د هغه د پاتې ژوند ډېرې برخې ته یې لوری ورکړ. د مقالې موضوع (Anne liceat invitos in servitutem dare ) معنا دا چې: ("ایا دا روا ده چې، د نورو د خوښې پرته له هغوی څخه غلامان جوړ کړو؟") وه، چې د پوهنتون رئیس پیټر پیکارډ ټاکلې وه، او دا مقاله د دې موجب شوه چې کلارکسن د غلامانو د تجارت د پوښتنې په اړه فکر وکړي. د دې موضوع په اړه، د غلامۍ د اصولو مخالف کوېکر (کوېکر: هغه خلکو ته ویل کېږي چې، د لرغوني پروتستان مسیحي ډلې چې په رسمي توګه "د ملګرو دیني ټولنه" په نامه پېژندل کېږي، سره تړاو ولري.) انتوني بینيزیت کارونو او همدارنګه د افریقایي غلامانو د تجارت په اړه اول لاس لیکنې لکه؛ د فرانسیس مور "د افریقا نننيو برخو ته سفرونه"، په ګډون چې څومره شونې وه هغه مطالعه وکړه. هغه همدارنګه د هغو خلکو سره د لیدلو او مرکو کولو له لارې، چې د غلامانو د تجارت او د غلامۍ شخصي تجربې یې لرلې، د مقالې په اړه څېړنه وکړه. [۲۱]
د انعام له ګټلو وروسته، کله چې کلارکسن د کېمبریج او لندن تر منځ په اس باندې سفر کاوه، هغه څه چې هغه د خدای له لوري روحاني الهام بللو، ترلاسه کړ. هغه خپل سفر د هرټفورډشیر په وېډسمیل کې وېر ته نږدې پای ته ورساوه. هغه وروسته ولیکل:
لکه څرنګه چې د تل په څېر په سینېټ کور (سینېټ کور: د انګلیستان په کېمبریج پوهنتون کې د ۱۷۲۰ز لسیزې ودانۍ ده، په پخوا وختونو کې د یاد پوهنتون د مشرانو جرګې لپاره کارول کېده او اوس د فراغت د مراسمو لپاره کارول کېږي) کې د جایزې له پرېکړې وروسته ډېر ژر دغه مقالې لوستل کېږي، زه کېمبریج ته د دې مقصد لپاره وربللی وم. زه لاړم او خپل مسؤولیت مې ترسره کړ. خو بېرته د را تللو په وخت کې د یادې مقالې موضوع زما افکار محصور کړل. په هغه موده کې چې په لاره وم، په ډېر شدت سره اغېزمن شوم. کله-کله به مې اس ودراوه او پیاده به شوم او په پښو به په لار تللم. ما به په دغه موده کې په وار-وار ځان ته قناعت ورکاوه چې زما د مقالې موضوع رښتیا کېدلی نشي. څومره ډېر چې مې یې په اړه فکر کاوه یا غوره ده ووایم؛ هرڅومره ډېر چې مې د هغې منځپانګې په اړه چې نوموړې مقاله ور باندې لیکل شوې وه فکر کاوه، هغومره ډېر یې په اهمیت قایلېدم. کله چې په هرټفورډشیر کې میل ته نږدې را ورسېدم، د سرک پر غاړه په چمن پرېشان کښېناستم او اس مې ودراوه. دلته مې ذهن ته یو فکر راغی، هغه دا چې که د دې مقالې منځپانګه رښتیا وي، یو څوک باید دا ناورین پای ته ورسوي. په دغسې پارېدلي حالت کې خپل کور ته را ورسېدم. دا پېښه د ۱۷۸۵ز کال په اوړي را وشوه.[۲۲]
د رابلنې دغه تجربه او حس په پایله کې د دې سبب شو، چې هغه خپل ژوند د غلامۍ تجارت پای ته رسولو ته وقف کړي.
د مخاطبانو د زیاتولو په پار د دغې مقالې انګلیسي ته تر ژباړلو ورسته، کلارکسن په ۱۷۸۶ز کال کې د یوې رسالې په بڼه "د انساني نوعې غلامي او خرڅلاو، په ځانګړې توګه د افریقاییانو، په لاتیني ژبه د یو تیزس څخه ژباړل شوې مقالې" تر عنوان لاندې خپره کړه. [۲۳]
نوموړې مقاله ډېره اغېزمنه وه، چې په پایله کې یې کلارکسن د ډېرو نورو هغو اشخاصو سره چې د غلامۍ د ختمولو پلوي و، چې ځینو یې له دې څخه مخکې د غلامۍ خلاف لیکنې، تبلیغ، نشرات او هلې-ځلې کړې وې، پېژندګلوي پیدا کړه. په دې اشخاصو کې ډېر اغېزناک خلک لکه جېمز رېمزي او ګرانویل شارپ، ډېری کوېکران (کوېکر وګورئ) او نور د رسمي کلیسا مخالفین شامل وو. نوموړی غورځنګ چې د کوېکرانو په واسطه په امریکا او برېتانیا کې د اتلانتیک دواړو خواوو ته د رسمي کلیسا مخالفینو په ملاتړ چې په بنسټیزه توګه میتودیستان او باپټیستان وو رامنځته شوی و، د څو کالو لپاره د غښتلتیا په حال کې و. په ۱۷۸۳ز کال کې ۳۰۰ کوېکرانو چې ډېری یې د لندن اوسېدونکي وو، د لومړي ځل لپاره پارلمان ته د غلامۍ د تجارت پر خلاف لاسلیک شوی غوښتنلیک وړاندې کړ.
د دې اقداماتو په تعقیب، یوې کوچنۍ فرعي ډلې "د غلامانو تجارت د پای ته رسولو لپاره کمېټه" جوړه کړه، دا یوه نا-مذهبې ډله (نا-مذهب: یوه اصطلاح ده چې د هغه څه د تعریفولو لپاره کارول کېږي، چې خلک د دین، نژاد او جنسیت په واسطه نه ډلبندي کوي.) وه چې د انګلستان د کلیسا د غړو (انجلیکنس) سره په یو ځای کېدلو یې په لا بریا سره (د لایحو په منظورۍ کې) د نفوذ اعمال کولای شو. د ازموینې قانون په بنسټ، یوازې هغه کسان چې د انګلیستان د کلیسا د ادابو مطابق د رباني ماښامنۍ (یعنې هغه ماښامنۍ چې عیسی وړاندې له نیول کېدو او مصلوب کېدو د خپلو حواریونو سره وخوړه.) مراسمو کوربه توب ته تیار وو، د پارلمان د غړي په توګه یي د دندې ترسره کولو اجازه لرله، په دې توګه کوېکران د ۱۹ز پېړۍ تر لومړیو پورې په ټولیزه توګه د عوامو مجلس څخه منع کړل شوي وو. د نوموړې کمېټې له دوولس بنسټ ایښودونکو څخه نه (۹) کوېکران او درې یې انجلیکنس سرلاري وو: کلارکسن، ګرانویل شارپ او فیلیپ سېنسوم. دوی د هغو دیني ډلو د احیا او اصلاحاتو غوښتونکي وو چې، په ځانګړې توګه یې د رسمي کلیسا مخالفینو ته ریښې رسېدې، خو د باور لرونکو ترمنځ د "لویې ویښتیا" لپاره د نا-مذهبي ملاتړ په لټه کې وو.
د غلامۍ ضد هلې ځلې
[سمول]د کلارکسن د مقالې څخه په الهام اخيستنې، د پارلمان په غړو باندې د نفوذ د اعمال په موخه، د معارضو کوېکرانو، کلارکسن او نورو څخه، د کوچنیو ګروپونو ترمنځ یوه غیر رسمي کمېټه جوړه شوه. د ۱۷۸۷ز کال په مې کې دوی د "د غلامۍ تجارت د پای ته رسولو لپاره کمېټه" جوړه کړه.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Clarkson — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6000287 — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20594 — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/23703363 — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0018123.xml — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15563 — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=12069 — سکالو پېژند: Thomas Clarkson — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ پیوستون : 118974378 — خپرېدونېټه: ۱۰ مارچ ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb124631084 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/231951715
- ↑ "Thomas Clarkson". www.wisbechmuseum.org.uk. ترلاسهکېدو نېټه 9 January 2021.
- ↑ Ceadel, Martin (1996). The origins of war prevention : the British peace movement and international relations, 1730-1854 (Reprint. ed.). Oxford: Clarendon Press. p. 521. ISBN 9780198226741.
- ↑ کينډۍ:CCEd
- ↑ "Thomas Clarkson". Westminster Abbey Website.
- ↑ "parish registers". wisbechmiseum.org. ترلاسهکېدو نېټه 21 December 2019.
- ↑ Ellen Gibson Wilson (1992). The Clarksons of Wisbech. Wisbech Society.
- ↑ "Thomas Clarkson". www.waymarking.com. ترلاسهکېدو نېټه 9 January 2021.
- ↑ "Wisbech Grammar School". London Evening Standard. 13 March 1894. p. 6.
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ GMG Woodgate (1960). "Thomas Clarkson of Wisbech". Annual Report. 21. Wisbech Society: 6–10.
- ↑ "Janus: Papers of Thomas Clarkson". University of Cambridge.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Clarkson, Thomas (1808). The History of the Rise, Progress, and Accomplishment of the Abolition of the African Slave-Trade by the British Parliament. Vol. 1. London: Longman, Hurst, Rees and Orme. pp. 209–210.
- ↑ Clarkson, Thomas (1786). An Essay on the Slavery and Commerce of the Human Species, Particularly the African. Translated from a Latin Dissertation, Which Was Honoured With the First Prize in the University of Cambridge, for the Year 1785, With Additions. London.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1846ز مړينې
- 26 سېپتمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
