توت خوره
ښکارېدونکې بڼه
Fringillidae توت خوره ډوله مرغان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | مرغان |
لاندي طبقه | الوتونکی مرغان |
طایفه | مرغۍ |
کورنۍ | توت خوره ډوله مرغان |
توت خوره ډوله مرغان (علمي نوم: Fringillidae) د ونو کوچنيو مرغانو یوه کورنۍ ده چې په ۲۰ جنسو او ۱۴۳ ډولو تقسیمېږي.
توصيف
توت خوره ډوله مرغان د الوتونکو مرغانو څخه رنگی مرغان دي چې لوي سر، مخروطي مښوکه او لنډې پښې لري. توت خوره ډوله مرغان پر ونو باندي ژوند کوي. خو د دي مرغانو څو ډوله د انسانانو کورونو ته نژدي یا په ښارونو کې ژوند کوي یا د انسانانو لخوا هم روزل کېږي.