تور غنم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تور غنم – Buckwheat دوه ډولونه (Fagopyrum esculentum and F. tataricum) لري، د وښو بوټي دي. د غلې دانه ېې د خوړلو وړ ده. مثلث ته ورته شکل لري او په یوه سخت پوستکي پوښل شوې وي. د دې غلې سپین ګلان د شاتو د مچیو او نورو حشرو په ذریعه القاح کوي د کورنۍ نوم ېې پولیګون اېسای (Polygonaceae) ده چې د غلې د وښو له کورنۍ سره کوم تړاو نلري. هغو سیمو کې کرل کیږي چې یخ اقلیم ولري، غونډۍ پکې زېاتې وي او وچه یا بې اوبو ځمکه ولري. لکه د نورو غلو په څېر په حاصلخیزه ځمکه کې د دې غلې کرنه ډېره کمه ده. ګلان ېې دواړه ګرده (pollen) او شیره (nectar) د شاتو د مچیو لپاره تولیدوي. د شنې سرې په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي په دې مانا چې کله وکرل شي او بوټي ېې قلبه شي د ځمکې لاندې شي نو د سرې په توګه کار کوي او د نورې کرنې لپاره ځمکه حاصلخېزه کوي. په شرقي اروپا کې د وریجو په څېر پخیږي. اوړه ېې یوازې او یا د غنمو له وړو سره ګډ او ډېر وخت کیک ترې جوړیږي. په کاناډا او امریکا کې له دې وړو پوخ شوي کیک ته (buckwheat cakes) بکویټ کیک وایي. په انګلستان کې دا غله ډېر وخت کورنیو مرغانو او څارویو ته ورکول کیږي. د دښتي چرګانو (pheasant) لپاره ېې انګریزان مناسب خواړه ګڼي. خورا زېات کاربوهایډرېټ او پروتین لري او کمه اندازه ویټامین B۱ او ویټامین B۲ لري.